په تصوف کې د جــلال او جمال  رڼا / ګل رحمن رحماني

0 903

     جلال او جمال د الله تعالی دوه صفتونه دي، چې جلال د لویوالی، پرتم او عظمت په معنی دی، له قهر اوغضب سره اړیکه لري، خو هغه څه چې له همدې صفت سره ښکلا، مهرباني او لطف یو ځای کوي جمال ورته ویل کېږي، چې له جميل يعني ښکلي څخه اخيستل شوې کلمه ده.

    د الله تعالی د جمال صفت په اړه باید دومره ووایو چې دا کلمه په عربي فرهنګونو کې د جلال په نامه راغلې چې رېښه يې جل ده ، خو له جلال او جلاله سره مشتق ده  چې د لويوالي، جلیل اوعظیم مانا ورکوي.

    په اصطلاح کې د الله  تعالی هغه صفت دی چې د هغه له قهر او غضب سره تړاو لري. په دې حساب جلال یوازې په الله تعالی پورې اختصاص لري او د غیر په اړه نه کارېږي.

جَمال د ج توري په زورسره د ښه صورت لرونکي او نېک سیرته په مانا راغلې دى، دا کلمه هم په لغت کې د حسن او خوبۍ په مانا هم کارول شوې. په صوفیه اصطلاح کې، جلال د معشوق د استغنا په اظهار پیلیږي.

 دعاشق له عشقه او هغه د عاشق د غرور او وجود د فنا دلیل دی او د هغه د بې کسۍ اظهار او د معشوق د بقا ظهور دی داسې چې عاشق ته په یقین څرګنده شي، چې دی خپله د بحث محور دی.

   جمال بيا په صوفیه اصطلاح کې هغه غیبي الهام دی چې د سالک په زړه ننوځي اوهمدارنګه د عاشق د عشق له طلب نه د معشوق د کمال اظهار دی. حقیقی جمال، د خدای ازلی صفت دی، چې په علمي مشاهده کې یې په خپل ذات کې ولید، وروسته یې اراده وکړه چې خپل جمال په عیني مشاهده د خپل صنع په توګه وکاروي، نو نړۍ یې پیدا کړه، تر څو په عیانه توګه ددې نړۍ د حقیقي جمال هنداره شي.

    طبعيي خبره ده چې سالک صوفي په خپل مسلک کې دغه دواړه صفتونه تر بر هر چا ښه پیژني، خدای ج فرمایي: كُلُّ مَنْ عَلَيْهَا فَانٍ وَيَبْقَى وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ . الرحمن ۲۶ –  ۲۷

  ژباړه: هرڅه چې پر ځمکه دي، پناه کیدونکي دي ، یوازې الله د عظمت او اکرام خاوند دی او پاتي کیږي .

په بل آیت کې : تَبَارَكَ اسْمُ رَبِّكَ ذِي الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ  . الرحمن ۷۸

  ژباړه : ستا د پروردګار نوم با برکته دی ، چې لوړوالی لري او انعام ورکوونکی دی .

  پرته له شکه چې سالک د سلوک په حال کې د واحد خدای د سپیڅلي جمال کتننه کوي او هغه ګوري، کله چې خدای ج د خپل جلال د صفت ځلا د سالک بنده په زړه کې واچوي، نو د هغه په زړه وېره، رعب او دهشت خوریږي او که الله ج د خپل جمال صفت د هغه په زړه ولوروي، نو له خوشحالۍ او محبت څخه یې زړه ډکیږي.

 په همدې لحاظ ويلى شوى، چې جلال د رعب، عظمت او لويۍ صفت او جمال بيا دښکلا، محبت او له خوږلته ډک ښايست صفت دى.

  نو سالک د جلال ذات په تجلی کې فنا کېږي او د مال په تجلی کې ژوندی پاتې کېږي، دغه فنا او حیات دده معنوي ښکارندويي کوي، چې په مادي مقیاسونو نشې اندازه کېدای او داسې دوه حاله دي، چې پرته له هغه چا څخه چې همدا حالونه یې احساس کړي وي ، بل څوک نه پرې پوهیږي .

   له پورتنیو خبرو څخه ښکاري، چې د جلال کشف سالک د محو او غیبت خوا ته بیایي. شیخ محی الدین عربي ویلي وو:((کله چې عارفین بالله ته د خدای ج د جلال کشف ظاهر شو، نو فنا او غایب کیږي ، خو کله که محبینو ته د خالق تعالی د جمال صفت ظاهر شي، خوښ او ښادمن شي.))، وروسته ورپسې لیکي:« نوهغه څوک چې غایب شي، د خپل محبوب د مینې تږی وي او هغه څوک چې خوښ او خوشال شي، نو د محبوب بنده او د هغه د مینې سرګردان وي .

    بل ځای وایي:((جلال د الله جبروت او کبریایي صفت دی، یعنی د هغه ستروالی ښکاره کوي، خو جمال ددغه لوی ذات د لطف او رحمت صفت دی.))

 د تصوف په ګڼو کتابونو کې راغلي دي ، چې جلال د قهر صفت دی او هغه د الهی عظمت او کبریا او د لویوالې مجد او ستاینه ده، چې هر جمال یو جلال هم لري، دا ځکه چې دهغه د ښکاره کېدو، شدت جلال بلل کیږي، نو له همدې امله ویل کیږي چې هر جمال لره جلال او هر جلال لره جمال شته .

خو د مطلق جلال او د مطلق جمال صفت خاص او خاص الله لره دی. دا ځکه چې جلال د الله یو له صفاتو او نومونو څخه دی او د الله خاص اسماء په بل هېڅ شي نه شو اېښودلای اوخاص د هغه لوی ‌ذات لپاره دي، چې په دې کې یو هم د جلال او جمال نومونه دي، د معجم مصطلحات الصوفيه په نوم د تصوف کتاب په يوه برخه کې په دې اړه راغلي دي:

جلال په دوو معنى ګانو راځي: يو هغه جمال چې ټول خلک يې پیژني، لکه د پوست نازکوالى او ځلا او د مخ ښایست، دوهم یې حقیقي جمال دی ، چې هغه د الله ازلي صفت دی .

د تصوف او عرفان څېړونکي هم په دې اړه ګڼ نظرونه لري. جرجاني وایي: جمال د هغو صفاتو له جملې څخه دی، چې رضا اولطف پورې اړه لري.کاشاني بیا وایي: جمال د خدای د لطف او رحمت اوصاف دي.ابن دباغ وایي: جمال مطلق دی او مقید او د هغې په هکله خبرې ډیري دي، چې زمونږ بحث پورې اړه نه لري .

  وروسته له دې د معجم مصطلحات صوفیه لیکوال وایي: د کامل انسان په وړاندې په عام ډول د خدای جمال علیا صفتونه او اسماء الحسنی دي، خو په خاص ډول یې د رحمت علم، علم او لطف صفتونه د منعم ، جود، رازقیت، خلاقیت او نفع صفتونه دي، چې دا ټول د جمال صفتونه دي .

 له دې وروسته ګډ صفتونه دي، چې یو اړخ یې د جمال او بل یې د جلال دي، لکه د(رب) نوم. دغه نوم د ایجادولو او روزلو په اعتبار جمال، خو د ربوبیت او قدرت په اعتبار جلال دی .

    همدارنګه شیخ محی الدین عربي د هیبت او انس په هکله ویلي و، چې دا د سالک لپاره د جمال او جلال له صفاتو څخه دوه حاله دي. هیبت په زړه کې د جلال له مشاهدې څخه را پیدا کیږي او ځینې وخت هم د هغه جمال په لیدو را پیدا کیږي ، چې له جلال څخه پیدا شوي دي ، خو انس د خدای ج د جمال په لیدو پیدا کیږي .

     د شیخ محمد پارسا ـ ۸۲۲هــ – ۷۴۹ ـ د قدسیه کتاب کې د جمال او جلال موضوع چې دغه کتاب د شیخ بهاءالدین نقشبند خبرې د نښلونې په توګه ځان سره لري او شیخ بهاوالدین نقشبند د نقشبندیه طریقې بنسټ ایښودونکی راغلی دی.

 له دې امله چې سالک د جمال او جلال په صفتونو مهذب او منور کیږي، نو په رښتیا سره چې د هغه جلال جمال او جمال یې جلال دی. د خوف د خورېدو پر مهال رجاء ته پنا وروړي او د هغه رجاء د غلبې پر مهال خوف ته راګرځي . کله که د جلال صفت ظاهر وي، نو کېدای شي د جمال صفت ته پاملرنه وکړي .

  شیخ نقشبند ویلي وو: څیړونکې وایي سالک ته په کار ده چې د جلال او جمال صفتونو د روزنې د لوست له اخیستو مخکې باید د ذاتي محبت حقیقت رسیدلی وي او حقیقت ته د رسیدو موخه داده چې هغه ته ټول متقابله صفتونه له اوچتو تر رضا او نافع ټول توحید شوی وي، یعنې دغه ذاتي مبحث هغه په ټولو شیانو چې ده ته رسیږي، پرته ددې له توپیر څخه چې هغه زیان دی که ګټه، خوښ وګرځوي او به همدې مقام رباني کیږي .

 په قدسي حدیث کې راغلي دي:(( کن ربانیا، تقل لشئ کن فیکون.))نو که چیرې انسان له حیواني صفتونو خلاص شي او په الهي صفتونو وپسولل شي، هر هغه څه چې وغواړي الله ج هغه ور رسوي. خو مهمه خبره داده ، چې کله که سالک دغه مقام ته رسیږي، پرته د الله له رضا پرته د الله له عبادت څخه نور د هیڅ شي اراده نه کوي او ددوی په زړونو کې بل شي ته ځای نه وي ، لکه شیخ نقشبندیه په یوه بیت کې چې ژباړه یې داده :

 د الله اولیاوو د هغه د رب له خوا داسې ځواک ورکړل شوی دی، چې له لیندۍ څخه الوتی غشي بیرته لیندۍ ته را ګرځوي .

  شیخ نقشبند د القدسیه په کتاب کې د ولایت د موضوع په هکله لیکلي دي: کامل واصلین دوه ډوله دي: لومړی هغه چې جلال ته نږدې شوی او د جلال د صفت ځلا څخه برخمن شي، کمال ته رسیدلي، نو ځکه جمع بحر کې ډوب او د فنا په بیابان ورګډ شوي دي، دوی په خپل حالت کې بوخت دي، د ننورو په روزنه نه دي مکلف، دوی په حیرت تللي او څوک چې په حیرت تللی وي، نو خپل نفس ته یې پام نه وي او نه یې نورو ته څه بام وي، نو هغه ته دا ممکنه نه وي چې پرته د نورو له مرستې څه کار وکړي ، دوی د دعوت او تبلیغ په کار کې چې د انبیاوو کار دی محروم پاتي شوي دي .

  دويمه ډله هغه خلک دي چې که دوی خپل زړونه بایلي، نو هغه د دوی زړونه د اذلي جمال په قدرت چې د دوی د فنا له بیابان څخه ژغوري او خلکو کې په حکم کولو سره دوی ته قوت ورکوي، بیرته ورکول کیږي او دغه د توحید او د ازلي فضل او عنایت په سمندر کې ډوب خلک د بقا ډګر ته راګرځي او د ارشاد او روزني دنده پر مخ بیایي او خلک د نجات او معنوي نصرت خواته رابولي.

 دوی ته « کاملون مکملون » ویل کیږيچې په رښتیا سره یې د نبی کریم د پیروۍ په فضل او برکت دغه عالي مرتبه تر لاسه کړې او د حضرت خاتم الانبیاء په تبلیغ ، دعوت او رسالت ماذون او مامور دي.

  هغه میړني خلک چې د جمال رڼا ورته ښکاره شي، هغوی نېکمرغه د پراخ سینې لرونکي دي، چې که څوک هغوی آزار او اذیت کړي، دوی ورته هېڅ هم نه وایي .

 دوی په خپله نیکمرغۍ کې ډوب وي او بس. خو هغه ډله چې د جمال رڼا یې شاوخوا احاطه کړي وي، که چېرې کوم الوتونکی پرته د هغوی له خوښې والوزي ، نو وزرونه به یې پرې شي او څوک چې وپوهیږي  چې نوموړی د جلال په رڼایي کې دی نو ځان به ورڅخه ساتي، خو هغوی به څرنګه وپیژنو؟ ډېر نېکمرغه هغه دي چې الله ورته دغه ډېر لوړ وهبت ور په برخه کړی وي .

 سرچينې:

١- قرانکريم او لاندې مقالې…

٢- معجم مصطلحات صوفیه

٣-اصطلاحات تصوفي

٤-روښانيان او پښتو ادب

٥- د تصوف حقيقت

٦-تصوف و طريقۀ نقشبندينه

 

 

Leave A Reply

Your email address will not be published.