د ختیځ یو ځلانده ستوری افغان سید جمال الدین / محمد ایاز نوري آزادي

0 2,077

۲/۰۴/۲۰۱۷

دا مقاله ما د ۲۰۰۳ ز کال په پیل کې زمونږ د ګران افغانستان د یوه لوی ویاړ افغان سید جمال الدین د  مړینې د ۱۰۶ کلیزې په مناسبت لیکلې وه، او د «ارمان افغان» په مجله کې مې نشر ته ورکړله، چې اوس یې له خپل د مقالو د آرشیف څخه بیا   درنو افغانانو او معزز افغان ملي مبارز پروفیسور سید خلیل الله هاشمیان او ملي افغان شاعر او لیکوال سید مسعود فاراني  ته د سید د کورنی د غړو  په حیث، تقدیم کوم.

آزادي اخستل کېږي، ورکول کېږي نه…! (د سید له ارشاد څخه)

 

علامه سید جمال الدین د سید صفدر خان زوی په خټه پښتون افغان، چې د نن څخه ۱۱۶ کاله پخواء یې له دې نړی څخه سترګې پټې کړلې. سید جمال د ۱۲۵۴ هجري کال د لیندی قوس په میاشت کې د افغانستان د کونړونو ولایت په اسد آباد کې په یوه ساداته کورنی کې وزېږېد. د سید پلار د امیر دوست محمد خان د دربار د مښورو له جملې څخه وه. د سید نسب د حضرت سید علی ترمذي څخه، چې په پیر بابا مشهور دئ بیا د حضرت علی کرم الله وجهه د زوی حضرت حسین (رض) ته رسیږي.

په کوچنیتوب کی کله، چې په سید کې د نبوغ علامی په رامعلومیدو شولې، پلار یې هغه د دوی کلي ته نژدې د حضرتانو دیني مدرسې ته، چې د کامې د (شیرکر) په سیمه کې واقع وه، ولېږه. څه موده هلته د دیني علومو په زده کړه بوخت شو او ورپسې د خپل پلار په ملتیا پلازمینې کابل ته ولاړ. دلته سید د وخت د مشهورو افغاني عالمانو څخه د اسلامي علومو په څنګ کې د طب منطق، فلسفی او نظامي مسائلو زده کړه هم ځانته حاصله کړله. د سید برلاسی د علومو په زده کړه کې تر دې حده ورسیده، چې ډېری اړونده استاذانو سید ته د تدریس کولو څخه عُجز کاوه. سید جمال په زلمیتوب کې هندوستان ته ولاړ او دیني او عصري علوم یې نور هم تعقیب کړل. ورپسی حجاز ته ولاړ او یو کال په عربي نړی کې وګرځېد. په کال ۱۲۷۳ هجري کې مکی معظمې ته ولاړ او په حج بیت الله مشرف شو او بیا بیرته پلارني ټاټوبي افغانستان ته راغی. له دې سفرونو څخه سید ته یو فکر پیدا شو، چې څنګه کیدلای شی، چې خپل هیواد او نور اسلامي هیوادونه د انګرېزي استعمار پر ضد رابیدار کړي او د ژغورولو لارې چارې یې کومی دي. هم هغه وه، چې خپلې عملي هڅې یې په دې لاره کې پیل کړلې. دا وخت د امیر دوست محمد خان زوی امیر محمد اعظم خان د افغانستان پاچا او سید یې د سلاکار دنده پر غاړه لرله. ورپسی کله، چې امیر شیر علي خان د دوهم ځل لپاره پاچا سو سید جمال یې د اعظم خان سره د تعلق پر علت یا هم د انګرېز په اشاره له هیواده وتلو ته اړ کړ. کوم وخت یې، چې هیواد پرېښوده د خپل افغانستان د پرمختګ او سوکالي په اړه یې ټول وړاندیزونه او پلانونه امیر شیر علي خان ته وروسپارل او د امیر سره یې خدای په اماني وکړله. سید لومړی هند ته ولاړ، هلته یې یو کتاب په نوم دې (رد علی الدهرین یا ناتورالیزم) ولیکه. د کتاب موضوع طبعیت ته د رجوع د مسئلې څېړل ول، چې په هغه وخت کې خلک له خدای پرستی څخه کفر ته تلل. سید زیار وباسه، چې د هند د مسلمانانو او هندوانو تر منځ نفاق ته پای ورکړي او د هندي متجدد سید احمد خان سره یې یو ځای د خرافاتو پر ضد تبلیغ کاوه. د برتانوي هند حکومت  سید کلکتې ته راوغوښت او په کال ۱۲۶۲ هجري کی یې برتانیې ته تبعید کړلو. سید هم غوښتل، چې خپله مبارزه د استعمار په زړه لندن کې پر مخ بوزي. په لندن کې انګرېزي دولتي مقاماتو غوښتل سید ته د سودان هیواد د بادشاهي د مقام په ورسپارلو دئ قانع او غلی کړي خو سید انګرېزانو ته د هغوی د دې وړاندیز په ځواب کې وویل: “ستاسو دغه وړاندیز ماته دلالت ستاسو د پاګل توب په سیاسي چارو کی کوي. آیا سودان ستاسو مال دئ، چې بادشاهي یې ماته راکوی؟ سودان د سودانیانو حق دئ. که تاسو سوله خوښوونکي یاست نو تاسو ته لازمه ده، چې د آیرلند ستونځې ته ورودانګی، چې له هره پلوه تاسو ته نژدې دئ.” انګریزي دولت پرېکړه وکړله دا وار سید یو نه اسلامي هیواد ته وشړي. فرانسویان، چې هغه دم د انګرېزانو سخت رقیبان ول د سید شخصیت ته متوجه شول او هغه ته یې په فرانس کې د هستوګنی او سیاسي فعالیت اجازه ورکړله.

سید هلته خپلې مقالې د روس او انګرېز پر استعماري سیاستونو نشرولې د وخت د مصر او ترکیې پر حکومتونو یې کلکې نیوکې کولې. په دغه وخت کې د سید یو بل همکار، چې محمد عبده نومیده، هم پاریس ته راغی. دوی دواړو په کال ۱۲۶۳ هجري کې د (عروه الوثقی) د ورځپاڼې لومړی ګڼه په عربي او فرانسوي ژبو نشر ته وسپارله، چې په ډېرو هیوادونو کې د سیاستوالو د پام وړ وګرځېده. دا نشریه به فرانس کې لاس په لاس د خلکو منځ کې د لوستلو لپاره ګرځېدله.نوموړې ورځپاڼه د اتلسو ګڼو د نشر څخه پس په کال ۱۸۸۳ز کې مصادره شوله. پس ته دا جریده د سید د شاګردانو په همت د یوه کتاب په بڼه مکرراً چاپ شوله. د سید د ارزښتناکو کارو څخه یو هم د هغه علمي مناظره د یوه فرانسوي فیلسوف (ارنست رنان) سره د سورنون په پوهنتون د دین او فلسفی په باره کې وه. سید به ویل،” دینونه، چې په هر نوم وي یو بل ته ورته دي. د فلسفې او دین تر منځ هیڅ ډول پخلاینه نشته، ځکه دین انسان ته ورزده کوي، چې عقیده ولري، لیکن فلسفه انسان له دین څخه راګرزوي.” سید په کال ۱۸۸۶ز کې بیرته لندن ته ولاړ او هلته یې د ایران پاچا قاجار د رسمي استاذو سره مرکې وکړلې او بیا هغوی سید ایران ته د ورتګ بلنه ورکړه. سید په کال ۱۸۸۸ز تهران ته ورسېد. د سید په لومړنیو مرکو کې، چې د ایران د پاچا سره یې لرلې د ایران عالمان د هغه پر تفکر راټول کړل. په دې مرکو کې سید په سپینو خبرو د ایران دولتي مقامات په ځان ځاني تورن کړل او له ټولو ایراني ړون اندو او منورینو څخه یې وغوښتل، چې په یوه عمومي نهضت کې د انګرېز د استعماري پروګرامونو پر ضد راولاړ شي. همدا راز کوم وخت، چې سید د قاجار په حرم سرای کې ډېرې بی نکاح ښځې ولیدلې، حرم یې مردود وباله. پاچا ورځ په ورځ د سید څخه د لریتوب لار خپله کړه او په یوه بهانه یې سید آذربایجان ته ولېږه. کله، چې د روس دولتي مقامات د سید په راتګ باکو ته خبر شول د هغه هر کلی یې وکړ او له دې، چې د افغان پاچا محمد اعئم خان وزیر پاتې شوی وه، هغه ته سیاسي ارزښت قایل شول.

سید د روس د قیصر سره د نړیوال سیاست په باب اوږدې خبرې تر سره کړلې او په ورځپاڼو کې یې د انګرېز د استعماري سیاست، اداري فساد په ایران کې او د روس استعماري کړنلاره په افغانستان، ایران او هند کې او د هغوی نیت تودو اوبو ته د رسیدو په باره کې یې مقالې او یاداښتونه ولیکل. سید د سان پتربورګ په ښار کې د (معنی او میتافیزم بر لاسی پر ماتریالیزم باندې) په باره کې منطقي بحثونه تر سره کړل. روسي ژبه یې یوازی په یوه اونی کې په هغه کچه زده کړله، چې په بحثونو کی یې نور ژباړونکي ته حاجت نه درلود…؟!. سید جمال د روس قیصر قانع کړ، چې هغه ۵۰ میلیونه روس میشته مسلمانانو ته قرآن کریم او نور دیني کتابونه چاپ کړي. سید په پیتربورګ کې د میشته قرغزي، ایراني او قفقازي ځوانانو په تربیت پیل وکړ، لیکن روس دولت ډېر ژر سید له روسیې بهر کړ. سید د آلمان مونش ته ولاړ او په کال ۱۲۶۸ل د اطریش هیواد ته مهاجر شو او په  کال ۱۲۷۰ل کی بېرته لندن ته ولاړ. په لندن کی یې د یوه مشهور هندي لیکوال ملکم خان سره په ګډه یې د (ضیا الخافقین) تر نوم لاندې په عربي ژبه د یوې ورځپاڼې په خپرولو پیل وکړ خو د دې نشریې مطالبو  د انګرېز ګټې په ایران کې په خطر کی اچولې. انګرېزانو دا ورځپاڼه د ۱۸۹۲ز کال د مارچ په میاشت کی مصادره کړله ورپسی په کال ۱۸۹۲ز د عثماني ترکیې پاچا سلطان عبدالحمید، سید ترکیې ته وروبوله. اسلامبول ته په رسېدو یو جګپوړي افسر، چې د هرکلي کوونکو څخه وه، سید نه وپوښتل: ستاسو اثاثیه یا سامان او لوازم مو چیرته دي؟ سید ورته وویل: سیواء د کالیو او کتابونو د صندوق څخه نور څه نلرم. افسر خواهش وکړ د هغو ځای ماته راوښایاست! سید خپل لاس خپل ټټر ته ونیو او وې ویل، دا زما د کتابونو صندوق دۍ او بیا یې اشاره خپلو اغوستو جامو ته وکړله او وې ویل، دا زما د کالیو صندوق دۍ…؟!. ترکي دولت سید ته د ښوونې او روزنې په وزارت کې د استاذ منصب ورکړ. مصاحفین یې وايي: «سید مُجرد وه، عفیف النفسه وه، لمونځ ګذار او تل به په اوداسه ګرځېده، لږ خوب یې کاوه، په ورځ کی یې یوازی یو ځل خوراک کاوه، قوي او چټکه حافظه یې درلوده او په استدلال به یې خبرې کولې.» خو د نورو دولتي حسودو او بخیلو اراکینو د منفي تبلیغ له کبله یې یو ډول نظر بند ژوند کولو. کوم وخت، چې د ایران پاچا ناصر الدین شاه د سید د یوه زده کوونکي میرزای کرماني په واسطه په قم کې ووژل شو، د سید موقعیت په ترکیه کې نور هم ورپسې کړکیچن شو او ژوند یې له یو بندي تېرېده. هغه وه، چې د کال ۱۲۷۶ل /۱۸۹۷ز د کب د میاشتې په اتلسمه نیټه د ۵۰ کلونو په عُمر د سرطان د مرض له کبله یې ځان حق ته وسپاره، لیکن یو شمېر خلکو عقیده لرله، چې سید ته یې زهر ورکړل او شهید یې کړ او د اسلامبول د مشایخو په جلګه کې خاورو ته وسپارل شو. لوی الله دې پخپلو عزیزانو کې وشمېري. افغان شاهي دولت د ۱۳۲۷ل کال د تلی میزان په اتلسمه د سید میت د ترکي هیواد څخه خپل وطن ګران افغانستان ته را ولېګداوه او په درنښت سره یې لکه یو له نبوغه ډک افغان د کابل پوهنتون په محوطه کې زیارت پرې جوړ کړ.

دلته د مقالې د لیکونکي وروستی عرض:

هغه کسان او افغانان، چې نیوکه کوي، سید د خپل افغانستان لپاره کوم ملي خدمت کړی… زه به دلته د انګریزي استعمار څخه د افغانستان د سیاسي خپلواکی د متفکر علامه محمود خان طرزي مثال راوړم. محمود خان پخپل کتاب ( مقالات محمود طرزي در سراج الاخبار افغانیه، تدوین از دوکتور روان فرهادی مطبعه کابل ۱۳۵۵ صفحه ۱۵)، لیکي: «علامه سید جمال الدین افغان یو  کان یا معدن د عرفان وه، هغه اوه میاشتی، چې ما د سید سره تیرې کړلې په قدر د اویاوو کلنو سیاحت ارزښت لري…» اوس همدغه  زمونږ ګران محمود خان وه، چې شهزاده امان الله خان ته یې د سید افکار تشریح او هغه منور او غیرتي افغان یې دې ته آماده کړ، چې تیري کوونکي انګریز ته بربنډه توره په لاس ډګر ته ورووځي، مبارزه ورسره وکړي او د خپل هیواد سیاسي آزادي ورنه واخلي. بناً مونږ ویلی شو، چې د تاریخي افغانستان د استقلال متفکر علامه محمود خان طرزي او د استقلال محصل اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان دواړه د سید شاګردان او د افغانستان آزادي په ۱۹۱۹ز کال کی د لوی سید د تفکر حاصله او په واقعیت کې د ملي مبارز سید جمال د دوو شاګردانو تر سروالی لاندې په لاس راغلی  ده.

د افغان ملت او نړیوالو تل پاتې ویاړ، افغان سید جمال الدین د ځانګړي مبارز شخصیت د قدر کولو او معرفي کولو لپاره دا زما حاضره نیمګړې لیکنه لکه د یوه څپاند سیند څخه، د یوه جام اوبو را اخیستل وبولی.

پای

اخځلیک

( تاریخ و روز نامه نګاری افغانستان کتاب، مولف دوکتور محمد حلیم تنویر، ۱۳-۲۳ مخونه )

Leave A Reply

Your email address will not be published.