پښتانه او مینه

احسان الله احسان

0 48

نن د میینانو ورځ ده، خو زه د یوې پښتنې ټولنې ځوان، تر ننه د رواج، مذهب او حاکم ذهنیت له ډاره نه یم مین شوی!
موږ هم انسانان یو. زړه، ذهن او خیال لرو. مینې ته مو زړه کېږي، خو ځکه یې نشو کوای، چې له تړلي دوده په ټول ژوند کې یوه جلکۍ هم سمه نه وینو. موږ پښتانه که چا سره مینه کوو، نو د هغه/هغې له نوم، ذات، کورنۍ، مقام او پړوني/ټکړي سره یې کوو، ځکه مخ، خبرې او احساس یې نه وینو. نه پوهېږو، څوک څنګه دي، جسم لطیف، زړه، ذهن، خیال او احساس یې څه دی؟ بس پنوم مینان یو. چې دا واقعي مینه نده!

بیا که په قسمت، تصادف او ډېر لږ، یوازې څو ثانیې یو څوک ووینو، خوند راکړي، مین شو، نو پرېښودل کېږو نه. منل کېږو نه او همداسې مین قبلېږو نه. بس همدا د دود نا انصافه او غیر انساني اړخ دی، چې ضرور بدلېدونکی دی، انساالله. خو اوس کې موږ سره ظلم دی، اما طبعي ډینامیزم به دا هر څه بدلوي، زه یې څرکونه وینم، مګر موږ ډېر بد ژوند تېر کړ.

زه یو ځل مین هم شوم، خو پلار مې ځکه ونه منله، چې زه پښتون او هغوی تاجک و، د هغوی کورنۍ ځکه ونه منله، چې زه ورته د دوی په فکر میډل کلاس سړی اېسېدم!

موږ کې ځینې تکړه پښتانه هم شته. عصري، زړور او مبارز دي. سم سهي مین شي، په چل ول سره وویني، چېرې پټ ښه ډېر سره وغږېږې، سره وپیژني، درک کړي، دروناً سره وتړل شي، هغوی بیا په دې ورځ(د میینانو ورځ) په غټ او ډاډه زړه یو بل ته ګلان هم وروړي، خو یو نیم تکړه او جرأتي پښتون، نه زه او نور ټول عام پښتانه!

دلته وضعیت ګډ وډ دی. صرف داسې او د دې لپاره ګډ وډ، چې خاص د مین او مینې مخه ډپ کړي. کله خبر د پښتو شي، کله د اسلام. یوه کې چې مینه لار پیدا کړي، په بله یې بنده کړي او همداسې برعکس. ځکه نه دین او نه هم پښتو بې مینې ده. دواړه له مینې ډک دي، مینه پالي، مینه غواړي، خو همدا موږ یو، چې نه یې غواړو، نه یې پالو، خو کوو یې ضرور. هغه هم صرف خپله. هم مو ولا مولا مین وي، هم زموږ او ستاسو آبا. خو په پټه. ځکه دین دی، پښتو ده، بیا شرمېږي.

دا نن چې یې غټ پټکی تړلی او کوږ ناست دی، هم مو همدا آبا مین و، هم همدا مولا، خو اوس یې نه مني او نه وایي، ځکه شرمېږي، غیرت یې کمېږي، د خندا وړ ګرځي. او د یوه لوی تغیر لپاره هم دوی دا نشي منای/کوای.

موږ له آره د مینې ممثیل یو. موږ مینه کړې. پښتو مینه لرلې. دا وطن د مینې کور او محراب و. دې خاورې د مینې اتلان او جهاني فداکار نمونوي میینان لرل. خو وخت ووت، پښتو بدل رنګ واخیست، مذهب له خندني رویه، د خشم پوخ واغوست او ذهنیت مو د مینې ځای غصې، غیرت او عدم آزادۍ ته ورکړی. خپل حقوق لاړل، د بل(والدین، ورونه، تربرونه او…) حقوقو پاللو، خبر منلو او غیرشعوري غلامي کولو ته لار خلاصه شوه. اوس ځکه نه پښتو او نه مذهب د مینې ورځې ته په نسبتي آرامه او منځلارې لار قایل پرېښودل شوي.

پښتون او پښتو کې مومن خان او شیرینۍ، طالب جان او ګل بشره، موسی جان او ګلمکۍ وې. دوی پښتو وئیله، پښتانه وو، خو میینان و!

متاسفانه، اوس پښتانه مینه پټه، خو وژل ښکاره کوي!
Comments
Loading...