څېړنېز ژورناليزم او يو نوى مهم اثر /ګل رحمن رحماني

تېره څه باندې يوه لسيزه که څه هم په افغانستان کې د بيان ازادۍ او ژورنالېزم د غوړېدو طلايي دوره ګنل کېږي، افغان او نړيواله ټولنه يې په يوه خوله د تېرو حکومتونو ستره لاسته راوړنه بولي، خو د معياري څېړنېزم ژورنالېزم او په اړه يې د تيوريکي اثارو او کتابونو د نشتوالي ستونزه پر ځاى پاتې ده.

ښايي لاملونه يې هم بېلابېل وي، خو له دې هم سترګې نه شو پټولى چې په افغانستان کې لا هم د څېړنيز ژورنالېزم پر وړاندې پراخه ننګونې او د کاري ساحو محدوديتونه پر ځاى پاتې دي.

لا هم مافيا، په فساد او درغليو کې ښکېلې ډلې څېړنيز خبريال ته د خپل دښمن او داسې شخص په سترګه ګوري چې فکر کوي ددغه ډلې پټې او ناولې معاملې را سپړلى او خلکو ته څرګندولى شي.

له بل اړخه د څېړنې پر مهال د څېړنيز ژورنالېست مسلکي چلند او پر مسلکي معيارونو او اصولو سمبالښت هم ددې ستونزې يو بل اړخ دى، ځکه چې  هم په اکاډميکو ساحو کې او هم په عملي برخو کې تر ډېره په تحليلي، تکراري او سولېدلو تيوريو د څېړنې حساب کېږي او د موضوع اصل ته ورتګ ته لا هم اوږده لار مخکې پاتې ده.

د پياوړي افغان ژباړن او ژورنالېست محمد عاطف فقيرزاده نوى ژباړلى اثر (څېړنيز) ژورنالېزم چې اوس اوس د ميډيوټيک افغانستان او نني افغانستان خپرنيز مرکز له لوري په اوو برخو او ٢٨٠ مخونو کې چاپ شوى، ددې تشې د ډکولو لپاره يوه پر ځاى هڅه، معتبر او مهم اثر دى.

په ادې اثر کې ژباړن د مهمو نړيوالو ژورنالېستانو لکه نيلز هانسون، رنا صباغ، لوک سندرس، لوسيندان س فليسون او نورو هغه معلوماتي او مسلکي ليکنې ژباړلې چې د څېړنيز ژورنالېزم د روشونو، ګامونو او مفاهيمو په اړه يې کړې دي.

د تدريسي ميتود له اړخه هم ددې کتاب سکښت او ترتيب يا موضوعي تسلسل ته پاملرنه شوې ده.  په لومړي څپرکي کې د څېړنيز ژورنالېزم شاليد، تعريف، تاريخ، رسنيز مزل او پر وړاندې يې د محدوديتونو په اړه بحث شوى دى.

په دويمه برخه کې د څېړنيز ژورنالېزم لس ګامونه په ترتيب سره څېړل شوي چې د يوه څېړنيز ژورنالېست لپاره د کاري پيل مهمې زينې دي. دا ګامونه د څېړنيز راپور له تعريف مفهوم پيل شوي او په څېړنيز ژورنالېزم کې په ورځني راپور ورکونه او ځانته وخت موندلو پاى ته رسېږي.

په درېيمه برخه کې له نورو ژورناليستکو ژانرونو يا برخو د څېړنيز راپور پر بېلتون خبرې شوې، پر سوژه او سوژه موندنه يې بحث شوى دى.

په څلورمه برخه کې د فرضيې سيسټم څېړل شوى چې د څېړنيزې قاعدې هسته او مرکزي ټکى جوړوي.

په پنځمه برخه کې څېړنيز راپور پر سرچينو بحث شوى چې د سرچينو موندل، نقشه اخيستل او له سرچينو سره د اړيکو ارزښت څېړي.

شپږمه برخه بيا څارنه او د حقيقت ارزونه ده، په دې فصل کې د حقيقت او اخلاقياتو ارزونه راغلې، خو له همدې موضوعاتو سره تړاو د سرچينو ارزونه، ساتنه  او د خطرناکو سرچينو کړنلاره هم څېړل شوې ده.

وروستۍ يا اوومه برخه يې بيا د اسنادو د سمبالښت، انسجام او تنظيم په اړه ده چې څنګه د اسنادو تر منځ منطقي اړيکې او تړاو  رامنځته شي، په کم سبک او څه ډول ليک او تدون تر سره شي، ددې برخې د انشاء ځينې تخنيکونه او له نورو د مرسته غوښتنې مهارتونه بيان شوي دي.

ژورنالېست او څېړونکى سيد ضياءالدين صدر په نوموړي اثر په خپله ليکنه کې کاږي: څېړنيز ژورنالېزم پر کړنو، ناوړه ګټه اخيستنو، فسادونو، ناوړه مديريت او انحرافاتو يو ډول افشا کوونکى او څارونکى سبک دى، دا سبک د نړۍ په هر ګوټ کې د واکمنو تر مخ د يوې هندارې د اېښودلو او ساتلو حيثت لري او طبيعي ده چې نه يې خوښېږي.

د کتاب ژباړن په خپله معلوماتي ليکنه کې ليکي: دا لنډ کتاب د څېړنيز ژورنالېزم د لومړنيو ارونو يو لومړنى لارښود کتاب دى چې د څېړنيز ژورنالېزم په ډګر کې شته تشه تر يوه بريده ډکوي او د ژورنالېزم د محصلينو او همدارنګه د ژورنالېستانو لپاره د څېړنې عملي لارې چارې ښيي.

د ژبې له اړخه هم کتاب خورا روان او مسلکي ژباړل شوى  دى، د ژباړې په برخه کې د ژباړن له ژورې تجربې او عملي مشاهدې مو خبروي، ځکه هغه په اوسني څېړنيز ژورنالېزم کې شته تشې درک کړې او بيا يې د ډکولو اقدام کړى دى.

په ټوله کې د کتاب مفاهيم، تحليلونه او معيارونه نوي دي، د څېړنيزو راپورونو د برخې ژورنالېستانو ته په عملي او تيوريکي ډګر کې ډېر څه ورکولى شي.

که د ژورنالېزم پوهنځي او اکاډميکو مرکزونه په اړوندو برخو کې د تحصيلي او تدريسي موادو په توګه ترې ګټه واخيستل شي، پر څېړنيز ژورنالېزم او محصلينو پر عملي راپور جوړونه به يې مثبتې پايلې له شک پرته چې څرګندې وي.

د اثر دې په پښتو ژبه کې د څېړنيز ژورنالېزم د يوې غوره زياتونې په توګه ټولو ته مبارک وي، د ژباړن ښاغلي محمد عاطف فقيرزاده حوصله او همت د لا ډېرو ستايلو دى او تمه ده چې په راتلونکي کې هم دې برخې ته لا زياته پاملرنه وکړي.

٢٠١٨، د جنوري ١٢مه

Categories: نوی کتابونه او چاپي اثار