پښتو او جندر

عبدالجمیل ممتاز

0 38

د یوې ټولنې ادبیات او کلتور د هغې له ټولنیزو، وګړیزو او طبیعي اخلاقو، ارزښتونو، چلندونو، درک او حتا احساساتو او عواطفو څخه بڼه مومي.

دا چې د ټولنې وګړي څه کوي، څه پالي، څه مني، څه لري او پر څه پوهېږي او…؟ د دغو ټولو د څرګندېدا لاره همدا ادبیات دي چې له مخې یې د اړوندو وګړو/ټولنې هراړخیز کچ څرګندیږي او نورو ته په دې برخه کې له مطالعې نیولې تر قضاوت پورې د پاتې کېدو او اشتراک فرصت برابریږي.

پښتو او جندر، یعنې پښتو ادبیات او جندر!

 دا ډېره مهمه او د پام وړ موضوع ده چې شاید چا تر اوسه پام نه وي ورته کړی.

ادب/ادبیات هغه اصطلاح ده چې د جندر پرتله بیخي ډېره زړه ده او خورا پخوا پېژندل شوې چې انسانان یې له همغه وخته په عام کچ او مستقیم ډول د فردي او ټولنیزو ژوند مهمه اړتیا بولي. خو جندر بیا نه یوازې دومره زړه تیوري نه ده، بلکه دومره نوې او تنکۍ کلمه ده چې د نړۍ په تېره د افغانستان په زیاتره برخو کې به لا چا اورېدلې هم نه وي، د پېژاند موضوع خو یې لا بیخي لیرې ده.

جندر څه دی؟ په ټولنه کې د نر او ښځې هغه مختلف رولونه، چلندونه او مسوولیتونه چې د همدغې ټولنې او اړوند کلتور لخوا ټاکل کیږي، جندر نومیږي.

که چیرې جندر د تمدن یو اصل وي، که دغه اصطلاح د پرمختللي ژوند یوه منل شوې تیوري وي، نو په دغه تعریف کې هغه څه پوره روښانه شوي چې له مخې یې باید د یوې ټولنې او د هغې د ادب او کلتور په اړه عادلانه او متناسب قضاوت وشي.

زه دا نه وایم، په کومه ژبه کې چې یاده ځانګړنه په پام کې نه وي نیول شوې، ګواکې نیمګړې دي او یا نیوکه پرې کوم! نه

خو هرومرو غواړم دا په زغرده الفاظو کې راونغاړم چې پښتو یوه بشپړه ژبه ده، بشپړ قانون او بشپړ کلتور دی؛ منم چې په دې ژبه کې بیخي ناڅیزه څېړنې او موندنې شوي، خو دا بې غوري په دې معنا نه ده چې څوک یې څنګه تعبیروي، همغه دې واقعي وي.

پښتو نه یوازې لرغونې ژبه ده، بلکې هغه لرغونی قانون دی چې همدا اوس هم ځینې مادې یې په ازاده او اغېزمن ډول پلې کیږي؛ همدارنګه هغه لرغونی کلتور دی چې لا هم خلک لکه د خپلې عقیدې په شان دومره ارزښت ورکوي چې ترې انکار کول ورته تر کفر هم سخت بریښي. دا چې کوم څه پکې ښه او کوم بد دي یا ولې پکې اصلاحات نه دي راغلي، یو بېل بحث دی؛ خو دلته چې کومه خبره ډېره مهمه ده، هغه دا ده چې پښتو له اصله یوه متمدنه ژبه ده او بالخصوص په انساني ژوند کې د جندر له پلوه د ادبیاتو حقوق پکې په متوازن ډول په پام کې نیول شوي دي.

پښتو د ډیرو نورو ژبو په توپیر د نارینه لپاره بېل او ښځینه لپاره بېل فعلونه/مصدرونه، صفتونه او ضمیرونه لري چې د نوم له یادېدو پرته هم له اړوند خطاب یا وینا څخه د نارینه او ښځینه تر منځ توپیر کیدلی شي، البته دا ځانګړنه په ډېرو ژبو کې نشته، ان په پارسي کې هم.

مثلا که په لنډو ووایوو: (هغه راغله) دلته مخاطب له ورایه پوهیږي چې د دې جملې هدف ښځینه دی. خو که چیرې وویل شي: (هغه راغی) دلته هم مخاطب له تکلیف او پوښتنې پرته پوهیږي چې په یاده جمله کې نارینه ښودل شوی دی.

دغه راز په صفتونو او ضمیرونو کې هم پوره پام شوی او د ښځینه لپاره جلا او نارینه لپاره جلا ادبیات کاریږي. مثلاً: اسمان شین دی – زمکه شنه ده، حلیمه ډنګره ده- سلیم ډنګر دی، د هغې کور ته تللی وم- د هغه کور ته تللی وم، هغه نازولې ده- هغه نازولی دی، ژوندۍ ده- ژوندی دی او…

په دغو بېلګو کې دا څرګندیږي چې د نارینه نوم لپاره صفت او فعل دواړه نارینه شوي او همدارنګهد ښځینه نوم لپاره صفت او فعل ښځنه بڼه خپله کړې ده.

البته ځینې ضمیرونه او صفتونه هم شته چې په بڼه ښځینه دي، خو د استعمال موارد یې مشترک دي. دلیل دا دی چې دغلته د ژبې او ادبیاتو خپل طبیعي بشپړوالی او ښایست له ورایه څرګند شوی دی، یعنې دا کار صنعت نه دی چې هر څه پکې یو لاس راووځي. لکه: هغه، دغه، دا، همدا، هغو/هغوی، خوشحاله، خفه، ښایسته، شته او… مثلا: هغه خوشحاله ده/دی، دا ښایسته ده/دی، هغوی راوکتل، کریم شته یا نازیه شته او…

لکه څنګه چې په سر کې یادونه وشوه، یو ځل بیا د هغو خبرو په تأیید سره وایم چې کله ژبه په انسان پورې تړلې ده او د هغه د وجود مادي او معنوي جز بلل کیږي، نو د مادي بشپړوالي له مخې یې د سالم وجود ادعا ثابتیږي او د معنوي بشپړوالي له مخې یې د نیمګړي هویت ادعا له منځه ځي.

لږ به یې نوره هم روښانه ووایم، کله چې ژبه د انسان د وجود مادي او معنوی غړی دی او په مرسته یې د همدغه انسان د اړتیا او غوښتنې له مخې، پخپله د ده او نورو شیانو ماهیت بیانیږي، نو که په دغه تعریف او بیان کې عدالت او توازن په پام کې نه وي نیول شوی، ښکاره ده چې دلته ځیني انسانان/ټولنې د خپلې یوې برخې (نارینه یا ښځینه) د هویت په څرګندولو کې پاتې راغلي او ان ارزښت یې لا نه دی ورکړی. مهمه نه ده چې په دې نه پاملرنه کې کوم جنسیت رول لري او کوم جنس محروم شوی دی؟ خبره د ګډ رول لرل او ځانګړي ماهیت ښودل دي چې باید هر انسان (نر او ښځه) په ټولنه کې ترې په ځانګړي او بشپړ ډول برخمن وي.

Comments
Loading...