مېرمنې انساني ځواک

عبید افغان

0 33
د میرمنو سره د جهالت او استبداد لړۍ لۀ زرګونه کاله وړاندی مل ده…اما ۱۴۰۰ کاله وړاندی د محمدي تاریخ لړۍ خوځنده وه چې د میرمنو شان او شوکت ته انساني ځواک قایل شو. میرمنه یې د یوه خؤځنده موجود پۀ صفت ټولنې ته وپېژندله، هغۀ مبارک (ص) میرمنو ته برم او د عزت جامې پر تن کړې. هو! پدې هم اعتراف کوو چې د دومره ټیکنالوژۍ او لاسبریو سره سره پۀ یوویشتمه پیړۍ کې میرمنې د ظلم او ستم ښکار دي هیڅ نظام/دولت ونۀ توانید چې د میرمنو حق او حقوقو ته د خوندي تابه عنصر پۀ ګوته کړي.
زمونږ هېواد افغانستان هم پر میرمنو د زور زیاتي ګواه دی. پښتون ټبر یې لا د کور یا ګور پۀ صفت تعریفوي، پۀ لیرې پرتو سیمو/کلیو کې میرمنې پۀ ډیر شدت د ناوړه دودونو قرباني دي. پۀ زور د انجلۍ ودؤل، ولور اخستل، بدل نکاح، پۀ بدو کې د خور/لور ورکؤل، ډز وهلې انجلۍ یعنې څوک یې چې د تنبې/ورۀ مخکې ډزې/ټکان وکړي نو د همدې کور پیغله انجلۍ بیا د همدې جابر انسان پۀ نوم شوه هیڅوک بیا د یادې انجلۍ مرکې/خواست ګارۍ ته نۀ راځي ځکه ټول کلی پدې پوهیږي چې ګواکې پلانکي خان ددې ورۀ مخې ته ډزې کړي دي نو دا نکاح د هغې حق دی، نو دومره پۀ ویاړ یا پۀ ویره دا بد دود خلک مني.
پښتون ټبر او پۀ ټوله کې افغانان لا هم د جهالتونو تر تورو تنبو ندي تیر شوي بلکې لا هم ددې کرغیړنې پدیدې پۀ ګرداب کې تم دي. مونږ د درک او احساس پۀ نوم هیڅ نۀ پیژنو کۀ یې پیژنو هم، هغه بیا د تؤپیري چلند یا د عقدیې فکر کړۍ راباندې تنګه شي.
خاا ولی انجلۍ د خپل رضایت پرته د بل پۀ نوم شي؟ اسلام یادې انجلۍ ته پؤره حق ورکړی تر څو د خپل راتلوونکي ژؤند پۀ اړه خپله پریکړه وکړي؛ کله چې واده شي بیا یې ژؤند هومره ښۀ نۀ وي لکه دې چې پۀ خپلو خوبونو کې ورته محلونه انځور کړي ؤ، لۀ خوښ ژؤند یې خوښۍ کډه وکړي. خاوند بیچاره هم پۀ نالیدلو سترګو د خپلو مشرانو د خوشحالولو لپاره د جبر اړیکې ته هو ووایي. دا ستونزه معمولاً د پښتون ټبر پۀ چاپیریال کې دود ده، ځیني خلک بیا ویاړي چې اووهوو پلانکي وګوره همداسې پۀ نالیدلو سترګو ښځه وکړه وګورئ څومره د مور او پلار خبرو ته ژمن دی. صحیح ده د مور او پلار رضایت هم شرط دی اما پر بیستر ژؤند ورسره زوی کوي نۀ مور او پلار… اخر بیا دواړه کورنۍ د تاؤتریخوالي پۀ لومو کې تم شي.
ولی یې خاوند د سعودي او یورپ پۀ مسافرت پینځۀ کاله یا لس کاله تیر کړي؟ او میرمن یې دلته ورته پۀ یو ځل دیدن سر سپین کړي، سړیه میرمن هم د انسانیت ځلانده ډیوه ده چې تل روښانه وي اخر دا هم زړۀ لري، هیله او امید لري، میرمنې هم د خپلو خوبونو د تر لاسه کؤلو لپاره خپل وجود ته د همت او خوارۍ برأت ورکوي. نو ولی دومره ستر ظلم تۀ د شارجې، ریاض، پاریس او لندن پۀ ښارونو کې چکرې وهه، تۀ دې شحمي او چکن برګرې وهه او میرمن دې دلته ستا تش ځای، بالښت سره شپې او ورځې سبا کوي. دلته بیا د خواښې او خُسر ځیني تانې هم زغمي چې کومه تیرؤتنه وکړي بیا ورته ویل کیږي خاؤند یې نشته بیخي پۀ هوا شږې ده.
ولی میرمن د خپل خاؤند سره پۀ یو دسترخوان ډوډۍ نشي خوړلای کۀ یې وخوري بیا کورنۍ سپین سترګې بولي. ولی ورسره د مینې او محبت ظاهري الفاظ نۀ تیر او بیر کیږي ځکه خلک بیا وایي دوی وګوره څومره بې تربیه دي خو پۀ یاد ولرئ! د مینې او محبت خبرې یواځې هغه خبرې ندي چې میرمن او خاؤند یې د پردې تر شا کوي بلکې د مینې او محبت خبرې دا چې د خپلې میرمنې سره پۀ ورین تندي خبرې کؤل، د ورځني ژؤند پۀ مخامخ کیدلو کې ورته نرمه مسکا کؤل او تر ټولو اړینه خبره دا چې د کور پۀ کارونو کې ورسره مرسته کؤل دې ته هم مینه او محبت ویل کیدای شي. د یادؤنې وړ ده چې پۀ کور کې د میرمنو سره کار کؤل دؤوسي نده بلکې محمدي سنت راژوندي کؤل دي. د خوشبختۍ خبره دا چې نبي اکرم (ص) فرمایلي دي: چاچې زما یو سنت ژؤندی کړ زۀ به یې پۀ ورځ د محشر د اور د خلاصون ضامن شم.
ګورئ ملګرو اسلام د سولې، ارامۍ، او حق دین دی، تر څنګ یې پر اسلام د دودونو پدیده مۀ معتبره کوئ!
مونږ پۀ یؤ افغاني اتوم سفیر کې ژؤند کوو او د خپلې خور او لور لپاره آن لۀ خپلې ککرې هم تیریږو کله چې دومره ستره قرباني د خپلې خور یا لور لپاره ورکوو نو همدومره قرباني باید د هغوی د مشروع خوښیو لپاره هم ورکړو بیا به ژؤند، ژؤند شي او انسان به پدې نړۍ د انسان بودن اصل پر ځای کړي.
Comments
Loading...