یوه افغانه ښاپېرۍ په کییف کې کتاب، په انګلستان کې تر لاسه کړۍ

0 94

یوه افغانه ښاپیرۍ په کییف کې د هغه ریښتینې پېښې کیسه ده چې تازه د کتاب په بڼه په خورا لوړ اروپایي معیار چاپ شوې مینه وال کولی شي دا کتاب چې د یوې افغانې پر ژوند چې تن پلورنې ته اړ شوې، راڅرخي. کتاب د یوې مرکې په بڼه لیکل شوی، خورا په زړه پورې، دردونکی او د افغانانو د ژوند ډیر تیاره اړخونو ته پکې ګوته نیول شوې ده. د کیسې او پېښې د لا ښه پوهېدو او کتاب د پیژندو له پاره یې (د کتاب په اړه

څو خبرې!) تر عنوان لاندې ځینې برخې لاندې لولو:

دا کرښې د یوې افغانې میرمنې د درد او بی لاریتوب یو تت انځور دی. دا د یوې داسی ښځې د ژوند تابلو ده چې د رسم او کرښو لپاره یی هغې خپل باڼه، اننګې او خپلې اوښکې کارولې دي. دا د یوې داسې پېښې لنډ داستان دی چې زموږ په ولسي ژوند کې د هغې سزا، سنګسار او د ځان وژنې په سټیج دریدل دي.

د اوکراین پلازمینې کییف ته څو کاري سفرونو په لړ کې د یو ماښام په ترږمیو کې د یو نابلده ښار په یوې نابلدې کوڅې کې له یوې ترهیدلې، مجبورې او ناکرارې مسافرې سره مخ شوم. هغه د جنت حوره نه وه خو د کوه قاف ښاپېرۍ دی تری لوګې شي. په یو رستورانت کې مې د کافي او چای د بنډار په بهانه له هغې سره د زړه خواله وکړه، هغه لاړه خو خاپونه یی تر شا پریښودل.
انګلستان میشتي پښتانه کولی شي او د انګلستان په هره برخه کې چې اوسئ کتاب د پوست او یا هم لاس په لاس تر تاسو دررسول کیږي. دا کتاب د پرمنګهم میشتي فرهنګپال ښاغلی نعیم ویاړ څخه د مناسبې بیې په بدل کې تر لاسه کولی شئ. د ښاغلی نعیم ویاړ د تلیفون شمېره: 07423777466

 

Comments
Loading...