پر روغتيا د سوداګرۍ انتها / بصيرالحق عادل

0 22

څومره چې ټولنه د پرمختګ لوړ مدارج فتحه کوي، هغومره ورسره خنډونه او ستونزې ډېريږي. تېر تاريخ راته وايي چې د امکاناتو په نشتون کې خلکو دومره ستونزې نه لرلې.

موږ په ټولنيزه برخه کې بې شمېره کړاوونه ګالو او تر هغو چې مو ذهنيت او فکر نه وي جوړ شوی او ځاني غوښتنو مو ټولنيزو غوښتنو ته لومړيتوب نه وي ورکړی، د خنډونو د له منځه وړلو شونتيا نشته.

روغتيايي ستونزې زموږ لپاره لوی چلېنج دی. نن سبا سره له دې چې روغتيايي برخه کې هېښنده پرمختګ شوی دی ورسره بې حسابه ناروغۍ هم پيدا شوي دي، حتی د نا علاجه ناروغيو درملنه شونې شوه.

خو، زموږ ټولنه کې هر څه برعکس دي.

څو کلونه وړاندې مې خور ناروغه شوه، د هډوکو يو متخصص ورته نسخه وليکله، درمل دومره ډېر وو چې يوه شپه او ورځ کې ۲۴ ګولۍ خوړل کېدې. مور مې غصه شوه ويل يې دا درمل ډېر دي، ما ورته وويل متخصص ډاکټر دی تر هغه موږ ښه نه پوهېږو. د درملو د دوه ورځو استعمال وروسته مې خور د معدې او عصبي دايمي ستونزه پيدا کړه. څو کلونه تېر دي خو د معدې ګولۍ چې ونه خوري ژوند ورته سخت شي.

داسې ډاکټران پېژنم چې د زکام ناروغۍ لپاره هم د ۲۵۰۰پاکستاني کلدارو په ارزښت نسخه ورکوي.

له دولسم ټولګي چې فارغ شوم د يو شخصي متخصص ډاکټر د درملتون مسؤل وټاکل شوم. ډاکټر د درملو د يوې کمپنۍ دوا يوه مياشت استعمال کړه. بله ورځ د کمپنۍ لخوا ورته شپېته زره پاکستانۍ کلدارې له دې امله ورکړل شوې چې تاسو زموږ ډېر درمل کارولي دي.

د کورنۍ يو شمېر غړي مې درملتونونو کې کار کوي. د هغوی له خولو جالبې کيسې اورم. د درملو ځينې کمپنۍ ډاکټران دوبۍ او يو شمېر نورو هېوادونو ته په سياحت بوځي، خو شرط دا دی چې د دوی ټاکل شوی ټارګېټ درمل به ناروغانو باندې پلوري.

وراره مې چې د درملو د يوې کمپنۍ سره کار کوي، يوه ورځ يې راته وويل راځه يو ښايسته کمپيوټر رانيسم، ما ورته وويل د چا لپاره؟. راته ويې ويل پلانی ډاکټر زموږ د کمپنۍ درمل په دې شرط کاروي چې کمپيوټر ورته رانيسو.

سلګونه ډاکټران مې په خپلو سترګو ليدلي چې د درملو د کمپنۍ سره د يوې معاملې له مخې د دوی بې کيفيته دواوې ناروغانو باندې خوري، همدا لامل دی چې له یوې ناروغۍ سل نورې ناروغۍ وزيږي.

بل وراره مې د يو تر ټولو مشر او متخصص ډاکټر کيسه کوله، ويل يې د انتي اسيد سلګونه کارتنه شربتونه اکسپاير ته نزدې شول. همدغه ډاکټر د کمپنۍ سره خبره وکړه چې د دومره امتيازاتو په بدل کې زه دا ټول شربتونه يوه مياشت کې درته کارووم. نو ډاکټر ته چې به هر ناروغ راغی، تر دېرشو ډېر د معدې شربتونه به يې ورکړل او ورته ويل به يې دا به هره شپه يو سطل کې اچوې، څو ګيلاسه اوبه به ورسره ګډوې او د شپې لخوا به پرې ځان غوړوې. د دې سره ستا ناروغۍ ختميږي.

تاسو په خپلو ښارونو کې وګورئ، تر هرڅه درملتونونه او روغتيايي مرکزونه ډېر دي او تر بل هر وخت ناروغۍ او ناروغان ډېر دي.

له يوې خوا چې درمل بې کيفيته شي او بل پلو مو روغتيايي خدمت سوداګريزه بڼه غوره کړي، نو د ناپوهۍ دې انتها ته به د څه نوم ورکړو؟

تېر زمانو کې هم خلک مريضېدل خو هغوی پوه طبيبان درلودل. داسې طبيبان که به د ناروغۍ په درملنه نه پوهېده نو نه به يې کوله. د تاريخ کتابونه راته وايي پخوا په ډېره ساده ډول درملنه کېده، لامل يې دا و چې د طبيب هدف به سوداګري نه، بلکې د ټولنې او د وګړو د نجات فکر به ورسره وو. د ابن سينا نوم چې تر اوسه ژوندی دی لامل يې همدغه دی چې د مادياتو پر ځای يې طبابت کې تجربې کولې، علم يې کاوه او دا دی نن سبا يې زموږ ډاکټر صاحبان له فکر او علم ګټه اخلي.

واقعي ډاکټران سره له دې چې د ناروغيو د ورکولو په فکر کې وي، د ټولنې او د وګړو د نجات فکر هم ورسره وي. پر ډاکټر د خلکو باور دومره ډېر دی چې د خپلې ښايستې مېرمن مخ د اړتيا پر مهال ورته لوڅ کړي او سَتر مات کړي. زموږ دين هم راته وايي چې د اړتيا پر مهال له ډاکټر حجاب نشته، ګني په اسلامي او افغاني ټولنه کې په ستر او پرده خلک خپل سر قربانوي، خو کاشکې د درملو کاروباريانو او د ډاکټرانو په نوم روغتيايي مرکزونو کې ناستو انسانانو د ټولنې د وګړو دغه باور ته درناوی درلودی.

زموږ ټولنه کې د نالوستو پر ځای يو شمېر لوستو(!) کسانو ته د پوهاوي اړتيا شته، چې ماديات نه، معنويات وګټه.

کله چې د درملتون مسؤل وم، د ډېرو ناروغانو پايوزانو باندې مې له دې امله ژړلي دي چې سپېره چاودي لاسونه به يې وو، خو د ناروغ د درملنې له مجبورۍ به يې يا غوا خرڅه کړې وه او يا به يې پيسې پور کړې وې. خو د ډاکټرانو سوداګرۍ او د بې کيفيته درملو خوړو به يې د روغتيا هيلې پوره کېدو ته نه پرېښودې.

واقعي ډاکټران د انسان په شکل د انسان لپاره د نجات فرښتې دي.

۱۳۹۷ د سلواغې ۱۸مه

Comments
Loading...