شپږو میاشتو کې ښځو سره د تاوتریخوالي شاوخوا دوه نیم زره قضیې ثبت شوې

0 42

د ښځو چارو وزارت وايي، د روان کال په شپږو میاشتو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۲۵۸۲ قضیې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردګ خبریالانو ته وویل، له ښځو سره د تاوتریخوالي تر ټولو زیاتې پېښې په هرات، فاریاب، سرپل، ننګرهار، بغلان، تخار، فراه، بلخ، سمنګان، کندهار او بامیان ولایتونو کې ثبت شوې دي: «بادغیس کې دوه د قتل، سرپل کې پنځه د قتل، پکتیا کې یوه د شدید ټپي کېدو، د قتل یوه قضیه په کابل کې، دوه په لوګر کې او دوه قضیې د ځان وژنې په غور کې او یوه د ټپي کېدو قضیه په بامیان کې ثبت شوې دي.»

دغه راز ښځو چارو وزارت وایي، د قرنطین په موده کې هم له ښځو سره تاوتریخوالی زیات شوی او په دې مود کې یو شمېر ښځې هم د خپلو مېړونو او د کورنۍ د نورو غړو له لوري وژل شوې دي.

Comments
Loading...