په پاکستان کې له بشر حقونو د سرغړونو پټ اسناد افشا شوي

0 54
د پاکستان د سرتېرو او اورپکو لخوا د ځورونو او وژنو اسناد ایله اوس برسېره کېږي.

www.bbc.com/pashto

د سپټمبر له ۱۱ مې راهیسې د “ترهګرۍ خلاف” جګړه کې په پاکستان کې لسګونه زره کسان وژل شوي، خو د پاکستان د سرتېرو او اورپکو لخوا د ځورونو او وژنو اسناد ایله اوس برسېره کېږي.

بي بي سي یو شمېر قربانیانو کم ساری لاسرسی موندلی.

د ۲۰۱۴ کال لومړۍ وې چې تلویزیوني شبکو د پاکستاني طالبانو خلاف د سترې بريا په اړه نارې سورې جوړې کړې. هغه مهال د دغې ډلې یو مخکښ مشر په شپنیو هوايي عملیاتو کې وژل شوی و.

په دغه برید کې ډېورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې د عدنان رشید او د هغه د کورنۍ د پنځو غړو د وژل کېدو خبر ورکړل شو.

رشید چې د پاکستان د هوايي ځواکونو پخوانی تخنيکر و، مشهوره څېره وه. هغه د ښوونځي نجلۍ ملالې یوسفزۍ ته چې په ۲۰۱۲ کال کې طالبانو په سر ويشتلې وه یو ليک ليکلی و او پکې يې هڅه کړې وه هغه څه توجیه کړي چې پېښ شوي وو. نوموړ دغه راز د پخواني ولسمشر پروېز مشرف د وژلو د هڅې په خاطر بند هم تېر کړی و.

خو دا ځل داسې ښکارېده چې بخت یې کار نه کوي.

د ۲۰۱۴ کال په جنورۍ کې خبري شبکو د امنيتي چارواکو له قوله راپور ورکړ چې د عدنان رشید پټنځای په همزوني سیمه کې دوې شپې مخکې په نښه شوی دی.

وزیرستان او نورې غرنۍ قبایلي سیمې د سپټمبر د یولسمې له پېښو وروسته پر افغانستان د امریکا له برید راهیسې د پاکستان د پوځ له خوا کنټرولېږي. دلته طالب جنګیالي، القاعده جهاديان او نور اورپکي مېشت شوي وو.

د خبریالانو په شمول بهرنیان دغې سیمې ته نشوای ورتللی، نو د امنيتي چارواکو د ادعا تاييدول هم ګرانه چاره وه. هغه خبریالان چې له وزیرستان څخه به يې راپورونه ورکول او پر پاکستاني پوځ به ښه نه لګېدل ځورول کېدل.

یو کال وروسته روښانه شوه چې جېټ الوتکو ناسم هدف په نښه کړی. رشید دا خبره هغه وخت تایید کړه چې خپله په یوه وېډيو کې راڅرګند شو او ثابته یې کړه چې ژوندی دی.

د پاکستان پوځ په هغه برید کې د یوه اورپکي پر ځای د یوه عادي کليوال کور په نښه او هغه يې لوټې لوټې کړی و.

چارواکو هېڅکله ونه منله چې دوی تېروتنه کړې. بي بي سي دېره اسماعیل خان ته ورغلې، هغه ښارګوتی چې د اباسين سیند په څنډو پروت دی او له هغه ځایه قبایلي او بندیز شوو سیمو ته ترې لاره وتلې.

هلته يې له هغه کس سره خبرې کړې چې کور يې بمبار شوی و.

نذیرالله هغه مهال شل کلن و، وايي “د شپې شاوخوا یوولس بجې وې “. هغه نوی واده کړی و، او نوې نوې ځانګړې کوټه ورته رسېدلې وه. پاتې ستره کورنۍ يې په خټې کلي کې د خپل کور په ستره کوټه کې ويده وو.

عدناند انځور حقوقBBC SPORT
Image captionعدنان رشید د پخواني ولسمشر پروېز مشرف د وژلو د هڅې په خاطر بند هم تېر کړی و.

“داسې وه لکه ټول کور چې والوځي. زه او مېرمن مې له خوبه را پورته شوو. په هوا کې غلیظ دود او د باروتو بوی و. دواړو دروازې ته منډې کړې او بهر ووتلو چې ګورو زموږ د کوټې چت هم له هغه یوه کونج پرته چې زموږ بستره ترې لاندې وه نړېدلی دی.

د دویمې کوټې چت هم نړېدلی و او اور په ټول کور کې په لمبو و. نذیرالله له لوټو او خاورو لاندې د ژړاوو غږ واورېد او له خپلې مېرمنې سره یو ځای یې په وارخطایۍ د نورو د بچ کولو هڅه پیل کړه.

ګاونډیانو هم د مړو او ټپيانو په را ایستلو کې مرسته وکړه.

د نذیر الله د کورنۍ څلور غړي مړه شول چې يوه پکې درې کلنه نجلۍ وه. د هغه ورېره سمیه چې مور يې ووژل شوه یوازې د یوه کال وه او له مات ورانه سره ژوندۍ پاتې شوه. څلور نور د کورنۍ غړي يې له خاورو را وایستل شول او بچ شول. د ټولو یا هډوکي مات وو یا بل ډول ټپيان شوي وو.

د هغه کورنۍ له هغه مهال راهیسې بېرته ډېره اسماعیل خان ته لاړه چېرته چې په ارام سره اوسېدل.

په تېرو دوو لسیزو کې د ګڼو نورو په څېر هغوی هم اړ و چې بیا بیا د اورپکۍ د خپرېدو له امله له هغه ځایه نورو سیمو ته کډه شي.

نذیر
Image captionد نذیر الله د کورنۍ څلور غړي مړه شول چې يوه پکې درې کلنه نجلۍ وه. د هغه ورېره سمیه چې مور يې ووژل شوه یوازې د یوه کال وه او له مات ورانه سره ژوندۍ پاتې شوه.

د چارواکو په وینا او د خپلواکو څیړنیزو ادارو د شمېرو له مخې د اورپکو تاوتریخوالی له ۲۰۰۲ کال راهیسې په دې سیمو کې د نږدې پنځو میلیونو وګړو د کورونو د پرېښودو لامل شوې او په حکومتي پنډغالو کې یا هم په نورو آرامو سیمو کې په کرايي کورونو کې اوسېدلي.

د دغې جګړې د ټولو وژل شوو کسانو رسمي او کره شمېره نشته، خو څېړونکي، چارواکي او فعالان د وژل شوو ملکیانو، اورپکو او امنيتي چارواکو شمېر له ۵۰۰۰۰ ډېر ښيي.

د بشري حقونو ځایي فعالان وايي ډېر زیات ملکي وګړي د پوځي په عملیاتو او هوايي بریدونو کې وژل شوي. دوی وېډیوګانې او نور اسناد راټولوي چې خپلې ادعاوې پرې ثابتې کړي.

دغه فعالان د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پښتون تحفظ موومنټ غړي دي چې تېر کال را پاڅېدل او ډېر ژر په قبایلي سیمو کې چې وړاندې له هغه ځایه د راپور له ورکول کېدو سخت ډار و د بشري حقونو د نقض او نورو مواردو پر ضد د غږ پورته کولو په خاطر مشهور شول.

د پښتون ژغورنې یو مخکښ مشر منظور پشتین وايي: ” د پنځلس کلونو ځورونو او ظلم مهال د دې لامل شو چې ایله د غږ پورته کولو جرأت په خلکو کې پیدا شي او په دې اړه پوهای خپور شو چې څرنګه پوځ زموږ اساسي حقوق په مخامخ اقدام يا هم د اورپکو د ملاتړ د پاليسۍ له مخې پایمالوي”.

پاکستان

خو په دغه ډله اوس فشارونه ډېر شوي. د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي دیارلس فعالان يې د مې په ۲۶مه هغه مهال ووژل شول چې په شمالي وزیرستان کې پرې پوځ ډزې وکړې. پوځ وايي یوازې درې فعالان هغه مهال وژل شوي چې غوښتل يې د دوی پر پوسته بريد وکړي. پښتون ژغورنې غورځنګ دا ردوي، خو د دوی دوه مشران چې د پارلمان غړي هم دي نیول شوي دي.

څو هغه قضيې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ راپورته کړې دي او بي بي سي یې په اړه خپلواکه پلتنه کړې د پاکستان د پوځ له ویاند سره شریکې شوې، خو هغه په دې اړه له ځواب ورکولو ډډه کړې او هغه دا تورونه “ډېر قاضیانه” بولي.

د لومړي وزیر عمران خان له حکومت څخه هم د نظر اخیستو لپاره بي بي سي ډېرې هڅې وکړې، که څه هم ښاغلي خان خپله په قبایلي سیمو کې د حقوقو د نقض خبره هغه مهال راپورته کړې وه چې دی د اپوزيسیون مشر و.

څرنګه د سپټمبر یوولسمې طالبان پاکستان ته بوتلل؟

دا ټول هغه مهال پیل شول چې د ۲۰۰۹ کال د سپټمبر په یوولسمه القاعده پر نیویارک او واشنګټن بریدونه وکړل.

کله چې امریکا د ۲۰۰۱ کال په اکتوبر کې پر افغانستان بریدونه وکړل طالبانو د القاعدې مشر اسامه بن لادن ته پناه ورکړه او له جګړې پرته يې پټ کړ.

پاکستان چې له هغو دریو هېوادونو څخه یو و چې طالبان يې هغه مهال په رسميت پېژندلي وو چې په ۱۹۹۶ کال یې په کابل کې واک تر لاسه کړی و د دغې ډلې په ژوندي ساتلو کې علاقمندي لرله تر څو په افغانستان کې پرې د هند د نفوذ د غځېدو مخه ونیسي.

هغه مهال چې پاکستان له څو لسیزو راهیسې د امریکا د پوځ په مرستو تکیه و او بیا د جنرال پروېز مشر حکومت ” د ترهګرۍ خلاف ” د امریکا جګړې ته هم ننوت دې چارې طالبانو ته د دې مجال ورکړ چې طالبان د پاکستان په نیمه خپلواکو قبایلي سیمو کې، په تېره بیا شمالي او سوېلي وزیرستان کې پټنځایونه جوړ کړي.

پښتود انځور حقوقAAMIR QURESHI/GETTY IMAGES
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون

خو دا یوازې افغان طالبان نه وو چې له ډېورنډ کرښې ور واوښتل. له بېلابېلو ډلو څخه اورپکي قبایلي سیمو ته ورغلل او د یو شمېر یې د پاکستان دولت ته هم ښه نه راتلل.

هغه جهاديان چې د نړیوال جهاد فکرونه يې په سر کې وو له وزیرستان څخه يې د بریدونو پلانونه جوړول پیل کړل او دا د دې لامل شو چې واشنګتن له پاکستانه وغواړي چې د اسلام‌پالو اورپکو خلاف اقدام وکړي.

د امنيتي چارو شنونکې عایشه صدیقه چې د پاکستان د پوځي اقتصاد په تړاو يې کتاب ليکلی باوري ده چې د تاوتریخواليه هله پراخېدو سره پاکستان له دوو انتخابونو سره مخ شو. هغه وايي: ” له یوې خوا له دې فشار سره چې له دغو اورپکو سره وجنګېږي، له بلې خوا له دې سره چې له یو شمېر اورپکو سره همکاري وکړي او د راتلونکي په اړه ورسره چنې ووهي”.

په ۲۰۱۴ کال کې پاکستان په شمالي وزیرستان کې تازه عملیات وکړل چې دا پر اورپکو او د دوی پر پټنځایونو د فشار لامل شو او ګټه یې هم د هېواد په نورو برخو کې د بریدونو لږېدل وبلل شوه.

“طالبان او پوځ یو کار کوي”

کله چې په ۲۰۰۱ کال کې طالبان قبایلي سیمو ته راغلل، ځايي خلکو ېې احتیاطي هرکلی وکړ. خو دا هغه مهال په نهیلۍ بدل شو چې دوی په یادو قبایلي سیمو کې د خپل سختو مذهبي قوانینو په عملي کولو لاس پورې کړ.

د دغو تړاوونو په لومړیو کې په سلګونو ځايي ځوانان په دغو اورپکو کې شامل شول او په دې ډول په اورپکو شبکو کې د ځای پر ځای کېدو لپاره قومي سیالۍ هم پیل شوې. د دې چارې ثبوت په وروستیو قبيلوي جګړو کې هم د لیدو وړ دی.

په دویم پړاو کې طالبانو د رسمي قومي مشرانو له منځه وړل پیل کړل. دوی دا مشران په قابیلو کې د خپل نفوذ د غځولو پر وړاندې خنډ بلل. لږ تر لږه ۱۰۰۰ تنه قبایلي مشران له ۲۰۰۲ کال راهیسې د اورپکو له خوا ووژل شول او شمېر نادولتي ادارې خو اټکل کوي چې دا شمېره نږدې ۲۰۰۰ کسان دي.

د دغو وژنو یوه بېلګه د ۲۰۰۷ کال په جولای کې وه.

د شمالي وزیرستان د رزمک سیمې د وزیر قبیلې یو غړی محمد امين وايي: ” کله چې دوی زما ورور وتښتاوه او ويې واژه، لا هم زموږ په سیمه کې زموږ قبیله پیاوړې وه، خو دا چې پوځ دوی [اورپکو] ته زموږ د خلکو پر خلاف د تګ راتګ اجازه ورکړې وه دې چارې زموږ ملا ماته کړه”.

د هغه د ورور مړی په یوه کباړ شوې لارۍ کې یوه ورځ له هغې وروسته وموندل شو چې اورپکو وتښتاوه. محمد امین او نورو قوميانو يې د اورپکو پته پیدا کړه او له دوی سره مخامخ شول. د دوی تر منځ جګړې د محمد امین زوی اسدالله، د هغه وراره او ټول څلور طالبان ووژل.

له دې وروسته په رزمک کې د پوځ په پرته برخه د قبيلې مشرانو بیا بیا غږ وکړ چې د طالبانو د تاوتریخوالي مخه ونيسي، خو دوی هغه مهال له نهيلۍ سره مخ شول چې په همدغه سیمه کې د اورپکو مشرانو ورته ګواښونه وکړل.

یوه لسیزه وروسته ښاغلی امین لا هم شک نه لري چې ” له یوه بل سره له کله نا کله جګړو سره سره، طالبان او پوځ یو کار کوي”.

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالانو ګڼې داسې قضيې مستندې کړې چې پکې امنيتي ځواکونه له ځايي خلکو سره خونړی چلند کوي.

طالباند انځور حقوقGETTY IMAGES

د بېلګې په توګه د ۲۰۱۶ کال په مې میاشت کې د شمالي وزیرستان په ټيټ مډه خېل سیمه کې د پوځ په یوه پوسته برید د پوځ له خوا د داسې پلټنو لامل شو چې د یوه کلي ټول اوسېدونکي يې پکې ونیول.

یوه عيني کتونکي چې د غنمو له یوه فصل څخه يې د دغو عملیاتو ننداره کړې او ورور يې هم په نیول شوو کسانو کې دی بي بي سي ته ویلي سرتېرو هر څوک په خپلو ډنډو وهل او که به ماشومانو وژړل په خولو کې يې خاورې ور اچولې.

یوه امېندواره مېرمن له دوو هغو کسانو وه چې تر شکنجې لاندې مړه شول، دا خبره د هغې زوی په یوه وېډيو کې کړې. لږ تر لږه یو کس لا هم بې درکه دی.

د ژغورل شوو کسانو کیسې ځوروونکې هم دي. ما له ډېره اسماعیل خان څخه د اباسين سیند سوېل لوري ته سل کېلومتره لیرې په رامک ښاګوټي کې ستارجان محسود وليده.

موږ په یوه سپینه خېمه کې دننه کېناستو او هغه راته د چای څښلو پر مهال خپله کیسه داسې وکړه چې دوه کوچني اولادونه يې هم تر خوا ناست وو.

د ۲۰۱۵ کال په اپرېل کې په سوېلي وزیرستان کې اورپکو په شاکوټي کې د پوځ په یوه پوسته ډزې وکړې. ستارجان وايي پوځ له ورڅېرمه کلیو خلک ونيول او دوه يې په ډزو ووژل.

یوه ورځ وروسته د اپرېل په ۲۱مه دوی په ټوله دره کې د پلټنې عملیات پیل کړل او د هغه په کلي کې يې د نوموړي د کور شاته په یوه غونډۍ خښې شوې وسلې وموندلې.

اسداللهد انځور حقوقAFP
اسدالله، د هغه وراره او ټول څلور طالبان ووژل شول.

ستارجان وايي: “هغه مهال زموږ په کور کې یوازينی حاضر کس زما ورور ادارجان، د هغه مېرمن او دوې ښمينې وې”.

سرتېرو دروازه ورټکولې. ورور يې له ځواب ورکولو سره سملاسي نيول شوي او لاسونه يې ورتړل شوي. سرتېرو د کورنۍ د نورو نارینه غړو غوښتنه ترې کړې او د درې په نورو سیمو کې يې د ادارجان څلور نور زامن هم نیولي.

عيني کتونکو وروسته ستارجان ته ویلي چې هلکان وهل شوي او مشر وراره يې رېزورجان په سر په خونړي ډول وهل شوی و.

ټول يې په لارۍ کې اچولي او په سیمه کې شته پوځي کمپ ته يې وړي.

د لارۍ چلوونکي وروسته ستارجان ته ویلي چې رزورجان ” لا دمخه نیمه جان و او کېناستلی نشو، نو سرتېرو پرېکړه وکړه چې له ځان سره یې کمپ ته یونسي”.

هغه ستارجان ته ویلي: “دوی له ما وغوښتل چې لارۍ ودروم، دوی رزورجان په سر وویشت او مړی یې په سړک وغورځاوه”.

ستارجان هغه مهال په دوۍ کې په یوه فابریکه کې کار کاوه. هغه چې له پېښې خبر شو مخ په کور يې وخوځېده. کله چې ورسېده کليوالو ورته وویل چې مړی يې ځکه په دره کې د دوی کور ته نه دی وړی چې ګرځبندیز لګېدلی، نو همالته په غونډۍ يې خښ کړی.

د هغه د کورنۍ نور غړي له دغو جزئیاتو ځکه نه وو خبر شوي چې ګرځبندیز و. له هغې وروسته رامک ته لېږدېدلی او له هغې راهیسې يې د پوځ له خوا د خپل ورور د وژل کېدو او خپلو دريو ورېرونو د برخلیک په تړاو هېڅ نه دي اورېدلي.

دا کسان او د دوی داستانونه یوازې نه دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ ادعا کوي چې د قبایلي سیمو سلګونه کسان ورته کیسې شریکولی شي. خو په رسمي ډول نه پېژندل کېږي.

کله چي د پښتون ژغورنې غورځنګ تېر کال په دې تړاو خپل غږ اوچت کړ، رسنیو پرې هر اړخیز بندیز ولګاوه. هغوی چې دغه بندیز ته به يې پام نه کاوه له فشار سره مخ کېدل.

پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ وطن پالنه له پوښتنې سره مخ کړې او دوی په افغانستان او هند کې له دښمنو استخباراتي شبکو سره په تړاو تورنوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ هغه فعالین چې د دغو مواردو په مستند کولو بوخت دي او په ټولنیزو شبکو کمپاین چلوي هم بندیان شوي دي.

له دغو فعالینو سره چلند چې له کلونو ځورونو وروسته یې غږ پورته کړی ښيي چې په جګړو کې له ځورېدو وروسته اوس د عدالت لپاره مبارزه په مخ کې لري.

د دې لیکنې اصلي انګلیسي بڼه دلته لوستلای شۍ

Uncovering Pakistan’s secret human rights abuses

 

Comments
Loading...