په سیمه کې د ایران او امریکا د وروستیو تحولاتو مثلث او افغانستان

اسماعیل شاه  امیر ځدراڼ

0 100

د امریکا او ایران تر منځ د وروستي اخ وډب په درشل کې په داسې حال کې چې افغانستان د دواړو هېوادونو تر منځ د خپلو ګټو د خوندیتوب په هستوي حلقه کې پروت دی، د ایران، امریکا او پاکستان د یو درې ضلعي مثلث په توګه به خپل ارزښتونه پالي.
پاکستان چې هر وخت یې له حالاتو نه په استفاده د ځان بسیاینې او ګاونډیانو د ځپنې په موخه ښه لابي کړې؛ نن هم د یو مهم لوبغاړي او د سیمې د یو مهار مدیر په توګه د خپل رول د معمول په څېر د تر سره کېدو تمثیل کوي؛خو افغانستان به د داسې یو چا د کړنو په تر سره کېدو کې خپل ځان څنګه راوباسي او له مهمو لوریو سره څه ډول اړیکې لري؟

دا چې د ایران او امریکا تر منځ شته ستونزې به تر کومه بریده رسېږي، تر منځ به یې کومې پیاوړې هوکړې کېږي، لنډه کتنه ورته کوو.

ایران او افغانستان سره ګاونډي هېوادونه دي، مذهبي، فرهنګي او ژبني مشترکات لري، له بل لوري د افغانستان او امریکا تر منځ د یو ستراتېژیک ملګري په توګه د امنیتي تړون هوکړه لیک د پلي کېدو مسله ده. د افغان شعیه لګکیو مذهبي او دیني مرکز عراق او ایران ګڼل کېږي، که څه هم د افغان شعیه مذهبو لپاره د عراق مرکز د سپېڅلې کربلا د حج د فریضې مرکز ګڼل کېږي، په عراق او بیا په ټوله شعیه میشته سیمه د ایران د مذهبي نفوذ موجودیت به وکولای شي چې ایران ته د مذهبي زیان د پېښېدو په صورت کې دغه مذهبي لګکي په یو سرخوږي بدل کړي.

د یو ګاونډي هېواد په توګه د افغانستان او ایران ترمنځ د تجارتي راکړې ور کړې د پام وړ پرمختګونو، د جابهار بندر د فعالېدو او تر څنګ یې په داسې حال کې چې ایران د افغانستان اوبو ته خورا ډېره اړتیا لري، د دواړو هېوادونو تر منځ د اوبو د وېش جنجالي بهیر هغه څه دي چې د دواړو هېوادونو افغان – ایران تر منځ د ښو اړیکو د ساتلو لپاره حیاتي ارزښت درلودی شي. په ایران کې د مېشتو افغان میلیونونو مهاجرینو هستوګنه، د هغوی په فرهنګ او عنعناتو کې د دوی مشترکات او مذهبي تړاو که څه هم ایران په دې تورن دی چې له افغان مهاجرینو نه د ترهګریزو فعالیتونو په ترسره کېدو کې استفاده کوي، هغه مسله ده چې د دغو دواړو هېوادونو تر منځ به په سیاسي او ستراتېژیکو اړیکو کې تتوالی رامنځ ته کړي.
په سیمه کې د ایران نفوذ او زمونږ د یو شمېر پردیپالو سیاسیونو دوه مخیتوب او یا دا چې له ایران سره د یو شمېر شومو فعالیتونو په ترسره کېدو کې همکاري هغه څه ده چې له ایران سره زمونږ د لاس او پنجې د نرمولو په صورت کې زمونږ د لاسونو او مټو د تړلو په مانا ده.
که څه هم افغانستان یو خپلواک هېواد دی او د ایران هېواد له هیڅ ډول ملګرتیا او تر منځ یې د سیاسي مسایلو د تر سره کېدو په صورت کې کومه وېره او خوف نه حس کوي چې ښه بېلګه یې د ملي یوالي د حکومت پر وخت اوبو د مدیریت کولو جرااتانه را پورته کېدنه ده او یا د قاسم سلېماني د وژل کېدو په صورت کې د افغان حکومت له ممکنه ګواښونو نه د وېرې نه درلودلو په مفکوره د ایران د حکومت د تمې خلاف د څرګندونو نه خپراوی. خو د پورته مواردو په یادولو سره د افغان حکومت، سیاسیونو او یا نورو اړونده اشخاصو چې په تجارتي را کړه ور کړه کې مهم رول لوبوي، د ګاونډیتوب د اصل په پلي کېدو او یا شرایطو ته په کتو منځوي پاتې کېدل غوره دي.

اوس که د ایران او امریکا تر منځ د خدای مه کړه کومې ستونزې د را پورته کېدو ممکنه ګواښ سر را پورته کوي، افغانستان باید هر وخت د داسې حالتولپاره؛ نه یوازې دا چې خپل رول د خپل ځان او ملي ارزښتونو د خوندیتوب لپاره په مهارنه ډول ولوبوي؛ بلکې د نورو هر ډول پېښېدونکو شرایطو د مهارولو لپاره چمتوالی ولري. په دې مانا چې د خپلو هر راز سالمو اړیکو د خوندیتوب تر څنګ د خپلو شیعه میشتو افغانانو له خوا د را پېښېدونکی سرخوږي مخه ډب کړو. دا ځکه چې د همدې امریکايي ځواکونو په مرسته د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د داعش ډلې له منځه تلل د افغان حکومت لپاره لویه لاسته راوړنه ده او دا چاره تازه تر سره شوې ده؛ خو که په دغو ستونزو کې د افغان حکومت ښکېلتیا هیڅ شي، په دې حساسو شرایطو کې د دغې ډلې د بیا سر را پورته کولو په صورت کې به د افغان سولې د مذاکراتو پرمختګ، د دیموکراسۍ د مات ګوډ اصل (د ټاکنو بهیر) او نورې لاسته راوړنې له خاورو سره خاورې شي. اوس چې په افغانستان کې د اسلامي امارت تر نامه لاندې د جنګ با نفوذه لوری له امریکا سره د مذاکراتي ټیم په توګه هوکړې ته رسېدونکی دی، د امریکا غاړه ایښودل او بیا د امریکايي پوځيانو د کمښت پر سره د امریکا غور او په سیمه کې د هېوادونو په کچه بدلونونه یا په لویه کچه داسرایل شاه وخواه سیمې لکه سریه، لبنان، عراق او دپمپیو سفر اروپا او تر روس پورې دا په ډاګه کوي چې د امریکا د نیویو پلانونو د پلي کېدا لپاره چمتوالی نیول کېږي. نو دا ښکاره مسله ده چې ایران، امریکا، روسیه چې اوس یې د نظام د بدلون حسه په کور دننه روانه ده، د چین او امریکا تر منځ د نوو اقتصادي هوکړو پلي کېدل او د هند په ګډون د سیمې نور هېوادونه له شرایطو سره سم د پام وړ ستونزې او مسایل لري.

که څه هم چې د سیمې هېوادونه هم په روانو تحولاتو کې لاس تر زنې نه کېني؛ بلکې هر یو یې د خپل رول د ترسره کېدو لپاره هلې څلې پیل کړي. دا تحولات د افغانستان او په دې هېواد کې د نیابتي جګړې د ښکېلو اړخونو لپاره عینې د پخوا په پرتله ارزښت لري. لکه په ۱۳۷۱ کلونو کې چې د پاکستاني مشرانو په رهبریت د افغان حکومت په رامنځته کېدو کې مهمې پرېکړې وشوې. په هغه وخت کې د امریکايي مرستو په موجودیت کې پاکستان د سیمې د یو فعال لوبغاړي په توګه وکولای شول چې د افغانستان د تضعیف او په سیمه کې د خپل سیال هېواد هندوستان د نفوذ د مخنیوي په خاطر خپل رول ولوبوي. د اسلام اباد او جلال اباد د معاهداتو په کولو سره افغان حکومت له یو ستر لالج سره لاس او ګرېوان شو، یعنې د اسلامي امارت په نامه د پاکستان په خوښه او نفوذ په ۱۳۷۵ کال کې د رامنځته کېدونکي حکومت لپاره زمینه برابره شوه. په دې توګه پاکستان وکولای شول چې د لسګونه ترهګریزه ډلو د زېږدو لپاره ځان جوړ کړي. په دې توګه یې په کراتو د عربي او غربي هېوادونو بې سر او سامانه مرستې جلب کړې.
د امریکا او ایران تر منځ د راولاړو شوو وروستیو پېښو او په افغانستان کې د دواړو هېوادونو د موثریت په درلودلو سره پاکستان د یو بل سنټېفیک ماشین په توګه د خپلې بقا او راتلونکي لپاره معادلې حلوي.
د ایران په څېر پاکستان هم د افغانستان یو له هغو ګاونډیو څخه دی چې د تجارتي راکړې ورکړې تر څنګ ورسره مذهبي، فرهنګي او ژبني مشترکات لري، د کاسا ۱۰۰۰ او د ټاپي سترې حیاتي پروژې هم هغه مهمې مسلې دي چې د پاک – افغان تر نامه لاندې اړیکې ورته مهمې دي؛ خو پاکستان په دې هر څه پښه ږدي او یوځل بیا د خپلو شمو موخو د تر سره کېدو ناکام تمثیل کوي. دا په دې مانا چې حالاتو ته په کتو پاکستان په کور دننه په بې مخینې ډول له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، لکه: د بلوچستان مسله، د وزیرستان د پښتنو مسله، کورنۍ بې رزوګاري اوج ته رسېدل، د ملکي حکومت په مشرۍ کې د حزبونو په کچه د ناکامۍ ښکاره بېلګې لکه د هېواد په کچه د استخباراتي شبکو دغه پرېکړه چې عمران خان یې واک ته ورساوه؛ خو دوی په خپله پرېکړه کې د تېروتنې تر کچې رسېدلي دي. امریکا او عربي هېوادونه هم چې کومه تمه ترې لري، یا خو دا چې د پخوا په پرتله پرې زړه نه تړي او که د زړه تړلو هڅه هم وکړي، ډاډمن به نه وي او په لنډ وخت کې به ورته ثابته شي چې دوی هم د تېروتنې په جال کې را ګیر شوي دي.

اوس دې ټولو تحلیلونو ته په کتو افغان سوله هغه مهمه مسله ده چې پاکستان، ایران او په ځانګړې ډول امریکا ته حیاتي ارزښت لري؛ که هر هېواد د پردې تر شان د ځان ګټې خوندي وبولي او په منحرفانه ډول مفکوره پلې کړي، لکه په افغان ولسمشریزه ټاکنو کې د لاس وهنې هڅه، د اوربند او د سولې په تړاو د افغان حکومت رول له پامه غورځول، په دې مانا دي چې له صحنې نه به د اوږده وخت لپاره ووځي او په ښکاره به دې خپلې ماتې او کمزورۍ مراحل حس کړي.

Comments
Loading...