پاني‌پت د دریم جنګ(۱۷۶۱م) لاملونه

همایون دوست

0 134

پاني‌پت: د کابل په ۱۱۲۰ کیلومتر واټن کې، ډهلي ته ۹۵ کیلومتر نارسیده، «هریانا» ایالت پوری تړلی د «جمنا» سیند («ګنګا» د سیند مهم مهه داره ) په غاړه پرته ولسوالې ده؛ وسمهال لږ لاندی باندی درې سوه‌زره نفوس لری.
له پاني‌پت څخه درېو ( ۱۵۲۶م. ۱۵۵۶م. او ۱۷۶۱م.) خونړیو جګړو په پایلې، د اوږد مهال له پاره نیغ په نیغه سیمي د ولسونو برخه‌لیک ټاکل شوی دی؛ په لومړنیو دوو جګرو کې پښتنو د خپل نقاق له سخاوته، د غمونو کړانو دراندو بارونو په بدل ، مغول تاج په سر او د ډکو خزانو په تخت کیښنول؛ خو په درییمې نښتې ۱۷۶۱م.کې بیا لوی احمدشاه بابا د خپلې غښتلې توري په څوکه، بشري تاریخ د فلک څرخ سیاسي تګلارې لوري په تاولو کې، ډهلي د سرو زرو تاج او تخت او په ټوله کې هند د نیمي وچې، واکداری خپلو پیاوړو ګوتو ته راونغړوله، خو د دغه افغان امپراتور اصلاً تاج په سر، په سلطاني تخت ناستی شوق فطرتاً د پوځي مزاج سره اړخ نه لګاو، نو هلته کې یې نه مازی د یو زړور سرتیری په حیث د خپلو سرښندنو او رزمي بریاو په برکت، مسلمانانو واکداری له حتمي مرګه وژغورله چې لا یې نور درې کاله کم یوه پیړۍ عمر اوږد شو، ورسره یې خپل ولس او بشریت په وړاندی خپل تاریخي رسالت تر سره او څه د پاسه یو میلیون کیلومتر مربع خاوره یې هم خپل بیرغ تر سیوری لاندی پوښ کړه او بې له ځڼډه یې مخ پښتونخوا غرونو ته واړلوله او کندهار ته ستون شو.
پام وړ: کوم اور چې د پاني‌‌پت له جګړي نه ورسته په منطقه کې د انګریزانو او د ایران بډی خورو شاهانو د ستر خیانت له وجې ګڼ ولسونه وءسیځل او لا تر دم ګړی پوری لولپه په لمبو کې سیځی، په دې تړاو نن مهال ایراني مؤرخین لټه کوی چې، تاریخ له شرمه ډکو او ننګینو دغو پاڼو په ریښتینو پیښو باندی داسې کرغیړنه پرده وغړوی، چې خپله ګناه باندی د احمدشاه بابا ویاړلی شخصیت وءداغي، د بیلګې په ډول دوې د پاني‌پت کشاله داسي تحریفوي چې ګواکې: {احمدشاه ابدالي، د څو مخورو پښتنو یا مسلمانو مشرانو په بلنه هند ته وءبلل شو او د هغوی په سپارښتنه یا فرمایش د هندوستان ملي ساتندویان (مرهټه، راجپوت، سیک، جټ او مغول) د پاني‌پت په څټو (هاونګ) کې راغونډ او د اوسپنیز مولی په ټکولو یې له کوفته کولو پس، نوموړی هیواد په لوی لاس محتال انګرېز منګولو ته وءسپاره او یا یې لږ تر لږه د نیواک له پاره سیده لار ور هواره کړه}.
له بده‌مرغه چې د همدغی ړندې تنګي دریڅې له دریځه بیا زموږ اخوندی فکر پلوه وطنوال هم، .د قُم جعل پیشه مؤرخینو سره په ګډه او اوږه په اوږه د احمدشاه بابا د شخصیت په لوري غشي واروی او یا په یوه بڼه نیوکه او یوه خوله ټونګه وراچوی.
شک نشته چې میړني احمدشاه بابا به هرومرو د هم وینه پښتنو، د همدینه مسلمانانو د برخه‌لیک په تړاو اندیښني او خواخوږی لروده او د جنګ له پاره یې هغوی مټو د زور په ډاډ پوره ډډه هم وهلې وه، خو دا یواځنې وجه نه وه، چې د ګڼو مهمو بڼسټیزو وجو په پرتله ځلا ورکړل شي، دا د ډکې بوجۍ وجو څخه مازی یوه وجه ګڼل کیدای شي، چې د افغانانو پښې یې داسې یو لوی او خطرناک جنګ ته راښکودی چې د بشریت د سترو جنګونو په تاریخ کې ساری د لاسونو په ګوتو شمیرل کیږی.
په هند کې مذهبي شخړو مخینه: د پښتنو واکداری د ړنګیدو پس، «بایزد روښان» لومړنی مخکښ مبارز ؤ چې، په ژوري زیرکي یې د روحاني جامه کې د جابر مغولي استبداد په وړاندی سر جګ او د پرګنیز غورزنګ په زور یې پوزه ور ماته کړه، په انتقام یې «اکبر پادشاه»د لوی لښکر سره له پلازمیني «اګره» څخه کډه بار او د پنجاب ویرغاوی په لاهور کې پلتۍ وءوهله، ده لا روښانیانو د ایل کولو لارې چارې لټولی، چې د دوی اغیز لاندی په الهام ، د مغولو د ظلمونو په وړاندی، د الپ له سردرو څخه مرهټه هندوانو قهرجنو چیغو د ده غوږونه وءبوږنول او په اوریدو یې سمدم د یو بیړني فرمان په ترو، هندو میشتو په سیمو کې، د غواینې غوښې قصابیاني وءتړلی، چې مرهټیانو د همدغې لاسته راوړنې په بڼسټ د ولاړه تګ لومړنیو ګامونو پورته کولو فن زده کړو.
مګر د زمان په تیریدو سره دهند په نیمه وچه کې بیا کورنۍ مذهبي شخړه «اورنګ زیب» د مذهبي افراط په اور کې توده او پخه شوه، نوموړی پادشاه د عثماني ترکانو په تقلید، پرته د محمدی امت څخه، په پاتې رعیت باندی «جزیې» د تحویلو فرمان، مرهټیان بغاوت ته وهڅول او اورنګ زیب یې د ځپولو پسي سل زره کسیز لښکر د الپ ځنګلي غرونو ته مارش کړ، خو له پامه یې غورزولی وه، چې ده خپل د زرو ټول زور خیبر دری په خړو خاورو کې، خوشال بابا د توری ګوزارنو لاندی ویلي کړې او د شاهي خزانې په تش جیب، د جګړی پیلول معقوله پریکړه نه وه او نه یې ګټل شونې ؤ. په همدی وجې وه چې له پو پلوه یې درنده او غوڅه ماته په برخه شوه او له بل پلوه مرهټیانو هم پلمه وءمونده چې د مذهبي قهر په بڼسټ د اسلامي هیواد دننه په ګیډه کې، هندو خپلواک هیوادګوټۍ جوړ او په تدریج سره یې پراخه او قوی کړی.
د مرهټیانو هدف په خپل ماهیت کې، د هندو ایین په اصولو شریعت پلي کول ؤ، نو په همدی امید دوی د زمان څرخ ته اړم شول، چې زرګونو کلنو په شا تیر شوی وخت په څټ راستون کړی.
لنډ رڼاوی : پنځه زره کاله وړاندی د هندو څلورم ایین ریکویدا متون، ټولنه په څلورو کاستو (طبقو) وءویشله. :۱/ برهمن – بتکړه(پڼډټان) ۲/ کشتري – واکداران او پوځیان ۳/ وایشي – بزګر، سوداګر ۴/ شودری – چوپړیان. له دغو څلورو کاستو چې څوک ده‌باندی پاتي شو، په هغوی یې لعنت ووایه ، هغوی یې پلید او نجس وګڼل او رو، رو یې د دین او سیاست په کوتک داسي خمبیره کړل، چې تر نن ورځ پوری رټل کیږی، مثلاً د عام المنفعه موسساتو لکه روغتون، علمي موسسي، عامه ترانسپورت او… استفاده نه شی کولای. که څومره محتاج هم اوسي، چا د کور دروازه نه شي ټکولی، که ان جل یې وهي، چاه له کوهه اوبه نه شی څکلی، … لکه – چنګړیان یا جنګلیان، موسلیان… پلید ګڼي او جټان، ډمان، کولیان، دوهبیان، بنګړیوالان، شادی بازان… نجس ګڼل کیږی.
دا چې مسیحانو، مسلمانانو … او ان سیکانو ته په څلورو کاستو کې ځایدلو ځای نه ؤ پاتی، نو خود به خوده پنځم کاست ته ښویدل.
لنډ مهال کې دوی ليوالتیا لروده، چې خپل د نامتو بت «منات» چې لا یولسمه پیړې د «سو» په مندر کې د غزني «سلطان محمود» په لاس پوښتۍ ماتي کړای شوی وی، له سره وءرغاوی او په همدی انګیزه یې هم ۱۷۰ زره زائرانو ته پنجاب ایالت ګجرات ته د تګ بلنه ورکړل شوی وه،(دا مهال په پنجاب کې د احمدشاه بابا په نامه خطبه ویل کیده، د ده په نامه سیکه وهل کیده) د دوی د امنیت له پاره ، ۱۳۰زره پوځیان ګمارل شوی ؤ، پوځیانو څخه یې د «ابراهیم ګاردي» تر قومندی لاندی ۹۰۰ توپچي او پیاده سپاهیانو اروپایي نصاب په بڼسټ روزنه لیدلی وه، دوی په مجموع کې ۲۰۰ میله توپونو څخه ۱۵۰ میله عصری درانده توپونه د فرانسی په هیواد کې جوړ شوی ؤ.
البته د دغه لوی کاروان په جوړښت کې ۲۵۰۰ جنګي فیلان او ۳۰۰ زره سڼډاګان د څوکیداری، ترانسپورت او محاربوی اهدافو له پاره ساتل کیدل.
مرهټیانو پونه کې ګڼشمیر مسلمانان قتل عام یا پلید کړل، پرتګالیان یې پښولاندی څپلۍ، په فرانسویانو یې تندی مات مات او د مغولو شاهي قصري درباریان یې د پادشاه «عالمګیر » په ګډون، دوه پړکه څیری، یوه برخه په سرو وینو لامبولی له تیغه تیر او ژوندی یې سرښکته لاس په نامه په دوه پښو ولاړ ودرول، د ارواښاد غبار په وینا چې د دوی له ویری انګریزانو به له احتیاطه، « اب خود را پف کرده میخورند».
په ورستیو کې سربیره په دی چې د هند سیاسي ریښتنې واکداري پخپله پیشوا صاحب باجي بالاجي مشهور په «نانا صاحب» لاس کې وه، یواځي د زوی« ویسواس راؤ» په نامه یې د تخت ناستي رسمي او تشریفاتي کولو په امید موقع لټوله، په همدی مهال ؤ چې د ورور « اشیو بهاؤ» په قومنده، مخکښه پوځي کڼډکونه ستلج په سیند، یاني د سری کرښي تیر او د افغانستان حریم ته راواوښتل، پخپله اشیو بهاؤ لا تر دم شیبي پوری په (۴۱) وسله‌والو خونړیو نښتو کې، د ماتې خوند نه ؤ څکلی، نو ځکه یې پرته له ډاره په پنجاب او په کشمیر کې تر خپله وسه افغانان وءوژل او پاتې یې په ډغرو وهلو د اباسین غاړی ته راپوروهل.
داسي دروند سپکاوی افغانانو په وړاندی په ستوغه لهجه پخپله د جنګ اعلام ؤ.
غبرګون کې احمد شاه بابا په سړه‌سینه ۳۰ رزه کسیز تازه دمه لښکر په سر کې له کندهار څخه روان او د لاری په سر «قلات» کې خپل مرور انډیوال نصیر خان بلوڅ ته یوه سیمه د «شال» په نامه ډالۍ کولو سره پخلا او له ځان سره، سره د شپږزره بلوڅانو د هند په سفر ملګری کړ، چې ورسته یې بیا په لار او په هندوستان کې هم تر ۳۰ زره نورو جنګیالیو ملاتړ ته ودانګل.
دا د احمدشاه بابا پوځي نبوغ برکت ؤ چې د همدغه لښکر یې د ډهلې په ۲۴ کیلو متری د «باغ پت» په سیمه کې، د قربانی او زیان ګاللو په منلو سره، د ۲۳ نه تر ۲۵ د اکتوبر پوری، د جمنا سیلانو په توپاني څپو باندی پوری ایستلو،(په دغه کال مخکې له وخته پشکال موسیمي ورښتنونو له امله مرهټیانو ناشونې انګیرله) له دی سره سملاسي مرهټو د «پانی پت» کمپ اړیکې کرښي د «دکن» له قرارګاه سره قیچي او خوراکې توکو ته لاس لنډ کړ. د « اشیو بهاؤ» تر څو چې عقل سر ته خوته، تر هغې یې د بوسو او واښو کمښت له کبله په زرګونه فیلان، غوایان، اسان او اوښان ډبه ډیری هلاک او احمدشاهي لښکری یې لکه ښامار ګرد چاپیره د کمپ څخه تاوراتاو منجیله ځان پیچلې ؤ، دوی لکه وړه مرغۍ چې پښه یې په لومه کې وءنښخلی او د الوتلو په خیال د ناهیلې څخه وزرې پړکوی، بند پاتې وؤ، چې اوبه له ورخه اوښتي ، نو له سختي تنګسي نه یې په ۱۰ د جنوري احمدخان بابا ته د جوړجاړی په امید لاسلیک او ټاپه شوی سپین طومار ؤلیږه، خو جنګ د هره اړخه، هغه هم په نړۍ کې د پیړۍ ستر جنګ یې خپل غرور حتمي کړی ؤ.
په ۱۳د همدی میاشت په ماذیګر یې خوراکي زیرمې په ختمیدو شوی، ماښام یې پوځی چارواکو « اشیو بهاؤ»ته په ټینګار وویل چې: «د ولږی مرګ په پرتله غوره ده چې جنګیاليو ته وخت ورکړل شي، تر څو د جنګ په میدان کې، دین نه د حراست په نامه مخامخ د افغانانو سره په جنګ کې خپل بخت وء آزمایې،»، همدا وه چې د غنمو ورستنې بوجې یې نینی او په سرتیرو یې وءویشلې او سباوون کې یې (جنوری په ۱۴) لمر لا بشپړه سترګه نه وه غړولی چې دوی ته کلابندی د کړۍ ماتولو قومنده ورکړه.
که وسمهال مضمون د لڼډیز په موخه پاني‌پت جنګ کې د ښکیلو خواو ځواکونو انډول، مخامخیدو د څرنګه‌والی او نورو جزیاتو څخه لاس واخلو، نو د تودوخې د تاو په اړوند یې ویل کیږی چې کله نا کله به یې درجه دومره لواړه وخته چې فیلانو د غوایمي په یوه چوپه کې به یې زرګونه انسانان تر پښو لاندی ورک لا درکه شول او دغه ادعا په څرګند ډول تلفاتو د شمیرنی څخه اټکل کیدای شی، یانې په دودیز یوه ورځني جنګونو کې چې معمولاً د یو ښکیل اړخ تلفات ۱۰٪ یا نهایت کې ۱۵ ٪ تنو ته وءخیژی ، نو په بیړه پښې سپکوی یا په پورته لاسونو درناوی ته تیار ودریږی، لاکن دغه نښته چې، د سهار له اتو بجو څخه د ماښام تر اوو بجو پوری وغځیده، د ځیني برخه‌والو په وینا چې، اضافه د سل زرو په میدان پراتو له مړو څخه تر ۲۵٪ افغانان او تر ۷۵٪ پورې مرهټه هندوان ؤ.
پاني‌پت درییمی پریکندی جګړی کې، بشریت ته د احمدشاه بابا خدمت صرف دا نه ګڼل کېږی چې، ده د مرهټیانو مظبوطه امپراتوری سره د پنځوس کلنو لاس ته راوړنو، لکه امپراتوری ماته او ړنګه کړه، یا دا چې، هغه امپراتوری، چې تر شا یې د ګڼ نفوسه دکن ان کروندګرو يې د پوځي روزني په لیدو سره، د همدی امپراتوری ملیشه ګڼل کیدله، ړنګه او غیر هندو امت یې له ګواښه وژغورل، بلکې د احمدشاه بابا تر ټولو ستر خدمت دا دی چې ده د نسکوری شوی امپراتوری، پاس د سر په کپری کې دننه، د شړیدلی هندویزم افراطی «مفکوره»، چې په کراتو د اوسني چینجن داعش په پرتله لا زاړه، لا خشمه، لا خطرناکه وه، هغه یې د همدغی امپراتوری له کڼډوالو سره غبرګه جمنا د سیند تل ته لاندی د ابد له پاره ور ډوبه کړه. دغی داړه‌وري مفکوری لا په خپل واړه ځان او کمکي عمر کې د لسګونو زره، پرتګالیانو، فرانسویانو، مغولانو، افغانانو … ژوند له ستونی تیر او میلیونو نورو انسانانو ژوند اخیستلو په تمه یې تونده اشتها پاریدلی وه.
* د جګړی لڼډ پسمنظر: د سختي خونړوی نښتې پس ۱۷۰ زره څخه نیولې د ځیني مؤرخینو په باور تر ۳۰۰ زره پوری هغه زائران چې ګجرات کې د هندو ویجاړ شوی مقدس زیارت په نیت پاني‌پت کې د مرهټه پوځ په ډاډ ځای په ځای شوی ؤ، د غیرو محاربو په عنوان، پرته د اذیته خپلو مینو ته ستانه شول.
په دی جګړه کې د «ابراهیم ګاردي» په ګډون ۲۲ زره دښمن جنګیالي د احمدشاهي لښکر په منګولو کې اسیر شول، دوی شریعت داحکامو په اصولو سره سم له تیغه تیر او مرهټه محارب پس د کلمه طیبه شریفه د ویلو څخه، د احمدشاهي لښکرو په قافله کې د چاکرو په صفت تر پیښوره راوستل او هملته میشت شول.
پخپله پیشوا صاحب، ډهلي کې جنګ له بهیر څخه د تازه خبر رارسیدو په تمه، له ډیری تادی څخه لا مخکې د احوال رارسیدو څخه ژبۍ غورزیدلی وه، چې بلاخره قاصد رمزي داسي پیغام ورته واورو :« دوه غمیو او ۲۷ طلاي سیکو برسیره سپینو زرو سیکو د مصرف شو شمیره د تصوره لا اوچته ده». د دی خبر په اوریدو سره یې همدم رنګ والوت او د ډهلي نه د پوني په لور رهي شو، د ورور، د زوی، د نورو نوموتي پوځې مشرانو په وژل کیدو، لڼډه موده پس په داسي حال کې چې د «پراواتي» په معبد کې «رام» ته په سجده پروت ؤ، د ژوری خواشینی له امله زاره چاودي شو.

پس د تودي جګړي څخه برسیره د زرګونو درجنو اوښانو، ۵۰ زره اسانو، ۲۰۰ رزه میښو او سڼډاګانو، ۵۰۰ جنګي فیلانو، ۹۶ فرانسوی درنده توپونه هم د غرامت او غنیمت په نامه افغانانو لاس ته ورغلل.

Comments
Loading...