ښوونه او روزنه / سید شاه ګل ویاړ

ښوونه او روزنه د یوه هیواد د پرمختګ په لاره کې رغنده رول لري. پرته له شکه چې نننۍ پرمختللي نړۍ د ښوونې او روزنې له برکته تر دې ځایه را رسیدلي ده. د یوه هېواد ښوونه او روزنه هله د هغه هېواد د هر اړخیزه پرمختګ په برخه کې خپل رول ادأ کولی شي، چې غښتلي او پرمختللي وي. غښتلي او پرمختللي ښوونه روزنه هله ممکنه ده چې چلوونکي او ښوونکي يې په کارپوه، صادق، مسؤلیت پيژندونکي، د هیواد ګټو ته ژمن وي. همدارنګه د دولت له لورې هم د غښتلي ښوونې روزنې په پار ډېره پانګونه او پام لرنه ترسره شي. د دې تر څنګ د ښوونې او روزنې نظام مسؤلینو ته په کار ده چې د دیني مدارسو او ښوونځیو تر منځ همغږي او نږدې والی رامنځ ته کړي. که زموږ ښوونيز او روزنيز نظام ته ځېر شو، په نوموړي نظام کې ډېرې نیمګړتیاوې شتون لري.

زموږ د زده کړې او عبادت ځایونه د ا ندېښنې وړ دي، ځکه چې رښتنی ژوند، رښتنې مینه، رښتنې پوهه او ځېرکتیا پکې نه پیدا کیږي، دلته د ښوونې چارواکې بې بصیرته او بې ذوقه دي. د عبادت خانو پیران مو بې همته، بی موخې او بی وسه دي، په هغه حقیقتونو د بنده ګانو له وېرې سترګې پټوي چې د هغوی برملا کول د دوی رسالت دی، دین یوازې او یوازې د دنیا د ترلاسه کولو په منظور کاروي، د دیني احکامو غلط تفسیر يې په عادت تبدیل شوی دی، په هغه مسایلو نه تم کیږي کوم چې په لومړیتوب کې قرار لري، بلکې نورو ته د ګناه کولو او د هغې د معاف کولو لارې ورښيي. همدارنګه زموږ اوسنۍ عصري ښوونې روزنې هم د موجوده نسل په حق کې ستر جنایت تر سره کړی دی؛ دا سمه ده چې د عقل روزنې او ژبې مه‍ذبولو ته يې پاملرنه کړي ده خو زړه ته دغذا ورکولو، د عاطفی قواوو سمې روزنې، د اخلاقو سمولو او نفس مهذبولو ته یې هیڅ توجه نه ده کړې، چې په نتیجه کې یې د بې توازنه ځواکونو نسل را لوی شو او د همدې غیر متناسبې ودې په پایله کې د انسانیت او ژوندانه ځینې خواوي د ځینو نورو خواوو په پرتله لوېې او وپړسول شوې. د ظاهر او باطن ، عقل او زړه، علم او عقیدي تر منځ یې لوی واټن رامنځ ته کړ، د عقل او بدن ترمنځ یې توپیر ډیر لوی کړ یانې عقلونه یې ډیر لوی او بدنونه یې ډیر نرم او کمزوري کړل.

ښوونکي مو هم د خپلو زده کوونکو په ارزښت نه پوهېږي، په خپل شرافت او شخصیت یې نه دي پوه کړي. زما ښوونکي نر او ښځې ته د ماشیني انسان په سترګه ګوري یانې دوی باید له انسان نه د ماشین په توګه استفاده وکړي د دوی په آند هغه ښه معلم دی چې ډیرې خبرې کوي او هغه ښه شاګرد دی چې په خاکسارۍ سره آرام ناست وي؛ نو دلته ده چې ښوونه روزنه ذخیروي عمل کوي یانې شاګرد د یوه لوښي په څیر دی او معلم د خبرو ذخیره ده چې په لوښي(شاګرد) کې هر څه اچوي او هغه پرې ډکوي. نو ځکه زموږزده کوونکي مومنان دي خو د مړینې راز نه پېژني، په ژبه الله تعالی ځواکمن ګڼي خو په اصل کې په دې ایمان نه لري چې د الله تعالی څخه پرته بل څوک غالب نه شته، دوی مسلمانان دي خو عقلونه یې اوس هم د بوتانو طواف کوي، کفارو تر وهلو او جنګ پرته وژلي دي، بی حیا (سپک) عقلونه، سخت زړونه ، دا سي زړونه چې په عذاب هم نه وېلي کېږي، هر څه يې د پوهې او هنر، دین او سیاست، عقل او زړه څخه لرې تر مادیاتو ګرد تاوویږي، زړونه یې نوې فکرونه او خیالونه نه منې، فکرونه یې بې ارزښته دي، ژوند يې جامد، ولاړ او بېکاره دی. دوستانو! تېرو  ناخوالو ته په کتو سره موږ تر ټولو زیاته ضربه د ښوونې او روزنې له ډګره خوړلي ده، موږ له هغه ځایه اور اخیستی دی چې د نورو په وجود په بل شویو اورونو اوبه اچوي. موږ هغه چا په ډلو ټپلو وویشلو، ټوپک يې په لاس کې راکړ، د نورو وینه یې را ته حلاله کړه، وطن يې را باندې ړنګ کړ، چې د علم دعوا يې کوله. دا ځکه چې دوی تعلیم درولوده/لري خو تربیو ي اړخ يې دومره کمزوری وو/دی چې هډو د تعلیم سره د پرتلې وړ نه دی؛ نو ځکه په دې برخه کې ژور انقلاب ته سخته اړتیا ده. دا کار بل څوک زموږ لپاره نه کوي، بلکې دا کار به موږ خپله د شته بدختیو څخه د خلاصون په پار ترسره کوو.

د افغان پــه ننګ خوشال توره تړلي

ما راخیستی د افغان په ننګ قلم دی

سید شاه ګل ویاړ

د شېخ زاید پوهنتون استاد

Categories: روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي,مقالې

Tags: