د فرهنګي سیاست تشه/ ارشاد رغاند

0 1,118

په فرهنګي برخه کې زموږ یوه لویه ستونزه تراوسه هم دا ده، چې د فرهنګ خورا مهمه اصطلاح مو په  پوره او هر اړخیزه توګه پېژندلې، منلې او کارولې نه ده.

عوام خو پریږده، چې حتی خاص او باتجربه فرهنګي خلک مو لا فکر کوي، چې فرهنګ یوازې ترادبي غونډو، کارونو او په لویه سطحه کې تر مطبوعاتي کارونو محدوده یوه اصطلاح ده.

په داسې حال کې چې ټولنپوهان دې اصطلاح ته ترپنځو سوو پورې ماناوې کارولي او د یوې ټولنې د اعتقاداتو، ارزښتونو، اخلاقو او رواجونو مجموعه یې ګڼلې.

له دې سره د عالمانو باور دا دی، چې فرهنګ یوې ټولنې  او افرادو ته یې د ژوند لوری ټاکي او مانا وربښي.

 په اوسنۍ نړۍ کې موږ ممکن له هرچا نه زیات دې ته اړ اوسوو، چې یو فعال، هر اړخیز، د تطبیق وړ او د خپلو ټولو اړتیاوو مطابق فرهنګي سیاست ولرو.

فرهنګي سیاست په دې ضرور دی، چې اوس د پوځي جګړو او یرغلونو ځای فرهنګي بریدونو او لاسوهنو نیولی، ځواکمن او په نورو هېوادونو کې د لاسوهنې او اغېزلرلو لېواله هېوادونه د خپلو لاسوهنو پيل په یوه هېواد كې له فرهنګي لاسوهنو سره پيلوي، د خپلو ځواکمنو رسنیو په وسیله غلط تبلیغات ورپسې کوي، په یو او بل نوم ځانته تابع ډلې تمویلوي، فلمونه، سریالونه، کتابونه ،لباسونه او ډېر نور داسې څه ورلېږي، چې د هغه هېواد خلکو ته پرې ځان پياوړی او دوی کمزوري وښيي او د یرغلګر له تولیداتو او ارزښتونو سره یې علاقه مندي پيدا شي.

دوی که پر خپل فرهنګ او فرهنګي یرغل پانګونه او لګښت کوي، ګټه هم ترې ترلاسه کوي، تاسې وینئ چې یوازې زموږ په هېواد کې څومره پردي لباسونه، فلمونه، سریالونه، تبلیغات، پردو ته منسوبې سیاسي او فرهنګي ډلې او په لسګونه نور څه چې د پردي فرهنګي یرغل هدفونه او وسیلې دي، په اقتصادي لحاظ تیري ګر لوري ته لوړه ګټه رسوي.

تر فرهنګي یرغل لاندې راغلي هېواد ته د دغه یرغل تاوانونه خورا لوی دي، که په خپل وطن کې یې یوازې په معاصرتاریخي سیرپسې لاړشوو، بحث به اوږد او بلې خوا ته لاړشي، خو دومره ویلای شوو چې له څو لسیزو راهیسې دلته د پردیو د لاسوهنو هرپيل په فرهنګي بڼه شوی،اول ورته د بل هر فرهنګي یرغل په څېر نسبي زمینه سازي او ذهنیت سازي شوې او بیا د شدیدو او تباه کوونکو لاسوهنو تطبیق.

موږ که له پخوا څخه د فرهنګ سهي درک او ورسره چلند لرلای، تر ډېره حده مو ممکن د پردیو لاسوهنو مخه نیولای یا لږ ترلږه دا لاسوهنې دومره بې شرمۍ ته نه وای پریښی.

په هرحال، له تېرو تجربو څخه عبرت اخیستل په کاروي، اوس هم موږ د ډېرو هېوادونو؛ په ځانګړي ډول د ګاونډیانو له شدید فرهنګي ګواښ سره مخامخ یوو.

ټول وینو، چې هېواد زموږ دی، ګڼې رسنۍ په کې څه په کامله او څه په نسبي ډول دوی ته کارکوي، پردۍ څېرې، ایډیالوژۍ، هنري تولیدات، رواجونه ،لباسونه، اخلاق او ګڼ نور ټولنیز او د ژوند ارزښتونه په کې د نورو پالل کیږي او زموږ هغو ته یې د کمزورۍ او نابودۍ ګواښ رامخته کړی.

د دې هرڅه په مقابل کې زموږ غبرګون څه په رسمي او څه په ولسي او مدني ډول تر اندیښنو ښودلو، خواشینیو او د فرهنګي یرغل پر وړاندې د مبارزې تر تکراري غوښتنو پورې محدود دی.

په عمل کې داسې څه نه لیدل کیږي، چې فرهنګي یرغل په شا وتمبوي او د مقابلې موثره، فعاله او مسولانه مبارزه وګڼل شي.

لامل یې دا دی، چې موږ متاسفانه تراوسه پورې فرهنګ، فرهنګي چوکاټ، د فرهنګ ساتلو او پیاوړي کولو اړتیا، په دې برخه کې خپله وړتیا، ننګونې، حتی خپل فرهنګي ارزښتونه، د قوت، کمزورۍ ،نوي کولو او ترمیمولو اړخونه، فرهنګي یرغل، یرغل کوونکي، د یرغل بڼې او څرنګوالی، د دغو یرغلونو داخلي طبیعي او ارادي عوامل او مرستندویان، خپلې امادګۍ او په لسګونه نور ټکي په دقیقه،هراړخیزه او اکاډمیکه بڼه مطالعه کړي او څېړلي نه دي.

د دغه کار ترسره کول په کار دي، ځکه له دې وروسته کیدای شي چې د یوه فعال، موثر او مسوول فرهنګي سیاست د لرلو پر لور نږدې کیدای شوو.

دا مطالعه، څېړنه او سیاست جوړونه ښکاره ده چې د دولت او په مشخص ډول د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولیت دی.

دا وزارت لکه څنګه چې امنیتي سکتور د امنیتي، بهرنیو چارو وزارت د بهرني او مالیې وزارت د اقتصادي سیاست په جوړولو او تطبیق موظف دی، د فرهنګي سیاست د جوړولو او د تطبیق لپاره یې د حکومتي او ولسي ملاتړ او همغږۍ د برابرولو لپاره خپل مسوولیت درک او د فرهنګ د ټولو اساسي برخو د مسلکي او متخصصو کدرونو په مرسته یې ترسره کړي.

پزواک

Leave A Reply

Your email address will not be published.