که جنګ وپیژنو صلحي ته رسیږو

انجینر داؤد اڅک

0 46

   ۲- ۱۰ -۲۰۲۰

کله چي د کار وسایل خصوصي سول  ورو ورو ټولنیز طبقات رامنځته سول، د طبقاتو د ایجاد سره سم حکومت رامنځته سو او د حکومتونو د ایجاد سره جنګونه پیل سول چي متآسفانه تر نن ورځي پوري دوام لري.

 معنا دا چي د سرمایې رشد او پراختیا په ټولنو او دولتونو کي سیالۍ رامنځته کړې چي دغه سیالۍ نن ورځ داسي پړاو ته رسیدلي دي چي انسانان یو بل د کمزوره کولو یا د ډیر څه لاس ته راوړلو لپاره د هر ډول وسیلې څخه کار اخلي. په تیره بیا د نړۍ زبر ځواکونه چي په مډرنو وسایلو سره په بیلو بیلو بهانو باندي پر کمزورو او مخ پرانکشافه هیوادو باندي حملې کوي، اشغالوي ئې، بنسټونه ئې ورانوي او د خپلو عظمت پلوو ستراتیژیو د تطبق لپاره ئې د سونګ د موادو په څیر په کار اچوي.

 په نړۍ کي ډیري شخړي پیښي سویدي خو د خط د ایجاد څخه تر ۲۰۲۰ میلادي کال پوري ۱۴۵۰۰ جنګه د تاریخ په حافظه کي ثبت سویدي چي په ملیارډو انسانان ئې وژلي او بې شماره ورانۍ ئې رسولي دي. د جنګ په هکله نظریات ویشل سویدي. یوه ډله پوهان وایي چي جنګ عام مفهوم دی او د انساني ښکارهنګ (فرهنګ) نه جلا کیدونکې برخه ده. خو بله ډله بیا باور لري چي جنګ د ټولني په ځانګړو ټولنیزو او ښکارهنګي (فرهنګي) شرایطو پوري اړه لري.

جنګ پيژندنه  

جنګ په لغوي لحاظ د هندواروپائي ژبو کلیمه پیژندل سویده او د پارتي یا پارثي ژبي ګینګ، ګهینګ Ghengh  څخه ریښه اخلي چي د حرکت او پر مختګ په معنا دی. انګلیسي Gang (ګنګ) د لرغوني الماني ژبي Gang (ګنګ) څخه اخیستل سویدی چي د تګ، سفر، ډله ایز حرکت، مخته وړل… په معنا دی. په هالنډي ژبه کي  Gang(خنګ) هم د حرکت، تیز حرکت، تګ، د تګ طریقه، د تګ دهلیز… په معنا دی. خو په اصطلاح کي فیلسوفانو او نظامیانو بانډارونه پر کړیدي او بیل بیل ئې تعریف کړیدی.

هیروکلیت یونانی چي د سقراط مخکي ئې ژوند کاوه وایي چي:(جنګ یو طبعي امر دی او د ښکارهنګ «فرهنګ» نه بیلیدونکې برخه ده. خو مبارزه عدالت دی).

د انګلستان د سلطنتي نظامي اکاډمي استاذ جان کیګان ( ۱۹۳۴- ۲۰۱۲ م) جنګ داسي تعریفوي:

(جنګ نړیوال مفهوم دی چي ډول او پراختیا ئې د هغه ټولنو او حکومتونو لخوا ټاکل کیږي چي مصارف ئې ورکوي).

کارل فون پروسي ۱۷۸۰ – ۱۸۳۱میلادي پوري (د جنګ په هکله) تر عنوان لاندي پخپل کتاب کي لیکي چي:

(جنګ د زور پر بنسټ یو عمل دی څو وکولای سو چي په دښمن باندي خپلي غوښتني ومنو. فون زیاتوي چي جنګ نباید مستقیل او متغیر مفهوم فکر کړو بلکه د یوې سیاسي وسیلې په حیث ئې باید مطالعه کړو).

     ټولنپوهنه بیا د نفوذ زیاتوالی د نعمتونو او شغل کموالی د جنګ لامل بولي.

خو مارکسیزم پدې عقیده دی چي طبقاتي ټولني، طبقاتي ګټي او ازاد بازار د جنګ لامل دی.

زما اڅک فلسفه د جنګ په هکله:

زه په بخښني سره د پورته تعریفونو او لاملونو سره همږغی نه یم او پدې اند یم چي جنګ په تیره بیا اوسنی مډرن جنګ نه د انساني ښکارهنګ (کلتور) برخه ده، نه عام نړیوال مفهوم دی، نه هم نن ورځ په اوسني مډرن جنګ باندي خپلي ناروا غوښتني پر نورو اولسونو باندي تحمیل کولای سو او نه ئې د ازاد بازار محصول بولم.

زما په اند جنګ د انساني غرور، ځان غوښتني او تکبر محصول دی. یعني کله چي یو مملکت یا یو واکمن هر څه یا ډیر څه د ځان لپاره غواړي نو طبعي ده چي د نورو خلګو یا ملکونو حقوق به تر پښو لاندي کوي او پر حقه حریم به ئې تجاوز کوي.  دغه تجاوز پخپل زات کي بدرنګه او خښن عمل دی چي نوم ئې جنګ دی. یعني اوسنئ مډرن جنګ یو لغوړن او خښن عمل دی چي بیله وراني، بربادي، انسان وژني او ویني تویوني څخه بل محصول نلري.

که څه هم چي زبرځواکونو د دوهم نړیوال جنګ ورسته نیابتي جنګو ته مخه کړیده غریب، بیچاره او ناپوهه اولسونه پخپله نمایندګي سره جنګوي خو که دغه حالت دوام پیدا کړي بیله شکه به ددغه نیابتي زما په اند سوړ جنګ بڅرکي د جنګره ملکونو لمنو ته هم ورسیږي او بلاخره به په داسي ګرم جنګ سره واوړي چي د لومړي یا دوهم عمومي جنګ په شان نه بلکه د ستورو جنګ به وي چي د مځکي کُره به تهدید کړي.

اوس که نړیوال زبرځواکونه حقوق بشر ته احترام لري نو باید د غرور او تکبر د آس څخه راکښته سي او د نړۍ ټولو مظلومو خلګو ته د خپلو خلګو په شان د انسان په صفت قائله سي او د خپلو نازولو په شان د ژوند کولو او خپل سرنویشت ټاکلو حق ورکړي، جنګونه ختم کړي او د اټومي اسلحو پر ځای داسي بشري نعمتونه او تکنالوجي تولید کړي چي د انسانانو د خوښۍ، او ارامۍ سبب سي نه د ورانۍ او بربادۍ.

 په پایله کي به دا منوو چي د پروني (د تمدن مخکي) جنګ او اوسني مډرن جنګ توپیر دادی چي په ابتدائي (د تمدن مخکي) جنګو کي به مؤقت او نسبي ګټونکی معلوم سو خو اوسني مډرنو او اټومي جنګونو دا وښودل چي اوسنئ جنګ اصلآ ګټونکی نلري. نو زما په اند جنګره ملکونه چي د جنګ وسایل او نړیوال بازار ئې په اختیار کي دی باید دغه ټکي ته په پوره جدیت او عقلانیت سره متوجه سي چي:

جنګ نور د حل لاره نده، د امتیازاتو او نعمتونو د لاسته راوړلو وسیله نده او په پوره جرئت باید ومني چي اوسنئ جنګ نه د افغانستان په ګټه دی نه د جهان. لهذا د دې وخت رارسیدلی دی چي په پوره صداقت سره یو د بل حقوقو ته احترام وکړو او د زور ښندني څخه لاس واخلو څو د صلحي په فضا کي د وروڼو په شان ژوند وکړو.

                               په درنښت

سر چینې:

– هالنډي په الماني ژبه قاموس.

– هالنډي په فارسي ژبه قاموس.

– د جنګ او War انکلو پیدیا.

Leave A Reply

Your email address will not be published.