داکتر عبيدالله برهاني/د ارواښاد پير صیب مرحوم سره زما خوږې خاطرې

0 1,467

د ارواښاد فضيلت ماب پير صیب مرحوم سره زما خوږې خاطرې

د ارواښاد پير سید احمد ګیلاني سره ما د لومړي ځل لپاره په کال۱۹۸۴ ميلادي کي وپيژندل، دغه وخت زه محصل وم ،  فضيلت مآب پير صیب د علم عرفان او تحصيل سره بي کچه مینه درلوده ، نو د محصلینو تشویق او هڅونه به يي هميشه  کوله ، زه به وخت ناوخت ليدني کتني ته ورتللم، ان چي زه د لوړو زده کړو لپاره بهر ته لاړم هم زمونږ تماس سره قطعه نشو، چي کله به هم کور ته په  روخصتۍ راغلم د پير صیب حضور ته به ورتللم، او په ولسي او نورو غونډوکي به مي ورسره برخه اخيستله ،  د پير صیب سره زما سياسي ، علمي ،فرهنګي همکاري په رسمي بڼه په ۱۹۹۴ميلادي  کال پیل شوه، دغه وخت زه د خارج نه  ددکتوراه د شهتادنامي   سره راستون شوای وم ، دپير صیب محترم سره د عربی نړې او اسلامي هیوادونو د چارو ځانګړی سلاکار ، او د ملي اسلامي محاذ ګوند د اجرایه شورا غړی شوم، او په ډیرو سیمیزو او نړیوالو کانفرانسونو کي مي د پیر صیب خاص استازی دنده ترسره کړي، له دي سره سره چی جناب پير صیب د شریعاتو د پوهنځي نه فارغ وو،او په شرعي علومو مسیطر وو، مګر د تقوي او تدقيق لپاره به يي بیا هم له ما او نورو ډيرو علماو سره  په ډيرو مواردو کي سلا کوله، د پير صیب شخصیت ډیر لوړ وو، که یی پر شخصیت رڼا اچول وغواړو نو یوه لیکنه ان یو کتاب ورته کافي نه دی، بلکې د ارواښاد د ژوند په هر اړخ که سياسي دی او که روحاني او که ټولنیز او سوليز، او که رهبري او نور، نو ورباندي پوره کتابونه ليکل کیدلی شي، دا ناشونې ده چي په یوه لیکنه کی د دغه هستۍ بشپړ انځور وړاندې کړل شې، خو په لنډو کي به یی پر شخصیت  يو څه رڼا واچوم او بیا به خپلي یو څو خوږي خاطرې ولیکم ؛ پير صیب د ډیرو لوړو اخلاقي  معيارونو انسان وو، ډیر سپيخلی  زړه سوانده مسلمان وو، د لوي زغم  او صبر خاوند زعيم وو، چاته يي غوسه نه کوله غيبت يي نه خوښيده که له چا به خوابدی وو، په خوله يي څه نه ويل د مخ د ملامحو په اظهار به يي مخاطب پوهاوه چي دا بحث به پريږدو، او که به يي کله ‌څه وويل نو دا به  یی ويل چي انسانان  د خطا او غلطۍ سره مخه لري خدای تعالی دې مونږ ټولو ته هدايت وکړي، په ملګرتيا او ملګرپالنه کي  د وفا نمونه وو، په هيڅ قيمت يي خپل ملګري نه پريښودل، ولو که له ملګري نه به کومه غلطي  جفا څرګنده شوي  هم وه، پیر صیب به بیا هم د هغه سره ښه چلند کاوه، ډیر لوړ  په هيواد مين افغان وو، او ډیر لوړ لارښود وو،  د پراخ نظره فکر، سياسي ژور بصيرت، او د روحاني تربييه  مرشد د ډيرو خلکو په روزنه کي ته یی پوره پراخه ونډه اواغيز درلود،  ډير ځل به مخالفين  هم ورسره  په لږه  ناسته او لیدنه کتنه کي له ده نه ډير زيات مثبت

متاثر شو او بيا به يي خواږه ملګري شول.

اروښاد پيرصيب په افغانستان کي د منځلاري  فکرد مکتب او تګلارې ځلانده ستوری او بنسټپال وو، چي   د ګوند (ملي اسلامي محاذ)  فسلسفه  او د ده د ژوندون  هر اړخيزه تعاملات او کړنې ټولې پرې را څرخيدې، او د دې لارې د تعقیب لپاره یی خپل ډير مينوال او ډير ملګري او د هيواد بچيان روزلې.

د لوړ انساني شخصیب نښې یی دا هم وې چي هیڅ شخصي دوښمن یا مخالف یی نه درلود، ویل به یی زه چاسره د خپل ذات لپاره دوښمني، مخالفت ، کرکه نه کوم،  هر چاسره یی ښې اړیکې لرلې، هرچا ته یی د رورولۍ لاس ورکاوه، او هر چاته یی هر وخت د کور دروازې پرانستې او د مرستې او همکارۍ ځولۍ غوړولې وه، ان په دغو لوړو انساني اخلاقو یی هغه مخالفین چي ده سره یی اختلاف کاوه را مات کړل او په دې یی مجبور کړل چي د ده درناوي ته غاړه کیږدي. ارواښاد د سولي او يووالي بيلګه وه کومه وظيفه چي دوي ته په دا روستېو کي د سولې د تامين په اړه سپارل شوي وه، دې فقط  یوه رسمي بڼه لرله ځکه سوله  او سوليز ژوند د دوي فطرت  وو، او د پلار نيکه او د دوي د سپيڅلي جد د بشريت د ستر لارښود حضرت محمد صلي الله عليه وسلم  اساسي تګ لاره وه، چي دوي به ويل زه يي تعقيب کوم ، تاريخ شاهد دی او ټول ملت شاهد دی چي له همدي امله يي په  افعانستان  کي د کورنيو جګړو  په مهال ځان او ګوند له جګړو څخه لري وساته او د ټولو اړخونو سره  یی تماسونه نيول او وخت  په وخت به يي خپل استازي ورليږل  او ټولو اړخونوته  که افغانان وو، او که سیميز او که نړيوال د اعتبار او اعتماد وړ وو ، چي په دي لاره کي دوي د حده زيات بي دريغه هلي ځلي کړې دې   او دا يي هيله او ارمان او بنسټيز هوډ وو ، چي په هيواد کي  سرتاسري سوله تآمين شي ، او يو داسي ولسواک رژيم رامنڅه ته شي چي داسلامي او ملي ارزښتونوسره سم د خلکو د ارادې ممثل وې، نو د سولې د رسمې دندي نه مخکي هم دوي دا دنده پر غاړه لرله،  او خوشبختانه زه هم ددوي دسولې د هلوځلو د کاروان  ملګری وم  او پوره ونډه مي لورده .

پیر صیب پاک زړی او معتدله مسلمان وو، په فرقو، مذهبي تعصباتو یی باور نه درلود، د مذهبي همغږۍ غوښتونکی وو،او تفرقي او ډلي یی اسلام ته ستر زیان باله، د وحدت، او یوالې غږ به یی پر ټولو مذهبي ډلو کاوه،د پير صیب شعار وو چي اسلام د وحدت دین دی، ( وعتصموا بحبل لله جمیعا ولا تفرقوا…)

 پير صیب ډیر لوړ افغان وو او په افغانستان کي  د ټولو ورونو اقوامو ته په درنه کتل، چري هم پیر صیب افغان ملت په قومونو نه ویشه،نه یی اقلیت او اکثریت باندي باور درلود، ویل به یی افغان ملت یو قوم یو ملت دی، ټول برابر حقوق او برابر واجبات لري، پیر صیب به ویل چی مسلمان څنګه قومي تعصباتو ته لمن وهلی شي، چي د قران کریم نه خبر وي احادیثو نه خبر وي، الله تعالی فرمایی( (یاایهاالناس انا خلقناكم من ذکر و انثی و جعلناكم شعوبا و قبائل لتعارفوا ان اکرمکم عند الله اتقاکم ان الله علیم خبیر) همداسي رسول الله صلي الله عَليه وسلم فرمایی: ليس منا مِن دَعا الي عصبية وليس منا مِن قاتل علي عصبية وليس منا مِن مات علي عصبية) پير صیب په دي باور وو،چي مسلمان او متعصب یو د بل ضد دي…

ډیر  لوړ دروند سنګين  لارښود وو،  د ټول ملت لارښود  او ټولو ته خیرخوا ، پير صیب په افغان ملت کي خپل پردی نه دی لټولی، بلکي ټولو ته یی خیر رسولی،پير صیب بشپړ رهبر وو، د ژوند ټولې چارې یی رهبرې کولې، د جهاد په تودو سنګرونو هم ولاړ وو، رهبري کول یی او ترڅنګ یی علمي قلمي فرهنګي مبارزه هم رهبري کاوه، فکري رغونه د ځوانانو سالمه روزنه يي اساسي دنده بلله  نو همدا وه چي پیر صیب لسګونه تعلیمي او روزنیز مراكز جوړ کړي وو، او تر څنګه یی د لوړاستعداد افغانانو ته په بهر کي د زده کړو فرصتونه پیدا کول او د اسلامي هیوادونو  نه یی تعلیمی بورسونه ورته غوښتل ، سلګونه محصلین یی په دی لړ کي ګڼو ملکونو ته د درس لپاره ولیږل… همداسي پير صیب هغه افغان عسکري ، سیاسي ، فرهنګي، فکري کوادر هم ساتل چي دولت سره یی دندي پریښودلې او را مهاجر به شو، د پیر صیب کور هغو ته امان ورکاوه، په بشپړه معنی پیر صیب یو رهبر وو، د ژوند ټولې چارې یی رهبري کولي… پیر صیب ډیر نرم مخلص مینه ناک او سولیز رهبر وو، په کورنیو جګړو کي یی هیڅ لاس نه درلود بلکي د جوړ جاړي او روغي جوړي لپاره یی د هرچا دروازه ټکوله، جرګي مرکي غونډې یی برابرولي،تل یی هڅه کوله چي سوله امن سوکالي په هیواد کي راشي، تر اخیره یی همدا ارمان وو، کله هم د یوې ډلې ضد د بلې سره په ائتلاف کي نشو، کله یی هم د واک او چوکۍ لپاره چاسره ترخه خبره ونه کړه، لکه چي ما وړاندي هم ویلې د پیر صیب شخصیب ډیر لوړ وو، په یوه لیکنه او کتاب کي رانغاړل اسانه نه ده، مونږ یواځي په لنډو کي یو څه یادکړل… اصل کي لیکنه د خاطراتو په هکله ده، دا یو تمهید مو د پیر صیب په درناوي کي وړاندي کړ، خاطرې هم ډیري دي خو دا یو څو یی یادوم کوم چي دده دشخصيت ځرګندويه دي

 زما خوږي خاطرې: د پير صیب سره هره شیبه ناسته یو خوږه اونه هیردونکې، زړه راښکونکې خاطره وه، مګر یو څو یی ماته حوصله بخښونکې او لارښونکې وې،

لومړۍ  خاطره: په ۱۹۹۴ کال چي ما دكتوراه واخیستله اوله خارجه راستون شوم، نو لاهم د  هجرت  په کورکي وو، هیواد کي کورنۍ جکړې په زور کي وي، په علمي کدرونو مایوسې خوره وه، د بي امیدۍ فضا وه، پخوا په هيود کي دستور و  چي چا به دكتورا واخیستله، نود وخت افغان  ټولواک به خاصه میلمستیا ورته وکړه، او بیا به یی په لوړ دولتي منصب وګوماره، زه هم خوشبخته وم، جناب پير صیب ځانګړې میلمستیا راته وکړه، زه یی د ګوند مشرانو ، علمي فرهنګي او سياسي کدرونو و سره معرفی کړم، او په سیاسي فرهنګي ټیم کي یی وګومارلم، د یو مشفق رهبر معنوي پلار مشر مینه یی راکړه،  لکه څنګه چی هیواد کی کورنۍ جګړې وي، جناب پير صیب د ښکیلو غاړو ترمنځ د روغې جوړې بي دريغه هڅې کولی، غونډې، جرګې یی جوړولې خوشبختانه په دغه نیک کار کي ما هم د جناب پیر صیب سره همکاري درلوده ،

دوهمه خاطره: په افغانستان کي دود شوې ده، چي د لوړ پوړو چارواکو د موټرو ښیښې تورې وې، یوه ورځ کابل کي د پير صیب سره موټر کي یوځای ناست وم، د موټر ښیښې سپينې وې، ما پير صیب ته وویل چي په دا ګواښنه فضاء کي په کابل کي داسی ګرځیدل یو ستر ګواښ دی، که دا ښېښې تورې شي ښه به وی، پير صیب مسکا وکړه او وی ویل: ډاکټره…زه سپين سړی یم، نه مي څوګ وژلي ، نه  مي زورولي، نه مي رټلي، نو ما به څوګ ولي وژني، او که  دموټر ښيښي تورې کړو داسي نه چي د بل چا په  ټس  کي بي ځايه  ولاړ شم ، خو که  بیا هم ما څوګ وژني نو د شهادت نه لوړ مقام به څه وی،

دریمه خاطره: پير صیب هم ماته د مشفق والد حیثیت درلود، او هغه به د علما وو او روحانينو ډير درناوی کاوه، زما والد  مرحوم مولوی صیب سیدانشاه اسلام اباد ته راغلی وو، پیر صیب خبر شو، ماته یی وويل غواړم مولوی صیب سره وینم، ما ورته وويل سمه ده ،وخت مو وټاکه  په سهار یی راته تلفون وکړ، چي  زه موټر د مولوي صيب لپاره  دلیږم، ما ورته وويل جناب پير صيب ماسره خو موټر شته ؟   په خاندانه لهجه یی راته وويل ما مولوی صیب  غوښتی  تاسو نه ؟ که ته خپل موټر کي راځي نو راځه ، د پير صیب لیدو ته ورغلو، پیر صیب د علماو سره ناسته عادت وه، او ډیر خوښیده چي د علماو سره مجلس وکړي، مولوی صیب سره یی اوږد مجلس وکړ، په اخر کي پير صیب د مولوی صیب نه وغوښتل چي یوه عامه دوعا وکړی، مولوي صیب پير صیب ته ویل تاسي پيرصیب یاست دعا تاسي وکړئ، پیر صیب وویل تاسي عالم یاست،  زه د يو يعمبر لمسی يم او تاسو دټولو پیغمبرانو وارثين ياست ، مولوي صیب دعا  وکړه ، مګرټوله د اخرت په هکله وه، پيرصیب ورته کړل مولوي صیب، یوه بله دعا هم باید اوس وکړو، تاسي خو ټوله د اخرت لپاره وکړه، د د نيا  اوهیواد اوملت او امت لپاره هم دعا پکار ده، بیا مولوي صیب د هیواد او ملت لپاره د سولي سوکالۍ اوږده دعا وکړه.

 څلورمه خاطره: یوه ورځ يي اروښاد پيرصيب د ځانګري کار لپاره د پيښور نه اسلام باد ته ور وغوښتلم، کله چي اسلام اباد ته ورسيدم ډيرزيات بارن اوريده، په چټکتيا د تم ځاي نه د دوکانونو برنډي ته لاړم  او جناب پير صيب ته مي  د عامه تلیفون ځاي نه  زنګ وواهه چي زه راغلم  خوشاله شو، وی ويل کور مو ودان او دا یی هم وويل سبا سبانهاري به ماسره وګړی بيا به خبري وکړو، ما وويل سمه ده ، د برنډې نه مي د دوي خاص موټروان د سترګو شو، جناب پير صيب د څه کار لپاره ليږلي وو، ورته مي وويل چي له هر څه نه وړاندې، ما يو ځاي ته ورسوه، د هغه دي کور اباد  وي، زه  يي ورسولم اوسبا چي کله پيرصيب سره مخ شوم ما غوښتل چي پرونۍ کيسه ورته وکړم ، مګر جناب پير صیب رانه مخکي شو او راته  يی وويل پرون دي په تلیفون کي راسره خبرې وکړي په زړه کي مي وو چي درته وويم سخت باران دي چيرته يي چي موټر دروليږم  خو متاسفانه  ستاسو تلیفون قطعه شو او بيرته هغه دکان ته زنګ هم نه وهل کيده …. ما ورته وخندل ما غوښتل چي همدا کيسه درته وکړم  پير صيب (که ولي نه ياست نو رشتيا چي خالي هم نه ياست ..) ستاسو په زړه  چي وو، هغسي وشو په مسکا شو وويل استغفرالله  څومره ښه نيک تصادف وو.

سوله  یی ارزو وه  سوله یی شعار وو، سوله یی  د ژوند هدف وه، سوله یی ارمان وو، د ملت محبوب لارښود ددي فاني  نړۍ نه سترګی پټی کړې او ټولو نړیوالو ته  یی وښودله ، چی په رښتیا دسولې سمبول وو، چی دمړینې کاروان ټول مراسم یی په اوسني بدو امنیتی حالاتو او وضعیت کی په سوله او پوره ‌‌‌‌‌‌ډآ‌‌‌‌‌‌ډ سره تر سره شول هیچا هیڅ تشویش نه درلود ، په مړینه یی هم د سولي پیغام ټول ملت او نړۍ ته ورساوه.

په اخر کي وايم حق لياره ټول ورتلونکي يو خداي دي ورته د جنت الفردوس اعلي مراتب په نصيب کړي.

پوهندوي ډاکتر؛عبيدالله برهاني

له کالفيورنيا څخه

Leave A Reply

Your email address will not be published.