هند: موږ د امريکا نصيحتونو ته اړتيا نه لرو



د هند واکمن او اپوزیسیون ګوندونو د ډونالد ترمپ پر هغو څرګندونو نیوکې کړي چې په روانه اوونۍ کې یې په افغانستان کې د هند د نقش په اړه کړې وې. په افغانستان کې د هند د هڅو په اړه د ټرمپ وروستیو څرګندونو نه یوازې هندي سیاستوال بلکه عام وګړي هم په غوسه کړي دي.

ټرمپ د تېرې چهارشنبې په ورځ وویل، چې د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي، ورته په وار وار ویلي چې په افغانستان کې یې یو کتابتون جوړ کړی دی. د هندوستان د بهارتیا جنتا ګوند لوړپوړي غړي رام مدوو، د ټویتر ټولنیزې شبکې له لارې ویلي ښه ده چې ټرمپ په دې خبره پوه شي چې که څه هم هغه په افغانستان کې نورې ټولې مرستې له پامه غورځوي، هندوستان نه یوازې کتابتونونه بلکه سړکونه، د برېښنا بندونه، ښوونځي او آن د پارلمان ودانۍ یې جوړې کړي دي. د هند کانګرس ګوند ویلي چې دغه هېواد د افغانستان په اړه د امریکا متحده ایالاتو نصیحتونو ته اړتیا نه لري.

Categories: خبرونه