هره ورځ غنيمت ده کتاب چاپ شو

0 29

د امريکې د مخکښ سياستوال او د بهرنيو چارو د پخواني وزير جان کيري ،د سياسي خاطرو پښتو بڼه کتاب چاپ او بازار ته وړاندې شو.
په ياد کتاب کې د جان کيري له ماشومتوبه، زده کړو، پوځي او ملکي خدمتونو او وروستيو ډيپلوماتيکو ماموريتونو او له نړۍ سره د امريکې پر ليد او لوبه، مديريت او مهارت بحث شوی دی.
په ياد کتاب کې د نوموړي او امريکې د سياستونو په اړه مهم رازونه او خاطرې شريکې شوې دي. هغه خاطرې او رازونه چې تر ډېره د هېوادونو په ملي او نړيوالو سياسي چارو کې اغېزناک تمامېدای شي.
دا کتاب د ۲۰۱۸ په وروستيو کې خپور شوی و او د اکسوس د ژباړې بورډ ژباړلی او ښاغلي محمد زبير شفيقي يې بياکتنه کړې ده ، کتاب په لوړ کيفيت وايګل چاپ کې چاپ او مينوال کولای شي پر اکسوس کتاب پلورنځي سربيره يې د هيواد له نورو مشهورو کتاب پلورنځيو څخه تر لاسه کړي.

Comments
Loading...