!د هلمند فاجعه او زمونږ ورکه شوې سوله

ليکنه ،عبدالوحيد وحيد

0 66
د هلمند په جګړه کې ترسره شويړ ناخوالو راڅخه د ليکلو وړتیا سلب کړې ده. د مورکئ په نس کې په مرمئ ويشتل شوئ ماشوم مې خوب ترى تم کړئ ده. يوه وړوکي ماشوم ته د خپل وژل شوي پلار د تابوت سپارلو راسره په سلګونو پوښتنې پیدا کړي دي. ښه به وي چې هغه هلمندئ مورکئ يې هم وژل شوي وي، ځکه چې که ژوندئ واى ټول انسانيت به ورته د خپل نامولود بچي قاتل ښکاريده او له هر چا به يې پوښتنه کوله چې ماشوم يې شهيد ده که مردار؟ قاتل يې غازي ده که خونکار؟ د دين پتنګانو او که د وطن مينانو وواژه؟
مونږ عادتاً ډير وخت د خپلو ګناهونو پړه پر بهرنيانو باندې اچوو، يا هم د ارزښتونو ترسيوري لاندي ځانونه پټوو او خپل ځان ته په همدغه بانه برائت ورکوو، خو په بل باندې د پړې اچول نه، بلکې د خپلو نيمګړتياو لټون او سمون شهامت ده.
د د منازعاتو د حل کمیسیون جوړ شوئ ده، د تحکیم صلح کمیسیون لاهم امتیازات اخلي، د سولې عالي شورا لاهم روانه او دوانه ده، د سولې لپاره وزارت جوړ شو، کرزي د سولې راوړلو قسمونه وکړه او غني خو يې اوس هم کوي. طالبانو ته د قطر دفتر پرانستل شو، ملا برادر را خلاص شو، د ګوانتانامو بندیان ازاد شول، د امريکا او طالبانو سوله وشوه او بين الافغاني مذاکرات پيل شو، خو زمونږ بيچاره ولس لاهم د جګړو په تنور کې سوځي او سوله مو لاهم د عنقا مرغه ده چې لاهم ورکه ده.
په هلمند کې څه روان دي؟ ورور بل ورور وژنې، د ورور مېرمن کونډه کړي، د ورور بچيان يتيمان کړي، خپل کور ونړوي، بيا وايي دښمن يې وواژه. ملي شتمنئ چور شوې. پنځه زره کورنئ بې سرپناه شوې او جګړه لاهم روانه ده، خو ښکيل اړخونه لاهم د شهامت خبرې کوي.  داسې ښکاري چې وجدانونه ويده دي.
څوک هم که ايمان او وجدان ولري د خپلو وژل شويو وروڼو د مور او پلار د چيغو او واويلاو د کونډو شويو خويندو د آهونو او فريادونو  او د يتيم شويو کوچنيانو په اسويلو کې څنګه ويلاى شي چې دغه جګړه سپيڅلي او د مشرانو مجبوري ده.  څنګه خپلو مظلومو ولسونو ته ووايي چې د قطر په مذاکراتو کې اوسنى بن‌بست د توجیه وړ ده؟
نن کنايې او استعارې نه کاروم. نن په زغرده خبره کوم.
اوس چې مونږ د تاريخ په يوه بل حساس پړاو کې قرار لرو، په قطر کې بين الافغاني مذاکرات دوام لري، خو د پرمختګ څرک نه لګيږي.  د ولسي توقعاتو برعکس د سولې د خبرو له پيل سره په هيواد کې جګړو شدت وموند او په مذاکراتو کې يوازې دومره پرمختګ شته چې خبرې به جاري ساتي.
طالبانو ته! 
د قطر په مذاکراتو کې طالبان له ډيرو مثبتو ځانګړتياو درلودلو سره سره په غوښتنو کې د وضاحت نه ورکولو، له مقابل لوري سره د خشن چلن او د رغنده دريز نه خپلولو له امله  غلطيانې کوي. په شف شف باندې هيڅ کار نه کيږي. شفتالو ويل اړين دي چې ولس پوه شي چې هغوى دقيقاً څه غواړي. له امریکا سره د طالبانو د لاسلیک شوي هوکړه لیک پربنسټ د مذاکراتو پرمخ بيولو باندې د زور اچول، په خپله طالبانو ته زيان ورساوه. که حکومتي لورئ د قرأن او سنت پربنسټ د خبرو لړئ پرمخ وړلو وړانديز کوي، نو طالبان خو بايد هيڅ ستونځه ونلري. د داسې تذبذب او تزلزل پرځاى به ښه واى چې طالبانو خپلې غوښتنې په زغرده مطرح کړې واى.
پوښتنه داده چې ايا طالبان د افغانستان قومي جوړښت،  په سيمه ييزو او نړئ کې جيوپوليتيکي بدلونونو  ته په کتو په اوسني افغانستان باندې په يوازې سر د حکومت کولو وړتیا لري؟ که احياناً د کابل په نيولو باندي بريالي هم شي، جګړه ختميږي؟ ايا طالبان اوس هم په همدغه فکر دي چې له خپل پخواني سخت چلن سره بيا په افغانستان حاکم شي؟ يقيناً ځواب نه ده. له طالبانو څخه مې غوښتنه داده چې زمونږ مذهبي دوديزه ټولنه کې له هر ټولنيز اړخ سره اختلاف عيب نه ده، خو له نيکه مرغه د محراب او منبر له ټريبيون سره اختلاف قطعاً هيچا ته د توجیه وړ نه ده. د جګړو له امله اوس هم د محراب او منبر سپيڅلتيا ته زيان رسيدلئ ده. راځئ دغه تقدس نور وساتو، د خپلو او پرديو لخوا ورته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د زيان رسولو مخه ونيسو.
حکومتي لوري ته! 
له مختلفو اشخاصو احزابو او ولسونو سره د ولسمشر غني د ژمنو شړيدلئ ريکارډ، له ولس سره د حکومتي واټن د زياتوالي، مالي او اخلاقي فساد او نورو خورا زياتو نيمګړتياو ته په کتو په يقيني توګه ويلاى شو چې ولس او طالبان اوس په دغه مورد کې په يوه صفحه کې قرار لري چې د غني تر مشري لاندې په نوموړي باندي د سولې د پيچلي هوکړې د عملي کېدو باور نه کوي. راځئ لږ نور هم په زغرده خبره وکړو. هغه دا چې د جګړې په ډګر طالبان برلاسي دي. سولې ته د طالبانو په پرتله د حکومت د اړتیا کچه لوړه ده او امریکا لوبه کوي.  پاکستان بريتونه تاووي او امریکا قلقلې کوي چې طالبان يې له حکومت سره خبرو ته تيار کړل. د ستونځو بنسټ واک ده، چې د حکومت په اختيار کې ده او مسئوليت هم د حکومت زيات ده. طبعي خبره ده چې توقعات هم له حکومت څخه زيات وي. سياسي او امنيتي حالات په تيزي سره د حکومت له کنتروله وزي. راځئ د واک په سر يې هغې کچې ته مه رسوئ چې بيا يې د مديريت وړتیا ونلرئ.
د حل لاره! 
د لوستونکو د حوصلې د نشتوالي له امله تفصیل ته نه ځو. په خلص ډول وايو چې؛
1- په مذاکراتو کې له پرتو خنډونو څخه د خلاصون او له تکرار څخه يې د نجات لپاره له افغانستان سره د سترو مرسته کونکو هيوادونو او نړيوالو ادارو په حمايت او څارنې لاندې دې بې پرې دريمګړئ پلاوي جوړ شي. د اجندا په هره ماده باندې د بحث لپاره وخت وټاکل شي.
2 – که مذاکراتي پلاوي په ټاکلي وخت کې هوکړې ته په رسيدو کې پاتي راځي، نو همدغه متنازعه ماده دريمګړي پلاوي ته ځي او پريکړه يې نهايي او لازم الاجرأ ګرزي.
3-  د مخالف لوري د باور ترلاسه کولو، د سولې په پيچلي تړون باندي په اغيزمنه توګه د عمل کولو، په ټاکنيز سيستم کې د اړين سمون او بدلون راوستلو و بالاخره ټاکنو ته د لارې هوارولو لپاره د مذاکراتي ټيمونو په توافق او نړيوالې ټولنې په کره حمايت د موقتې ادارې جوړيدل د وخت اړتیا ده.
4- د سولې د پروسې په پايله کې راتلونکئ نظام که هر نوم ولري، باک يې نشته خو زعيم او د قوانینو د تصویب لپاره پارلمان بايد د عامو ولسي ټاکنو له لارې وټاکل شي.
5- له هغو ديني عالمانو، ملي شخصيتونو او تيکنوکراتانو چې له دين او هيواد سره ژمنتیا يې مشکوکه نه وي واکمنه شورا جوړه شي ترڅو  د دولت د مشرتابه او د پارلمان لپاره د نوماندانو شاليد ته له کره کتنې وروسته وړ اشخاص د نوماندئ  مستحق وګرزوي. په همدغه کمیسیون کې د ديني علماو ساده اکثريت پرځاى او معقول نظر ده، خو د اهليت او نه اهليت پريکړه به په مطلق اکثريت کيږي.
په درنښت،
عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان

Leave A Reply

Your email address will not be published.