ډاکټر ناکامورا خپل ژوند بايلود، خو نورو ته يې وروبښه

سيد حسين پاچا

0 72

ډاکټر ناکامورا خپل ژوند بايلود، خو نورو ته يې وروبښه

نړۍ له عدل وکفر وسره پاييږي، خو له ظلم واسلام سره نه. ناپوهي او د زغامت تشه د ځان او د ملت تباهي ((ورکه)) ده

موږ په دې وياړو چې اسامه حميدګل راته پخپله الوتکه کې له سوډانه راوست او وطن مو پرې لوټې لوټې کړ. د نړۍ اشرخواره نن ټول زموږ مېلمانه دي، خو خپل رښتينی يو بېچاره خدمتګار مو ونه شو ساتلی او هغه يې راڅخه په رڼا ورځ د ښار په مينځ کې وواژه. زموږ تاريخ، زموږ کلتور او زموږ ايمان خو هېڅکله د داسې ناوړه پېښو اجازه نه راکوله، نو نن ولې بېده يو؟

ډاکټر ناکامورا،

افغانستان په تاريخي لحاظ په سيمه ييزه کچه له بخارا وپنجدې واخله تر اصفهان وشيراز ان تر هندوستان پورې د مظلومانو مرسته کړې او هغوی يې د ظالمانو له منګلو او ظلم څخه ژغورلي دي. له غزنوي واخله تر ستر احمد شاه و غازي امان الله خان پورې د خپل ملت او نورو ملتونو په دفاع کې سترې کارنامې ترسره کړي. ان تر دې چې په نړيوال جنګ کې د برتانوي ښکېلاک د نفوذ له امله د جاپان له ليارې له موږ غوښتي وو چې د برتانوي ښکېلاک سره ودريږو، خو دا غوښتنه يې مو ونه منله. همداسې د جرمني اتباعو په اړه چې مو ورته ور ونه سپارل او د ترکيې له ليارې مو روغ رمټ وروسپارل.

تېر ته په کتو د غازي امان الله خان او د شهيد داوود خان په وختونو کې زموږ بهرني سفر ونه چا ونه شول زغملی، خو نن ګورو چې ترکيه وپاکستان په دواړو جالو لاس اېښی. هغه د هندو خبره چې ((همدا کوې او هم هاغه)) چې دا د وخت د قدرتونو جبر دی چې پر موږ تيريږي. د شيطانت او شرارت پر جاله، روزونکيو او روزنځايونو يې لا هم سترګې پټيږي او موږ ترې هره ورځ چيچل کيږو. اخر موږ ته خو هم د يو انسان په سترګه کتل په کار دي.

له بده مرغه په جهادي – کمونيستي وطالبي لوبو کې مو ځان ونه شو ساتلی. نه يې مو عواقب وسنجول. خپلو احساساتو، ناپوهۍ او نه سنجونې دې ننني حالت ته راورسولو چې د وتلو لاره له موږ ټولو ورکه ده. بيا هم افغانستان په تش لاس په ختيځه او لويديځه جبهه کې ښکېل پاتې شو. د هند د ازادۍ غورځنګ او د بخارا د مسلمانانو بشري ((انساني)) مرسته يې کوله. هماغه ښکېلاک په ټول هند کې مظاهرې زغملی شوې، خو زموږ يې په کابل کې يوه رسنيزه جريده ((سراج الاخبار)) نه شو زغملی او دا يې د ځان لپاره د خطر زنګ بللو. نن هماغه لوبې بله بڼه اخېستې او زما سوکالي وښېرازي خو لا څه ان چې ښوونځي وجوماتونه او زده کړه مې نه شي زغملی. همدا څلور لسيزې مې ګناه څه ده؟

((فبأي ذنب قتلت)).

زده کړه، پوهاوی او د ځان ښېرازي مې نه بښونکې ګناه ده چې د مذهب په نامه مې له څارګري ومذهبي سوړو او بنسټونو پخپلو ښوونيزو او مذهبي بنسټونو او سپېڅلو ځايونو کې وژني. ارام عبادت ته مې هم نه پرېږدي، خو لا تراوسه خپله تشه نه درک کولی.

ويل کيږي چې ستر احمد شاه بابا د شاه ولي الله المحدث دهلوي په غوښتنه د هند مظلوم مسلمانان چې هغه وخت د سُني وشيعه ترمينځ او له بل لورې بيا د مرهټيانو( هندوانو)، جټانو او سيکانو تر سختو ظلمونو، فشارونو او ګواښونو لاندې ول غوښتنه کړې وه چې بيا ستر احمد شاه ولاړ او په پاني پت کې يې داسې سټه د مرهټيانو ويسته چې لا تر ننه د چا هېر نه دي او د تاريخ يوه برخه شوه.

دا ځکه چې هغه وخت په موږ کې پوهه واحساس وو، خو نن را کې د پوهې وملي احساس تشه ده، نو ځکه خو د مسلمان په جامه کې د پنجابي مرهټيانو پاتي شوني ((ورثه)) نن له موږه ډاکټر ناکامورا پخپل کور کې په بېرحمۍ وواژه. ګناه يې دا وه چې د خلکو لاسرسی يې کولو او د ژوند جوړولو په چارو کې مرسته کوله. دا يې هم پر موږ پيرزو نه شوه او د ژوند دغه رڼا يې هم له موږ واخېسته.

پوهه رڼا ده، ځکه خو وايی :

فقيه واحد اشد علی الشيطان من الف عابد

شيطان ته يو پوه ((فقيه)) له زرو ناپوه بزرګانو ګران دی، ځکه چې هغه د خپلې پوهې ((علم)) له امله د ښو وبدو تميز ((توپير)) کولی شي او دوکه ((فرېب)) نه خوري، خو نن د خپلې سياسي – اسلامي ناپوهۍ له امله د نورو په اقتصادي، ستراتيژيکو او څارګري موخو کې ښکېل شوي يو چې وتل ترې اوس اسانه خبره نه ده. ولې بيا هم داسې هيله شته چې د هرې سختۍ پسې اسانتيا او د هرې تيارې پسې رڼا راتلونکې ده.

اسلامي ارزښتونه موږ ته داسې لارښوونه کوي :

ارحموا من في الأرض يرحمكم من في السماء

معنى هذا الحديث الذي رواه الترمذي (الراحِمونَ يرحمهم الرحمنُ ارْحموا مَنْ في الأرض يرحمكم من في السماء)، مفسَّر بالرواية الأخرى لهذا الحديث (ارحموا أهل الأرض يرحمْكُم أهلُ السّماءِ) رواه الإمام أحمد وصححه الحاكم (بشواهده).

قال ابن تيمية رحمه الله قيل إنَّ اللَّهَ يُقِيمُ الدَّوْلَةَ الْعَادِلَةَ وَإِنْ كَانَتْ كَافِرَةً وَلَا يُقِيمُ الظَّالِمَةَ وَإِنْ كَانَتْ مُسْلِمَةً ويقال الدُّنْيَا تَدُومُ مَعَ الْعَدْلِ وَالْكُفْرِ وَلَا تَدُومُ مَعَ الظُّلْمِ وَالْإِسْلَامِ.

قال ابن القيم رحمه الله فَإِنَّ الشَّرِيعَةَ مَبْنَاهَا وَأَسَاسُهَا عَلَى الْحِكَمِ وَمَصَالِحِ الْعِبَادِ فِي الْمَعَاشِ وَالْمَعَادِ وَهِيَ عَدْلٌ كُلُّهَا وَرَحْمَةٌ كُلُّهَا وَمَصَالِحُ كُلُّهَا وَحِكْمَةٌ كُلُّهَا فَكُلُّ مَسْأَلَةٍ خَرَجَتْ عَنْ الْعَدْلِ إلَى الْجَوْرِ وَعَنْ الرَّحْمَةِ إلَى ضِدِّهَا وَعَنْ الْمَصْلَحَةِ إلَى الْمَفْسَدَةِ وَعَنْ الْحِكْمَةِ إلَى الْبَعْثِ فَلَيْسَتْ مِنْ الشَّرِيعَةِ وَإِنْ أُدْخِلَتْ فِيهَا بِالتَّأْوِيلِ.

رحم ((لوريېنه)) د الله تعالی د الله تعالی له مخلوق ((انسانانو)) سره په لوريېنه ((رحم)) او عدالت ((انصاف)) پورې تړلی دی / تړلې ده. رښتيني افغانان پوهيږي چې ځينې انسي شيطانان يې ورځنی ژوند ګواښي. ښه، ارام او سوکاله ژوند يې پرې نه لوريږي، ځکه خو د خدمت خلک يې هم وژني.

پيرزوينه يا لوريېنه ((رحم)) او انصاف ((عدل)) mercy & justice د ژوند اساسات ((بنسټونه)) دي. ابن تيمية او ترمذي (رح) دواړو همدې ټکيو ته اشاره کړې چې رحم او عدل چې دا د دنيا د پايښت بنسټ جوړوي. کله چې رحم ورک شي او انصاف لاړ شي، نو دنيا پايښت نه مومي، بلکې پايان مومي. ظلم د نړۍ د پای ټکی دی.

الله تعالی غيرمسلم عادل حکومت پايي، خو مسلمان ظالم حکومت نه پايي او مرسته ورسره نه کوي. نړۍ د عدل وکفر سره پايي، خو د ظلم واسلام سره نه. ځکه خو الله تعالی د يو مظلوم انسان وژنه او ژوند د ګردې نړۍ له وژنې و ژوند سره پرتله کړې.

موږ ته په کار ده چې د هغه کار ته لا پسې ادامه ورکړو او د ژوند هيلې يې له مرګ وروسته ورپوره کړو. که يو ناکامورا مو له لاسه ورکړ په زرهاو نور بايد ورته وروزو چې له مرګ وروسته يې ژوندی وساتو. موږ خاوره بايد پخپله وساتو او خپله يې ښېرازه او لا سمسوره کړو.

په درنښت

سيد حسين پاچا

https://abuaminaelias.com/dailyhadithonline/2012/07/07/allah-supports-justice-unbelievers/

https://abuaminaelias.com/dailyhadithonline/2012/07/07/ibn-qayyim-maqasid-al-shariah/

Comments
Loading...