ښځې او د پلارسالارۍ جنسیتي هژموني

سلیم پاینده

0 65

د ښځینه لیدلوري پر بنسټ، پلارسالاري د نارینه‌و هغه سلطه او منگولې دي چې په ټوله ټولنه کې د ښځو پر وړاندې د خپل واک، لوړتیا او حاکمیت ریښې پرې ساتي. زموږ په نر-محوره ټولنه کې چې باور لرو ښځې نیمايي برخه ده نارینه د خپلو سیاسي او نفو‌ذي مانورونو پر مټ د نر او ښځې تر منځ د قدرت، منابعو او نفوذ ناانډوله وېش رامنځته کړی.

په اصل کې بلې توطيې ته اړتیا نسته، چې نارینه وکولی سي د خپل محور په ساتلو سره ښځې د قدرت له دایرې بهر کړي، بلکې اکثریت نارینه له دې ډول تبعیض‌آمیزه امتیاز او یو اړخیزه گټو څخه خوند و لذت ترلاسه کوي ځکه نو د بدلون او ټولنېزو کوکونو د شکولو لپاره چندان لېوالتیا نه لري.

د مډرنو تیوريگانو په دوران کې “کیت میلت” د پلار سالارۍ او جنسیتي هژموني د توضیح لپاره د“لوړ ځنځیر نظریه” وړاندې کړله. هغه د ښځې او نارینه مناسبات په دریو اړخونو؛ فطرت، دنده او موقعیت کې مطالعه کړل.

د ټولنې کوڅه‌ډبی سړی او سنتي ارواپوه دواړه په جلا جلا توگه مدعي دي چې د ښځې فطرت د نارینه له فطرت سره توپیر لري. هغوئ باور لري چې ښځې زیاتې ټنبلې (منفعلې) او نارینه زیات فعال دي؛ ښځې تر ډېره تړلې او نارینه خپلواک دي. کچیري! موږ د هغوئ دا ډول نظریې وگورو، نو دې پایلې ته رسیږو چې زموږ په ټولنه کې ښځې په ډېر ټیټ احتمال د خپل ځان لپاره ژوند کوي او ډېره لږه هوساینه لري. ښځې له مینې او خوږوالي څخه جوړې دي او د حقیقت د موندلو لپاره پر احساساتو او عواطفو تکیه کوي خو دا ددې مانا نه لري چې هغوئ له فکر او عقلانیت څخه واټن لري. په داسې حال کې چې نارینه تر ډېره د حقیقت د ثبوت په لټه کې دي او د فکر له اړخه ټینگ او منظم دي مگر دا  خو دا مانا نه ښندي چې هر څه نارینه کوي هغه به ځکه درست وي چې نارینه یې کوي، نارینه چې څومره خشن او بې حوصیلې دي په هماغه کچه ښځې د تدبیر او ټیکاو خاوندانې دي.

پلارسالاران غواړي خلک په دې باورمن کړي چې؛ د ښځو او نارینه‌و د نقش او رول توپیرونه د هغوئ د فطرت په کچه «طبیعي» دي. ددوئ له انده چې د مورولۍ تمایل د واده او کورنۍ جوړلو لپاره همغومره طبعي دی لکه څومره چې نارینه د کور دباندې ځانته نړۍ جوړوي. دوئ فکر کوي چې همدا علت ددې سبب گرځي چې ښځه منزوي او نارینه ټولنېز موجود واوسي. په حقیقت کې زموږ د ټولنې د نارینه محوره تفکر عمق همدا دی. د افغاني ټولنې نارینه انگیري چې ښځه یوازې اولاد راوړلو او کور پاللو ته پیدا ده. د څلورو دېوالونو زندان د هغې لپاره جنت گڼي خو ځان په څلور کونجه نړۍ کې نسي ځایولی.

په ټوله کې د افغاني ټولنې د نارینه ستونزه داده چې فکر کوي چې نارینه د ښځو په پرتله له لوړ ټولنېز موقعیت څخه برخمن دي، ځکه هغه څه چې نارینه  یې خوښوي او ترسره کوي له هغه څه څخه چې ښځې یې خوښوي او ترسره کوي مهم دي. زموږ په ټولنه کې نارینه جگړې کوي، وژنې کوي، قتل و انسان تښتونه کوي او دا ټول لوی کارونه ځکه دي چې نارینه يې کوي. یو ځای مې لوستي و چې  مشهور روسیي لیکوال او فیلسوف لئو تولستوي د جین آسټین په پرتله ځکه ستر لیکوال گڼل سوی دی چې تولستوي د سولې او جگړې په اړه لیکل کول په داسې حال کې چې آسټین خپل ځان د افرادو د خپلمنځیو اړیکو تر روایت پورې محدود کړی و. اوس پوښتنه داه ده چې څوک دا تصمیم نیسي چې جگړه د افرادو د خپلمنځیو اړیکو څخه مهمه ده؟ او په کوم معیار؟ زما په اند دا د هماغې ټولنه تصمیم دی چیري چې داستان لیکونکي د همدې جگړې داستان لیکي او د ټولنې نفوذي نارینه اکثریت همدا داستان لولي. زموږ د ټولنې نارینه خپل موقعیت له خپلو کړنو څخه لاسته راوړي له دې ورهاخوا دا استدلال بیخي بې مانا دی: څه چې نارینه یې ترسره کوي مهم دي ځکه نارینه یې ترسره کوي.

په عامه لیدلوریو کې، په مختصره توگه، د فطرت-نقش-موقعیت “لوړ ځنځیر” له فطرت څخه پیل کیږي او په موقعیت پای ته رسیږي. د فطرت د توپیرونو معما چې په ښکاره توگه له زیږون وروسته را پیلیږي، له بده مرغه، د افعاني ټولنې نارینه محوره منطق او طبیعت ورسره همږغی کېږي او د نقش او موقعیت پر توپیرونو پای مومي. لکه څرنگه چې د پرمختگ او مسلکي ودې عمر له ۲۵ تر ۴۰ کلنۍ دی، هغه کلونه چې «عادي»  میرمنې د میندو په توگه د کورنۍ د غوښتنو د پوره کولو په تلاښ کې دي، نارینه د ښځو په پرتله ډېر لوړ موقعیتونه لاسته راوړي. دا په ښکاره توگه ستر تبعیض دی چې ښځې د ژوند او پرمختگ تولیدي زمانه د نارینه لپاره په خدمت کولو او اولاد راوړلو ضایع کوي او نارینه له همدې فرضت څخه په استفادې د قدرت، منابعو او نفوذ وسایل يو په بل پسې ترلاسه کوي او په پایله کې د ښځې له تش لاس او مجبورۍ سو استفاده کوي. د دوهم جنس تبیعضي کیسه له همدې ځای را پیلیږي.

میلت دا توضیح کوی چې د پلار سالارۍ څرنگوالی څه ډول دی اما تر هغه مهم کار د  “لوړ ځنځیر” نسکورول دی. لکه څرنگه چې موږ د سیاسي مکتبونو په بحث کې وایو چې «مارکس باورمن و، هگل یې پر سر ودرید»، دلته د میلت په نظریه کې موږ د هگل رول ادا کوو.  میلت استدلال کوي چې موقعیت د لوړ محور په ابتدا کې راځي. د پلار سالارۍ بنسټیزه دنده د ښځې پر وړاندې د نارینه د برتریت خوندي کول دي او ددې لپاره چې ښځې د قدرت له دایرې وباسي، داسې نقش ورکوي چې د نورو په خیال ساتلو او مراقبت بوختې او په انزوا کې پاته سي.

ښځو ته دا بیلابیل نقشونه څرنگه ټاکل کېږي؟ څه ددې سبب گرځي چې ښځې هغه ومني؟  میلت په ډېرې ځيرکۍ مسلکي او متخصص افراد ( د ټولنیزو او کړه وړه ایزو علومو پوهان، ارواپوهان، ډاکتران او ښوونکي)  د نویو نجیبه روحانیونو په نوم معرفي کوي چې پر بنسټ یې هغه څه چې «عادي» دي او هغه چې «عادي نه دي» تعریف کړي او ټولنه هدایت کړي.

د بیلگې په توگه د اولاد روزلو دنده یوازې تر ښځو محدوده کول یا د نارینه  په نسبت د ښځو لپاره تر اندازې ډېره مهمه گڼل، ښځه اړمنه بلل، ښځه غیر عادي بلل، ښځه غیر طبیعي بلل، ښځه د د نارینه محتاجه بلل او نور … چې منشا یې د قدرت، منابعو او نفوذ محور ته ورگرځي له سره تعریف کړي. د ټولنې او تولید په ټولو برخو کې د ښځو او نارینه د ونډې نوي میعارونه او وړتیاوې رامنځته کړي. د میلت مرسته وکړه چې د جنسیت پر بنسټ مجازات  د ټولنېز رفتار پر اساس و نه ټاکل سي ځکه ټولنه د ښځو پر وړاندې بې انصافه ده.

له هغه ځایه چې دا خبرې د ټولنې پر ډېرو زړو سنتونو نوی رڼا اچوي، او له هغه ځایه چې د ټولنې دا ترخه حقیقتونه زموږ د ټولنې نارینه په قهر کوي، د میلت تحلیل د ښځمنتوب لپاره پیاوړې انگیزه رامنځته. د هغه تیوري لکه د کوپرنیکي انقلاب هغومره تاثیر لري. دا دریڅه مرسته کوي چې ښځې د فطرت، نقشونو او موقعیت په لوړ ځنځیر کې د نقش او رول له محکومیت څخه ځان وباسي، هماغه ډول څه وخت کوپرنیک لمر د شمسي منظومي مرکز ته راوست، ځمکه له مرکزیت څخه بهر سوه. میلت د ۱۹۷۰مې لسیزې په لومړیو کې ډېرې ښځې متاثیره کړلې تر څو ښځې د خپل ژوند د مناسباتو، له نارینه سره د هغوئ په تړلتیا او نورو له سره غور وکړي. پایله یې لکه یوه ضربه‌يي پشتیبانه داسې وه: په ناببره توگه څه وخت چې ښځو خپل موقیعت په سیاسي مناسباتو کې د پام وړ ولیده، لکه یوه ستره څپه چې راغلې وي او د پښو پخواني خاپونه یې وړي وي او له هغې وروسته ژوند بیا د پخوا په څير نه و.

د لیکوال په اړه:

ښاغلی پاینده د هند په مایسوري پوهنتون کې د جگړې-وروسته ډيپلوماسۍ او بهرني سیاست کې د ماستري پروگرام محصل دی او په افغانستان کې د مډرنې دولتدارۍ، پرمختیايي اقتصاد، بشري حقونو او میرمنو د پیاوړتیا په هکله لیکنې کوي.

Comments
Loading...