پښتانه د عربو د شیخانو په شان شتمن کیدی شي؟

رحمان بونیری

0 80

د پښتونخوا حکومت په معدنیاتو د ملکيت قانون پخوانۍ فاټا ته ورغځولی خو د مخالفو گوندونو سره ویره ده چې دې گام سره به د سېمې جگړه ځپلی او په معاشي توگه بې وزله اولس د بیلینو ډالرو د معدنیاتو د ممکنه برخې نه محرومه شي.

تیره اونۍ د صوبې د معدنیاتو وزیر ډاکټر امجدعلي خان ويلي وو په قبايلي ضلعو کې یې د اولس د غوښتنو مطابق معدنياتو ته قانوني حيثيت ورکړی دی. فاټا قبايلي علاقې په 31می کال 2018 کې د پښتونخوا صوبې سره یو ځای کړی شوې وې.

هسې خو د پاکستان په نورو صوبو کې هم ځای په ځای گڼ شمیر معدنیات دي خو څېړونکي واي د پښتونخوا د معدنیاتو مرکز د شمالي وزیرستانه تر چتراله په سیمه کې دی.

کارپوهان وايي د فاټا په گډون د پښتونخوا د ټولې 147،000 مربع کلومیټره سينې لاندې د معدنیاتو په شکل کې د بیلینونو ډالرو خزانې پټې دي.

د معدنیاتو د زخیرو ماهران په خپلو رپورټونو کې لیکي که چري په جدیدو ساینسي طریقو د زمکې څخه معدنیات راوښکل شي نو په یوڅو لسیزو کې د هېواد اقتصادي بې وزلي په شتمنۍ کې بدلېدی شي.

په پخوانۍ قبایلي سیمه کې خزانې چرته او څومره دي؟

په امریکه کې میشت پښتون جیالوجسټ ډاکټر عاصم یوسفزي په خپل کتاب افغانستان: فرام کولډ وار ټو گولډ وار​(Afghanistan: From Cold War to Gold War​) کې د سیمې معدنیاتو مرکزونه او مقدارونه ښودلي دي.

ډاکټر عاصم یوسفزی
ډاکټر عاصم یوسفزی

هغه وي او ډیوه ته په یوه مرکه کې اوویل په پخوانۍ فاټا کې لس زره میلینه ټنه ماربل، پینځه میلینه ټنه میگينيز ، لس میلینه ټنه کرومایټ، 81 میلینه ټنه کوله، د 35 څخه 55 میلینه ټنه کاپر تانبه ، 6 میلینه ټنه پوست کاڼی ، 200 میلینه ټنه جپسم، 5 میلینه ټنه کوارټز او د 100 میلینو ټنو څخه زیات گرینایټ دي.

د شینکۍ میرم شاه د کاپر پاسنی مخ
د شینکۍ میرم شاه د کاپر پاسنی مخ

وي او ای ډیوه چې د خېبر پښتونخوا د معدنیاتو د وزير ډاکټر امجد څخه ددې معدنیاتو د مقدار په حقله تپوس اوکړو نو هغه اوویل دا معدنیات په وافر مقدار کې دي.

خو د فاټا ډیویلپمینټ اتهارټي ادارې د معدنیاتو منیجر محمد همایون خان ورځپاڼی ټرییون ته په یوه مرکه کې تصديق کړې وو چې په شمالي وزیرستان کې 35 میلینه ټنه کاپر دي.

د پښتونخوا یو بل جیالوجسټ شاکرالله خان وايي په چترال او ملاکنډ کې دپينځه درجو (کیټیگريز)کاڼیئزه زخیرې دي چې پکې تر ټولو ډېرې د ماربلو پنځوست قسمونه او گرینائټ نه علاوه لعلونه (جيم سټون) هم دي- په جيم سټون کې ایمرلډ (زمرد)، ټوپاز (پکهراج)، ایکوا مرين، او روبي-( یاقوت) ډیرزیات دي.

د جیالوجۍ کارپوه مظهر علي خان وي او ډیوه ته په یوه مرکه کې ويلي وو د جیولوجیکل پلټنو تر مخه په باجوړاو مومندو کې د اوچتې درجې ماربل، میگنیز، کرومایټ دي.

دا معدنیات جیالوجسټانو څنگه ناپ کړل؟

په وزیرستان کې د معدنیاتو د درک کار په 1971 کې د فاټا ډیولپمینټ کارپوریشن نومې یوې ادارې شروع کړی وو، ددې ادارې دفتر په پېښور کې په ورسک روډ وو.

د ډاکټر یوسفزي تر مخه د معدنیاتو، د لټولو ځانگړې طریقې دي. د مثال په توگه ددې کار لپاره تر ټولو د مخه جیولاجکل سټرکچرل میپینگ، یعني د جغرافی اډانې نقشه سازي بیا جیوفزيکل سروی یعني د سیمې عملي کره کتنه اوشي. د جیوفزيکل سروی طریقه دا وي چې زمکې ته برقي او مقناطیسي ویوز یعني چپې ورولیږل شي اودغه چپې ځان سره نتیجې رابرسیره کړي. ددغې عمل ورستو بیا کور ډریلینگ یعني په زمکه کې مشين کوز شي او مشين په خپله خوله کې غونډ کاڼی رابهر کړي. بیا د دغې کاڼي یا موداو څیړنه کیږي او ورپکې معدنیاتي شتمنۍ لټول کیږي. د هغې ورستو بیا د هغې سېمې تهري ډي ماډل یعني درې اړخیزه لیدونکې نقشه سازه شي.

هم په دغه طریقه د شمالي وزیرستان د میران شاه په بویا او شینکۍ کې 7000 میټره کور ډریلینگ شوی دی. ډاکټر عاصم وايي په دغه عمل کې نتیجه دا وه چې په زمکه کې 35 میلینه ټنه کاپر پراته دي.

خو ښاغلی یوسفزی خوشبینه دی چې دغلته کاپر د 55 میلینه ټنه څخه زیات دي. دغلته چونکې اوفیلایټ کمپلیکس یعني د سمندري تل نه په وچه زمکه بره وتلې یوه ډانچه 500 مربع کلوميټره غټه ده نوځکه دغلته د کاپر مقدار ډېر زیات کیدی شي. ښاغلی یوسفزی واي چې په شینکۍ کې کور ډریلینگ کېدلو نو په راوښکل شوې ټوټه کې به د کاپر مقدار دومره زیات وو چې دوي به ورته حیرانه وو.

ډاکټر عاصم د خپلو جیالوجي زدکړو لپاره د 1993 نه تر 1996 پورې ددغه سیمو سفرونه کړي دي.

د شمالي وزیرستان د معدنیاتو د پټۍ زیرمه چرته ده؟

د شمالي وزیرستان د معدنیاتو پټۍ چې د کوم جیالوجکل پټۍ برخه ده هغې نوم ایسټرن ټیتیان میټالوجونک بلټ دی ، دا پټۍ د شرقي یورپ نه روانیږي، ترکي ته رسي بیا د پاکستان د بلوچستان ریکودک، د افغانستان مس عینک ته خېژي او ورستو هندته ورکوزيږي.

ایسټرن ټیتیان میټالوجونک پټۍ
ایسټرن ټیتیان میټالوجونک پټۍ

د معدنیاتو اصلي بیعه څومره ده؟

که څه هم ډاکټر عاصم ډېر په یقین سره واي چې د شمالي وزيرستان د کاپر زخېرې ډېرې لویې دي خو د درنگونو د چارو ځيني کارپوهان ددغه مقدار سره پوره اتفاق نه لري.

دغه کارپوهان وايي لازمه نه ده جې یو جیالوجسټ څومره مقدار ورکړی وي هغه دې په اقتصادي پیمانه کره وي.

په امریکه کې میشت د تیلو او د گیسو د لټون ماهر رسول محمد په خیال د معدنیاتو مقدار نه بلکې اقتصادي ارزښت ډېر اهمیت لري.

رسول محمد
رسول محمد

ښاغلي رسول وي او ای ډیوه ته اوویل دويي چې کومې پېمانې کاروي په هغې کې په ټول کاڼي کې دننه پروت اصلي مواد څومره وي هغې ته کتل کیږي، یعني یو ټن رواښکل شوې ټول کاڼی شاید یو فیصد یا نور هم کم اصلي مواد ولري.

د یونیورسټي برټش کولمبیا د یو رپورټ تر مخه د بلوچستان په چاغي کې ریکودک زخېرې د نړۍ په دریم نمبر لویې مقدار لري.

د نړۍ تر ټوله لویه زخیره د منگولیا د اویو ټولگیو او دویمه د ایران سرچشمه ده.

ښاغلي رسول محمد وايي د ریکودک په وېښ کې 218،000 میټره ډریلینگ شوی دی. په دې کې کې ټول کاڼی 5.9 بیلینه ټنه وو خو سوچه پکې یواځې 0.43 فیصده کاپر وو چې ټول 25 میلینه ټنه جوړیږي. د اقتصادي پېمانې په تول په 25 میلینه ټنه کې امکان دی یواځې 12 میلینه ټنه کاپر راوښکل شي.

د رسول محمد په خیال جیالوجسټان تل خوشبینه تصوير لټوي، خو بیا د کوهیانو او درنگونو ماهران خوشبینه جیالوجي ډسکوري یعني د لټون سمه فیبزیبلیټي سټډي یعني ارزښتي مطالعه کوي. یعني که چري په یو درنگ کې د یو ټن څخه 0.4 فیصده کاپر اوځي نو کیدی شي په بل ټن کې دغه سوچه والې نور کم شي او خرچه به پرې هم دومره وي څومره چې په لومړي ټن وه.

بله دا هم امکان دی چې کومه خرچه چې د شینکۍ په یو ټن کاپر کیږي کیدی شي په یو بل درنگ کې دغه هومره کاپر په ارزانه خرچه پیدا شي نو سرمایه کار یا ادارې دغه پیمانې هم په نظر کې لري.

یواځې د شمالي وزیرستان کاپر څومره ارزښت لري؟

د پخوانۍ فاټا په 27،000 مربع کلو میټره کې معدنیات ډېر قیمتي دي خو د نړۍ پرمخ تلو یا اقتصادي هیوادونو تر ټولو لومړۍ زیاته صنعتي ترقي په اوسپنه او تانبه کړې وه.

په لندن میټل ایسکچینج کې دا وخت د یو ټن تانبې نرخ نزدې 6000 زره امريکاي ډالر دی. ډاکټر عاصم په یو مضمون کې ليکي په دې حساب د وزیرستان د کاپر ټوله تخمينه 22 بیلین امريکاي ډالر جوړېږي.

په دې حساب که د شمالي وزيرستان د تانبې نه دومره واخستل شي لکه د عرب سمندر نه یوه کاشوغه اوبه یعني یواځې دوه لاکه ټنه او په 6000 زرو ډالرو یو ټن خرص کړی شي نو دومره امدن کیدی شي چې د پخوانۍ فاټا په 7 ضلعو کې د لکه د شوکت خان میموریل هسپتال لاهور په رنگه اووه هسپتالونه او د نمل پوهنتون په شان اووه پوهنتونونه جوړیدی شي.

د شوکت خانم فاونډیشن د خپلو شمېرو تر مخه یو شوکت خانم د ودانولو دا وخت ټوله تخمينه 13 بیلینه پاکستانۍ روپۍ ده . په یو شوکت خانم کې څه د پاسه 2800 کسان کار کوي. په دې حساب د پخوانۍ فاټا په اووه پوهنتونو او اووه روغتونو (که چري وې یا اوشي) به 40،000 کسانو روزگارونه لرل.

په پخوانۍ فاټا کې ماشومان زدکړې کوي
په پخوانۍ فاټا کې ماشومان زدکړې کوي

کارپوهان وايي د لویو ادارو جوړیدلو سره سېمو ته نور کاروبارونه هم ځي. د مثال په توگه ټرانسپورټ، هوټلې، بازارونه او داسې نور، که چري په ېوه سیمه کې هم دومره تعليمي ادارې او روزگارونه وي نو څوک به نورو وطنونو ته روزگارونو له لاړ شي؟

کارپوههان وايي د شمالي وزيرستان ډریلینگ په 1971 کې شورو شوې وو که په 30 کلنو کې هم ختم شوې وې نو اوس به فاټا د نړۍ په ښایسته، اباد اوپرمخ تلي سیمو کې یوه وه او اولس به یې لکه د عربو د شیخانو په شان شتمن وو خو دا وخت د فاټا اولس د پاکستان تر ټولو شاته پاتې او بې سیاله ژوند کوي.

د ډاکټر عاصم سره فکر مل دی چې که چري زر تر زره دغه معدنیات راونه ښکل شي او خرص نه شي نو ارزښت به یې ډېر پریوځي. د ماهرانو په خیال په نړۍ کې ساینسي ماهران دا وخت د اسانو لارو د انرجي پیداکونکې مشینان جوړوي او د گران بیعه قدرتي زیرمو متبادل لټول کیږي.

 

voadeewanews.com

Comments
Loading...