پل خشتي / همایون دوست

0 85
سگ زرد برادر شغال است.
——————————
مطلب د مجاهد، ټالب، داعش، پیر او یا د دوی دست بوسه نوزاد سیاسیونو او ورته بوټو څخه نه دی چې، دغه متل په مطابق یې سره ورونه وبلو ، نن ورځ شوده، ان د ګل خان لا سر په خلاص دی چې نوموړی یاد شوی مخلوقات سره ورونه نه، بلکې (اې.ایس.ای) کابوسې تنی د رینجاړې خولې بد شکله داړو چینجن غاښونه دی چې افغانې ټولنی دننه په بطن کې د انسانیت او افغانیت په نامه دا لږ څه چې پاتی دی په چیچی او ژوی.
٭٭٭
«زیړ سپی د ګیدړ ورور دی» مقوله فولادین امیر عبدالرحمان خان هغه مهال په خوله راوړه، کله چې افغان ولس د انګریزانو سره د خونړیو نښتو پس، ټپونه لا نه ؤ رغیدلې چې خرس مزاجه روس په سپین ستړګی ور څخه د مرو مهم ولایت وءداړه، د متل مفهوم دی چې «روس د انګریز ورور دی».
په همدی تړاو، تصادف نه دی چې، کابل د ویرغاوی «لب ی دریا» په کوم جومات کې چې، وسمهال روزمره پنځه وخته، زرګونه مؤمنان د الله پاک په دربار سجده ږدی، د ودانی سره د «پل خیشتی» اصطلاح غوټه شوه. ځکه دا مازی جومات نه چې د څلور سوه ورکنومو میړنیو وطنپالو سپاهیانو د غیرت او شهامت د ویاړ یادګاری څلې هم دی، چې د خاوری څخه د دفاع ننګ ځانونه قربانی کړی.
د جومات تاریخچه: کره نه خو روایت دی چې لا ورایه لرغونی زمانه کې، پخپله زردشت په دا محل کې نغرې (اتشکده) جوړ او «اهورامزدا» یی په کې لمانځلی ؤ، ورسته بودایانو په مندر (معبد) ودان کړ، بیا عرب هغه  ړنګ په ځای یی جامع جومات دنګ کړ.
کله نه چې تیمورشاه«دورانی» پلازمینه له کندهار څخه کابل ته کډه کړه، نو د باغ عمومی په نامه بڼ او دا د «لب ی دریا» جومات له سره ترمیم کړل، خو معاصری بڼی بڼسټیزی پراختیایی کار په کې ایله فولادین امیر هغه مهال ترسره ورساوه چې د پلی خیشتی غمیزی ناورین ټول افغان ولس د ویر په ټغر کینولی ؤ او په غچ، د منځني اسیا ولسونو څخه نیولی د هندوستان نیمی وچې لری پرتو سیمو پوری، محمدی امت وینه یی په جوش راوستی وه، چې ټولو د خرس په وړاندی، د امیر د «جهاد» اعلام ته په دوه پښو ناست شیبي شمیرلی.
د پل ی خیشتی حماسه: پس له هغه چې تزاری روس د منځنی اسیا پراخه سیمه خیټی ته کړه، نو مخه یی د افغان خاوری په لور واوښته او په ۱۸۸۴م. ( اوسنی جنتری ۲۶ د فبروری) د افغانستان په حریم، د  پنجده په پوځي چوڼۍ د توپچي ځواک په انداختونو تعرضي برید وکړ، چې د پلی خیشتی په سیمه کې، شا او خوا د څلور سوه افغان سرتیرو سره د سختی نښتې څخه ورسته د لوی پوځ په مټ چوڼۍ قبضه کړه. خپله د دوی په څرګندونو چې لا کله هم د داسی زړورو او میړنیو سرتیرو سره چې تر ورستې سلګې پوری له خپلی خاوری په ننګ کې ورسره پیاوړی مقابله او کلک مقاومت کړی وی لا نه ؤ مخ شوی.
دا ملومه نه ده چې دغو ګمنامه سپاهیانو به په ریښتنۍ سره دښمن ته څومره د سرونو زیان اړولی وی، خو د روسی مؤرخینو په وینا د زرو کسانو څخه اوړی.
روح یې ښاد او ارام .

Attachments area
Comments
Loading...