خرمړي ته کتنه/ همایون بهادري

کره کتونکی: همایون بهادري

خرمړی د ترکي لیکوال محمود نصرت، چې په نړۍ کې په عزیز نسین پېژندل شوی، د سیاسي او ټولنیزو طنزونو ټولګه ده. غزیزنسین نور ډېر آثار لري چې تقریباً ټول یې نړیوال شهرت لري، خو د خرمړي په نامه طنزي ټولګه یې سره له دې چې نړیوال شهرت لري او د نړۍ ډېرو ژبوته ژباړل شوې هم ده. پښتو ژبې ته ډاکټر محمدفرید بزګر په (۱۹۹۲) زېږدیز کې ژباړلی او په (۲۰۰۰) زیږدیز کې د ختیځ د بیا رغونې ادارې له خوا د چاپ جامه وراغوستل شوې ده.

خرمړی نوم په پښتو ژباړه کې ښایي د ساده او روان لوستلو لپاره وکړل شوي وي. پکار خو وه چې نوم یې مړخر وای ځکه په انګلش ورته (Dead Donkey) نوم ورکړل شوی دی.

د عزیزنسین د ټولو اثارو په پرتله د خرمړي یوه بېله ځانګړنه، چې د خرمړي په مشهورېدو یې مستقیم اغېز کړی، هغه د خرمړي له چاپ او خپرېدو څخه وروسته، عزیزنسین د دې کتاب د لیکلو په جرم د پنځلس کاله په قید باندې محکوم شو.

په خرمړي طنزي ټولګه کې نولس طنزونه راغلي، چې په دوو برخو باندې یې وېشو، لومړۍ برخه یې چې تقریباً یوه موضوع ده نهه طنزونه لري. له لومړۍ څخه تر شپږڅلویښتمې صفحې پورې راځي. لومړۍ برخه یې د لیکونو په بڼه طنزونه دي، چې خرمړي خپل ګران دوست غوباړي ته لېږلي دي، د دې لیکونو شمېر نهه دی. په یادو لیکونو کې خرمړي خپل دوست غوباړي ته ټول هغه څه ویل، چې تر مرګ پورې په خرمړي تېر شوي او په یوه لیک کې د خپل استوګنځي یعنی قبر کیسه هم لیکلې. چې د قیمته پلورلو له امله په یوه قبر کې درې کسان یو پربل د پاسه پراته دي.

خرمړی په اصل کې مړ انسان دی، خو عزیزنسین ورته مړخر یا خرمړی نوم ورکړی دی، دا ځکه چې د یادې طنزي ټولګې د لیکلو په وخت ترکیه کې حالات دې ته رسېدلي وو، چې لیکوال مجبور شو انسان ته د خره نوم ورکړي ځکه هلته انسان ته د انسان په سترګه نه کتل کېدل.

د خرمړي لیکونه غوباړي ته په زړه پورې او داسې ژبه لیکلي، چې د ټولنې یوه معتبره طبقه خلکو یعنی ډاکټرانو اصلي څېره یې لوستونکو ته له خندا وروسته درد، خپګان او اوږده فکرکولو پرته بل څه ته نه پرېږ دي، چې دا دیوه ښه طنز ځانګړنه ده چې لوستونکی فکر کولو ته وهڅوي، تر څو ټولنه کې مثبت بدلون راشي. د ټولنې هغه نیمګړتیاوې یې په ګوته کړې دي، عامو خلکو ته په عادي سترګو نه معلومېږې، خو د خرمړي لیکوال بیا دا هر څه ورته روښانه کړي دي.

د خرمړي د لیکونو پیل او پای خوندور دي، پیل یې موږ مجبوروي چې تر پایه یې ولولو او پای یې موږ ته داسې فکرونه پرېږدي چې تر ډېره به راسره وي.

خرمړی په لومړي لیک کې داسې څرګندوي چې له ژونده ستړی او مرګ ته زړه ښه کوي. په مرګوني حالت کې روغتون ته وړل کېږي، د نورو مریضانو سره یوه کوټه کې پروت وي. ډاکټر راځي او د خرمړي د مرګ او ژوند معلومولو لپاره، خو د نرسې سره په کیسو شي، د ځان درنه او بل سپکه ویله او ددې ترڅنګ یې د خپل مسلک اړوندې کیسې کوي، چې د یوې زړې مریضې کیسه هم کوي. ده د هغې د نګور په خوله د زړې د مرګ حواله ورکړي، خو هغه بیا راژوندۍ کېږي. خرمړي د ډاکټر خبرې داسې بیانوي:

زه له خپل مسلک سره مینه لرم، که زما په ځای بل کوم ډاکټر وای، نو د ناروغ نبض به یې کتلی و، او یا به یې ستاتسکوپ د هغه په زړه ایښی وای؛ خو زه له دې کبله چې راتلونکې کې راته سر خوږ پیدا نه شي، د درېو کسو شاهدانو په تېرولو د هغه د مړینې راپور تیاروم… د ډاکټر او نرس ترمنځ خبرې اوږدېږي.

ډاکټر، نرس او د روغتون ساتونکي د خرمړي سر ته ولاړ دي، چې د روغتون اداري مدیر راځي، له ډاکټر څخه پوښتنه کوي، چې دا د کومې ناروغۍ له امله مړ شوی؟ ډاکټر وایي دا ژوندی دی. خو اخر هم ډاکټر مجبوریږي چې د ناروغ نبض وګوري او لاس یې په لاس کې ونیسي، چې مدیر په خندا شي، د ډاکټر پام کېږي چې د ناروغ په ځای یې خپل لاس په لاس کې نیولی دی.

ډاکټر د درېیو شاهدانو په حضور کې خرمړی په مړو کې حسابوي.

په دې لیک کې لیکوال د ډاکټر او د وخت روغتیایي مرکزونو نیمګړتیاوو او تېروتنو څخه پرده پورته کړې ده. د ډاکټر به نظر هغه څوک مړه دي چې د روغتون تر بستره را ورسېږي او یو څوک ووایي چې مړ دی.

د لومړي لیک په پای کې له لیکوال څخه دا پاتې شوې ده، کله چې اداري مدیر راځي نو ډاکټر پرته له دې چې د مرګ لامل یې پیدا کړي، ورته وایي ژوندی دی په داسې حال کې چې د ده درېیو شاهدانو هم شاهدي ادا کړې وه، چې مړ دی. پکار وه چې دا یې مړ ښودلی وای خو دی وایي چې ژوندی دی او نبض یې ګوري. ښایي دا د ډاکټر د نظر یو ټکر راغلی وي.

خرمړی په دویم لیک کې کیسه کوي، چې د روغتون په تکاوۍ کې ډېر مړي پراته وي، چې د چا اداري کارونه نه وي خلاص شوي او د چا بیا کورنۍ ورکه وې، خو د دوی په منځ کې درې مړي چې د ژوند دورستیو خاطرو له امله په درېیو حالتونو کې وي. دوه مړي چې یو ژاړي او بل خاندي، درېیم چې په ژور فکر پسې اخیستی دی، هغه په دې فکر کوي چې زه انسان یم که نه؟ او خرمړی ورته وایي چې بې له شکه ته انسان یې. فکرکونکی مړی ورته وایي چې نه ما هم ستا غوندې فکر کولو؛ خو زه اوس پوه شوم چې انسان نه یم، ځکه اوس مې ژوندي غږ نه اوري او چې ژوندی وم، زما غوندې د ډېرو غریبو خلکو غږ پرته له انتخاباتو او سرشمېرنې څخه په بل وخت کې چا نه دی اورېدلی نو اوس ته ووایه چې موږ انسانان یو؟

لیک موخه دا ده چې په ژوند کې ټيټو خلکو ته ارزښت نه ورکول، دوی دومره مایوسه کوي چې په مرګ هم دا فکر کوي چې ولې داسې راسره وشي، ځکه موږ ټول انسانان یوو.

درېیم لیک هم  دې ته ورته دی په دې لیک کې خرمړی مړ دی، خو په رسمي ډول  یې دا نړۍ نه ده پرېښې او د روغتون په تکاوۍ کې له نورو مړو سره پروت دی. تر څنګ یې یو ځوان دی چې هغه د خپلې ځان وژنې کیسه ورته کوي، چې د ګاز په نوم خالي هوا کورنو ته په نلونو کې ځي، دومره ګاز نه لري که یوڅوک نل مات کړي او خوله هم پرې ورکېږدي مړ به یې نه کړي.

همدارنګه لیکوال له وطني تولیداتو څخه هم نه دی راضي، نو دی یې هم اصلي څېره وړاندې کوي.

د خرمړي درېیم لیک هم د یو ښه طنز په معیار برابر ښکاري، چې نیوکه، غندنه یې په هنري او خندنۍ ژبه سره وړاندې کړي دي، چې پای یې د هغې توقع خلاف دی کومه چې په پیل کې ترې کېږي.

څلورم لیک هم نورو ته ورته په یوه نرمه او خندنۍ ژبه لیکل شوی، چې په دې لیک کې زړه پنځه شپېته کلنه ښځه خپل د ژوند او مرګ کیسه خرمړي ته کوي. له خبرو یې ښکاري چې دی په ژوند کې هم له اداري کارونو ستړي و، ځکه په خپل وخت نه خلاصېدل لکه په اوس وخت کې زموږ. لکه چې وایي:

فکر مه کوه، چې له مړینې وروسته اداري کارونه پای ته ورسېږي، له مرګه وروسته هم اداري کارونه دوام لري.

د دې په لوستلو لوستونکی داسې فکر کوي چې لیکوال تېروتنه کړې او اداري کارونه به مړی پخپله خلاصوي یا به تر قبر پورې یوه داسې پروسه وي چې مړي به یې پخپله خلاصوي، خو نه دا کارونه هغه پاتې ژوندیو کسانو په ځان او نورو سخت کړي دي، ځکه دوی د ژوندیو په نوم له حکومت څخه یوه شکونه کوي او په مرګ یې د ګټې په ځای زیان زیات دی.

پنځم لیک د نورو په پرتله یوڅه په زړه پورې دی، ځکه په دې لیک کې یې د دې ترڅنګ خرمړی د خپل ژوند کړاونه او فقر کیسه کوي، د خپلو خبرو د ثبوت لپاره د پوهانو خبرې هم راوړې دي چې لیک ته یې یو مناسب طبعي رنګ ورکړی دی. خرمړی لیک په پای کې د انسان په ژوند لنډ بحث کړی، چې په ژوند باور نه دی پکار او هر کار باید په خپل وخت وشي.

شپږم  لیک هم د نورو لیکونو په څېر خرمړی خپل دوست غوباړي ته د روغتون له تکاوي څخه د ځان او نورو په اړه معلومات ورکوي او په پای کې یې د ځان په اړه پوښتنه کړې ده، چې وروسته له مرګه خلک څه راپسې وایي؟ خو بیا یې هم لکه د یو بریالي کس په شان ځان د خلکو د خبرو په وړاندې بې پروا ښودلی، چې موږ ته هم دا راښیې، خپل کار کوه او د نورو په بدو خبرو پسې مه ګرځه.

اووم لیک، د پنځم لیک سره تر نورو ډېر تړاو لري، پنځم لیک کې د قبرونو د قیمت په اړه خبرې شوې دي، چې په روغتون کې زیاتره مړي د قبرو د نه شتون له امله په روغتون کې زیات وخت لپاره پراته دي، خو ځینې یې له غربته نه بلکې د نورو د سیالۍ له امله په روغتون کې د مرګ نه وروسته هم زیات وخت تېروي ځکه دوی کورنۍ غواړي ښه مناسب او د سیالانو سره سم قبر ورته پیدا کړي. خو په اووم لیک بیا د قبرونو د نه شتون او د غربت له امله په یو قبر کې درې کسه پراته دي، چې  لاندې ښځه او پاس دوه نارینه دي. درې واړه د مړه کېدو کیسې کوي او په مرګ هم له ژونده شکایت کوي.

دې لیک څخه دا هم څرګندېږي چې هغه ترکیه کې هم ښځو ته په ټیټه سترګه کتل کېدل.

اتم لیک کې لنډ له خندا ډک او په زړه پورې ډیالوګ شوی دی، چې خرمړی په وړه ګناه ان په شل کاله بند محکومېږي، ډیالوګونه یې لنډ لنډ، ډرامې ته ورته دي.

د محکمې رییس وایي: چېرته زیږېدلی یې؟

خرمړی، وایي: فکر کوم د مور په بیستره کې.

په دې طنزي لیک کې هغه افراطي مسلمانان چې په وړو، وړو خبرو پسې ګرځي او لویې تر پاتې وي، موږ ته ښه راښودلي دي. خوند او کامیابي یې په دې کې ده چې خبرې یې لنډې دي، لوستونکی نه ستړی کوی.

په وروستي لیک کې یې بیا هغه خلک چې د حکومت پیسې اخلي او په مقابل کې په اخلاص او صداقت سره کار نه کوي. چې ده په دې لیک کې د آمبولانس چلوونکي، ښاروالان چې د ښار پاکۍ ته پاملرنه نه کوي، موږ ته په ښه انداز وړاندې کوي. دا لیک نسبت نور ته کمزوری ښکاري؛ ښایي کمزورتیا لامل یې همدا وي چې صحنې یې زیاتې او غېرې منظمې اوډلې دي او طنز بې یو څه ترې اوږد شوی هم دی، چې څوپېښې یې په داسې ډول  لنډې ــ لنډې بیان کړې چې مطلب تر زیات فکر وروسته هم سم نه ترې اخیستل کېږي.

د خرمړي د لومړې برخې لیکونه، د یوه مجبور او فقیر انسان ژوند انځور دی، چې په یوه وروسته پاتې ټولنه کې د هغې ژوند څنګه دی. په هر لیک کې یې یوه نوې موضوع زموږ مخې ته راځي، او په لوستلو یې داسې فکر کوو چې د هغه وخت ترکیه د اوس وخت افغانستان دی. د ډاکټرانو بې سوادي، د عامو خلکو له ژونده زړه توری، د غریبانو لاسنیوی نه کول او پرته له فکر کولو څخه يو ځای یا یو چا پسې تګ، د وطن په کارونو کې اخلاص نه کول، دا او دې ته ورته نور موضوعات لري، چې په لوستلو یې زموږ ذهن ته نوي، نوي فکرونه راپیدا کوي.

د خرمړي د دویمې برخې لومړی طنز د سترې غونډې په نامه دی، چې د خرو مشر خپلو ملګرو خرو ته وینا کوي. دا غونډه یې د خپلو ملګرو لپاره جوړه کړې تر څو بې لارې نه شي، مشر خر ورته وایي: دا غونډه د هغو همجنسانو د ژغورنې لپاره جوړه شوې ده چې په ډېرې خواشینۍ سره د انسانیت په لور روان دي…

خر ځکه انسانیت ته زړه نه شي ښه کولی چې انسانان خپلو منځونو کې یو بل ته کنځلې کوي او نور غیرې اخلاقي کارونه تر سره کوي.

ښایي دومره هم نه واي پکار چې خر دې انسانیت ته زړه ښه نه کړي او ځان دې تر انسان معتبر وبولي.

د دویمې برخې دویم طنز زموږ دردونه دا دي، په نامه دی، چې موضوع یې زموږ د اوسني حالت سره بیخي جوړه راځي په یاد طنز کې هغه نوماندان چې ژمنې کوي او عملي کوي یې نه  او هم خپلې ژمنې د سګرټو په قطي لیکي او د خلکو تر سترګو چې پنا کېږي دوی یې غورځوي.

خلک یوه پارلماني دوره د دوی په تمه وي، خو بیا هم وکیلان مجبوریږي، راځي دا ځل یې خلک هم پوه شوي دي، دوی مسخره کوي او پسې اخلي یې.

چې زموږ له ټولنې سره دومره جوړ راغلی چې په لوستلو یې داسې فکر کوو، چې عزیزنسین اوس ژوندی دی او په کابل کې ژوند کوي.

ماشومان مه ژړوئ، طنز په ټولګي کې ښوونکی د هېواد په تېرو کیسو باندې ماشومان ژړوي چې د ټولګې تر نورو ضعیف طنز که وګڼو نو زیاتی به مو نه وي کړي یاد طنز موږ ته دا رازده کوي چې ماشومان او شاګردان څنګه و روزو، خو څنګه چې له یو طنز څخه دا تمه کېږي چې باید د خندنۍ ژبې تر څنګ انتقاد هم ولري که خندا بیخي کمه هم وي. خو باید چې ویې لري، په یاد طنز کې انتقاد شته او هېڅ خندا نه لري. او بله دا چې پیل کې کومه تمه ترې کېږي هغه تر پایه ژموږ سره وي او ښایي هېڅ بدلون ونه کړي.

تر دې وروسته طنز هم دې طنز ته ورته دی، ښایي د طنز په تول پوره نه وي، نظر ددې ټولګې نورو طنزونو ته. په دې طنز کې لارښونه شوې خو انتقاد یې کم دی. د نورو په نسبت په زړه پورې نه دی، ځکه چې په دې طنز کې لارې پلټل شوې خو نتیجه نه ده تر لاسه شوې ده.

یو بهرنی په استانبول کې  هغه ظنز دی، چې د وطن مینه، رښتنی خدمتګار د خپل وطن له ارزښتونو څخه خبرتیا او تفریح د دې طنز موضوعات دي.

یو استانبولی په خپل ښار دومره میین دی چې له ښاره ووزي او بل ځای ته لاړ شي، نو د ده سا بندېږي، ځکه د خپل ښار څخه بهر شو او د آرامۍ احساس پکې نه شوی کولی. په دومره مینه سربېره بیا هم ښاغلی د خپل ښار له ښکلاو او تاریخي ارزښتونو څخه نه دی خبر، ځکه دی د وطن رښتنی خدمتګار و. دی د خپل ښار له ښکلا، دود، او رنګارنګ خوړو له خوند څخه د ده د ملګري دوستان چې له انګستان څخه راځي او دی یې مېلمه پالنه کوي، خبروي. ځکه دی د دولت مامور دی، دا یې ښه بلله چې وطن ته یوازې کار وکړي او بس.

انګرېزانو د استانبول په اړه ډېر څه په کتابونو کې لوستي دي، چې په پای کې کوربه له شرمه د خپل استانبولي توب څخه منکرېږي، خو دوی ورته وایي چې نه موږ لوستي چې اصلي استانبولیان همداسې وي.

دې او دې ته ورته نورو پېښو طنز ته دا ورکړي چې لوستونکی له پیل څخه تر پای له ځان سره یوسي. او تر لوستلو وروسته موږ دا هم ترې زده کولی شو چې د تفریح ارزښت که د کار سره برابر نه دی خو ترې کم هم نه دی، ځکه په مرسته یې موږ خپل فرهنګ، تاریخي ځایونه او له هغو ارزښتو څخه خبرېږو چې په لیدو کتو یې موږ د برترۍ احساس کولای شوو.

په طنز کې د پېښو راوړل په داسې انداز سره چې پای یې دهغه توقع خلاف وي، کومه چې په پیل کې ترې کېږي، لکه پورتني طنز کې خو د بري لارې چارې، طنز بیا له دې نعمت څخه تر یو حده بې برخې دی، چې لوستونکی یې په پیل کې کومه توقع لري په پای کې هماغسې پېښېږي.

لومړی خو د دې طنز پیل هم دومره په زړه پورې نه دی چې زموږ  ذهن کې دې ‌‎ډول ــ ډول فکرونه راپیدا کړي، ځکه په لوستلو یې د ستړیا حس کوو، ځکه د یوې کورنۍ د ټولو غړو او خپلوانو نومونه پکې یاد شوي دي، چې دې د فکر کولو مخه ډب کړې ده.

خو اصلي موضوع ته تر داخلېدو ورسته بیا موږ دا توقع لرو، چې له بهر څخه هغه راغلي څیزونه چې ټيټ کیفیت لري دلته په لوړ قیمت پلورل کېږي او په پای کې موږ ته ثابېتېږي. له انګلستان څخه راغلې بخارۍ په دومره لوړ قېمت پلورل کېږي چې د هر چا د وس خبره نه ده.

دا ښایي زموږ لپاره د توقع سره برابر وي، ځکه په نوره نړۍ کې دا پېښې نه وي یا خو که وي هم نشت به حساب وي.

سپارښتني وینا،طنز د ټولګې له غوره طنزونو څخه دی، چې هېڅ دا تمه نه ترې کېږي چې په پای کې به څه پېښږي او زموږ د توقع سر هېڅ نه لګېږي. موږ فکر کوو، هغه موچې چې یوازې خط له مخې لوستلی شي، په ښار کې زیات شهرت لري، ځان کاندیدوي، په پیل کې لوستونکی کې دا تمه لري چې موچي به بریالی شي، خو داسې نه ده. موچي ځان کاندیدوي او خپلې ویناوې د پیسو په بدل کې له لیکوال څخه اخلي، خو د وینا پرمهال څارندویان راځي او موچي نیسي خو دی بیا هم لیکوال نه ور ښیي.

یوه ورځ د موچي د لور واده مراسم راځي، چې زوم یې هم د شتمنې کورنۍ څخه دی، موچي وینا واخیسته او په مراسمو کې یې داسې وکړه چې د  وینا پرمهال یې د هغه کاغذ پر ځای چې پرې لیکل شوې وه، له جیب څخه د خپل دوکان ورځنی لیست را اخلي او داسې وایي: … زما ګرانو اوس چې ستاسې معصوم لاسونه د یو بل په لاس کې ګورم، ستاسو لپاره د نېکمرغه سبا هیله کوم. دا دي سبا چې (۲۰) جوړې ښځينه ساده (۳۰) جوړه بندلرونکې بوټان باید ښاغلي… ورکړم… .

د طنز خوند په ساده والي کې دی، په خاصه تلوسه سره لوستل کېږي، هره صحنه یې له ځان سره بېل خوند راوړي.

پورتنۍ وینا پیل په دې شوی چې: زما ګرانو… د نېکمرغه سبا هیله کوم. ده، زه وایم که دا د وینا پرځای د دوکان ورځنی لیست وي، نو دا به په کوم ځای کې لیکل شوي. په داسې حال کې چې دی فقط خط لوستی شي او نور له ځانه د خبرو وړتیا نه لري. دلته یې ټکر رامنځته کړی.

د ټولګې د پای درې طنزونه، په دې وسیله درته خپله مبارکي وړاندې کوم، رټل شوې ځمکه او اور په اور دي.

د دې درېیو لومړی طنز هم په زړه پورې دی، چې د لوستلو په وخت کې لوستونکی دا صحنه په خپلو سترګو ګوري او داسې حس کوي چې دا پېښه یې پخوا لیدلې او اوس یې بیاځلې ګوري.

په طنز کې یو چالاکه او چاپلوس انسان چې ټولګیوال یې وزیر شوی وي او دی د مبارکۍ په بهانه تېلفون ورته کوي چې په ښه مهارت سر د مبارکۍ تر څنګ د کورنۍ د بې دندو وکړو نومونه ورکوي. او وزیر هم د هغوی د ګومارلو وعده ورسره کوي.

خبرو په پیل کې داسې فکر کوو چې دا مبارکي ورکوونکی په وطن میین او له واسطې، رشوت او نورو بدو عملونو څخه نفرت لري خو په پای کې موږ ته روښانه کوي چې له دې لار یې خپل کار وکړ.

رټل شوې ځمکه دا طنز د تېر طنز په پرتله دومره نه دی قوي چې د تېر طنز خوند را باندې هېر کړي، ځکه صحنې او موضوعات یې دومره په زړه پورې نه دي.

د دې ځمکې خلک بې وسه او ځانونه رټل شوي ورته ښکاري، د خلاصون لپاره هم لاره نه لري، څو روښان فکره پیدا کېږي، چې د خلاصون لاره لټوي خو زموږ د فکر سره سم دوی هم د خلاصون لاره نه شي پیدا کولای.

اور په اور د ټولګې وروسته طنز دی چې ښه پیل او پای لري، د ټولګې د وروستني طنز په توګه د یو غوره طنز دی، په دې کې د یو کس په ګدام باندې موږک اموخته شوي، ګداموال یې د ورکولو لپاره له هرې لارې څخه کار اخلي، بیا هم پرله پسې ناکام راځي، ان تر دې چې پیشوګانې راوړي تر څو موږکان وخوري، خو دلته بله پېښه کېږي، موږکان راځي پیشوګانې خوري، د ګداموال راځي له بلې لارې کار اخلي، یو قفس جوړوي او موږکان بندي کوي، موږکان دومره خوري اموخته شوي چې په قفس کې خپلو منځونو کې یو بل خوري او ګدام ترې خلاصېږي.

موږ ته دا درس راکوي، هغه قوم او خلک چې زیات په دنیا پسې ورک وي او ځان په کې غرق کړي، هغه به اخر په خپل ځان اخته کېږي.

خرمړی د سیاسي او ټولنیزو طنزونو ټولګه ده چې موږ ته ډېر داسې څه را زده کوي چې طنز لیکونکی د هغه ټولنې لپاره چې د زوال په طرف ده ضرور دی، تر څو عامو خلکو ته هرڅه بربنډ کړي او له نا دودو څخه پرده پورته کړي.

د پیله تر پایه له عبرت څخه ډک دی که څوک غواړي چې زموږ اوسنی د او ترکیې پخواني حالت باندې پوه شي نو خرمړی دې ولولي.

د استاد اسدالله غضنفر خبر ده چې د مچۍ ځالې په اړه یې کړې ده وایي: هر کتاب په لوستلو نه ارزي خو ځینې بیا په څو څو ځله لوستلو ارزي. خرمړی هم یو له هغه کتابونو څخه دی، چې په څو ځله لوستلو ارزي.

Categories: نوی کتابونه او چاپي اثار

Tags: ,,

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.