د کُمینتِرن رامنځته کیدل، فعالیت او انحلال – دوهمه برخه

نور محمد غفوری

0 133

د کُمینتِرن رامنځته کیدل، فعالیت او انحلال

دوهمه برخه

په یوه ځانګړي هیواد کې د سوسیالستي انقلاب تیوري او د «سوسیال فاشیسم» تزس

.

نوټ: د سیاست له ټولو مینه والو او په ځانګړې توګه د کارګري نهضت او دموکراسۍ د پلویانو څخه هیله کیږی چې د کمینترن د لنډ تاریخ انتقادي تحلیل دقیق ولولي، ځکه چې د مدرن سیاست د طرحې او عملي کولو له پاره د کُمینترن تر مخ د کارګري جنبش د فعالیت ډول او تر کمینترن وروسته د بلشویکي ګوندونو او د غیر بلشویکي کارګري جنبش د تیوریکي طرحو، تشکیلاتي جوړښت او عملی فعالیت تجربې او له هغو څخه زده کړه ډیره ګټوره ده.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د کُمینترن دریمه، څلورمه او پنځمه نړیوالې کنګرې:

ددې لیکنې په تیره برخه کې مو ولوستل چې د کُمينټِرن د دوهمې کنګرې پریکړو نړیوال کارګري جنبش له انشعاب او خپل منځو کشمکشونو سره مخامخ کړ، د ملي مسئلو په حل کې د کمينترن د غړو کارګري ګوندونو استقلالیت محدود او د کمينټرن د رهبرۍ پریکړې او دستورونه ورته د ګوند تر داخلي پریکړو عمده شول. په ګوندې فعالیتونو کې د (دموکراتیک مرکزیت د پرنسیپ) د حتمیت له کبله د ګوندونو داخلي دموکراسي ضعیفه شوه. د کنګرو، پولینومونو، د سیاسي بیورو غونډو تر ډیره نمایشی شکل ونیو او ورپکې د رښتینو کلکتیفي پریکړو امکانات سلب شول. د ګوندونو کنګرې هم په مختلفو علتونو سره د ګوند د رهبر او رهبرۍ د ارادې تابع شوې چې پخپل وخت او دموکراتیک ډول نه دایریدې. کارګري اتحادیې، د ښځو او ځوانانو سازمانونه او نورې مسلکي صنفی اتحادیې د ګوند تر رهبرۍ لاندې راغلې او استقلالیت یې له لاسه ورکړ. کُمينټِرن د خپلې دوهمې نړیوالې کنګرې پریکړو ته زر تر زره متوجه شو او د هغو د اصلاح او ترمیم په لټه شو.

کُمینټرن پخپله دریمه (۱۹۲۱م) او څلورمه (۱۹۲۲م) کنګره کې د دوهمې کنګرې د غلطیو په اصلاح بوخت شو او ويې غوښتل چې د دوهمې کنګرې څخه پخپل تن را پیدا شوي ټپونه پټۍ کړي. له دې کبله یې په دې کنګرو کې نسبتا نرم سیاست په مخکې ونیو او د شوري اتحاد د ګوند او دولت دوو مخکښو کسانو لکه لنین او تروتسکي هم ددې کنګرو غوښتنو ته غاړه کیښوده. ولادیمیر ایلئیچ لنین په دریمه کنګره کې د (کارګري واحدې جبهې) تکتیک رامنځته کړ چې د هغې د تزسونو په رڼا کې په ۱۹۲۲م کال کې په برلین کې د کمینټرن او د نورو چپو ګوندونو د استازو ترمنځ لیدنه وشوه.

د کُمينټِرن په څلورم نړیوال کانګرس کې د واحدې جبهې طرحه رسما ومنل شوه چې د هغو په رڼا کې په ځینو ځایو، لکه په آلمان کې د کمونست ګوند او سوسیال دموکراتانو ترمنځ په ۱۹۲۳م کال کې په (زکسن) او (ټورینګین) کې شریک حکومتونه رامنځ ته شول

د کُمينټرن پنځمه نړیواله کنګره د لینین تر مړینې وروسته په ۱۹۲۴م کال کې جوړه شوه چې تر هغه وروسته د شوروي اتحاد د ګوند او دولت د مشرۍ له پاره سیالي روانه وه. دا سیالي د شوروي اتحاد په کمونست ګوند کې له تروتسکي څخه سټالین وګټله. په همدې ترتیب په کُمينټِرن کې هم د سټالین (په یوه ځانګړي هیواد کې د سوسیایسم د جوړولو Sozialismus in einem Land) تیوري د تروتسکي (د پرله پسې (مسلسل) انقلاب د تیوري Theorie der permanenten Revolution) په مقابل کې ومنل شوه او په دې سره په حقیقت کې کُمینتِرن د نړیوال انقلاب له طرحې سره وداع وکړه. اوس نو دا لازمه شوه چې کمینټرن غښتلی او د شوروي د رژیم امنیت او ټینګښت یې د توجه په محراق کې قرار ونیسي. په دې توګه کُمينتِرن د شوروي اتحاد د بهرني سیاست په ښه او اغیزمنه وسیله واوښت.  د مختلفو هیوادو هغه پرولتري ګوندونه چې په کمينترن کې یې غړیتوب لاره د هغه د رهبرۍ تر امر لاندې چې په مسکو کې وه، واقع شول. کنګرې پریکړه وکړه چې ټول کمونیستي ګوندونه د بلشویزه شي. له دې پریکړې سره کمونیستی ګوندونو له خپلې سوسیال دموکراتیکې سابقې څخه چې په کارګري جنبش کې یې لرله، فاصله ونیوه. په مختلفو هیوادونو کې د سوسیال دموکراتانو کوچنۍ ټوټې د بلشویسم په منلو سره په مارکسیستي– لیننیستي ګوندونو واوښتې. له غیر بلشویکي مفکورو څخه د کمونیستو ګوندو د پاکولو سره سره پخپله د کمونستو ګوندونو په لیکو کې د سوسیال دموکراسۍ اغیزې زیاتې وې.   کارګري جنبش او پرولتري اتحادیې د سوسیال دموکراسۍ په طرف ولاړې وې.

په دې اړه د کُمینتِرن د اجرائیه کميټې مشر (ګریګاري سینوویف Grigori Sinowjew) د کميټې غونډې ته پخپل رپوټ کې وویل چې «زموږ په لیکو کې پاته شوي سوسیال دموکراتان هم تر هغو ډیر زیات دي، چې موږ یې فکر کاوه». سره له دې کمونستی ګوندونو د مارکسیستی- لنینیستي په یوازینۍ ایديولوژۍ د خپلو لیکو په وحدت کار کاوه. د یادولو وړ ده چې په کمینترن کې د فرکسیونو دموجودیت او مبارزې په پایله کې د تروتسکي پلویان (چپ کمونستان) هم ډیر شول چې د سټالینی افکارو له اغیزو یې د کمينټرن د خلاصون له پاره مبارزه کوله او نړیوال کیڼ کمونیستی اپوزیسیوني سازمان پې رامنځته کړ.

 

د کُمینټِرن شپږمه نړیواله کنګره:

د کومینترن په شپږمه نړیواله کنګره (۱۹۲۸م) کال کې د چپو ګوندونو د متحدې جبهې تیوری (کارګري واحدې جبهې) طرحه چې په دریمه نړیواله کنګره کې طرحه او په څلورمه کنګره کې منل شوې وه، مردوده وګڼل شوه. په دې توګه کمينټرن بیرته د خپلې دوهمې نړیوالې کنګرې د پریکړو خواته ور وګرځید. نه یوازې دا چې له نورو غیر بلشویکي چپو او کارګري ګوندونو سره یې د کپیټالیسم پر ضد د واحدې کارګري جبهې طرحه رد کړه، بلکې له هغوی سره یې خپل تضاد ته شدت ورکړ. په دې کنګره کې د ګارګري جنبش ترمنځ د واحد عمل پر ځای د (سوسیال فاشیسم) تزس رامنځته شو چې کمونستانو له نورو ټولو کارګري ګوندونو سره خپله دښمني رسماً اعلان کړه او هغوی یې د (سوسیال فاشیسم) په نوم ونومول. په دې کنګره کې کمونستو ګوندونو سوسیال دموکراسي، چې په اصل کې د دوی مور ګڼل کیږي او د کارګرانو د ګټو په دفاع او د سوسیالیستي نظام د جوړولو له پاره یې له امپریالیسم، ناسیونالیسم او فاشیسم سره دوامداره مبارزه کوله، د سوسیال فاشیسم په نامه یاده او سوسیال دموکراتان یې د کمونیسم لومړۍ درجه دښمنان وبلل. په دې کنګره کې ستالین د خپل هیواد د خارجي سیاست له په نظر کې نیولو سره وویل چې «فاشیسم د بورژوازۍ جګړه ایز سازمان دی چې د سوسیال دموکراتانو په فعاله مرسته تکیه لري. سوسیال دموکراسي د فاشیسم معتدله شاخه ده… دوی یو د بل پر ضد نه دي، بلکې یو بل سره تکمیلوي. دوی یو د بل ضد قطبونه نه دي، بلکې غبرګوني وروڼه دي.» له سوسیال دموکراسۍ سره د ستالین او کُمینټرن د دښمنۍ اعلان د فاشیسم او امپریالیسم پر ضد د متحدو کارګري جبهو په سر د مارتول (لوی سوټک) وار او ګذار و چې فاشیستانو ورڅخه ګټه پورته کړه. کمينټرن د کارګرې طبقې د اساسي دښمن (پانګوالانو) پر ضد د ګډې مبارزې د شعار او د ګارګري ګوندونو تر منځ د متحد عمل او قرابت پر ځای د نفرت او بلتون سیاست رامنځته کړ چې فاشیسم ته یې ډیره ګټه ورسوله او د ودې شرایط یې ورته برابر کړل.  

په دې توګه یو ځل بیا د کُمینترن دا ډول پریکړه په ټولو هیوادو کې د چپو ځواکونو تر منځ د عمل د وحدت او د بورژوازۍ او فاشیسم پر ضد د واحدې جبهې د جوړولو مانع وګرځیده. د خپلې موضعګیرۍ له کبله یې فاشیستی ضد قوتونو ته زیان ورساوه چې په حقیقت کې د پرولتري جنبش او سوسیالیستي ځواکونو په وړاندې د فاشیسم او امپریالیسم د ځواکمنتیا سبب ګرځیده. مثلا، د اروپا او آلمان کمونستانو د دې پرځای چې چپ ځواکونه او سوسیال دموکرات دولتونه دفاشیسم په وړاندې حمایت کړي، هغه یې تخریب او ضعیفول. د چپو ځواکونو نفاق او شقاق د هغو فکټورونو له جملې څخه شمیرل کیږي چې په اروپا کې یې د فاشیسم د نفوذ له پاره شرایط برابر کړي او تر معینې کچې یې مسئولیت د کُمينټرن په غاړه هم ور اچول کیږي چې د فاشیسم ضد ځواکونو په اتحاد کې یې خنډونه واچول.

لکه چې مخکې یادونه وشوه، د شوروي اتحاد تر کمونست ګوند وروسته د جرمني کمونست ګوند هغه لوی ګوند و چې د بلشویسم له ایدیولوژۍ او د شوروي له سوسیالیستی دولت څخه يې ننګه کوله. ددې ګوند رهبر (ارنست ټیلمن Ernst Thälmann ) په کنګره کې وویل چې د «انقلاب ضد سوسیال دموکراسي» د شوروي اتحاد پر ضد په کامله توګه د کپیټالیستي بورژاوزي جګړې څخه ننګه کوي. هغه په اروپا کې ټول سوسیال دموکرات دولتونه د غدارو دولتونو په نامه یاد کړل چې باید راوپرزول شي او کارګري کتلې یې دې ته تحریکولې چې د هغو د راپرځولو له پاره لاس په کار شي. د (ټِلمن) دا طرحه په افغانستان کې د هغو چپو ګوندونو طرحو ته ورته ده چې د ثور د انقلاب د حمایت، اصلاح او ودې پر ځای یې د خلقی دولت د ړنګولو له پاره له خپلو طبقاتي دښمنانو سره یو ځای فعالیت او وسله وال بغاوت پیل کړ.

د ۱۹۲۹م کال د پانګوالي نظام نړیوال اقتصادي بحران په ډیرو صنعتي هیوادو کې چپو او رادیکالو کمونیستي ګوندونو ته د جلب او جذب ښه شرایط برابر کړل، خو کُمینترن ونه شوای کولای چې له هغو څخه د ځان او ټول پرولتري جنبش له پاره زغرده ګټه واخلي. د مثال په توګه یادولای شو چې له شوروي اتحاد وروسته دوهم غښتلي کمونست ګوند په آلمان کې وکولای شوای چې په تودو کې خپل نفوذ زیات او ډیرې رایې وګټي، خو د انټرناسیونال د رادیکالو تزسونه او د سوسیال دموکراتانو سره د دښمنۍ د اعلان له مخې یې د سوسیال دموکراتانو سره د ائتلاف استعداد او چانس له لاسه وتلی و. د سوسیال دموکرات ګوند لخوا د ګډ ائتلاف د جوړولو وړاندیز یې نه مانه او په دې ډول کمونستانو له پارلماني معقولې علني مبارزې له ثمر څخه ځانونه محروم کړل، د خپل ځان له پاره یې پخپله خوښه کړې انزوا کې پاته شول او د پارلمان لخوا په انتخاب شوي مشروع دولت کې له ګډون څخه بې برخې شول. دا په داسې حال کې وه چې د دوی دواړو او نورو کارګري ځواکونو په مخالف قطب کې فاشیسم وده کوله او له سوسیال دموکراتانو سره په رقابت او مبارزه کې و.

کله چې هيټلر په ۱۹۳۳م کال کې په آلمان کې قدرت ته ورسید، په لومړي ګام کې یې د آلمان په کمونست ګوند او د آلمان په سوسیال دموکرات ګوند، دواړو باندې بندیزونه ولګول او د دواړو ګوندونو ډیر غړي یې (کانڅنتراڅیون لاګر Konzentrationslager ) ته واچول. (دا د فاشیستي دولت خاص جیلونه و چې په بندیانو یې شاقه کارونه کول او بیرته ترې د ژوندي راوتلو چانس تقریبا نه و.) د هيټلري دولت لخوا د آلمان د کمونست ګوند له ممنوعیت سره په نړیوال ډګر کې د شوروی اتحاد لوی مدافع او د کمینټرن ستر غیر شوروي شاخ ضعیف شو چې د کُمينټرن په فعالیت یې ډیر منفی تاثیر واچاوه. له دې ټولو واقعیتونو سره سره کُمینټرن د خپلې مبارزې ستراتیژي او تکتیک ته تغیر ورنکړ او د «سوسیال فاشیسم تزس» یې کلک نیولې و. د آلمان کمونست ګوند او کُمینټرن په آلمان کې له سوسیال دموکراتانو «ګیله» لرله چې ولې یې په کارګري کتلو کې له کمونستانو څخه زیات نفوذ کړی او چې د کمونستانو څخه یې د کارګرې طبقې رایې «چور» کړې دي. د داسې منطق پر اساس کمونستانو سوسیال دموکراسي چې پخپله دوی هم ترې زیږیدلي او د کارګرانو د ګټو ټینګه مدافع وه، د امپریالیسم او فاشیسم تر مخ ځکه خپل اساسي دښمن باله چې تر دوی یې ډیر کارګران په ځان پسې کش کړي و او آزادې کارګري اتحادیې پخپله خوښه د سوسیال دموکراتانو تر څنګ ولاړې وې.

داسې ښکاري چې کُمینټرن په دې وخت کې د فاشیسم ماهیت او امکانات سم نه و پیژندلي، فکر یې کاوه چې دا یوه مؤقتي او زر تیریدونکې پېښه ده. خو کله چې هيټلر په داخل کې ځان محکم او خپل مخالفین يې په مختلفو بهانو وټکول، په خارجي سیاست کې یې هم شوروي اتحاد د غټ تهدید په حیث مطرح او په دې بهانه یې د وسلو جوړولو ته زور ورکړ. له انګلیس او نورو هیوادونو سره یې ټاکلي اقتصادي او سیاسي قراردادونه وکړل؛ هلته و چې شوروي اتحاد او سټالین هم په ځان وپوهیدل او خپل خارجي سیاست یې بدل کړ. کُمینټرن ته هم د خپل سیاسي تکتیک مرګونې اشتباه ور معلومه شوه. له نورو فاشیستي ضد سیاسي ځواکونو سره یې پخپل چلند او تکتیک کې بدولون ته پام ور واړاوه او د امپریالیسم، فاشیستي آلمان او هيټلري دولت په ضد یې په غربي هیوادو کې د دموکراتو ځواکونو د عمل یووالي ته توجه وکړه.

(نور بیا)

نور محمد غفوری

Leave A Reply

Your email address will not be published.