کیمیاوي وسله

زکریا رحیمي

0 40

Chemical weapon

لنډیز یې (CW) دی. ځانګړي پوځي مهمات دي، کیمیاوي انجنیري یې په جوړونه کې اړین رول لري. دا ډول وسلې انسانانو، بوټو او ژو ته په پراخه کچه مرګ ژوبله اړوي. د کیمیاوي وسلو د مخنیوي د سازمان (Organisation for the Prohibition of Chemical Weapons OPCW) له مخې کیمیاوي وسلې اصطلاح له وسلو پرته هغو کیمیاوي زهري توکو ته هم کاریږي کومې چې د مرګ، ټپ، په موقتي توګه د ناتوانۍ او یا حسي نا ارامۍ لامل ګرځي. د کیمیاوي توکو انتقالونکي او په یوې سیمې غورزونکي که چېرې کیمیاوي توکي لري او یا هم خالي وي وسلې ګڼل کیږي.
 
کیمیاوي وسلې اټومي وسلې، بیولوجیکي وسلې، راډیولوجیکي وسلې ندي خو د همدې وسلو په نوملړ کې شاملې دي او یادې ټولې وسلې د ډله ایزو وژنو وسلو (weapons of mass destruction WMDs) په نامه یادیږي. په پوځي ژبه کې د یادو ټولو وسلو لنډیز (NBC) دی. عامو یا دودیزو وسلو ته (conventional weapons) نوم اخلي. کیمیاوي وسلې د ګاز، مایع یا جامد شکل کې خپریږي او له هدف پرته نورو ځایونو ته خپرېدای او مرګ ژوبله اړولای شي. د کیمیاوي وسلو عصري بېلګې د اعصابو ګاز (Nerve gas)، د اوښکو بهونکی ګاز (Tear gas) او د مرچو شیندونکي (Pepper spray) دي.
 
هغه کیمیاوي پوځي مهمات چې د مرګ لامل ګرځي الوتکونکې ځانګړنه لري. تر ټول زیات خطرناک یې د (nerve agents GA, GB, GD, and VX) ډولونه او (vesicant or blister agents) دي په دې ټولو کې سلفر موستارډ (sulfur mustard) لکه (H, HT, and HD) کاریږي. د خونې په تودوخه کې ټول مایع وي خو له ازادېدو سره په ګاز بدلیږي، په لمړۍ نړیواله جګړه کې په پراخه کچه کارېدلي.
 
د جرمني نازیانو په جرمني کې د یهودانو او له جرمني بهر د نورو قومونو د ټولوژنې لپاره سوداګریز هایډروجن سیانیډ وکارول، سوداګریز نوم یې زیکلون بي (Zyklon B) دی. د کارونې تر ټولو عامه طریقه یې په یوه لویه خونه کې چېرې به چې نیول شوي کسان موجود وو دا ګاز پرېښودل کېده او خلک به یې په ډېره بې رحمۍ پرې وژل. د نازیانو لخوا همدې ټولوژنې ته تاریخ کې د اروپایي یهودانو ټولوژنه (Holocaust) نوم هم اخلي او په ټول تاریخ کې لویه ټولوژنه ګڼل کیږي.
 
په ۲۰۱۹ کې تر ټولو عامې کارېدونکې کیمیاوي وسلې چې د پولیسو لخوا کاریږي (CS gas and pepper spray) دي. خو د کیمیاوي وسلو د کنواسیون (Chemical Weapons Convention) له مخې (pepper spray) ګاز وژنکې کیمیاوي وسلې دي او په نړیواله کچه یې تولید منع دی.
 
کیمیاوي توکي په توغېدونکو وسلو لکه راکټ او یا توغندیو کې او یا ماینونو کې ځای کیږي او دا ډول کیمیاوي توکي چاودېدونکو ته هم اړتیا لري. دوېم ډول یې په الوتکو کې انتقال کیږي او دا ډول یې کوم چاودېدونکي توکي ته اړتیا نلري. سلفر موستارډ په ۵۵ °F تودوخه کې په کنګل بدلیږي او د چاودنې له تودوخې سره د ګاز په شکل کې خپریږي. دوه ګونو وسلو کې دوه ډوله کیمیاوي توکي جلا موجود وي او تر هغې زهري نه وي تر څو چې سره یوځای شوي نه وي.
 
کومې کیمیاوي وسلې چې تر ۵۰ کالو پورې ساتل شوي د متحده ایالتونو د (Public Law 99-145) قانون له مخې له کاره لوېدلې ګڼل کیږي.
 
هند د ۱۹۹۷ کال په جون کې اعتراف وکړ چې ۱۰۴۴ ټنه سلفر موسټارډ د کیمیاوي وسلو په شکل کې لري. په ۲۰۰۶ کال کې یې خپلې ۷۵ % وسلې ویجاړې کړې او پاتې یې په ۲۰۰۹ کې ویجاړې کړې.
 
عراق هم کیمیاوي وسلې لرلې او د ۱۹۸۸ کال د مارچ په ۱۶ نېټه یې په خپلو کردانو وکارولې. د عراق یاد برید ته د جګړې په تاریخ کې (Halabja chemical attack) نوم اخلي. په دې برید کې تر ۵۰۰۰ پورې کسان مړه او تر ۱۰۰۰۰ زیات ټپیان شول. د عراق او ایران د جګړې پر مهال هم عراق کیمیاوي وسلې کارولي.
 
جاپان هم له پخوا کیمیاوي وسلې لرلې او په ۲۰۱۰ کال کې یې په له منځه وړلو پیل وکړ.
 
کله چې قذافي د لیبیا واک لره نو له چاډ سره په جګړه کې یې کیمیاوي وسلې وکارولې. په ۲۰۰۳ کال کې قذافي له غرب سره د تودو اړیکو په بدل کې د کیمیاوي وسلو له منځه وړنه ومنله خو د قذافي د پرزېدو تر مهاله لیبیا ۱۱.۲۵ ټنه زهري موستارډ ګاز لره.
 
روسانو تر ټولو زیات زهري سلفر موستارډ په ۲۰۱۰ کې له منځه یوړل، کچه یې تقریبا ۱۸۲۴۱ ټنه وه. په ۲۰۱۶ کال کې روسانو تقریبا خپلې ۹۴% کیمیاوي وسلې له منځه یوړې. د ۲۰۱۷ کال د سپټمبر په ۲۷ نېټه یې تر ټولو وروستی د کیمیاوي وسلو امبار ویجاړ کړ.
 
سوریې په ۲۰۱۲ کال کې په لمړي ځل د کیمیاوي وسلو لرلو ادعا وکړه. د ۲۰۱۳ کال د جون په ۱۹ نېټه په سوریه کې د کیمیاوي وسلو برید وشو او په حکومت تور پورې شو چې کیمیاوي وسلې یې په خپلو مخالفینو کارولي. د ۲۰۱۳ کال د سپټمبر په ۱۴ نېټه یې د کیمیاوي وسلو له کنوانسیون سره د کیمیاوي له منځه وړلو لپاره تړون لاسلیک کړ او د ۲۰۱۴ کال تر نیمایي پورې یې خپلې ټولې کیمیاوي وسلې له منځه یوړې خو له دې وروسته هم په سوریه کې د کیمیاوي وسلو بریدونه وشول.
 
اسرایل هم کیمیاوي وسلې لري او د له منځه وړلو لپاره یې هیچا ته غوږ نه نیسي او په کافي کچه یې انبار کړي.
 
د شمالي کوریا په اړه ګمان کیږي چې کیمیاوي وسلې لري.
Comments
Loading...