هیرشوی کسب ګر- نوستالژی/ عبدالرووف لیوال

0 857

موږ په پښتنی سیموکې به چې یو څوک ، یو ځای ته ډیر تګ او راتګ وکړ، نوخلکوبه ورته ویل چې (څه کڼی دې جال کړی؟ ) د کڼی جال کول دهغووړینو تارونوسمول اوسپخول ووچې (دوړ) ماما به ټغریا ګیلم ترې اوبده – دوړ ماما مې ځکه وویل چې دوړان به زموږسیمو ته په پسرلی کې له وردګو راتلل .

نور کسبګرچې زموږدکلیو اوبانډواړین کارونه به يې مخ ته بیول اودژوند څرخ پرته له هغو نه څرخیده داسې به ورته نغوته وکړو :

  نایی (ډم )  : د سرویښتان ، ږیره خریل ، د تخرګونو سنت خریل ، د خیرات او واده پخلی، په ودونو او حشر کې د کټه ډول غږول ، د خیرات او ودنو د بلنلیکونو ویش ، له ولس نه د ټغرونو ، لیمڅیو راټولول ترڅو رابلل شوی پرې کینې ، د ماشوم سنتول ، دغاښ ویستل ، د نکریځو په شپه دزوم لاس په نکریځو سره کول د نایی دندې وې .

روایت داسې دی چې زموږ دهیواد په جنوبی اوختیځو سیمو کې به چې نایی موړ (مالدار) شو نو ولس به راولاړ سو اودهغه کور به یې چور اوتالان کړ – اولامل یې هم دا ګڼل کیده چې نایی کله موړ شی نو بیا دولس خدمت نه کوی .

سوداګر (بنجاره ) : دنداسه ، بنګړی ، رانجه ، کجل ،کروشنیل ، انګشتانه ،تار اوستنې ، رختونه ( سان – تافته ، چیټ ، الوان ، صندوف ،قناویز، بخمل (، نکریځی ،سرخی ، رجلومې ، چورمه ، سنډ اونور توکی به دده په خورجین کې موجود اودی دکلی محرم سړی وو ځکه ټولې زنانه به ترې راچاپیره وې .

کلال : چې اکثره داستالف له سیمې اویا دچار آسیاب دخیر آباد نه راته خاورین لوښې لکه کټو ، واړه او غټ منګیان ، کوزه ړیانې ، سرایی ، کورت مال ، خمیردان ،استالیفی خټینې کاسې ،خاورین غړک به یې په آسونو بارراوړل .

 پتره ګر : په پخوا زمانو کې شیشه ی لوښی دومره نه و د(جانان )غوری ، (ګردینر) چینی چاینکی او (بلغمی) چینی پیالو ډیر ارزښت درلود َ سره له دې چې   په کابل کې دشاکر دچيني جوړولو فابریکه په کار ولویده َ خو په خواشیني سره زموږ فیشنی خلکو دخپل وطن محصول اخیستلو فرهنګ نه درلود نو کله به چې هغه قیمتی چینی لوښی مات شول نو بیابه یې ټوټې ساتلی ، کله به چې بتره ګر کلی ته راغی بیابه دچینی لوښوکتار دجومات په سوپه دپتره ګر مخې ته جوړ وو(چینی مات شوی لوښی به یې پتره کول ) ، پترګر سرنده غوندې یو تارینه آله چې دنداف ډانډس ته ورته وه دهغې په څرخیدو به یې دچینی ټوټه سورۍ اوبیا دهګې ژیړاو چونه به یې سره ګد او دیوې کوچنۍ ټوټې حلبی په واسط به يې چینی سره کوشیر کړ.

نداف یا مالوچ ټکونکی : نداف دلوی تنبور یا دمبورې غوندې ماشین درلود چې ډانډس یې باله اویووزمین بوتل غوندې (بلا غونډ ) یې هم لاره چې په هغه به یې دډانډس په څرمنیز تارکې بند شوی مالوچ ټکول دانداف کوم وخت هزاره جات ته تلی وو کله چې قضای حاجت سره مخامخ شوی نو خپل ډانډس یې کوم دیوال ته تکیه کړی درولی او خپله رفع حاجت پسې تلی وو دو هزاره ګان چې هیڅ وخت یې ډانډس نه ولیدلی راپیښ شول حیرا ن پاتی  ول چې دا څه بلا ده ؟یو بل نه یې وپوښتل چې ( این چزغ بلایه ؟ ) هغه بل ځواب ورکړ ( نه انسه نه جنسه + دمبوره ، دمبورې خرسه ).

 مسګر ( مسین لوښی چې به زنګ وهلی وو ، هغه به یې سپینول ) پخوا وختونو کې دکور اړین لوښې مسین وو لکه چلمچی ، کوزه ، پتنوس ، غوری ، مجمې ، داوبو څښلو جام ، چلم ، اونور په کال کې به دوه ځلې مسګر سیمې ته راپیښ شو اوبیا به دلوی جومات دسوپې پر سر د مسګر مخې ته د مسی لوښو کتار جوړ سو – مسګر ته به کلیوالو په نوبت سره ښه ډوډۍ راوړه  اوشپه به یې هم په لوی جومات کې وه .

خادم :(هغه هزارګی چې دژمی له خوابه یې جومات توداوه )

کلونه ، کلونه پخوا زموږ هیواد کې ملی یووالی او دقومونو ترمینځ مینه دومره حد پورې وه که چیرې یو هزاره ورور به پکتیا ته ولاړ نو هغه میلمه وو او هیچا ورسره کار نه درلود ، داسې نقل کا چې  : دو هزارګانو د سوداګرۍ په خاطر پښتني سیموته سفر درلود ،دوی باندې شپه راغله ، نږدې دپښتنویو کلی ته ورتاوشول ، خلکو د ویالې برغاړه اودس نیاوه او پرجومات ورننوتل ، هزاره ګانو یو بل سره مشوره وکړه ، (اودس به وکړو وروسته له مانځه به شپه همدې جومات کې تیره اوبیا به سبا دخیره سره ځو ) دواړو اودسونه وکړل اوجومات ته ورغلل – هغه یوهزاره چې لږ سپین ږیری وو دملا صاحب تر شا په صف کې ودرید – خولکه څنګه چې دی شیعه وو نو لاسونه یې زوړند لمونځ یې کاوه ، یو شوخ ځوان چې دده شاته په کتار کې ولاړ وو د هزارګی دا رقم لمونځ یې خوښ نه شو کله چې  هزارګی سجدې ته ولاړ  نوځوان لاس وراوږد کړ اود هزارګی ډګه یې ونیوله ـ هزارګی خوار فکر وکړ چې ګواکې سنیان په لمانځه کې همدادود لری ، هغه هم لاس اوږد کړ اوملا صاحب یې له ډګوراو نیاو- ملا په سجده کې وارخطا شو او غږ یې کړ چې ( خوسې که ! ) هزاره ګی وویل (خوسکه ، موسکه ره نه موفموم ، اګه یله موته ، مم ایله مونوم ،ورنه ایله نه موتوم ) نوربیا .

عبدالرووف لیوال .

یادونه ! که مې بې ادبی کړی وی ما وبخښی ، ځکه نور د جګړو خبرونو او سیاسی لیکنو ستړی کړم او کوم ځای یې هم ونه نیاو.  خدای او خندا مومل

 

Leave A Reply

Your email address will not be published.