مرور کوتاهی بر تاریخ افغانستان و قضیه پشتونستان

زمری محقق

0 64

 

د کتاب د لنډی پیژندنی په لړ کی :

دا هم د کتاب تر لوستلو وروسته  په لنډه توګه د هغه لوب لباب او اصلی محتوی :

( مرور کوتاهی بر تاریخ افغانستان و قضیه پشتونستان)

دا کتاب چی په ۴۱۸ مخونو کی ښاغلی عتیق پاڅون لیکلی ، په ۲۰۰۹ کال په کابل کی چاپ سوی دی ، په عمومی ډول پر درو برخو ویشل سوی او ددی درو  بیلا بیلوموضوعاتو په هکله  په زړه پوری مفصلی څر ګندونی لری :

لومړی برخه یی د افغانستان تاریخ ته چی د میلاد څخه کابو پنځه پیړی مخکی زمانی څځه بیا د طالبانو د دوران تر سقوط پوری زمانه په غیږ کی نیسی ، وقف سوی ده .

په دوهمه برخه کی یی د ډو رنډ د کرښی په هکله د تاریخی او حقوقی اسنادو په بنسټ ،هر اړخیزه مستدل معلومات او توضیحاتو وړاندی سوی دی .

دریمه برخه یی د صدیق فرهنګ پر کتاب ( افغانستان د پنج فرن آخر ) د نقد په ترځ کی مستندی څرګندونی او تشریحات  راغلی دی .

دافغانستان د تاریخ په اړونده برخه کی راغلی دی چی د داودخان په وخت کی افغانستان ته د امریکا د جمهور ريس جمی کار ترد سفر په وخت (۱۹۷۵ م) کی دکارترد هغی وینا په خلاف چی ویلی یی وه افغانستان او امریکا دواړه په اتلسمه پیړی کی منځ ته راغلی دی (یعنی افغانستان په ۱۷۴۷ م کال کی او امریکا هم په ۱۷۸۷ کال کی  تشکیل سوی دی ) ، په جواب کی ویل سوی دی چی د تاریخی مؤثقو اسنادو او دلایلو په بنسټ د افغانستان تاریخ د میلاد څځه د۳۰۰۰ او حتی څلور زره کاله مخکی ته رسیږی .

په دغه برخه کی د افغانستان د لومړنی منظم دولت د (د میلاد څخه ۲۵۰ کاله مخکی د باختری یونان دولت) جوړښت د یادونی سره سم دا هم په ډاکه سوی ده چی د افغانستان اوسنی موقعیت د میلاد څځه زرکاله مخکی د اوستا په زمانه کی د اریانا په نوم او اوسیدونکی یی آریایی بلل کیدل . خو د عربو په راتګ سره اریانا د خراسان په نوم اوښتی ده او دغه نوم د اتلسمی او نولسمی پیړی پوری دوام موندلی دی .

دغه راز د افغانستان د لرغونی تاریخ د توضیح په لړ کی یی د باختری یو نان ، ساکانو، پارتیانو ، کوشانیانو، یفتلیانو ، کیداریانو، کابل شاهانو، طاهریانو ، صفاریانو، سامانیانو ،غزنویانو ،غوریانو، تیموریانو او د بابراو بیاوروسته د لوی احمد شاه بابا ، تیمورشا او دهغه د اولادونو سلسه یی په تفصیل سره د ډاکتر نجیب الله او ورپسی د طالبانو تر سقوط پوری د یو لړ زیاتو معتبره مآخذونو په حواله را رسولی او په تفصیل سره یی بیان کړی ده چی لوستونکی ته د افغانستان د لروغونی منځنیو پیریو او معاصر تاریخ په هکله یوه روښانه تصویر وړاندی کوی .

 د ډیورند د فرضی کرښه :

د کتاب په دوهم برخه کی لیکوال ( ښاغلی عتیق پاڅون )  د ډیورند د کرښی په هکله د حقوقی پلوه د اسنادو په بنسټ پراخ معلومات او توضیحات ورکړی او لیکی چی دا کرښه دافغانستان د خلکو د ارادی په خلاف تقریبآ ۱۲۷ کله مخکی تحمیل سوی ده .

خو زیاتوی چی دا یوازی افغانان نه دی چی په غیری حقوقی بڼه یی سیمی له لاسه وتلی دی بلکی د تاریخ په اوږدو کی په نړی کی نور هم ډیر هیوادونه د داډول ستونزو سره لاس او ګریوان سوی دی خوبیا یی وروسته جلا سوی سیمی بیرته تر لاسه کړی دی . د بیلګی په توګه د فرانسی د هیواد الزاس او لورین ایالتونو ته اشاره کوی چی دغه دوی سیمی د المان فرانسی د ۱۸۷۰ـ ۱۸۷۱ کلونو په جکړه کی د جرمنی له خوا اشغال سوی اود یوه غیر عدلانه تړون پر فرانسه باندی تحمیل  سو . خو د لومړی نړیوالی جګړی وروسته نوموړی تړون لغوه او دغه سیمی بیرته د فرانسی د خاوری یوه برخه سوه .

دغه راز هانګ کانګ چی د نولسمی پیړی د څلورمی لسیزی په لومړیو وختونو کی د انکلسانو له خوا اشغال او د انګلستان په مستعمره بدل سو انګلسانو موافقه وکړه چی پرته د پوځی شخړی څخه ، دغه ستر تجارتی ښار، بیرته په سولیزه توګه په ۱۹۹۷ م کال ، چین ته وسپارسو .

برسیره په دی د مکاوا ټاپو چی په ۱۵۹۷ کال کی د پرتګال د استعمار په نتیجه کی د چین څخه بیله شوی وه وروسته تر ۴۲۲ کلونو ، بیاهم په سولیزه توګه بیرته خپل څښتن ته ور وسپارل  سوه .

نو د اافغانانو دغه سیمی چی د ۱۸۳۸-۱۸۳۹ کلونو په اوږدو کی د دوو تحمیلی جګړو په نتیجه کی د هغه وخت د سترنړیوال استعماری ځواک له خوا د افغانستان د خاوری څخه بیلی سوی، ولی به بیرته ترلاسه نه شی ؟

د  ډیورنډ د پریکړی (موافقتنامه ) د حقوقی بنسټ په هکله هم د منلو وړ دلایل وړاندی سوی دی او په دی ټینګار سوی دی چی د نړیوالو حقوقی معیارونو له مخی کله چی یوه معاهده یا تړون دغه لاندی شرایط ولری هغه په حقوقی لحاظ د منلو وړ نه دی :

 لومړی: تطمیع  او ویره   .

دوهم : د معاهدی لاسلیک کوونکی د دریم هیواد ته د موادو د تطبیق په هکله هیڅ ډول مسؤلیت نه لری .

 دریم : د تړون لاسلیک کوونکی شخص او یا هیئت  باید د خلکه رښتنی ټاکل سوی استازی وی .

څرنګه چی په نومړی تړون کی تطمیع موجوده وه یعنی ( د سلطنت د نیونکو حریفانو په مقابل کی (امیرعبدالرحمان خان )سره مرسته او همایه کولو لوړه سوی وه .

ویره ( د افغانستا په پلو کی د ځواکونو ځای پرځای کول ) .

ځکه نو نوموړی تړون حقوقی ارزښت نه لری .

برسیره په دې د مؤرخ پوهاند حسن کاکړ په حواله لیکل سوی دی چی هغه (حسن کاکړ ) د ډیورنډ د سند انګلیسی اصل په خپله لیدلی دی او په ټنګار سره وایی چی اول خوا دا یوه معاهده نه بلکی یوه موافقت نامه ده ځکه چی معاهده په انګلیسی کی په اګریمنټ (۱) سره ژباړل کیږی خو موافقت نامه په ټریټی (۲) باندی ترجمه کیږی .

 په نوموړی سند کی اګرمینټ لیکل سوی دی چی د حقوقی پلوه دا دوی اصطلاوی توپیر سره لری او تر ټولو مهمه یی لا دا چی خپله امیر دا سند نه دی لاسلیک کړی .

د کتاب وروستی برخه د محمد صدیق فرهنګ کتاب (افغانستان د پنج قرن آخر ) ، باندی نقد او تبصیری ته وقف سوی ده :

ښاغلی پاڅون لیک :

 د ښاغلی فرهنګ د کتاب نوم  او اصل محتوا تو پیر سره لری او اصلآ نوموړی کتاب د دی لپاره لیکل

سوی دی چی د افغانستان تاریخی حقایق او د افغانی ټولنی اوسنې ملی مناسبات تحریف کړی او زموږ خلک یو له بله سره په جنګ واچوی .

 په دغه کتاب کی شپاړسمه پیړی چی د۱۵۰۰ راوروسته پیل کیږی اود هرات د تیموریانو د دولت د ړنګیدو(۱۵۰۵م ) سره سمون لری ، صدیق فرهنګ پر دغه ( دوه سوه کلنه دوره ۱۶-۱۸ پیړی) د افغانستان تاریکه دوره چی د افغانستان د تجزیی اوپه همسایه امپراتوریو ( مغولان ،د ماورالنهر شیبانیانو اود ایران صفویانو ) کی د ادغامیدو دوران او د مرکزی دولت د له مینځه تلو وختونه دی ، هیڅ بحث نه دی کړی ، دی او دده همفکره په دی ډیر خفه دی چی افغانستان په اتلسمه پیړی کی وکولای سوای چی بهرنی لاسوهنو ته د پای ټکی کښیږدی او د یوه خپلواک هیواد بنسټ کښیږدی .

ښاغلی پاڅون د ښاغلی فرهنګ د کتاب څخه دغه بیان « کلمات پشتون وپشتوکه افغانها بر زبان وقوم خو اطلاق می کنند تا سده هفتم هم تنها ار محاوره زبانی بین مردم معمول بود و در آثار کتب به نظر نه رسیده است » را نقلوی او بیا یی په ځواب کی لیکی چی دا بیان د واقعیت سره هیڅ اړخ نه لګوی او ددی په خلاف اصلآ د افغان لرغونی کلمه د میلاد څخه ۱۲۰۰ کاله مخکی د سانسیګریت په اثارو کی د اسواغانه په وارو وارو راغلی ده چی وروسته یی نوم د نقش روستم په معبد کی چی د ساسانیانو د لومړی شاپور او د ۲۵۰میلادی کال دوران ښیی د (ابګان ) او ( اوګان ) په بڼه ثبت سوی ده .

د پښتون کلمه د افغان تر کلمی هم زړه ده چی د لومړی ځل لپاره د میلاد څخه ۱۴۰۰ کاله مخکی د ریګویدا په مذهبی سرودونو کی د پکتاس (۳)  په شکل راغلی ده . د تاریخ پلار هیرودوتس داکلمه د میلاد څخه ۵۰۰ کاله مخکی د پکتیان (۴) یا د پکتیکا د هیواد اوسیدونکی په نوم یاده کړی ده

………………………………………………..

 ](Pakthas  ,3 –   4, pakain   )  (1- agreement 2-treaty )[

دبهادرشا ظفر کاکاخیل په حواله د پښتو رسم الخط په ۹۹۸ ـ ۱۰۳۰ کلونو کی د سلطان محمود غزنوی په زمانه کی د خواجه احمد حسن میمند ، او یو افغان چی قاضی صیف الله نومیدی  له خوا ، منځ ته را وړی دی .

ښاغلی عتیق په دغه هکله په تفصیل سره  ښایسته ږغیدلی دی خو د مطلب د لنډیز په خاطر یی د لیکلو څخه ډډه کوم .

لنډه یی دا چی صدیق فرهنک په دی ټینګارکړی دی چی پښتون نوم په حدود العالم ، تاریخ بلعمی ، د طبری تفسیر او ژباړه ، د بیهقی تاریخ او نور اثارو کی نه دی راغلی او په خپله محمود طرزی هم د دی نوم سره بلدیت او شنایی نه درلوده . چی دا یی په عین حال کی د محمود طرزی شخصیت ته اهانت هم کړی دی . په داسی حال کی چی ښاغلی غبار په خپل کتاب  ( افغانستان در مسیر تاریخ ) کی دا ثابته کړی ده چی محمود طرزی خپله پښتون ؤ ځکه چی د سردار لقب یوازی د درانی قوم ته ورکول کیدی .

دغه راز د صدیق فرهنګ د استدلال په اساس ، د افغانستان درانی او بارګزی مشران او پاچهان هم افغانان نه وه بلکی ایرانیان وه  ځکه چی په فارسی یا دری ژبه یی خبری کولی .

لنډه دا چی په دی کتاب کی د عتیق پاڅون د استدلال په بنسټ د فرهنګ لیکنه د واقعیت څخه لیری او د تعصب په بنست لیکل سوی ده .

په درنښت

Leave A Reply

Your email address will not be published.