په افغانستان کې خلک د امریکا چلند مایوس کړي

0 73

ځینې افغان څارونکي او عام وګړي وايي، امریکا له افغانستان سره د مستعمرو په زاړه دود چلند کوي.

دوی اکثریت یې انديښنه لري، چې امریکا د افغانستان د استقلالیت منطق ته په خپلو کړنو زیان رسوي او ښايي دا لاره خورا غټې ستونزې راولاړې کړي.

په تازه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس وېلز ویلي، چې په افغانستان کې اوسنی سیاسي وضعیت ورته د منلو ندی، تردې وړاندې پمپیو افغان مشران په خپل سفر کې غیر مستقیم وګواښل او بیا یې د یو ملیارد ډالرو مرسته لغوه کړه.

شنونکي وايي، امریکاغواړي افغانستان کې دیموکراسي، انتخابات او استقلالیت په مستقیم ډول زیانمن کړي او خلک باور د لاسه ورکړي. ددوی په قول امریکایانو باید تر هرڅه مخکې د افغان انتخاباتو له مسلې خپله مداخله ورلنډه کړي دا کورنۍ موضوع ده او نه مداخله ددواړو دولتونو د اعتبار په خیر ده.

افغان ژورنالست نسیم ساعي وايي، امریکایان د افغانستان له چارواکو سره شخصي چلند کوي او زیان یې دولت او ملي اعتبار ته رسېږي. دده په باور امریکایان چې له کله له طالبانو سره نږدې شوي، ددیموکراسۍ ټولې پیل کړې سلسلې یو پر بل پسې خپله چلنجوي او دا د امریکایانو د ملګرتیا څرنګوالی په ډاګه کوي.

مدني فعال سلیم عزیزي بیا وايي، امریکایان وتلو ته لاره جوړوي، اړیکې خرابوي او غواړي ملامتي د افغان لوري وي. هغه زیاتوي، چې امریکایان دې ووځي، مرستې دې هم بندې کړي، خو د چلند دا بڼه یې تحقیرانه ده چې په تر افغانستان امریکا ته ډير زیان رسوي. دده په باور، اوس چې هرځای امریکا پښه کېږدي، لسیزې وروسته د ویتنام پیغور ورکول کېږي، اما افغانستان به یې د یوې بلې پیړۍ پیغور وي، چې څوک به د امریکایانو ملګرتیا ته زړه نه ښه کوي.

د مرکزي اسیا د څېړنو د مرکز مرستیال شبیر کاموال له ولسمشر غني غواړي، چې دولت کې سیاسي اجماع راټوله کړي او امریکایانو ته داخلي فرصت ورنکړي، چې په سیاسي مزاحمتونو پآنګونه وکړي. دی له عبدالله عبدالله هم غواړي، چې د امریکایانو نازدانه ندی، او له دې وضعیت دې سو استفاده نه کوي. دده په باور امریکایان عبدالله یوازې د حکومت د مزاحم په توګه تحریکوي، خو که له طالبانو سره د جوړجاړي موضوع یو طرفه شوه عبدالله عبدالله به تر بل هر سیاستوال زیات تجرید شي، ځکه چې نه خو شمالي ټلواله او جمیعت هغه د خپل استازي په توګه پیژني او نه د تاجک قوم استازی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ د ټاکنو لانجه دداخلي منځګړو په واساطت حل ته نږدې شوې او ویل کېږي، عبدالله عبدالله له خپل موقف څخه څه تنزیل کړی دی

Comments
Loading...