ډاکتر تیتسو ناکامورا

ډاکتر فضل هادي وردګ

0 44

د فتنو په احداث وخوړ آسمان څرخ    که وهی زرين لباسه سبزان څرخ

په ګردش د چشم سل فتنې برپا کا       و خونرېز ته دی پیدا د فسان څرخ

کاظم خان شیدا

ډاکټر ټيټسو ناکامورا له تېرو شپږدېرش کالو په سيمه کې د بېوزلو او غريبو خلکو خدمت ته ملا تړلې وه. هغه په ۱۹۸۴ کال د پېښور په مېشن روغتون کې د لېپروسي یا جزام د ناروغانو په درملنه پیل وکړ. هغه مهال د جزام ناروغان چې ډېری یې د دير، ملاکنډ، چترال، کونړ، بدخشان او بامیان اوسيدونکي وو روغتیایي آسانتیاوو او درملو ته لاسرسی نه درلود. له بلې خو د جزام له ناروغانو خلکو وېره او کرکه کوله او ان چې روغتیاپالو یې هم مرستې، پوهاوي او درملنې ته زړه نه ښه کاوه. په خلکو کې د پوهاوي خپرولو لپاره به ډاکټر ناکامورا د کونړ او دير په دېرو او پېتاویو کې د خلکو په مخ کې د جزام ناروغانو ته غېږ ورکوله، تر څنګ به یې کېناست او چای، ټيکله به یې ورسره خوړله. خپلو طبي همکارانو ته به یې ویل چې که د جزام ناروغ د دوا یو ډوز هم وخوري نو بل چا ته د خپرېدو خطر یې له یوې سلنې هم کميږي.

 لکه څنګه چې مدر ټيريسا په کلکته او ډاکټر روت فاو په کراچۍ کې د جزام په له منځه وړلو، کنټرول او درملنه کې ستر رول لوبولی، په پښتونخوا او افغانستان کې د دې ناروغۍ په قابو کولو کې همدومره کار او خدمت ډاکټر ناکامورا او د هغه ټيم په ځانګړي ډول ډاکټرسید محمد خان کړی دی.

ډاکټر ناکامورا به د خیبر ميډيکل کالج پېښور د څلورم کال محصلينو ته چې کله به د جزام ناروغانو د ليدو لپاره په پاوکه کې د ده روغتون راغلل د دې ناروغۍ په اړه لېکچر ورکاوه چې د خبرو په دوران کې به یې پښتو جملو او ټکیو لېکچر نورهم ښایسته کاوه.

ډاکټر ناکامورا به ویل چې د کليوالو کولتور او عنعنو ته درناوی په کار دی او خپلو همکارانو ته به یې ویل چې د چا له کولتوري باورونو سره کار مه لرئ. یو ځل یې ویل د بيمارستان پر ځای شفاخانه ښه ټکی دی ځکه چې په شفاخانه کې خلکو ته شفا ملاويږي. له کونړ سينده د کانال پروژې ته د آب مرواريد نوم هم ده خوښ کړی و.

په نویمو کلونوکې یې په ننګرهار، کونړ، نورستان، د واخان سره نږدې د چترال په لېرې پرتو سيمو او  کوهستان کې چې خلک له هر ډول لومړنیو طبي آسانتیاوو بې برخې وو کلينيکونه جوړ کړل او په څنګ کې یې د پېښور ښار په څنډه کې د اویا بسترو یو روغتون جوړ کړ چې د سيمې خلکو او د پنډغالیو افغان کډوالو ته یې وړیا روغتیایي خدمتونه وړاندې کول. د ده موټو یا شعار داسې و چې: موږ نه غواړو هغو سيمو ته ولاړ شوو چېرې چې هر څوک تلل غواړي بلکې موږ غواړو هلته ولاړ شووچېرې چې مرستو ته ډېره اړتیا ده او بل هېڅوک هلته تلل نه غواړي.

همدا لامل و چې ناکامورا نه د خطرناکو امنیتي ګواښونو او نه هم د سختو اقليمي شرایطو پروا کوله او هڅه یې دا وه چې اړو او نېستمنو خلکو ته د مرستې لاس وراوږد کړي.

په ۲۰۰۰ او ۲۰۰۱ کال چې افغانان له یوې خوا د طالبانو له اختناق او ځپنې سره مخ وو او له بلې خوا اوږدې وچکالۍ له سختو ستونزو سره مخامخ کړي وو او ګردو نړیړالو مرستندویانو مخ ترې اړولی و، ناکامورا د کابل په څنډو کې څلور پينځه کلينيکونه جوړ کړل چې خلکو ته یې وړیا طبي مرستې او دارو درمل ورکول.

په ۲۰۰۱ کال یې اړو خلکو ته د ډاکټرمحمد شرف احمدزي، ارواښاد نقيب الله او نورو ملګریو په ملتیا د اوړو د وېش لړۍ پیل کړه چې د ډېرو بې وسه او بېکسه  خلکو خولې ته یې یوه ګوله مړۍ ورسوله.

ډاکټر ناکامورا پوه شو چې خلکو ته اوړه وېشل ستونزه نه شي حل کولی نو ویې پتیله چې خلکو ته پر خپلو پښو په ودرېدو کې مرسته وکړي، نو له کونړ سيند نه یې د کانال ايستلو پروژه پیل کړه او دره نور او ښېوې ته د دغه کانال په غزولو سره یې په سلګونو جرېبه ځمکه زرخېزه کړه.

د دې تر څنګ یې په کامه کې اوبو ته څو بندونه جوړ کړل چې د اوبه خور په برخه کې یې د ځایي خلکو ګڼې ستونزې راکمې کړې.

د دې پېړۍ په سر کې یو بل مهم کار چې ډاکټر ناکامورا وکړ هغه په تورخم کې د اوبو د ژور کوهي کيندل و چې د وچ ښارګوټي د مودو تنده یې پرې ماته کړه. د خلکو په خوله چې له دې مخکې به د اوبو ستونزه له مزې هغې خوا پوره کېده، د کوم په بدل کې چې هغوی چپ لاس ته په لوړه غونډۍ د پوستې جوړولو اجازه تر لاسه کړې وه.

ډاکټر ناکامورا د نويمې لسيزې په لومړیو کې په کابل کې د یوه مجهز روغتون د جوړولو تابیا درلوده چې له بده مرغه کورنیو جګړو يې د دغه پلان د عملي کېدو مخه ونيوله. نو بیا یې د پېښور په څنډه آبدره روډ پاوکه کې ځمکه وپېرودله او د اویا بسترو دری پوړيزه ودانۍ او په اړتیا وړ عصري ماشینونو سمبال ښایسته روغتون یې جوړ کړچې په ۱۹۹۸ کال پرانيستل شو. د ده تمه وه چې پر دې روغتون به افغانستان بیرغ هم ځوړندوي خو په افغانستان کې د نوي نظام له راتګ سره پاکستاني ادارو ګوتې ورسره شروع کړې او یو متقاعد پوځي جګړن یا مېجر یې اداري مدير یا اډمينسټرېټر پکې مقرر کړ. ناکامورا د روغتون کارکوونکیو لپاره یوه ترانه جوړه کړې وه چې یوه ځایي ډاکټر په اردو ژباړلې وه او هر سهار به نورمحمد پر موږ تکراروله. د روغتون سټاف چې اکثریت یې پښتانه وو چندان په خوند نه ویله، یوه ځايي کس ناکامورا ته وویل که دا ترانه پښتو ته راواړوو نو سټاف به یې په شوق ووایې، ناکامورا خوشاله شو او ویې منله خو مېجر ورته ویلي وو چې پښتو کول یې خطرناک دي او د پښتونستان غږ ترې پورته کېدای شي.

هماغه وو چې د پاکستاني ادارو د مداخلو په پایله کې ناکامورا مجبور شو هغه روغتون سلامت پريږدي، ځایي خلک یې له آسانتیاوو بې برخې شول او ده هم خپله ټوله پاملرنه په ننګرهار کې د اوبو پروژې ته راواړوله خو د دره نور کلينيک له لارې یې د سيمې خلکو ته د روغتیایي خدمتونو لړۍ تر اوسه جاري وساتله .

څو کاله وړاندې یې ترهګرو یو جاپانی همکار په دره نور کې له تښتولو وروسته مړ کړ خو ناکامورا یې له خپل هوډ نه چې خلکو ته خدمت دی راونه ګرځاوه.

دا دي نن یې د افغانستان په غرونو او درو مين د زرګونو افغانانو هېرو ډاکټر ناکامورا په ډېره بې رحمۍ په جلال آباد کې مړ کړ. نه حکومت، نه وسله وال ترهګر او نه حتا عادي افغانان د خپل یوه خواخوږي مېلمه د وژلو له دې تور او پېغوره ځان خلاصولی شي.

Comments
Loading...