د ادبیاتو دنیا

ګل رحمن رحماني

0 36

      د ادبیاتو دنیا د پښتو ژبې او ادب په برخه کې تازه چاپ شوی اثر دی. دا ګټور ۶۹۴ مخیز کتاب له څو اړخونو د پښتو ادبیاتو په ډګر کې خورا نوی، اغېزناک او متفاوت دی.

  تر ټولو لومړۍ دا چې پنځوونکي یې د پښتو اوسني ادب دوه تنه ستر ادیبان او د ادب پیاوړي با صلاحیته استادان دي، ښاغلي استاد اسدالله غضفر او استاد نجیب منلی. زموږ د لیکوالۍ په نړۍ کې دود او معمول دا دی چې د کتاب لیکوال یو وي او ښايي ډېر کم داسې کتابونه ولرو چې دوو یا درېیو لیکوالو دې په ګډه لیکلي وي.

  د کتاب دواړه لیکوال د داستاني ادب، کره کتنې، لیکوالۍ، نړیوال ادب او فرهنګ پراخه مطالعه لري، عالمان دي، نن سبا د ادبي مسایلو او موضوعاتو په برخه کې ځوان نسل ته د تر ټولو باوري او ژونديو ماخذونو په حیث ثابت شوي دي.

    دویمه ځانګړنه یې داده چې کتاب اصلا د راډیويي خپرونو پر بنسټ -چې ازادۍ راډیو کې خپرې شوې- چمتو شوی دی. یو مهال مې چې د مرحوم فرید باراني کلیات چاپوه، باراني له استاد غضنفر سره په راډیويي مجله کې د شعر په اړه یو ۱۲ دقیقه یي خوندور بحث کړی و، جالب و، غوښتل مې هغه هم لیکنۍ بڼې ته واړوم او د کتاب متن کې یې راوړم. له استاد غضنفر سره مې اړیکه ونیوه چې هم ورڅخه ددې کار اجازه او هم مشوره واخلم. هغه ویل چې دا به جالبه وي، خو نه پوهېږم غږیږ یا راډیويي بحث به د کتاب لپاره څنګه وي؟ خو بیایې هم پر متن لږ خواري وکړه.

  دا کار رښتیا هم ګران دی او په ادبیاتو دنیا کې دا لوی کړاو ګالل شوی دی، ځکه چې دا بحثونه او مرکې د شاوخوا دوو کلونو په موده کې ( له ۱۳۸۷-۱۳۸۹لمریز) د راډیويي ادبي قاموس په نوم غږ کې خپرې شوې او وروسته یې لیکنۍ بڼې د ترتیب کار پیل شوی او ختم شوی دی.

    زه خپله ددغه خپرونو ( راډيويي ادبي قاموس) د راډیويي نشر پر مهال د ادبیاتو د درېیم او څلورم کال محصل وم، ښايي د ډېرو کمو اورېدل یې راڅخه قضا شوي وي، اورېدو یې ډېر څه را زده کول، ځينې راته هغه مهال خورا پېچلي او له سویې لوړ ښکارېدل، ماته یې د یوه ټولګي مانا درلوده، ان هغه مهال مې ارمان کړی و چې ای کاش دا خبرې یوه کتاب کې هم په لاس راغلې وی.

  د کتاب درېیمه غوره ځانګړنه دا ده چې ټول متن د مرکو او بحثونو په بڼه ترتیب شوی دی. معمولا هغه کتابونه چې د سوال او ځواب په بڼه ترتیب شوي وي، د لوستونکي په ذهن کې  چټک کېني. د ادبیاتو دنیا کې هم دا کار شوی، خو بحثونه او مرکې په وچو کلکو او بې معلوماتو پوښتنو نه دي پیل شوي، پوښتل شوی او پوښتونکی دواړه پر موضوع بشپړ صلاحیت او حاکمیت لري، هره جمله له جلا  معلوماتو او نوو خبرو جوړه ده، ژوندۍ کلمې، روانې جملې او محور جملو ته ژمن پراګرافونه لري.

   بله مهمه خبره چې د کتاب خوږلت او جذابیت زیاتوي، دا دی چې هم د کوربه (استاد غضنفر) او هم د مېلمه (استاد نجیب منلي) د خبرو، کلمو او جملو سبک سره جلا دی او په لنډو متني فاصلو کې دغه سبکي جلا والی هم لوستونکي ته زړه را ښکون پیدا کوي، د دواړو تر منځ همغږي، په ساده او نا رسمي ژبه له کره او نوو معلوماتو ډکې خبرې یې بله غوره ځانګړنه ده.

  په یو اړخیز یا یونواخت متن کې نه یوازې چې مفاهم او معلومات تت او کله کله د لوستونکي لپاره خسته کن وي، بلکې کېدای شي چې متن وپړسول شي، تنوع او اصل مطالب د بې ځایه کلمو او عبارتونو تر اغېز لاندې  راشي.

  ددې کتاب مرکو کې د پوښتنو طرز هم وچ کلک اخباري یا کلیشه يي نه دی، کېدای شي د پوښتل شوي کس ځواب ته یې یوه مقدمه او ګټور تمهید وبولو، پوښتل شوی خپل اختیار ته پرېښودل شوی چې خبره وکړي، خبره هم تر پایه ورسوي او له غلي کېدو سره یې نوې پوښتنه پیل شي.

  مثلا د توصیف بحث پیل کې چې معمولا پوښتنه کېږي، استاد غضنفرد پوښتنې پر ځای وايي:

   غضنفر: د ادب او بلاغت اوسنیو پوهانو خبرې په څو ډولونو وېشلي دي. ځينې لیکنې د بحث، مکالمې او ډایلاګ په بڼه وي. بل د پېښو بیان وي چې روایت ورته وايي. بل د یوه شي شرحه وي او بل توصیف وي چې د یوه حالت منظره انځوروي.

 منلي: که چېرې تاسې یو انځور وګورئ، دا انځور په یوه شېبه کې خپل ټول جزییات ستاسې سترګو ته ږدي. تاسې پوهېږئ چې دلته څه کښل شوي دي. څه تمثیل شوي دي…

   دا ښايي د بحثونو د معاصر طرز یوه ډېره ښه بڼه وي، ځکه په بحث کې پوښتونکی او پوښتل شوی دواړه تقریبا مساوي ونډه لري. ددې کتاب په مرکو کې بیا لنډې او اوږدې پوښتنې مطرح شوې دي، مثلا د جمله بحث کې لومړی پوښتنه له څلورو نورو پوښتنو جوړه ده.

  غضنفر: جمله څه ته وايي؟ پخوانو څنګه تعریف کړې ده؟ څنګه تعریف ورته مناسب دی؟ په کومو ډولونو یې وېشلی شو؟

     ځینې بحثونه بیا داسي دي چې پیل یې پوښتل شوي (نجیب منلي) کړی او د هغه له مقدمې وروسته د بحث پوښتنه مطرح شوې ده چې ښه بېلګه یې د کتاب په ۱۵۰ مخ کې د هایکو بحث دی.

  له موضوعي اړخه هم دا کتاب د خورا اوچت اهمت وړ دی، له ادب پوهنې او فرهنګ رانیولې تر ژبپوهنې پورې ګڼ داسې مسایل د بحث او مرکو لپاره ټاکل شوي چې زموږ په اوسنیو کتابونو کې موندل ګران دي او حتی د ادبیاتو پوهنځیو په درسي کاریکولم او مرستندویه موادو کې هم نشته.

     د بېلګې په ډول ارکیټایپ، پاراټیکسټ، سیمیو لوژي، اِپسټمولوژي، موډرنیز او پوسټ موډرنیزم، ابجکټیف کورلیټیف، سېنټګم او پاراډایم، هرمېنوتیک، ایتمیولوژي، میتاتیز، فیلالوژي، پورنوګرافي او… ددې کتاب داسې موضوعات دي چې زموږ د ادبیاتو په چاپېریال کې ډېر مسلکي کسان هم ورسره نا اشنا دي.

  په کتاب کې که ځینې نسبتا زاړه موضوعات لکه لیکدود، خاطره لیکنه، چاربیته، قافیه، غزل، پلاټ، کره کتنه، کرکټرایزیشن او… هم را اخیستل شوي دي، د بحث او تحلیل زاویه یې بیخي نوې او له تازه موضوعاتو مالامال دي، اړ باسي مو چې بیا یې ولولو او خپل پخواني معلومات ورسره پرتله کړو.

    د ادبیاتو دنیا کې له هنره تر پای خبرو پورې ټولټال۸۶ موضوعات را اخیستل شوي او تحلیل شوي دي، په بحثونو کې ځينې داسې موضوعات شته چې باید لا تحلیل شوي او نورغځول شوي وی، خو ځینې بیا ضرور نه وه چې دومره وغځول شي.

   د کتاب پنځوونکي دواړه هم د لویې حوصلې خاوندان او هم د ادبیاتو، هنراو فرهنګ د برخې نوموتي عالمان دي، ښايي دواړو به خپل مخاطب ته په پام سره تر وسه وسه ځان محدود کړی وي چې د هغوی د پوهولو په اندازه خبرې وکړي، مفهوم تر وسه ساده او روان کړي، دا هم یقیني ده چې بحثونه به کټ مټ راډیويي پروګرامونه نه وي او متن ته د اړونې په پروسه کې به د غني کولو او حذف برخو ته هم پوره پاملرنه شوې وي چې د استاد غضنفر په مقدمه کې هم ورته اشاره شوې ده.

   بحثونه او مرکې ښايي د راډیويي نشر او خپرونې د ترتیب په اساس راغلې وي، خو که چېرته د ادب پوهنې، فرهنګ او ژبپوهنې څانګې هم د راوړنې د ترتیب له مخې جلا فصلونو کې راوړل شوې وی، نو دا به د کتاب د موضوعي ترتیب بله ښېګڼه او پر لوستونکي بله مهرباني وه.

    د ادبیاتو دنیا په پښتو ادب کې بیخي کم ساری کار دی، یوازې د ادبیاتو د مینه والو او محصلانو لپاره نه، بلکې د ادبیاتو د استادانو لپاره یې هم یوه غوره او له موثقو معلوماتو ډکه سرچینه بولم. زما وړاندیز دا دی چې دا کتاب بیخي د ادبیاتو پوهنځي د درسي کاریکولم په رسمي یا مرستندوی نصاب کې شامل شي او ادبیاتو پوهنځیو د کاریکولم برخه وګرځي.

Comments
Loading...