د دروېش په لاس کې نوې ادبي پانګه /بارکوال میاخېل

0 33

کندهار پوهنتون د استاد دروېش دراني د شعرونو ټولې مجموعې پر یوه ځای چاپ کړې، چې یوه پکې نوې ټولګه (په څراغ پسې څراغ) هم شامله ده او یو یې نوی نثري کتاب (کره کتنه او د هغې زغمل) چاپ شوی دی. په نوې شعري ټولګه کې یې غزلې نه شته او ټول د دروېش صاحب خپل او ځینې ژباړل شوي نظمونه دي او په نثري کتاب کې یې وخت په وخت پر شاعرۍ لیکلې مقالې شاملې دي.
دوې ورځې مخکې مې له دروېش صاحب سره خبرې وشوې، د خپلو نویو کتابونو مبارکي مې ورکړه، د خپلو نویو کتابونو په اړه یې ډېرې خبرې راته وکړې. موږ اکثر له لویو لیکوالو، شاعرانو، سیاستوالو او د ټولنې له نورو عظیمو خلکو تمه لرو، چې خپل ژوندلیک ولیکي، خو دروېش صاحب په دې اړه ډېره دلچسپه خبره راته وکړه:
“د نثر د نوي کتاب په اخر کې مې د (پینځم دروېش) تر سرلیک لاندې د پوهنتون تر وخته د خپلې طالبعلمۍ د زمانې سوانح لیکلې ده او له هغه را وروسته مې ټولې خبرې په شاعري کې کړې دي، ځکه مې د نور ژوند په اړه د لیکلو ضرورت محسوس نه کړ”.
تر دې نوي کتاب مخکې دروېش صاحب په نثر کې دوه کتابونه لیکلي او دواړو پر داسې ځانګړو موضوعاتو دي چې په پښتو کې کم لیکل ورباندې شوي دي، دا دواړه کتابونه په پښتو ادب کې د ده د اوږدې مودې د علمي زیار مهمه اضافه ده او وروستی کتاب یې اکثر د شاعرۍ په اړه مقالې دي، چې د شعر لوستنې، شعري کره کتنې، له ژوند سره د شعر د تړاو، توارد او سرقې او د ازاد شعر په اړه مقالې پکې شاملې دي، زه هیله من یم چې دا کتاب به په پښتو شعر څېړنه او کره کتنه کې یوه مهمه اضافه وي او زموږ د ادب مینه والو خصوصاً ځوانو شاعرانو ته به ډېرې نوې خبرې ولري.
(په څراغ پسې څراغ) کې یواځې نظمونه دي او نظمونه هم د دروېش صاحب د پخوانیو نظمونو په نسبت لنډ نظمونه دي. استاد دروېش چې پښتو غزل ته کوم نوی رنګ ورکړ، نظم یې هم خپل ځانګړی رنګ، خوند او آهنګ لري او په زړه پورې لا دا چې له ازاد نظم پرته یې د پابندو نظمونو په هر ډول قالب کې وخت په وخت داسې نظمونه ولیکل چې زموږ په نظمیه شاعري کې یې کم مثالونه موندل کېدای شي. ما ترې وپوښتل چې دروېش صاحب ولې دې په دې ټولګه کې غزلې نه دي شاملې کړي، وایي: “بس غزلې چې مې څومره لیکلې دي هغه بس دي، په زوره یې نه لیکم او څه چې مې ویل هغه مې په پخوانیو غزلو کې ویلي دي، نور څه نه سم ورباندې اضافه کولای”.
استاد دروېش دراني د خپل وطن په خونړیو حالاتو کې د یوه حساس انسان په توګه قلم ور پورته کړ او د احساس پر یوه “اغزنه لار” یې سفر پیل کړ، د خپل جنګځپلي ولس “زخمي لاسونه” یې د الفاظو په مرهم ټکور کړل، دې خبرې اندېښمن کړ چې پر خاوره را الوتې زهرجنه “هوا او څراغونه” به یې څنګه د امن تر سباوونه مزل وکړي، د همدې لپاره یې د تخیل د زرګر په هنرمندو ګوتو ټول “ستوري په لمن کي” واچول او پر خپله تیارو چیچلې خاوره یې وشیندل، دې زیار یې رنګ راووړ او د خلکو د کرختو ذوقونو “په کاڼي کې هنداره” یې را شنه کړه، هغوی ورته په ناهیلۍ وویل چې د ژوند سمسورې ونې یې و رژېدې، خو ده یې په زړونو او ذهنونو کې د هیلو نوي زړي وکرل او ورته ویې ویل چې “دا بوټي به لونګ شي”، تر څو چې دغه بوټي لونګ کېدل او د هغوی خوږمن احساسات یې خوږبویه کول، ده په ډېره لوړه شاعرانه ژبه ورته وویل چې زړه مه خورئ دا بدمرغه ورځ او “په ناورین پسې ناورین” به تېر شي او بیا د هیلو او خوبونو دې مالیار “کر د ګلو” پسې ورته وکړ او ټپي ټپي احساسات یې په ور معطر کړل، بیا نو تر څو چې یې پر ولس د تاریخ دا توره شپه تېرېدله، ده د خپل تخیل او د شعور په تیلۍ “په څراغ پسې څراغ” ورته بلاوه او تر سباوونه یې دا عظیمه او سپېڅلې وضیفه په خپل دې بیت تر سره کوله:
دا يو لګيا يو، يو څراغ تر بل څراغه پورې بل رسوو
موږ تر سهاره د رڼا د خورولو دا عمل رسوو

Comments
Loading...