کله مې چې طالب ته غېږ پرانېسته!/ کمالپوري

خبر شوم چې اوربند اعلان شو، مال زه په مورچلو کې به ناست وي درز غوبل به یې نه وي. د اختر په لومړي ورځ په دفتر کې نوکري وم سایټونه مې څارل چې هیلو واخېستم، د سولې ژوند مې را انځور کړ ، اردو طالب ته غېږه پرانېسته په نوکري ناست دفتر کې مې د خوښۍ اوښکې روانې شوې هیلو لا زور واخېست ډېر لېرې لاړم، د نورستان کامدیش برګیمټال مې تر سترګو تېر کړل، د هلمند باغران نادعلي او د پکتیا شاهي کوټ او احمد اباد ته مې فکري چکر پیل کړ. ذهناً دفتري کار پاتې شو، ژوند بیا سر له نوي غېږ راکوله، داسې مې انګېرل چې راپسې نسل به مې د جنګ په نوم څه لا پیژني هم نه او زه په سپینه ږیره ورته اخته یم چې وخت و او زمان و سړي خواره و چې پر وطن خپاره وو، په روژه کې یې هم پر تا رحم نه کاوه له درز سره به یې ۳۵۰ کورنۍ د غم پر ټغر کېنولې، بورې او یتیمان یې را له غاړې کړل چې ناڅاپه د سولې غږ شو د هېڅ چا روانو اوښکو ته مې ونه کتل ژر مې سینه پراخه کړه لا مې د سینې غولي ته نه و رارسېدلي چې اختر و بیا پر ما اختر جوړ شو، فکرونو پسې اخیستې وم چې غرمه شوه همکار راغږ کړل چې ډوډۍ خورو مال زه روحً موړ یم نن ما هسې مه غږوه ما خپلو فکرو ته پرېږده چې د خیال په جنت کې مې تر بدخشانه او زابله لاړ شم، مېلې وکړم، خپل وطن ته نن غېږه ورکړم ځکه لا دمخه یې غېږه را پرانېستې ده، ول زه ارمان دې پوره کېږي.
دوی د ولایتونو تر مرکزونو راغلي وو، مال اخ دا به کله وي چې کابل ته هم راشي او د دې څڼو لاندې یې ترې مچکه واخلم، غېږ کې یې ونیسم او په پښو ور پرېوزم چې نوره دا سپیره جګړه پرېږدئ، خبر شوم چې د کابل تر کمپنۍ را ورسېدل او د کورنیو چارو وزیر یې هم هرکلي ته ورغلی و اوس مې نو رخصتۍ ته ډېر تلوار و چې څه وخت به له دفتره وځم، ښار کې څه کېسې دي او موږ یې پر فسبوک ننداره کوو.
کورته په رسېدو زما هم فکره خاله زامن او ماما ګان سره تر سلا مشورو وروسته پرېکړه وشوه چې دا د اوربند جشن غځوو هر یوه ته په نننواتو ورځو لا اقل ملکي ژوند ته خو به یې راوګرځوو عذر به ورته وکړو، په هېوادني دود به د سر پټکۍ ور وغوړوو چې ډېر ستومانه یو نور مو پرېږدئ که کافران یې ثابت کړو له سره به ورته کلمې تېرې کړو خو دا خلک به له جنګه راګرځوو چې همداسې مو وکړل،درې شپې او ورځې د اختر په همدې پلمه پر کابل ښار وګرځېدو، یوشمېر یې ژمنه وکړه او یو شمېر یې لا هم په خپل پخواني خره سپاره ول.

لامې هېله نه وه بایللې ، مال زه زه ضمیر ته خو ملامته نه یې، درې شپې مو ورسره په ګیلو مانو رڼې کړې.

که به مې لږ هم سترګې سره ورغلې له جنګه پاک افغانستان مې لیده، د استشهاد او انتحار اندېښنه مې لېرې شوې وي مینه بیا خپره شوي وي له ناامنیو ښارو ته کډه شوي بېرته خپلو مېنو ته ستانه شوي وي، پر کلي مو بیا هغه شور او ځوګ قایم، کلیوال په روحي انرژي د سوځېدلي ښوونځي په رغولو بوخت وي هر څه یې هېر کړي وي، دواړه غاړې پرې پښېمانه هم وي خو رغوي یې.

ژوند خوږ روان وي په دې وخت کې د سرکار له خوا د عسکري کولو حکمونه راشي او وايي اوس نو باید بیروني دوښمن ته تیار شو، هر ځوان مو داوطلبانه دې خدمت ته اوږه ورکوي، کورني مسایل حل وي یوازې  بهرنیو دوښمنانو ته ګوته په ماشه یو چې را ویښ به شوم ځای مې نه کېده بې تړقه اوازې خپرېدې چا ویل درې میاشتې غځېږي چا څه ویل؛ (د جهاد غږ) وېب پاڼه مې په ریفریش وموښله  چې ای کاش اوس یې که دا کیسه عمري وغځوله نو په نذر ایښې روژې به ضرور نیسم.

د اختر د درېیمې شپې وروستۍ شېبې او زما سلګې وې چې بېرته د جنګ مورچو ته د تلو امر وشو، بېرته «کافران» شو، نو مو چا اوښکو ته وکتل نه مو نننواتو ته.

کور دې وران شه لعینه سوداګره اوس مې نو اولاد پرېږده چې دا زما خوبونه هغه وویني.

د سمسور او ودان افغانستان په هیله

محمدامین کمالپوري

نوټ: دې پوسټ ته مې په کتو رایاده شوه

Categories: مقالې

Tags: