شيطان په پرېوتو کې” ناول د کره کتنې له سترګو”

کره کتونکی: محمد ياسین اديب

0 48

دغه ناول (پروېز قاضی سعيد) ليکلی او پښتو ژباړن يې (نذير احمد سهار) دی. دغه ناول په پينځلسو څپرکو کې يو ليکل شوی داستان دی.

د دې ناول کرکټران: افسانه، د هغې پلار، مهبد، د مهبد مېرمن، نوشين د هغې ملګرې او څو نور دي.

په دغه ناول کې هغه کیسه انځور شوی، چې زموږ په ننۍ ټولنه کې ډېر پيښيږي. دا ناول د هغو پښو ښکارندوي کوي، چې اساس او بنسټ يې په فرېب او چل سره شوي وي.

په دې ناول کې افسانه غواړي، چې په چل او غلتۍ سره مهبد خپل کړي او دغه نيت يې يواځې د مهبد په اړه نه وه؛ بلکې دا يې دنده، چې خلک په خپله لومه کې راګير کړي او په بدل کې د خپل پلار اقتصاد پرې جوړ کړي.

مهبد باندې هم د مینې شوق راځي او کوښښ کوي، چې د ځان له پاره يوه معشوقه پيدا کړي؛ ترڅو خپل ژوند  له خوندونو ډک کړي. بلاخره مهبد په دې بريالی کيږي او يوه ښايسته اتلس کلنه نجلۍ نه خپله مشوقه جوړوي. په پايله کې مهبد ته دغه مينه په يو لوی سرخوږی بدليږي.

دا ناول له هغو رازونو پرده پورته کوي، چې د ښکلو څېرو تر شا پټ دي. کوم داستان، چې دلته د کره کتنې لاندې دي، هغه داستان دی، چې موږ ته د يو پند آميز نظريو په څېر تماميږي.

دغه کیسه موږ ته هغه حقايق څرګندوي، چې پټ او په غلا باندې د پردو تر شا پټ دي. کوم د حقايق ديوالونه، چې په دې ناول کې ړنګ شوي د تامل وړ دي.

مهبد په دې ناول کې، دوه ډوله مينه تجربه کوي، يوه هغه مکاره او له فرېبه ډکه مينه، چې دی يې په پوډرو روږدی کړ او د ژوند ترخې تجربې يې ورته جوړې کړې او بل بيا هغه پاکه او سپېڅلي مينه، چې مهبد يې د ژوند له تورو کندو راوايست او يو نوی او له خونده ډک ژوند يې ورکړ.

مهبد هغه ځوان دی، چې په کم عمر کې واده کوي او د واده پايله يې يوه لور ده. دی له دې واده څخه چندان خوښ نه وي او تل د دې په لټه کې وي، چې نور له داسې ژوند څخه خلاص شي، چې دی دې په کې خوشحاله نه دی. دی فکر کوي، چې يوه ورځ به د ده د ژوند دروازه يوه خوږه مينه وټکوي او ژوند يې رنګین کړي.

د ده دغه فکر ريښتيا ته اوړي داسې مينې ته زړه ورکوي، چې د ژوند هغه تياره اړخونه يې ورته لا په تياره بدلوي. له داسې پېښو سره مخ کيږي، چې په ژوند کې يې حتی په خوب هم نه و ليدلي.

د دې ناول پيل په يو متحرک تصوير شوی. د لوستونکي په ذهن کې يوه روښانه انځور جوړوي او لوستونکي غواړي تر آخره ددې کیسې شاهد وي او خوند ترې واخلي. د هر داستان پيل، چې څومره خوندوره او له تلوسې ډک وي؛ نو حتما لوستونکي تر آخره خپله ګوته ورته لمدوي؛ تر څو پاڼې يو بل پسې واړوي او کیسه تر پايه ولولي. د دې ناول پيل په دې الفاظو شوي دي.

” وړوکی موټر په دېرې تېزۍ سره پر مخ روان و، سړی د ناراحتۍ احساس کاوه، نه پوهېده، چې ولې داسې پرېشانه  او اندېښمن دی. څومره يې، چې پر اکسلېټر زور ورکاوه او موټر ګړندی کېده، پرېشانۍ او اندېښنې يې لا ډېرېدلې. پر سړک ولاړې ونې، چې د مني بادونه يې پاڼې ژېړې کړې وې، د موټر له دواړو خواوو څخه په بېړه تېرېدلې.”

له داسې پيل نه ښکاري چې تلوسه هم لري او د طبیعت ښکلي انځورګري هم پکې شوې ده.

له دې ډول پيل نه لوستونکي د څو خبرو توقع درلودلی شي. لومړی داچې دغه سړی، چې دومره وارخطا دی او په دومره تېزۍ سره ډرېوري کوي، کېدای شي د کورنۍ له لوري ورته کوم بد خبر ورسېدلي وي. دويم دا چې کله انسان مين وي او د خپلې معشوقې ته د تلو تکل ولري؛ نو لاره ورته اوږديږي. درېيم دا چې تر شا يې کوم بلا وي او دی تعقيبوي او دی ترې تښتي.

دا او دې ته نورې ټولې هغه مجهولې پېښې دي، چې حل پسې لوستونکي ګرځي او مجبوروي يې، چې د پوهېدو له پاره يې کیسه تر پايه ولولي.

دغه ناول له تلوسې خالي نه دی. تلوسه په کې په ښه توګه پالل شوی او پېنځلس څپرکي يې ټول په پوره تلوسه پيل شوې ده او په تلوسه پای ته رسيدلي دي.

” مهبد کوټ وايست او افسانې ته يې وويل:
لږ مرسته راسره وکړه.
ښه ده راځه …. ريښتيا د کیندلو له پاره څه لرې؟
بېل او کولنګ نه شته؛ نو له بل شي کار اخیستلای شو.
دوه تنه له کوټې راووتل او په بېړه د انګړ غولي ته کښته شول.
په دې ناول کې محاورې ساده او په ښه انداز کارول شوي دي.
” زړه دې غواړي ما ووینې؟”
” زړه مې نه غواړي؛ خو هيله مې شته!”
” ډېر ښه، سبا مازديګر ۶ بجې په قناری رسټورانت کې منتظره یم”
” خو زه تاسې نه پېژنم”
” مهمه نه ده! زه پخپله درته راځم.”
” او له ځنډ پرته يې غوږۍ کېښوده”

دا ناول د هوس او شهوت له جامه هم خالی نه دی، یعنی د هوس تېرې څوکې په کې له ورایه ښکاري.
په دې ناول کې له هغه ژونده شکايت شوی، چې په خپله خوښه نه وي تېر شوي او دا ناول د هغه چا د ژوند کیسه ده، چې له وخته مخکې غواړي واده وکړي.

له دې ناول څخه خاص هدفونه او پندونه اخیستلای شو. له دې ناول څخه لومړی پند دا دی، چې له وخته مخکې واده کولای شي موږ ته په راتلونکي کې ډېرې سونزې پيدا کړي.

په دې ناول کې ډېرې ښايسته شېبې د هغو بدمرغو شېبو قرباني شوي، چې ژوند له نا امنۍ سره مخ کوي. په دې ناول کې هم خوښي تجربه شوي او هم غمونه، وحشت هم په کې انځور شوی؛ مثلا: توره شپه شوه، ډېر تېز شمال دی، ډېوه غواړي مړه شي، په دې وخت کې مهبد او افسانه غواړي کوم څوک د خاورو لاندې کړي. افسانه چيغه کوي، مهبده! د هغې سترګو ته ګوره، مړه ده، خو ماته ګوري؛ خو کله چې مړی د خاورو لاندې کړي د حرکت په وخت کې ګوري، چې يو سپين لاس په خاورو لړلي او د مرستې غوښتنې تمثيل کوي.

له دې برخې ها خوا د مهبد هغه بله مينه ځان سرګندوي، چې دی يې د افسانې له کرکجنې مينې څخه خلاصوي او يو نوی ژوند په برخه کوي. هغه نوشين ده. نوشين د هغې نجلۍ نوم دی، چې په يو نظر په مهبد مينه کيږي او غواړي خپل ژوند له مهبد سره تېره کړي. مهبد د مخدره موادو څخه ژغوري، د قتل له تور څخه يې خلاصوي. افسانه د زندان لور ته لېږي، پلار يې د پوليسو په ولکه کې اچوي او مهبد خان ته يو نوی ژوند وربښي او د واقعی مينې خوند او مقام ورته په ډاګه کوي، چې واقعی مينه هېڅکله نشي کولای، چې څوک په خپل دام کې واچوي. لکه پاکه او واقعی مينه يوازې د خپل مين ښه غواړي او غواړي تل خوشالي د مينانو وي.

په دې ناول کې د دوو مينو د زړه خواله او د هغوی ترمنځ د مينې حساسې شېبې، داسې انځور شوي، چې په لوستو يې هر انسان داسې ارمان کوي، چې ای کاش زه هم مين وای.

د ناول پای په ښه انداز شوې ده، کټ مټ هغه فلمونو ته، چې له ډېرو ناخوالو وروسته دوه مينان يوبل ته رسیږی او هره ستونزه حلوي او په پای کې ښه او سوکاله ژوند پيلوي. په دې ناول کې هم د حقیقي مينې د وصال شيبې رسيږي او کیسه ختميږي او لوستونکي ته يو نه هېرېدونکي خاطره پرېږدي. د ناول پای په دې الفاظو شوي دي.

” دواړه د نوشين د پلار د موټر په لوري لاړل… نوشين د مهبد مټو ته لاس واچوه او ويې ويل: مخکې تر دې چې خپل ژوند پيل کړو، له ماسره به يوه نارينه ژمن کوې.

څه ژمنه ګلې؟دغه ژمنه چې نور به د مني په سړو مازيګريو کې له ښکلو شيطانانو دوکه نه خورې.
مهبد وخندل.

انسان له يوې سوري دوه ځله نه چيچل کيږي. داسې نه ده؟

موتر ته ورسېدل دواړه په وروستيو څوکيو کې کېناستل، نوشين خپل سر په مينه د مهبد پر اوږه کېښود. توپان غلی شوی و او ارامه ارامي واکمنه وه.

Comments
Loading...