پاني پت د افغانانو ستر ویاړ او د نړۍ ستره کارنامه

زمری زمریال

0 96

په دې وروستیو کې هندي فلمیانو د احمدشاه بابا د پاني پت پر جګړې یو فلم جوړ کړی. تراوسه څرګنده نه ده چې په دې فلم کې به افغانان څومره غندل شوي وي او د تاریخ د مسخه کېدو هڅه به یې شوې وي. دا ځکه چې له یوې خوا هندي فلمیان به هېڅکله دا اخلاقي جراات ونه کړي چې د تاریخ د نوموړې مقطعې حقایق چې د دوی په زیان وو، هغه په رښتیني ډول منعکس کړي او له بلې خوا دا د هندي فلمونو ځانګړتیا او نقیصه ده، چې ډایرکټران یېپر واقعي داستانونو خپله خوښه او امیال ورتپي او هغه ته تصنعي رنګ ورکوي.

ډاکتر ګندهاسینګ یو هندي لیکوال دی چې د احمدشاه بابا په باره کې یې پلټنې کړي او وروستی تاریخ یې لیکلی دی. دی وايي چې د دغه کتاب د لیکلو لپاره یې له سلو زیات کتابونه لوستلي او په لسګونو کتابتونونو ته ورسرګردانه شوی. دی وايي چې کېدای شي ما خپل قوم(سیکهان) له دې امله چې له احمدشاه بابا سره یې سختې جګړې کړي او تورې یې وهلې دي، په دې ملامته کړي چې د احمدشاه بابا ستاینه مې کړې ده، خو دی وايي چې زه ځکه ځان نه ملامتوم، احمدشاه بابا د تاریخ یو ستر امپراطور و او له دې پر زیاتې ستاینې ارزي چې ما ستایلی دی.

موږ له هندي فلمیانو غواړو چې د افغانانو د تاریخ درناوی دې وکړي، واقعیتونه دې منعکس کړي او ځانونو ته دې له تصنعي تاریخ جوړولو ډډه وکړي.

په خواشینۍ سره، کله چې ما په دې اړه په اریانا تلویزیون کې له انجنیر لطیف سره مرکه کتله، دې مرکې نور هم خواشینی کړم. ځکه که څه هم انجنیر صاحب لطیف چې د هېواد یو ښه فلم جوړونکی دی او خلک زیات درناوی ورته لري، خو دا چې د تاریخ شاګرد نه دی، نو پخپلو خبرو کې ترې لویه تېروتنه وشوه او احمدشاه بابا یې په تعریض سره یرغلګر وباله.

دا په داسې حال کې ده چې افغانان ۵۰۰۰ کلن زرین تاریخ لري او په دې ۵۰۰۰ کلونو کې هېڅکله یرغلګر نه وو، بلکې چېرته چې تللي، د خلکو مرستې ته یې دانګلي، د هغه سیمې خلکو ورته بلنه ورکړې او هېڅکله لکه نور امپراطوران پر ځمکه د فساد او بې عدالتۍ خپرونکي نه وو.

که تاسو د زردشت دین خپرونکی ګشتاسپه وګورئ چې په قرآنکریم کې د ذوالقرنین په نوم ستایل شوی او د چین له ختیزه نیولې بیا د مدیترانې تر مورګو یې د الله ج برحق دین خپور کړ.

همدا راز هند ته د احمدشاه بابا سفر کوم یرغل او تاړاک نه و، بلکې د هند د خلکو له خوا رسماً دعوت شوی و، یوه شرعي اړتیا او یو مسوولانه رسمي ماموریت و چې هلته جګړې، فساد، زور، ظلم او بېعدالتي ختمه کړي، سوله، امنیت او اصلاحات راولي.

دا یوازې انجنیر لطیف نه دی چې له خپل زرین تاریخه خبر نه دی، بلکې یوشمېر نور تش په نامه تاریخپوهان او سیاستوال هم شته چې په لوی لاس خپل تاریخ بدناموي. که رښتیا راباندې وايئ، ما تراوسه په هېواد کې داسې تاریخ لیکونکی نه دی لیدلی چې د یوې موضوع په اړه یې پوره مطالعه کړې وي او بیا یې تاریخ لیکلی وي. دوی ته چې کوم مات او ګوډ کتاب په لاس ورغلی هغه یې رااخیستې او پرته له دې چې نور کتابونه هم ولولي او د هغه وخت احوال او شرایط په پام کې ونیسي، د یوې تاریخي مقطعې او تاریخي شخصیت په اړه یې غیرمسوولانه قضاوت کړی دی.

دا وخت ماته د جمعیت ګوند د یوه دوست هغه خبره رایاده شوه چې د استاد رباني له خولې یې کوله. ده ښاغلي وویل چې ماته په یوه خصوصي بنډار کې استاد رباني پخپله خوله وویل چې پخوا ما به امیرعبدالرحمن خان ملامتوه چې ګوندې یو ظالم پاچا و، خو اوس چې د یوه مسوول کس او زعامت په توګه ګورم هغه برحقه و، ځکه هغه په ټول افغانستان کې د څلورنیم زره په شاوخوا کې باغیان ووژل او د سلو کلونو لپاره یې په هېواد کېملوک الطوایفي له منځه یوړه، خو موږ تراوسه تر ۶۰ زرو زیات کابلیان ووژل او درې برخې کابل ښار مو له خاورو سره خاورې کړ، خو یو حکمتیار مو د حکومت له مخې لرې نه کړای شو.

اوس به د پاني پت جګړې په اړه چې د نړۍ یو شهکار دی رڼا واچوو.

کله چې د اتلسمې زېږدیزې پېړۍ په نیمايي کې احمدشاه بابا د خلکو له خوا ولسمشرۍ ته وټاکل شو، نه ورسره خزانه وه او نه کوم بله وسیله. هغه مهال افغانستان د ایراني امپراطور نادرافشار او د هند د مغلي امپراطورانو ترمنځ وېشل شوی و. د غزني نه ختیځ لورته د هندیانو راج و او لویدیځ ته یې د افشاریانو او شمالي سیمې د بخارا ازبکانو اداره کولې.

پر هند د نادر افشار تر یرغل وروسته هند ژمن شوی و چې د څلورو ایالتونو، پنجاب، سرهند، سیند او کشمیر مالیه د نادر افشار حکومت ته ورکړي. تر واکمنېدو وروسته احدشاه بابا د هند امپراطور محمدشاه ته لیک واستوه چې دی د نادر افشار د امپراطورۍ وارث دی او تر دې وروسته ژمنه شوې مالیه  باید ده ته ورکړل شي. کله چې لیک رسوونکي محمدشاه ته لیک ورکړ او هغه ولوست نو لیک یې ټوټه ټوټه کړ ناړې یې پرې تو کړې او خپله توره یې له تېکه واېسته او د لیک رسوونکي په ستوني یې کېښوده او هغه ته یې وویل نه غواړم چې خپله پاکه توره ستا په مرداره وینه مرداره کړم، که نه سر به مې درته پرې کړی او هغه اذرباش(احمدشاه بابا) ته استولی وای، یو اذرباش څنګه کولای شي یو امپراطور ته خبرداری ورکړي او د مالیه ورکولو ګواښ ورته وکړي.

احمدشاه بابا له پردیو د خپلواکۍ اخیستو او د خپلو ځمکو د ازادولو لپاره تر پاني پت جګړې مخکې درې ځله د هند پر متصرفه ځمکو برید وکړ او هغه یې ونیولې، خو له سرهنده مخکې لاړ نه شو.

په ۱۷۵۰ کال کې د ((هند شرقي کمپنۍ)) په نوم د انګرېزانو د جاسوسۍ یوه موسسه چې ظاهراً د سوداګرۍ په یوه کولکټیف کې رامنځته شوې وه، د هند د اشغال دوکتورین یې له ځانه سره راوړي او په پلي کولو یې لګیا وه. دې کمپنۍ چې له یوې خوا د هند مالوچ، کیمیاوي او نور صنعتي بوټي، مرچ او مساله یې پېرل او په بدل کې یې هند ته ټوکران، ماشین الات او نور کالايي توکي صادرول، د دې ترڅنګ یې د هند د اشغال اجنډا هم پرمخ بیوله.

دوی لومړی د هند په ختیځ او سویل کې د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ مذهبي جګړې ته لمن ووهله. دوی د هند دوه لویو قومونو یعنې مرټانو او جټانو ته چې هلته ډېرکي شمېرل کېدل قومي او مذهبي انګېزه ورکړه چې ګوندې دوی په شمېر کې له مسلمانانو ډېر هم دي او د مسلمانانو حکومت منل ورته د دین مخالف کار او لویه ګناه ده، نو ولې باید دوی دې سترې بېغیرتۍ، ګناه او د پردي مسلمانانو(مغلانو)حکومت ته غاړه کېږدي. د دوی یوشمېر کسانو ته یې وسلې او پیسې ورکړې، جنګي ډلې یې جوړې کړې او د مسلمانانو او حکومت پرضد یې وپارول. دغو یاغیانو ډېره بده جګړه د حکومت او مسلمانانو پرضد پیل کړه. دوی به د مسلمانانو پر کلیو ډاکې اچولې، لکه د اوسني میانمار په څېر چې هر څوک به یې لاس ته ورتلل هغه به یې په وحشیانه ډول وژل، د زانګو پر ماشوم یې رحم نه کاوه او له خپلو کلیو به یې شړل. د محمدشاه حکومت شړېدلی و، په فساد کې ډوب و، حالات یې قابو کولای نه شول، انګلیسان ورسره په چم روان وو، ظاهراً یې دوستي تمثیلوله، خو په پټه یې دغه امپراطورۍ ته قبر کېنده. کله چې په نوموړو سیمو کې انګرېزانو ناامني پراخه کړه، نو د هند له حکومت سره د یوه ستراتیژیکي تړون په ترڅ کې ژمن شول چې د هند ناامنو سیمو ته خپل عسکر ولېږي او یاغیان هلته وځپي، خو دوی د دغه کار پرځای په ناامنو سیمو کې د یاغیانو له قوماندانانو سره ګډ مارکېټونه، سوداګریز مرکزونه د فساد، قېمار او فحشا ځایونه، رستورانتونه، هوټلونه او نور جوړ کړل، چې تر ننه یې هم ځینې بېلګې شته او ساتل شوې دي.

د پاني پت تر جګړې د هند درېیمه برخه خاوره د حکومت له کنتروله ووته او دا لړۍ او د مسلمانانو وژل، له کورونو یې شړل او ربړول یې ورځ تر بلې پراخه کېدل.

د هند دربار سختو تربګنیو نیولی و، د هند صدراعظم چې امپراطور ته نږدې کس و، واک یرغمل کړی او خپل حریفان یې په قطۍ کې ځای کړي وو.

ده خپل باجه ماڼو چې په لاهور کې د احمدشاه بابا والي و، په زهرو سره وژلی او مېرمن یې چې دده خوښینه وه، هغه په ډهلي کې بندي کړې او لور یې چې د احمدشاه بابا ننګور وه، هغه په کوچني عمر(۸کلنۍ) کې بل کس ته په زور سره واده کړې وه.

د هند د دغو حالاتو د کنترولولو لپاره د هند د ډېری مشرانو له خوا له احمدشاه بابا وغوښتل شول چې هند ته راشي او په هند کې د ناامنیو او انګرېزانو د دسیسو مخه ونیسي. په دې مشرانو کې د مسلمانانو لوی مذهبي مشر او د غوره تفسیر لیکونکی شاه ولي والله دهلوي، لوی پښتون سردار اعتمادالدوله نجیب الله خان، دوه نور پښتانه سرداران، د ماڼو مېرمن او په سلګونو نور شامل وو.

د ماڼو مېرمن خو حتا احمدشاه بابا ته ننګ اچولی و چې راشي او په ننګور یې ننګ وکړي چې د هند صدراعظم په زور سره بل چاته واده کړې ده.

 که څه هم دغه ښځه د هند امپراطور بیا له بنده خوشې کړه او د احمدضشاه بابا مخې ته یې اګرې او فتح اباد ته واستوله چې له هغه وغواړي ترڅو ډهلي ته له راتګه ډډه وکړي، خو د احمدشاه بابا له خوا ورته وویل شول چې دی د هند د خلکو له خوا رابلل شوی، تر هغه چې له هغوی سره ونه ګوري، د هغوی خبرې وا نه وري، ستونزې یې اوارې نه کړياو د هند د زیارتونو مزار ته ور نه شي، نو دومره ژر بېرته نه ستنېږي.

دا پخپله ښيي چې د هند حکومت او خلک او په تېره مسلمانان هغه وخت له څومره ستونزو سره مخامخ وو او د احمدشاه بابا ورتګ هلته څومره اړین و.

احمدشاه بابا ته د شاه ولي والله لیک اوس هم شته، چې د هغه مهال واقعیتونه په کې لیکل شوي دي. ده پر مسلمانانو د مرټانو ظلم ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې مرټان د انګرېزانو په لمسه پر مسلمانانو څومره ظلم کوي چې ان د زانګو پر ماشوم یې هم رحم نه کوي، تېغ یې پر ستوني راکاږي او د هند دربار په تربګنۍ او فساد کې غرق دی او نه شي کولای ستونزو ته رسېده ګي وکړي او دا پر احمدشاه بابا واجب دي او د جهاد رکن دی چې هند ته راشي او مسلمانان د مرټانو او انګرېزانو له ظلم او دسیسو وژغوري.

احمدشاه بابا تر یوې سپکې جګړې وروسته ډهلی ونیوه او له محمدشاه یې د څلورو کلونو مالیه وغوښته چې ورته نه وه ورکړل شوې. محمدشاه وویل چې دوی د مالیې لپاره پیسې نه لري او مرټان چې یاغیان شوي هغوی هم حکومت ته مالیه نه ورکوي. احمدشاه بابا د خلکو د راپورنو پر اساس د هند د امپراطور په شمول د لوړرتبه چارواکو د کورونو چتونه او مسطحې ورماتې کړې او له هغه ځایونو یې په لسګونه ټنه سره زر وکښل او د دوی فساد یې د دوی پرمخ واېسته او دوی یې د هند د خلکو پر مظلومولو، فساد او ناامنیو تنبیه کړل.

محمدشاه له احمدشاه بابا وغوښتل چې یا دې مرټان رعیت کړي او یا دې له خپلې مالیې تېر شي. د هند امپراطور محمدشاه په دې خبرې سره په حقیقت کې احمدشاه بابا له سخت ازمون او انتخاب سره مخامخ کړ. یعنې دا چې یا به له هنده ورتېرېږي او لاس به ترې پرېمینځي او یا به د مرټانو سختې جګړې ته ځان ورکوي. محمدشاه پخپل دې ګېدړې چم((سر مار را توسط دشمن بکوب، اګر مار غالب آید دشمن کم شود و اګر دشمن غالب آید مار کم شود، در هر صورتیک دشمن کم میشود)) کې غوښتل چې له دوو دښمنانو یې دواړه او یا لږ تر لږه که یو دښمن هم کم شي، نو د ده او د هند په ګټه به وي.

احمدشاه بابا د یوه مدبر سیاستوال او امپراطور په توګه ځان سستۍ، ماتې او بې غیرتۍ ته ونه سپاره د هند ختیځ لور د ګنګاه او جمنا سیند د یوځای کېدو سیمې ته چې پاني پت نومېږي ورساوه او له خپل هېواده نږدې زرګونه کیلومتره لرې له مرټانو او جټانو سره مخامخ شو. د مرټانو د لښکر شمېر د افغان لښکر دولس برابره وو، درې ورځې جګړه روانه وه، په دې جګړه کې درې لکه مرټان او اویا زره افغانان ووژل شول او په پای کې مرټو ماتې وخوړه او احمدشاه بابا له جګړې بریالی ووته.

دغه کار له پوځی اړخه یو ډېر ستونزمن کار دی، چې یو پوځي مشر او سردار دې وکولای شي له خپل هېواده په زرګونه کیلومتره لرې، یو عسکر د دولسو عسکرو په وړاندې د هغه پخپل کور کې((ګيدړ هم پخپل کور کې زمری دی)) وجنګولی شي، دښمن ته خپل څلور برابره تلفات واړوي، درې ورځې د مړو په خېټه توره ووهي او په پای کې د جګړې له ډګره هم بریالی ووځي. دغه ویاړ تراوسه د نړۍ هېڅ یو قوم او امپراطور ته که هغه سکندر مقدوني و، ناپلیون و، که هټلر و او که اوسنی ترمپ دی هیچا ته په برخه نه دی، یوازنی ریکارډ دی چې د بشریت په تاریخ کې یې یوازې افغانان لري.

تر دې جګړې وروسته احمدشاه بابا د انګرېزانو د غوږونو تاوولو ته مخه کړه، خو انګرېزان یې له جزیې سره د خوشامد په توګه مخې ته راغلل او له احمدشاه بابا یې وغوښتل چې نور دې مخې ته نه راځي، د هغه ځای ستونزې د مرټانو له ځپلو وروسته نورې اسانه شوي او دوی به یې د هند له حکومت سره یوځای هوارې کړي.

د هند ډېری پخواني تاریخ لیکوونکي احمدشاه بابا نه دا چې د مرټانو په ځپنه نه غندي، بلکی هغه یې ستایلی دی او د دې حسرت یې کړی چې کاشکی احمدشاه بابا د هند شرق ته هم ورغلی وای او هلته یې د انګرېزانو شرقي کمپنۍ له منځه وړې او د دسیسو مخه نیولې وای.

انګرېزي تاریخ لیکوونکو هم لیکلي چې د هند په نیولو کې انګرېزانو ته تر ټولو مهمه دا وه چې هند ته د افغانانو د مرستې رسېدو مخه ډب کړي، ځکه دا یوازنی هېواد و چې د هندیانو دوست او مرستندوی ګڼل کېده. انګرېزانو په همدې موخه د هند او افغانستان ترمنځ سیمو کې سیکهان وپارول، هغوی یې له هنده جلا او بېل حکومت یې ورته جوړ کړ، تر څو هند ته د افغانانو د ورداخلېدو او مرستې مخه ونیسي. انګرېزانو په ښکاره ویلي چې کله هند دوی تارګېټ کړ، نو یوازنی قدرت چې دوی ترې ډار درلوده هغه افغانان وو، چې کولای یې شول له هندیانو سره مرسته وکړي او د هند پر لور د دوی د پرمختګ مخه ونیسي. انګرېزانو په همدې موخه د هند او افغان حکومت ترمنځ اړیکې ورځ تر بلې خرابولې او د دیورند کرښې په اوږدو کې یې هم په زرګونه خپل څارګر ګومارلي او د قومونو مشرانو او مذهبي مشرانو ته یې بډې ورکولې.

لنډه دا چې د انګرېزانو لپاره د هند نیولو ۵۰ کلونه ونیول، انګرېزان اعتراف کوي که دوی د احدشاه بابا د لمسیانو ترمنځ جګړو او تربګنیو ته په لمن وهلو بریالي شوي نه وای، نو هېڅکله به یې د نړۍ دغه طلایي مرغۍ په نصیب شوې نه وای.

زموږ یوشمېر ناخبره او بې سواده تاریخ لیکوونکي او سیاستوال نه دا چې د خپلې ناقصې پوهې له کبله تېشه د خپل تاریخ په پښه وهي او احدشاه با با په دې غندي چې ولې یې هند ته وردانګلي وو، بلکې په دې سره پر هندیانو د پردیو(انګرېزانو) ۲۰۰ کلن ناولي او پر استثمار، لوټ او تاړاک ولاړ ښکېلاک ته د عفت او شرافت پرتوګ هم وراغوندي.

ځینې اوقیان خو ان پیغمبران هم یرغلګر او تاړاکګر بولي او د پیغمبر او تاړاکګر ترمنځ توپیر ته قایل نه دي، خو الله ج په قرآنکریم کې د دوی دواړو ترمنځ ښکاره توپیر ته نغوته کړې او ویلي یې دي، چې پیغمبران کوم ځای ته ورځي، د هغه ځای او جغرافیې خلک نېکې لارې او دین ته دعوت کوي، هلته جګړه، فساد، ناامني، ظلم او زور له منځه وړياو پر ځای یې سوله، امن، اصلاحات، عدالت، خوشالي او سوکالي راولي، خو ښکېلاکګر برعکس هغه ځای او جغرافیه پر فساد لړي، جګړه، ناامنۍ، ظلم، بېعدالتۍ او زور ته لمن وهي او له خلکو یې خوشالي او سوکالي اخلي.

اوس د انجنیر لطیف زړه چې پر هند د احمدشاه بابا وردانګل هغه هېواد ته د هغه د سولې او امن یو سفر او ماموریت بولي او دغه سفر ته د خپل له یرغل ویلو بښنه غواړي او که پخپلې ټولې جفا سره د افغان ولس او په تېره د نړۍ د ستر پوځی سردار احمدشاه بابا د سترې نړیوالې کارنامې سپکاوی کوي.

Comments
Loading...