ابن بطوطه او د هغه افسانوي سفرونه

عبدالباري جهاني

0 76

ما به د ابن بطوطه پر سفر نامه باندي هیڅ لیکنه نه وای کړې، لومړی خو دا چي چنداني علاقه مي نه ورسره درلوده او دوهم دا چي د لیکني لپاره مي ډېر ضروري شیان درلودل او پر دې سفر نامه باندي په لیکنه مي باید خپل وخت نه وای ضایع کړی. خو لږي ورځي مخکي مي د خپل یوه افغان څېړونکي په یوه مضمون کي د ابن بطوطه په سفر نامه باندي استناد ولیدی او د خپلو ځوانو څېړونکو لپاره مي دا لنډه لیکنه لازمه وبلله.

ابوعبدالله محمدبن عبدالله بن ابراهیم لواتي طنجي مشهور په ابن بطوطه په ۷۰۳ هجري قمري یا ۱۳۰۴ میلادي کال کي د مراکش یا المغرب د طنجه په ښار کي زېږېدلی دی. په ۷۲۵ کال کي یې، چي عمر یې ایله دوه ویشتو کلونو ته رسېدی، د نړۍ سیاحت ته ملا وتړله او تقریبا دېرش کاله له مصر څخه تر هند، سیلون، چین، ترکیې، هسپانیې او ډېرو زیاتو ځایونو پوري وګرځېدی. په ۷۵۳ کال کي بیرته وطن ته ستون سو او خپل خاطرات یې محمدبن جزي الکلبي ته وسپارل او هغه یې هم په ډېر لږ وخت لیکنه بشپړه کړه او ( تحفته النظار فی غرایب الامصار و عجایب الاسفار) نوم یې ورکړ. چي ښايي پښتو ترجمه به یې « د ښارونو د غرایبو او د سفرونو د عجایبو په برخه کي د سترګو لیدلی حال»  وي. د ابن بطوطه کتاب، چي لنډ نوم یې الرحله یا سفرنامه دی، د نړۍ په ښو ډیرو مشهورو ژبو ترجمه سوی او نقادانو خپل نظرونه ورباندي ورکړي دي. دا باید په یاد ولرو چي سفرنامه یا الرحله د ابن بطوطه یوازینی اثر دی چي له هغه څخه موږ ته راپاته دی او دا اثر یې هم، د لیکلو لپاره ابن جزي ته سپارلی دی. له دې خبري څخه داسي معلومیږي چي ابن بطوطه پخپله لیکوال هم نه وو.

د ابن بطوطه د سفرنامې ایرانی مترجم ډاکټر محمدعلي موحد، د ابن بطوطه پر سفرنامه باندي،  په خپله مقدمه کي، وايی چي دا سفرنامه له دوو اړخو تر نورو سفرنامو مهمه ده. لومړی خو دا چي د سفرونو ساحه یې ډېره پراخه ده او د المغرب د طنجه له ښار څخه شروع بیا نو تر مصر، شامات، مکه، عراق، د ایران او یمن ډیري برخي، عمان، د ترکیې ځیني ښارونه او قسطنطنیه، د قبچاق دښت، افغانستان، سند، هند، د هندوستان جنوبي ټاپوګان، چین، اندلس او نیجیریه او نور شامل دي. او دوهم دا چي هغه چي هر څه لیدلي دي په ډېر صداقت یې بیان کړي دي … د سفرنامې مقدمه ص ۲۳

ایراني مترجم ښايي د سفرنامې په باره کي ځکه دومره مثبت قضاوت کړی وي چي ابن بطوطه  د ایران په خاوره کي سفرونه کړي او د هغه هیواد په باره کي یې نسبتا زیات معلومات ورکړي دي. مترجم د کتاب په متن کي د ابن بطوطه ټولي تاریخي او جغرافیایی غلطی د توضیحاتو په برخه کي اصلاح کړي دي. په داسي حال کي چي د ابن بطوطه سفرنامه چي په هره ژبه ترجمه سوې ده نو انتقادي نظر ورته سوی او حتی ډیرو ځایونو ته یې د سفر کولو په برخه کي شکونه څرګند سوي او د اسطخري د مسالک و ممالک او نورو اسلامي جغرافیه لیکونکو له کتابونو څخه د نقل کولو تور ورباندي لګېدلی دی. د ابن بطوطه پر ټوله سفرنامه باندي لیکنه کول هم زما تر حوصلې وتلی کار او هم د یوه مضمون تر ګنجایش اضافه کار دی او بشپړ کتاب لیکلو ته اړتیا لري؛ چي زه ګومان نه کوم زما لوستونکي به ډېره علاقهک ورسره ولري. زه به کوښښ وکړم چي د ابن بطوطه د سفرنامې هغو برخو ته اشاره وکړم چي زیاتره زموږ د هیواد او شاوخوا نیژدې سیمو سره اړه لري.

د مضمون په سر کي به دوو ټکو ته اشاره وکړم چي لومړی خو د ابن بطوطه د ژوند په باره کي لیکوالانو او څېړونکو او د ده د سفرنامې مترجمینو د هغه د ژوند د حالاتو په باب تقریبا هیڅ شی نه دي اضافه کړي او ابن بطوطه پخپله هم تقریبا هیڅ نه دي ویلي او چي هر څه لیکل سوي دي بس همدغه سفرنامه ده، چي هغه هم ټول د ده د خولې نکل دی. دوهم دا چي ابن بطوطه په ۷۰۳ هجري قمري کي زېږېدلی دی او په ۷۲۵ هجري قمري یعني په تقریبا دوه ویشت کلنی کي یې سفرونه پیل کړي او دېرش کاله وروسته وطن ته ستون سوی دی. ابن بطوطه، د سفر له پیل کولو څخه مخکي، موږ ته د خپل ژوند، تحصیلاتو، استادانو، که یې درلودلي وي، او سابقې په باره کي تقریبا هیڅ نه دي پرې ایښي.

لومړنی شک چي د ابن بطوطه په سفر نامه کي پیدا کیږي هغه د ده خط السیر دی. مثلا دی غواړی چي هند ته ولاړ سي. کله چي نیشاپور ته ورسیږي نو بیا له هغه ځایه بسطام ته ځي او بیا له بسطام څخه قندوز او بغلان ته سفر کوي. لوستونکو ته دي معلومه وي چي بسطام د نیشاپور لوېديځ ته په څه باندي درې سوه میلي کي پروت دی. او دا فاصله د اوښ او آس په قدم، لږترلږه د لسو ورځو سفر دی. ځکه چي دی د شرق خواته روان دی نو یې خپل سفر او تکلیف له کوم سببه پرته دوه چنده کړی دی. له بسطام څخه تر قندوز او بغلان پوري زیات و کم زر میله فاصله ده. ابن بطوطه باید دا فاصله لږترلږه په یوه میاشت کي وهلې وي. مګر هغه په دې باره کي هیڅ نه وايي او مخامخ قندوز او بغلان ته ځي. او وايي چي له بسطام څخه د هند خیر؟ له لاري قندوز او بغلان ته ولاړو. له بغلان څخه، پنجهیر او له هغه ځایه کوهستان بشای؟ ته ځي ص ۴۷۳ . ایراني مترجم کوهستان بشای ته لیکلي دي چي بشای د یوې قبیلې نوم دی چي د پنجهیر د درې په جنوبي برخو کي اوسېدله او تر ډېره وخته مسلمانان نه سول او د دوی د هستوګني سیمه یې کافرستان باله. ص ۵۷۹

ابن بطوطه وايي د بشای په کوهستان کي د شیخ صالح زاویه وه چي « اتا اولیا» یې باله. او اتا په ترکي ژبه کي پلار ته وايي. دې شیخ ته یې درې سوه کلن شیخ وایه او وايي چي درې سوه پنځوس کاله یې ژوند کړی دی. … خلکو ویل چي په هرو سلو کالو کي د شیخ غاښونه او وېښتان له سره نوي کیږي.

ابن بطوطه له پنجشیر څخه نورستان ته تللی دی. که دا ریشتیا هم، د ایراني مترجم د توضیحاتو سره سم کافرستان وي نو هلته د یوه مسلمان شیخ، چي پاچاهان او ګدایان یې لیدلو ته راځي، زاویه څرنګه جوړه وه؟ او دا معلومه نه ده چي د ابن بطوطه هدف کوم ځای ته رسېدل دي چي له پنجشیر څخه نورستان او له نورستان څخه پروان ته ځي.

له پروان څخه لوګر ته، وروسته غزني ته او له غزني څخه بیرته کابل ته ځي. وايی « کابل پخوا لوی ښار وو او اوس یوازي یو کلی پاته دی. د عجم یوه طایفه ده چي افغانان نومیږي په دغه ښار کي اوسیږي. افغانانو غرنۍ سیمي او ټینګي درې نیولي دي او ډېر قوي خلک دي او اکثر لاري نیسي. هلته یو لوی غر دی چي د سلیمان د غره په نوم یادیږي او د افغانانو پاچا پکښي ناست دی. له کابل څخه ګرماش؟ ته ولاړو چي د دوو غرونو په منځ کي یوه قلا ده او افغانانو هلته لاره نیولې ده. افغانان د غرونو په لمنو کي وه او زموږ د غشیو له ګوزارونو څخه وتښتېدل. زموږ سره څلور زره آسونه وه او شمېر مو زیات وو. » ص ۴۷۵

لومړی خو چي سړی هند ته ځي نو له قندوز او بغلان څخه لوګر، وروسته غزني او بیا کابل ته نه ځي. باید چي لومړی کابل، وروسته لوګر یا غزني ته تللی وای او بیا له دې لاري د هندوستان خواته وتلی وای. معلومه ده چي ابن بطوطه دروغ وايي. د افغانستان له جغرافیې سره بلد نه دی او دا نومونه یې هسي اورېدلي دي. په کابل کي یا کابل ته نیژدې د سلیمان غر څه کوي چي هلته د افغانانو پاچا ناست دی. د افغانانو پاچا څوک دی؟ افغانانو په هغه وخت کي هیڅ پاچهي او هیڅ قلمرو نه درلود. ابن بطوطه وايی افغانانو لاره نیولې وه او موږ له هغوی سره جنګ وکړ او څلور زره آسونه راسره وه. په دې حساب نو دا قافله نه وه او یو لوی لښکر وو. او کله چي ابن بطوطه د افغانانو له غرونو څخه تیریږي بیا نو هیڅ وخت د دې څلورو زرو آسونو نوم پر خوله نه راوړي. دا آسونه د چا وه او د څه مقصد لپاره روان وه او څه سوه؟ دا هم نه ده معلومه چي دا څلور زره آسونه، چي په زرهاوو اوښان او نور څاروي به هم ورسره وه له کومه ځایه له ابن بطوطه سره ملګري سوي او یا دی ورسره ملګری سوی وو. ځکه چي د دونه لويي قافلې یا لښکر اداره کول، او په دومره غرنیو سیمو کي تېرول،  سپه سالارانو او صاحب منصبانو ته ضرورت لري.

که له کابل څخه د سلیمان تر غره پوري د پښتنو پاچهي وه نو بیا د ابن بطوطه سره ملګرې قافله یا لښکر، چي د ده په قول څلور زره آسونه ورسره وه، څرنګه تېر سول او څرنګه یې په یوه نښته لاره صافه کړه. ځکه تاریخ شاهد دی چي د پښتنو په غرونو کي له جلال الدین اکبر څخه تر اورنګزېب، نادرشاه او انګرېزانو پوري څوک پرته له باج  ورکولوڅخه تېر سوي نه دي. ابن بطوطه وايی چي وروسته موږ ششنغار؟ ته ورسېدلو. فارسي مترجم په خپلو توضیحاتو ص ۵۶۴ کي دا نوم هشتنګار بللی دی چي وايی د پېښور د شمالمغرب په شپاړس میلي کي پروت دی. ابن بطوطه وايی له ششنغار څخه یوې لويي صحرا ته، چي د پنځه لسو ورځو په مزل اوږده پرته ده، ننوتلو. ( په دې سیمه کي دونه لویه صحرا یوازي د ابن بطوطه په سفرنامه کي لیدلای سو او دا ګواکي یوازي د ده جغرافیه حکم کوي. ) ابن بطوطه وايی«  له دې صحرا څخه موږ بحمدالله سلامت ووتلو او له خپلو ملګرو سره پنجاب ته ، چي هماغه آب سند دی، ورسېدلو. دا پنج آب په یوه لویه رود خانه کي توییږي او هغه سیمي خړوبوي. ( ابن بطوطه د آب سند او پنجاب په توپیر نه پوهیږي او د پنجاب له نامه څخه یې داسي اټکل کړی دی چي ګواکي دا به یو لوی سیند وي. ؟)  د ۷۳۴ کال د محرم د میاشتي هلال مو ولیدی او خبرنګارانو د هندوستان پاچا ته زموږ له احوال څخه خبر ورکړ.»  اږکړی جلد ص ۴۷۶ ګواکي دا ټوله فاصله یې په نهو کالو کي وهلې ده.

ابن بطوطه خپل دغه اوږده سفرونه په دوه ویشت کلنۍ کي پیل کړي او چي پنجاب ته رسیږي نو یودېرش کلن ځوان دی. خو چي هر ځای ته د ده د رسېدلو اطلاع رسیږي نو ډېر لوی لوی امیران یې مخي ته راوزي. سوغاتونه، نغدي پیسې، کورونه، غلامان او کنیزاني ورکوي او دی موږ ته نه وايي چي له ده سره څه کمال موجود وو چي د هند د سلطان محمدتغلق په څېر یوه لوی او مقتدر سلطان یې دونه عزت کاوه چي د ډهلي د قاضي په حیث یې مقرر کړ. نه یوازي یې د ډهلی قضا ور ورسپارله بلکه چین ته یې د خپل سفیر په حیث واستاوه. ( په حقیقت کي د محمدشاه تغلق دربار ته هیڅ وخت د چین سفیر نه دی راغلی او نه محمدشاه تغلق څوک هغه هیواد ته د سفیر په حیث لېږلی دی. )

ابن بطوطه وايی « په لومړۍ ورځ چي مي د ډهلي له ښار څخه بهر  له سلطان سره ولیدل او ملک الندما؟ زما د معرفي کولو په ترڅ کي زما نوم اعلان کړ او زه یې د مولنا بدرالدین په نوم ور وپېژندلم نو سلطان زما لاس په خپل لاس کي ټینګ ونیوی او ما ته یې وویل چي بېغمه اوسه ستا په برخه کي به دونه مرحمت وکم او دونه انعام به درکړم چي وطنداران دي خبر سي ټول به در پسي راسي.» دوهم جلد ص ۱۴۶

ابن بطوطه وايی « په دوهمه ورځ چي مي سلطان ولیدی نو ماته یې پنځه زره دیناره را وبخښل. د کاله یې دوولس زره دیناره تنخوا را ته وټاکله او پنځه کلي یې زما په نامه کړل چي د دوو کلیو نوم یې جوزه او ملک پور وو.» ص ۱۴۸

ابن بطوطه وايی «  بل ځل چي د سلطان دربار ته ورغلم. ملک کبیر راته وویل چي تعظیم وکړه چي سلطان ته د ډهلي د قاضي په حیث مقررکړی یې. تا ته یې له کاله دوولس زره دیناره تنخوا ټاکلې او دونه جایداد یې په تیول کي درکړی دی چي په همدغه اندازه حاصلات لري. دوولس زره دیناره یې نور درته بخښلي دي چي انشاءالله سبا به یې له خزانې څخه درکړو. یو آس یې د زین او کیزې سره درکړی او یو خلعت یې درکړی دی چي پر سینه او شا باندي یې محراب خامک سوی دی. سلطان راته وویل چي فکر مه کوه چي د ډهلي قضاوت اسانه کار دی؛ بلکه دا زموږ په نظر یو له تر ټولو مهمو منصبونو څخه دی. ما ورته وویل چي زه خو مالکي مذهبه یم او د ډهلي خلک حنفي مذهبه دي؛ ما ته به مشکلات پېښ سي. سلطان راته وویل چي بهاءالدین مولتاني او کمال الدین بجنوري به ستا مرستیالان وي او مشوره به درکوي… ته زما د زوی غوندي یې. ما ورته وویل چي ستاسي بنده او چاکر یم. ده په عربي جواب راکړ ویل یې نه ته زما بادار او مخدوم یې او دا یې د تواضع له مخي وویل. » ص ۱۵۰

سلطان له ابن بطوطه سره په ژوند کي لیدلي نه دي. حتی د هغه خبري یې اورېدلي نه دي او حتی په دې هم نه دی خبر چي هغه د کوم ځای دی؛ خو هغه ته، چي ایله د یودېرشو کالو زلمی دی، نه یوازي دونه انعامونه ورکوي چي د هغه وخت لا څه چي د اوس زمان په حساب یې تصور نه سي کېدلای او د ډهلي قضاوت ورسپاري او لا ورته وايی چي ته زما بادار او زه دي خدمتګار یم. ابن بطوطه د خپلو خاطراتو او سفرنامي په جریان کي هیڅ وخت نه دي ویلي چي دی بالاخره څه کمال لري. په مقابل کي سلطان محمدشاه تغلق په تاریخ کي پېژندل سوی سړی دی. هغه د هند له ډیرو مدبرو، هوښیارو او ضمناً یو له تر ټولو ظالمو انسانانو څخه وو. هغه، د ابن بطوطه د اظهاراتو په خلاف، ملا نصرالدین نه وو چي هر چا ته یې په زرګونو دیناره بېله هیڅه ورکول او په دې نامه هیچا نه دی پېژندلی.

ابن بطوطه، د خپلي سفرنامې په جریان کي، زیاتره په شیخی او تقوا تظاهر کوي. او حتی یو ځل خو وايي چي یو وخت  سلطان ورباندي بدګومانه سو او تر نظارت لاندي یې ونیوی. ابن بطوطه ووېرېدی خو دی وايی«  خدای الهام راته وکړ چي حسبی الله و نعم الوکیل ووایه. په هغه ورځ مي دري دېرش زره واره دغه ذکر وکړ. شپه مي په هغه ځای کي تېره کړه او تر پنځو ورځو پوري مي روژه ونیوله او هره ورځ مي یو قرآت ختماوه او فقط په اوبو مي روژه ماتوله. پنځه ورځي وروسته مي روژه مات وکړ او بیا مي څلور ورځي نور هم روژې ونیولې او وروته له هغه چي شیخ ووژل سو نو ما هم نجات پیدا کړ. » ص ۱۶۷

سره له هغه چي د خدای له خوا مستقیماً د الهام اورېدلو ادعا کوي؛ مګر یو ځل دونه بېشرمه کیږي چي پخپله وايي څو کسانو ته مي وویل چي هرکله زه د سلطان حضور ته تللم تاسي به د دربار په دروازه کي ما ټینګ ونیسی او راته وایاست به چي تر څو پوري زموږ پورونه رانه کړې تاته اجازه نه درکوو چي د سلطان حضور ته ورسې. په ټاکلې ورځ هغو کسانو، هغه چي ابن بطوطه ورته ویلي وه، هغسي وکړه. له هغوی  څخه اسناد وغوښتل سول او ټولو خپل اسناد تقدیم کړل. ابن بطوطه وايي زه ګواکي د هغوی پنځه پنځوس زره دیناره پوروړی وم. سلطان هم وخندل او ویل یې دا قاضي دی  د وخته یې د خپلو اسنادو غم خوړلی دی او ماته یې پنځه پنځوس زره دیناره راکړل. ص ۱۵۴

په زړه پوري خبره دا ده چي فقیه او مورخ مولنا ضیاءالدین برني، چي له سلطان محمدتغلق سره دونه نیژدې وو چي په سفر او حضر کي به یې ملګری وو او سلطان څو ځله د خپلو اجرآتو او حتی د خپل شخصیت او په خلکو کي د محبوبیت او نه محبوبیت په باب خصوصي مجلسونه ورسره کړي وه، په خپل کتاب، تاریخ فیروزشاهي کي، چي د سلطان محمد د پاچهی په باب ښه مفصل بحث لري، د دې دونه مشهور او نازولي سړي نوم یو ځل هم نه دی یاد کړی. دا له امکانه لیري خبره ده چي د برني په څېر یو سترګه ور مورخ دي د ابن بطوطه په څېر مشهور او سلطان ته نیژدې سړی له نظره وغورځوي. دغه راز ابن بطوطه هم د سلطان په دربار کي د برني په څېر مشهور مورخ نوم نه یادوي.

ابن بطوطه د خپلي سفرنامې په یوه ځای کي لیکي چي د غزني پادشاه موسوم په بهرام  د هند د پادشاه د لیدلو لپاره ډهلي ته راغی. … دوهم جلدی ص ۹۲

د ابن بطوطه د خاطراتو په باب دا پوښتنه چانه ده کړې چي د غزني پاچا بهرام شاه څوک وو چي دی یې یادونه کوي. بهرام شاه غزنوي، چي د ۳۵ یا اووه دېرشو کالو په شاوخوا کي یې په غزني کي سلطنت وکړ؛ پر غزني باندي د علاءالدین جهانسوز له حملې څخه وروسته هند ته وتښتېدی اویو کال وروسته بیرته غزني ته ستون سو او له څو کالو وروسته په ۱۱۵۷ میلادي، یا ۱۱۵۲ میلادي کي ( چي مورخین اختلاف پکښی لري) وفات سو. او ابن بطوطه د بهرام شاه له وفات څخه څه کم دوه سوه کاله وروسته د ډهلي دربارته ورغلی دی. دا کوم بهرام شاه دی چي ابن بطوطه یې د غزني پاچا بولي؟ دا پوښتنه ځکه چا نه ده کړې چي ښايی د ابن بطوطه په سهوو کي به یې شمېرلې وي.

مخکي مو وویل چي د ابن بطوطه د ټولي سفرنامې په باره کي لیکنه کول یو بشپړ کتاب غواړي او د یوه مضمون له حوصلې وتلی کار دی. دونه به ووایو چي د ابن بطوطه په حق کي هغه مشهوره مقوله چي وايي « جهان ګشته بسیار ګوید دروغ » ډېر ښه صدق کوي. ابن بطوطه، د چین د پاچا لپاره، د سلطان محمد تغلق له خوا له زرو تنو محافظینو سره، د جنوب پر لور، یعني د سمندر خواته، روانیږي او پر سلو آسونو، سلو غلامانو او سلو کنیزو برسېره دونه تحفې او سوغاتونه ورسره دي چي ایله په یوه لویه کښتۍ کي ځای سي. ابن بطوطه، له دې ټولو سوغاتونو سره، د ده په قول، د ډهلي په سل میلي کي، له کفارو سره چي، زر تنه سپاره او درې زره پیاده دي مخامخ کیږي. ښې ډیري ورځي، چي شمېر یې نه دی معلوم جنګونه کوي. بالاخره له خپلو ملګرو څخه جلا کیږي او د کفارو لاسته لویږي او د طالع او بخت په زور، له هغو کسانو څخه چي د ده د وژلو تکل یې کړی دی، خلاصیږي او تښتي. په داسي حال کي چي په دې وخت کي د سلطان محمد تغلق سلطه تر دکنه رسېدلي ده او په پنځه سوه میلي کي څوک د هغه د عسکرو په مقابل کي د درېدلو جرأت نه سي کولای. خو د ابن بطوطه له بدې طالع له کفارو سره مخامخ کیږي. ابن بطوطه څه باندي یوه هفته وږی تږی په دښتونو او ځنګلونو کي ګرځي؛ تر څو چي بالاخره د القلب الفرح یا دلشاد په نوم یو ولی الله ورباندي پیښیږي، چي دا پیش بیني هم ده ته پخوا یوه بل ولی الله کړې ده، او د مسلمانانو تر یوه کلي پوري یې رسوي. او مسلمانان یې بیرته د خپل سفارت په ملګرو پسي رسوي. ابن بطوطه جلد دوم  ص ص ۱۷۷-۷۸

ابن بطوطه  له منځني ختیځ څخه د ایران او هند پر لور د سفر په ترڅ کي، په عراق کي د واسط ښار ته رسیږي. له هغه ښار څخه لیري د شیخ رفاعي زیارت کوي. په دغه سیمه کي پر یوه خانقاه باندي پیښیږي چي زرتنه؟ درویشان پکښي را ټول سوي دي. « هغوی د ماخستن له لمانځه څخه وروسته ذکر پیل کړ. وروسته ساز او سندري پیل سوې. او د لرګیو څو بارونو ته یې اورونه واچول. درویشان د رقص په وخت کي اورته ننوتل، ځیني به په هغه اور کي رغړېدل او ځینو به اور په خوله کړ او وبه یې خوړ؛ تر څو چي اور کرار کرار خاموش سو. ځینو به د لویو مارانو سرونه په خوله کي ونیول؛ په غاښونو به یې سرونه ورڅخه پرې کول. » ابن بطوطه لومړی جلد ص ص ۲۲۷-۲۸

ابن بطوطه، په دې ترتیب څو ځله د دروېشانو سره مخامخ کیږي. تصادفاً چي هر ځای درویشان ویني هغوی له ډوډۍ خوړلو څخه وروسته اورونه بلوي او په اور ننوزي. ابن بطوطه یو ځل د مالدیو په ټاپوګانو کي د دغه راز دروېشانو سره مخامخ سوی دی او وايي درویشان لوڅي پښې په اور ګډېدل او ځینو یې اور لکه حلوا داسي خوړ. تر څو چي اور خاموش سو. دوهم جلد ص ۲۳۴

  زه یقین لرم چي دا به د ابن بطوطه د کوم پرېشانه خوب یا لېونیو چرتونو محصول وي. په ویښه او په سم فکر د داسي پیښو لیدل امکان نه لري.

جوګي جادوګران:

ابن بطوطه د هند د جوګیانو په باره کي د سترګو داسي لیدلي حالات بیانوي چي د نورو کسانو په خاطراتو کي چا چنداني نه دي لیدلي. دی وايي«  له دې طایفې څخه ډیري زیاتی عجایبي ظاهریږي. له دې جملې څخه یوه دا چي دوی کولای سي په میاشتو میاشتو له خوړو او اوبو پرته ژوند وکړي. او ډېر یې کولای سي چي تر مځکي لاندي ښخ سي او هلته څو میاشتي پاته سي. د دې غارونو سرونه پوښل کیږي او یوازي یو سوری، د هوا د ننوتلو لپاره، ورکوي. حتی اورېدلي مي دي چي ځیني جوګیان کولای سي یو کال په دغو غارونو کي پاته سي. … جوګیان له غیب څخه اطلاع ورکوي او د هند سلطان د هغوی ډېر درناوی کوي او له هغوی سره ناسته ولاړه کوي. … ځیني جوګیان دا قدرت لري چي چاته وګوري هغه ځای پر ځای مړ کیږي. او عوام وايي څوک چي په نظر ووژل سي او وروسته یې سینه څيري کړه سي نو معلومه به سي چي زړه یې نسته. دوی په دې عقیده دي چي دغه جادوګران د وژل سويو کسانو زړونه خوري. دغه ډول جادوګران زیاتره ښځي وي او دوی هغوی ته کفتار وايي.»  دوهم جلد ص ۱۸۴

ابن بطوطه وايی « په هغو شپو ورځو کي چي سلطان په پایتخت کي وو زه یې یوه ورځ ور وبللم. سلطان له څو تنو خواصو سره په خلوت کي ناست وو. د سلطان په حضور کي دوه تنه جوګیان هم ناست ول. سلطان ماته وویل چي کښېنم او جوګیانو ته یې وویل چي دا سړی پر موږ ګران دی او له ډیرو لیري ځایونو څخه راغلی دی. تاسي داسي کارونه وکړی چي ده نه وي لیدلي. هغوی ویل پر سترګو. یو له دوی څخه چارزانو کښېنستی او هوا ته پورته سو او زموږ پر سر باندي په هوا کي پاته سو. زه حیران سوم او دونه وبېرېدلم چي پر مځکه باندي بېسده پرېوتلم. سلطان امر وکړ چي ماته دوا راکړي او زه بیرته پر هوښ راغلم. ( ابن بطوطه په بېهوښي کي هم د سلطان اوامرو ته متوجه دی. ) جوګي لا هغسي په هوا کي پاته وو. ملګري یې له خپلي توبرې څخه یوه څپلۍ را وایستله او لکه چاته چي ډېر قارورغلی وي هغه څپلۍ يې پر مځکه ووهله. څپلۍ هواته پورته سوه او هغه جوګي ته چي په هوا کي چارزانو ناست وو، ورغله او هغه یې پر څټ باندي واهه. څپلۍ وارونه کول او هغه جوګي چي په هوا کي ناست وو کرار کرار را کښته کېدی او زموږ سره  کښېنستی. سلطان ماته وویل هغه چي په هوا کي چارزانو ناست وو د څپلۍ د خاوند شاګرد دی. ما به د نورو لویو کارونو امر ورته کړی وای خو زه بېرېدلم چي ته لېونی نه سې. زه کورته راغلم او نفس تنګي راته پېښه سوه. سلطان یو ډول شربت راته را ولېږل هغه مي وخوړل او زه بیرته جوړ سوم. » ص ص ۱۸۵-۸۶

داسي ښکاري چي له ابن بطوطه څخه کله کله چین ته د خپل سفارت ماموریت هېر سوی وي او په ښارونو او ټاپوګانو کي د پاچاهانو او وزیرانو له خوا نازول کیږي. په دې ترڅ کي خورا ډیري ښځي په نکاح کوي او بیرته یې طلاقوي او په هر ځای کي لا وزیران او پاچاهان ښایستې کنیزي او غلامان هم ور بخښي. البته بیا هم درک نه معلومیږي چي د ده کمال په څه کي دی چي خلک دونه فوق العاده نازونه ورکوي او حتی د مالدیو په ټاپوګانو کي خو وزیر یو باغ او یو لوی کور وربخښی. په لاره کي معمولاً پر شیخانو پیښیږي او د هغوی په خانقاهو کي شپې تېروي. سړی نه پوهیږي چي د چین د پاچا لپاره هغو بې شمېره سوغاتونو ته څه پېښه سوه. ځکه چي په هغو کي یوازي سل آسونه، سل کنیزي، چي ټولي هنرمنداني او رقاصې وې او سل غلامان ورسره وه. له دومره عملې اومالونو سره سړی څرنګه له ټاپوګانو څخه بندرونو او له بندرونو څخه بیرته هغو ټاپوګانو او لا بیرته بندرونو ته ځي. سړی مجبور دی چي د ابن بطوطه پر نکل غوږ ونیسي او له ده سره هر څه ممکن وبولي. زه نه پوهېږم چي د دغه راز یوه دروغجن سړي په یاداشتونو چا څرنګه باور کړی او څرنګه لا تر اوسه په ډیرو معتبرو کتابونو او تحقیقاتو کي د ریفرنس په حیث اشاره ورته کیږي. د ده هغه کیسه چي د مالدیو د ټاپوګانو د اوسېدونکو د مسلمان کېدلو علت یې بولي په زړه پوري ده خو له بده مرغه چي په ویکي پیډیا کي لا هم د ده معلومات د ریفرنس په توګه ورکول کیږي. دی وايي:

« د محل له باوري کسانو څخه څو تنو لکه فقیه عیسی یمني، فقیه علی معلم، قاضي عبدالله او ځینو نورو نکل کاوه چي د مالدیو د ټاپوګانو اوسېدونکي کافران وه. ( مالدیو د هند د جنوب په شپږ سوه کیلومیتري کي د تقریبا ۱۲۰۰ کوچنیو ټاپوګانو یوه مجموعه ده. جهاني) هره میاشت به له سمندر څخه یو دېو را پورته کېدی او د دې ټاپوګانو خواته به راغی. کله چي به دا دېو د ټاپوګانو سره څرګند نو د هغه بدن د یوې کښتۍ په شکل وو چي ټوله له قندیلانو ډکه وه. او رواج داسي وو چي کله به دا دېو ښکاره سو نو د ټاپوګانو اوسېدونکو به یوه پېغله سینګار کړه او د سمندر پر غاړه به یې هغي بتخانې ته چي کړکۍ یې د دریاب خواته وه وروستله. دا پېغله به د شپې په هغه بتخانه کي وه او سهار چي به خلک بتخانې ته ورغلل نو وبه یې لیدل چي پېغلي خپل بکارت له لاسه ورکړی او مړه ده. دا عمل به هره میاشت تکرارېدی او پېغله به په قرعه انتخابېده او هره کورنۍ مجبوره وه چي، د قرعې په اساس، خپله پېغله بتخانې ته واستوي. شیخ ابوالبرکات د یوې سپین سري په کور کي اوسېدی ( د کفارو په ملک کي شیخ له کومه سو ؟ ) کله چي د هغې سپین سري د پېغلي لور نوم په قرعه کي را پورته سو او هغې ساندو او ژړاوو ته ملا وتړله نو شیخ ابوالبرکات د ژړا او فریاد د علت پوښتنه وکړه. شیخ د سپین سري په ژبه نه پوهېدی او یوه ترجمان کیسه ورته بیان کړه. ( مسلمان شیخ د کافري سپین سري په کور کي اوسیږي او په ژبه یې هم نه پوهیږي ؟ ) شیخ دوی ته وویل چي غم مه کوی. زه به د پېغلي پر ځای بتخانې ته ولاړ سم. شیخ ږیره نه درلوده او ساده روی وو. ابولبرکات یې د شپې بتخانې ته بوت. هغه اودس درلود او د قرآن په تلاوت یې بناء وکړه. کله چي دېو کړکۍ ته نیژدې سو او د قرآن تلاوت یې واورېدی نو وتښتېدی. ابوالبرکات تر سهاره تلاوت وکړ او کله چي سهار خلک بتخانې ته ورغلل نو ویې لیدل چي شیخ په تلاوت لګیا دی او دېو په خپله مخه تللی دی. خلک خپل پاچا ته چي شنورازه نومېدی ورغلل او کیسه یې ورته تېره کړه. پاچا ډېر تعجب وکړ. ابولبرکات پاچا ته ورغی او له هغه څخه یې د مسلمان کېدلو هیله وکړه. پاچا ورته وویل چي که بله میاشت له دغه دېو څخه سلامت پاته سوې نو زه به مسلمان سم. بله میاشت یې ابوالبرکات بتخانې ته بوت. دېو ښکاره نه سو او ابوالبرکات تر سهاره تلاوت کاوه. خلکو چي دا حال ولیدی نو بتان یې مات کړل او ټولو ایمان راووړ. د نورو ټاپوګانو اوسېدونکو ته یې هم اطلاع ورکړه او ټول مسلمانان سول.

دغه دېو، له اسلام څخه مخکي ، د دې ټاپوګانو خلکو ته ډېر زیات تاوانونه رسولي وه او چي زه هلته وم نو په دې کیسه نه وم خبر. یوه شپه په کار لګیاوم او یو دم  د لا اله الله او تکبیر نارې پورته سوې. هلکانو قرآنونه پر سر نیولي وه او ښځو مسي لګنونه او لوښي ټکول. ما تعجب وکړ او پوښتنه مي وکړه چي دا څه نکل دی. ناستو کسانو راته وویل چي ته نه ګورې؟ د دریاب خواته مي وکتل که ګورم چي یوه لویه کښتۍ را روانه ده او لکه ټوله چي له څراغونو او مشعلونو ډکه وي. دوی ویل دا هغه دېو دی چي په میاشت کي یو ځل ښکاره کیږي او چي موږ دغه مراسم اجراء کوو نو دی وګرځي او موږ ته تاوان نه را رسوي. » دوهم جلد ص ص ۲۲۸-۲۹

که دا کیسه ابن بطوطه یوازي د خلکو له قوله کولای مو چنداني خبره نه وه خو دا چي دی وايي پخپلو سترګو یې دېو ولیدی چي په څراغونو روښاني کښتۍ په شکل د جزیرې خواته را روان وو بیا نو د ده خبرو باید د شک په نظر وکتل سي.

 ابن بطوطه د خپلو سفرونو په ترڅ کي، له چین څخه هند ته د راستنېدلو په لاره کي، په سمندر کي، له یوې عجایبي سره مخامخ کیږي. دی وايي زموږد سفر په دري څلوېښتمه ورځ تر لمر خاته وروسته مو په سمندر کي یو غر ولیدی. زموږ په اټکل مو له هغه غره سره تقریبا شل میله فاصله درلوده؛ او باد هم موږ د هغه غره خواته بېولو. کښتۍ وانان حیران ول چي دلته خو نیژدې نه ساحل سته او نه غر. که مو باد هغې خواته یوسي نو زموږ کار خراب دی. یو ناڅاپه مي ولیدل چي هغه غر هواته پورته سو. زه حیران وم او کښتۍ وانانو په ژړا او زاریو پیل وکړ. ما ویل څه نکل دی دوی ویل هغه چي موږ فکر کاوه غر نه دی بلکه رُخ دی او که موږ وویني موږ به ټول له منځه یوسي. د خدای فضل وو چي باد د کښتۍ د حرکت سمت ته تغییر ورکړ او موږ له رُخ څخه لیري سولو او ما د هغه شکل سم ونه لیدی. ص ۳۲۴

زه بشپړ یقین لرم چي ابن بطوطه دا لوی مرغه د « الف لیله و لیله»  له کتاب څخه د « سیندباد د سمندر او سیندباد د وچي » له نکل څخه، چي د ریچرډ برټن د انګلیسي ترجمې په شپږم ټوک کي راغلی دی، را اخیستی دی. او دې ته حیران یم چي مورخین او حتی اسلامي انسایکلوپیډیا او تاریخي متون د دغه راز یوه دروغجن لیکنو ته لا څرنګه د ریفرنس په سترګه ګوري.

په هغه نکل کي سیند باد وايي چي موږ په کښتۍ کي سپاره وو او یوه ټاپو ته ورسېدلو چي هر ډول مېوې پکښي پرېمانه وې. زه تر یوې وني لاندي خوب یووړم او چي را پاڅېدم کښتۍ راڅخه تللې وه. په ټاپو کي یوې جګي وني ته پورته سوم او یو لوی ګردی سپین شی مي له لیري ولیدی. چي نیژدې ورغلم هغه یوه لویه سپینه ګنبده وه. پر هغې باندي شاوخوا را وګرځېدم او هیڅ لاره یې نه درلوده. په دغه وخت کي یو ډول تیاره سوه او د لمر مخ پټ سو. چي پورته مي وکتل رُخ په هوا ګرځېدی. دا هغه مرغه دی چي خپل بچیان د پیل په غوښو مړوي. هغه چي ما ویل سپینه ګنبده به وي هغه د رُخ هګۍ وه. څه وخت وروسته تیاره سوه او لمر پټ سو او چي پورته مي وکتل رُخ راغی او پر هغه سپینه ګنبده کښېنستی او وزرونه یې ورباندي وغوړول….

د ابن بطوطه رُخ هماغه د سیندباد رُخ دی، چي دوړاه افسانوي او خیالي موجودات دي؛ او که چیري موجود وه نو هغه به د ډاینسور عصر وو؛ البته نه په دې لوی والي. په زړه پوري خبره بیا هم دا ده چي محققین لا څرنګه د ده سفرنامه جدي بولي.

ابن بطوطه وايی « له دې پیښي څخه  دوې میاشتي وروسته جاوه ته ورسېدلو او د سوماټرا په ښار کي له کښتۍ څخه کښته سولو. ملک ظاهر له کفارو سره له جنګ څخه را ستون سوی وو اوډېر زیات بندیان یې له ځان سره راوستلي وه. له هغوی څخه یې دوې نجوني او دوه هلکان ماته را واستول. ما ته یې له معمول سره سم کور راکړ او د پاچا له ورېرې سره د پاچا د واده په مراسمو کي مي برخه واخیستله. » دوهم جلدی ص ۳۱۴

ابن بطوطه له دې څخه وروسته د انډونیزیا د پاچا د دونه مېلمه پالنو او نازونو په باب ږغیږي چي یوازي د یوه مېلمه پاچا له شان سره ښايي. البته ابن بطوطه، د خپل معمول سره سم، موږ ته نه وايی چي د انډونیزیا له پاچا سره د ده پېژندګلوي څرنګه وسوه او دی څوک وو چي د یوه لوی ملک پاچا یې دونه عزت کاوه چي سمدستي یې دوې ښایستې نجوني او او دوه هلکان ور ولېږل. ابن بطوطه په دې هم نه دی خبر چي جاوا بېل ټاپو او سوماټرا بېل ټاپو دی. او د سوماټرا په نوم ښار نسته. څوک چي په سوماټرا کي کښته سي بیا نو جاوا ته د واده د مراسمو او مېلمستیا لپاره نه سي تللای. ځکه چي دا د اوښ په مزل ډېره لاره ده او تر منځ یې لا اوبه هم دي او باید سړی په کښتۍ کي ولاړ سي. طبیعي خبره ده چي ابن بطوطه یوازي د دې جزیرو نومونه اورېدلي وه او که نه وي نو دا غلطي یې نه کوله.

ابن بطوطه د هندوستان د کالیکټ تر بندر پوري رسیږي. دی وايي زړه مي غوښتی چي ډهلي ته ولاړ سم خو له عاقبت څخه ووېرېدلم او له هغه ځایه په اته ویشت ورځي کي د ظفار بندر ته ورسېدم. ابن بطوطه دا نه وايي چي ولي له عاقبت څخه ووېرېدی او څه ګناه یې کړې وه.

Leave A Reply

Your email address will not be published.