مطبوعات او فکري سلامتيا/عاشق الله اخلاص يار

0 700

کله چې په فکري سلامتيا کې د مطبوعاتو پر رول خبرې کوو، لومړی بايد د مطبوعاتو څخه يو انځور ولرو.

د مطبوعاتو کلېمه په خپل پراخ مفهوم کې د ټولنيزو رسنيو ټولو فعاليتونو ته اطلاق کيږي.

په دې معنا چې ټولنيزې رسنۍ د خلکو ترمنځ د ويلو او اورېدلو وسيله ده، ويل او اورېدل دي چې د نظرياتو نږدېوالی رامينځته کوي اود نظرياتو نږدېوالی د ګډ ټولنيز حرکت سبب ګرځي.

له دغه ځايه ده چې ويلی شو ټولنې ته ځواک ورکول، هغه ته فکري سلامتيا ورکول او ټولنه جوړونه پرته د ټولنيزو اطلاعاتو وسايلو له ښهفعاليت څخه امکان نه لري.

چېرته چې سالم مطبوعات او رسنۍ وجود ونه لري، کولی شو ووايو چې هلته فکري سلامتيا هم وجود نه لري، ځکه هلته انسانان له ازادفکر او اندېشې څخه هم برخمن نه دي، ځکه د ازاد فکر درلودل يو فطري امر دی خو د ښودنې ضمانت يې د بيان ازادي کوي او د بياند ازادۍ ضامن همدغه د ټولنيزو اطلاعاتو ازاد وسايل کوي ، که د هغو ټولنو په لور نظر واچوو چې خلک يې د فکري سلامتيا څخهبرخمن دي نو پيدا به کړو چې د ټولنيزو رسنيو د ښو فعاليتونو له برکته ده.

هلته مطبوعاتو د ساړه جنګ، ناوړه تبليغاتو او ناهيليو په وړاندې داسې رول لوبولی چې حقايق يې برسېره کړي دي .

خلکو ته يې هيلې ورکړې، د خلکو افکارو ته يې مثبت لوری ورکړی دی .

واقعاً د خلکو او دولت ترمنځ د اړيکو لامل شوي دي ، د همدغو وسايلو له لارې حکومتونو عامه افکار درک کړي او له همدغه طريقه يېخپلې پاليسۍ داسې عيارې کړي دي چې د خلکو رضايت راخپل کړي .

خلکو د رسنيو له لارې د حکومت د فعاليتونو په اړه معلومات لاس ته راوړي او د دغو فعاليتونو په اړه خپل عکس العملونه د رسنيو لهلارې حکومت ته رسوي او په دې ډول د حکومت پاليسي رهبري کوي.

هلته رسنۍ خپلې اساسي دندې يعنې د مطبوعاتو وړاندې کول او زده کړه ورکول په واقعي معنا تر سره کوي .

هلته رسنۍ يوازې پرحکومت د نظارت وسيلې نه دي، بلکې د حکومت کوونکو د ټاکنو لپاره هم ښه امکانات دي، د ټاکنو پروخت رسنۍد ډېر ښه رول څخه برخمنې دي، خلک په هغه محدودو امکاناتو چې لري يې نشي کولی د ټاکنو نوماندان په انفرادي ډول وګوري چې دهغوی د موخو، پاليسيو، شخصيت او نظرياتو په اړه معلومات راوړي، بلکې خلک يوازې د همدغه رسنيو له لارې معلومات ترلاسه کوي.

رسنۍ په عامه مباحثو کې مهم او ګټور رول لري ، سربېره پر دې ؛ رسنۍ د فکري سلامتيا لپاره تفريحي ، سپورتي او نور مختلفپروګرامونه لري او دا مو ځکه ياد کړل چې زمونږ په هيواد کې هم رسنۍ بايد ټولنې جوړونې، پرمختګ، سولې او فکري سلامتيا لپاره خپلرول په همداشان ولوبوي چې له بده مرغه په خپل دغه رول ادا کولو کې د نيمګړتياوو درلودونکي دي .

د مثال په ډول که چېرته د ګرديز په ښار کې يو چسپکي ماين چاودنه وکړي او زموږ يوه رسنۍ د دې خبر په لېډ کې راوړي چې يوېدرندې چاودنې د ګرديز ښار ولړزاوه، حال دا چې د د هغه ماين له امله يا خو زيان نه وي رسېدلی او يا ډېر لږ وي ، نو د خلکو پر فکريسلامتيا به څومره بده اغېزه وکړي.

يا مثلاً لېدل کيږي چې مونږ د يوې موضوع په اړوند چې دوه خواوې پکې ښکېلې دي، د يوه لورې نظر ته په خپل رپورټ کې انعکاسورکوو او د بل لورې د نظر خپرولو څخه ډډه کوو، د هغه د بيان د ازادۍ حق ورڅخه اخلو او په دې اړه يو طرفه قضاوت کوو. دا د ټولنېپر راتلونکي او د خلکو پر فکري سلامتيا څومره ناوړه اغېزه پريږدي.

يا لکه چې همدا اوس زموږ په هيواد کې د پرديو لخوا تحميلي جګړه روانه ده ، کله چې په سرحد کې پاکستاني فوځيان زموږ پر امنيتيپوستو وسله وال بريد وکړي نو ځينې رسنۍ پرته د واقيعيت د پوهېدو څخه يا په ناخبرۍ يا د ډېرو کمزورو سرچينو په قول د دغه بريدپړه پر طالبانو او افغاني وسله والو مخالفينو اچوي .

دا او دې ته ورته مثالونه نور هم شته دي ، همدا شان زمونږ يو شمېر رسنۍ د دې پر ځای چې د افغاني دود په ودې سره خلکو ته فکريسلامتيا رامنځ ته کړي، هغوی ته ښوونه، روزنه، معلومات او تفريح ورکړي، له بده مرغه پردي دود او تر ډېره د جګړې فرهنګ خپروي،چې مثالونه يې هغه سريالونه دي چې زمونږ په مختلفو تلويزيونو کې خپريږي.

چې کاملاً زمونږ د خلکو له عقايدو او فرهنګ سره په ټکر کې دي او زمونږ پر ټولنه يې ناوړې اغېزې کړې دي، يا لکه چې ځينې رسنۍ پهيوه بڼه قومي تعصباتو ته لمنه وهي اوهمداسې نور.

دا ټول هغه منفي حرکتونه دي چې بايد لاملونه يې هم تربحث لاندې ونيول شي، چې مهم يې د رسنيو د خاوندانو لخوا د شخصي ګټوترلاسه کولو لپاره د غبرګون کمزوري هغوی ته د خپل سريو جرئت ورکړی چې باالاخره ويلی شو، د دې پرځای چې زموږ د هيواد رسنۍ دټولنې جوړونې او پرمختګ لپاره په خلکو کې فکري سلامتيا رامنځ ته کړي له بده مرغه ځينې يې برعکس فکري سلامتيا له منځه وړي.

خو بايد ياده کړو چې يو شمېر ملي رسنيو بيا  خپل رسالت تر ډېره حده په ښه ډول ادا کړی دی ، چې د ټولنې د اذهانو د تنويز لپارهيې ډېرې ديني ، ښوونيزې ، تربيتي ، او معلوماتي خپرونې په ډېر زيات زيار چمتو او خپرې کړي دي ، د تفريحي خپرونو له لارې يېهغوی ته تفريحي خپرونې وړاندې کړي ، خلکو ته يې عامه پوهاوی ورکړی ، د ساړه جنګ په وړاندې يې حقايق برملا کړي ، د يو بل دمنلو او انتقاد منلو روحيه يې رامنځ ته کړې .

د ملي يووالي د روحيې د پياوړي کولو لپاره يې منظمې خپرونې کړ ي دي ، د دولت او خلکو ترمنځ يې باور رامنځ ته کړی دی ، او دخلکو په فکري سلامتيا کې يې د خپلو ټولو امکاناتو او ظرفيتونو څخه کار اخيستی دی .

په لنډ ډول د موضوع اړوند يو څو وړانديزونه

لومړی: دا چې زموږ په هيواد کې دې د رسنيو فعاليتونه په دوامداره توګه د يوواقعي خپلواک کميسيون لخوا وڅارل شي.

دويم: هغه رسنۍ چې د مطبوعاتو د قانون ، د هيواد نافذه قوانينو برخلاف فعاليت کوي او د خلکو فکري سلامتيا زيانمنوي، د اسلامياو ملي ګټو او ارزښتونو برخلاف خپرونې کوي، ډېر ژر اصلاح، مجازات او يا دې وتړل شي.

دريم: د هغو ملي رسنيو مکافاتو ته دې پام وشي چې د سولې، پرمختګ او فکري سلامتيا د رامنځ ته کولو په کار کې  يې خپلې وړتياوېښودلي دي .

څلورم: په رسنيو کې خپرونې او خبرونه بايد شور اچونکي، سطحي، فضول، ناسم، فتنه اچونکي، ډار اچونکي او غير مسؤلانه نه وي ، کهچېرته داسې لېدل کيږي د حل لارې لپاره يې غوره انتخاب په نورو رسنيو او غونډو کې دې د خلکو عامه مباحث پراخ شي.

پنځم: محور رسنۍ هغه هندارې دي چې ټولنيز واقعيت انعکاسوي .

د خلکو د اړيکو پلونه ازاد او بې طرفه دي ، دولت اوخلک دې د هغوی خپلواکي اوبې طرفۍ ته درناوی ولري.

شپږم: د حقوقي خپلواکو بنسټونو لخوا دې داسې يوه حل لاره  طرحه شي چې که رسنۍ زمونږ د خلکو د عقايدو او فرهنګ خلاف دخپلو شخصي ګټو لپاره خپرونې کوي، خلک دې عدالت ته ژر لاسرسی پيدا کړي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.