«پاڅېږه وطنه!»/ لیکوال شرف الدین عظیمي

0 27

څوک د قام او ژبې د تبعیض قهرمانان شول

چا ږیره اوږده کړه د جنت ټيکداران شول

سرې وینې بهيږي د افغان له ټپي تنه

پاڅېږه وطنه! پاڅېږه وطنه!

سلېمان لایق

ما څو ځله څو ځایه ویلي و چې جاوید امیرخیل به بیا د «باتور ملت» په څېر شاهکار ونشي پنځولی، خو کله مې چې د پاڅېږه وطنه ناره واورېده فکر مې وکړ چې نه زه په حقه نه وم، ما سم حدس نه و وهلی او باید چې بیا فکر وکړم.

د «باتور ملت» ادعا لږ تر لږه د نقد وړ ده، خو د پاڅېږه وطنه ناره او ټپه کېدای شي بل ډول او ښه ډول تعبیر شي او یو لوی هیجان له ځانه سره راواخلي هاغه د چا خبره کېدای شي وطن راپاڅوي او وجدانونه ولړزوي او ولسونه سره وتړي او بړیڅي سره متحد کړي لکه په کوزه پښتونخوا کې چې د «دا څنګه آزادي ده؟» نارې خپل رول او نقش درلود.

غواړم خپلو خبرو ته دوه اړخه ورکړم:

لومړی د شعر اړخ:

په شعر کې مشر استاد لایق خورا سخته د لفظونو جادوګري کړې ده او ډېر یې حساس کړی، یانې د سړي زړه شي، چې شعر ولولي او ښه سم وخت ورته ځانګړی کړي. په متن کې ښه سمه باغي ګري شوې، ښه سمه غوسه بیان شوې او هر څه بربڼد شوي او محافظه کاري نه ده شوې او هغه چا چې وطن دغه ځای ته رارسولی ښه سم څڼډوهل شوي او په خپلو وجدانونو کې یې پوزونه ورموهل شوي.

شعر د افغانستان د څو وروستیو غمیزو کیسه ډېره لنډه او ډېره منطقي تحلیل او بیان کړې او ځوان نسل ته په ذهن کې دا ورڅڅول غواړي چې لوری یې په کومه دی او په کومه ځي او په کومه باید لاړ شي په همدې مورد مې غوښتل یوه څه ووایم:

د شعر په اړه خبرې ډېرې دي او تعریفونه هم ډول ډول او دې سره په خوا کې یوه خبره ډېره مهمه او جالبه ده، د هر انسان برداشت له شعر څخه توپیر کوي، په هر انسان د شعر اغېز هم په هماغه کچه توپیر مومي او دا هم نوره ثابته ده چې د انسان له ژونده بېلېدونکی هم نه دی او له پرمختګونو سره شعر هم پر مختګ کوي.

افغان ټولنه نور د هرې پاڼې تورونکو جملو ته شعر نشي ویلی. شعر نور د ټولنې الزامونو، نویو تضادونو، زړو مقرراتو، ناندریو، ریښتینو، نظامونو او هر هغه کلتور سره چې ژوند په کې کوي ډغرې وهي او په اصطلاح راپاڅېږي، مبارزه کوي، انقلاب کوي او زړې، ورستې، ارتجاعي او وخت خوړونکو مفکورې ځپي او د اعتراض غږ پورته کوي.

ما دغه تومنه د لایق صاحب په پاڅېږه وطنه شعر کې ولیده، دا ډول شعر او اشعار د اوسنۍ زمانې یوه اړتیا ده او دا خبره باید جدي ونیسو. دا ډول شعرونه باید د مرګ تر شیبې زمزمه شي. هغه خلک چې شعر پرې ژوره اغېزه لري او اوضاع او حالات د روښنایۍ او سمون لور ته بیایي، لاس نیوی یې وشي او لږ تر لږه وهڅول شي.

په دې هیله چې دغه ناره تر پوزې راغلي، په تیارو پسې روان، په سکوت او تورتم کې ډوب، په دوړو او غمونو کې ورک ملت ته د بري او پرمختګ مشعل شي تر څو له ګړنګونو، طوفانونو، سختیو پرې ووځي او لمر سترګه په کې وویني او له تورو باورونو او غفلتونو را پاڅيږي.

دویم د سندرې اړخ:

کېدای شي په نړۍ کې ډېر ښه متنونه لیکل شوي او ډېر ښه شعرونه ویل شوي وي خو په شعر کې د روح پوکول بل خبره ده دا چې شعر څنګه ژوندی کېږي متن څنګه په نڅا راځي، دا یو بل اړخ دی چې د جاوید امیرخیل په دې دوه وروستیو سندرو کې په زباد رسولی. امیرخیل په دې څو وروستیو کارونو وښوده چې خپل کار یې ډېر مسلکي، شعوري او ژور کړی په موسیقۍ کې له ډېره وخته دا تشه وه او خدای مکړه چې همداسې پاتې شي.

هر ښه کار، تولید، کلیپ، غږ او په ټوله کې سندره ډېره خواري، انرژي او وخت غواړي او دا چې په دې سندره څومره خواري او سوچ شوی دا واضع ده، غږ ډېر په هیجان او احساساتو جګ شوی او د ځاځیو د غرونو جوهر له ورایه په کې ښکاري.

کله چې ما د سندرې ویډیوګرافي ولیده نو څو پوښتنې راته پيدا شوې خو د نقد هڅه نه لرم:

لومړی: د چیګورا د خولۍ او «پاڅېږه وطنه» ترمنځ اړیکه څه ده؟

دویم: که تصویر د ګڼو ولایتونو او بېلابېلو سیمو او پرګنو وئ، ښه به نه و؟

درېیم: د زرغون رنګ ډېر کارولو څخه مقصد څه و، دا کېدای شي ښه مفهوم ولري.

څلورم: په تصویر کې د توپ بیا بیا ځلي راتللو څخه مفهوم څه و؟

دا ډول مفاهیم که د غازي امان‌الله خان د تصویر په شان روښانه ول، اغېز به یې زیات وائ.

موږ لا ډېر کار ته اړتیا لرو خو یوه خبره په پای کې غواړم او هغه دا چې که مو کوم افغان ولید چې کار یې کاوه او سم کار یې کاوه تشویق یې کړئ، کار ته یې ارزښت ورکړئ، ویې نازوئ، په غېږ کې یې ونیسئ او ورته ووایئ چې تاسو یې کار خوښ کړئ او کار ته یې ارزښت ورکوئ او مینه به ورسره وکړئ.

سندره واورئ که خوښه مو شوه سندرغاړی یې هم خوښ کړئ ډم ورته مه وایاست، کنه دا به مو تر ټولو لوی خیانت او جفا وي.

Comments
Loading...