ټاکنې او سوله/قاضي نجیب الله جامع

0 124

د حالاتو غوښتنه او ځمکني واقعیتونه څه دی؟

لیکنه او شننه: قاضي نجیب الله جامع
تازه په یو نوی خبر کې ټایمز امریکايی مجله لیکلي
چې خلیلزاد افغان مشرانو ، د ملګرو ملتونو، او ناټو مامورینو ته ویلي ،که چیرې د دوحې مذاکرات ناکامه شي امريکا به په غيرې مسوولانه توګه افغانستان پريږدي.
مجله زیاتوی چې امريکايي چارواکو افغان مشرانو ته په خصوصي توګه ويلي چې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره مناسبه موقع نه ده او بايد د سولې تر ممکنې هوکړې انتظار وايستل شي.
بل لور ته د تیرې سې شبنې په ورځ طالبانو په یوه ویناه پاڼه کي له ټولو افغانان وغوښتل چې د ټاکنو روان بهیر تحریم کړې او پر ټاکنیزو مبارزو کې له ګډون کولو څخه ډډه وکړې.
طالبانو د سپټمبر د میاشتي انتخابات «قلابي» بللي وو او ټاکنې يی د سولې په وړاندی خنډ اود جګړې د دوام عامل.
د دی سربېره ډېرې افغانان هم ټاکنې د حل پرځای يوې ۵ کلني جګړې ته چمتوالي بولي او په یوه تازه غبرګون کې د ولسمشریزو ټاکنو مخکښ او ارګ ته چلینج نوماند ښاغلي حنیف اتمر هم د نورو ستونزو ترڅنګ روانې ټاکني د سولې په وړاندی د خنډ او ځنډ په توګه یادې کړې او د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو له سیالیو پر شاه شوی.
د اتمر دغسي يو ناڅاپی په شاه کیدل د نورو دلایلو ترڅنګ د نوموړې د پیچلي او کاریځماتیک شخصیت له کبله نور هم د سولې او ټاکنو بحث پیچلي کوی او د ټایمز امریکايی مجلي هغه ګنګوسي ريښتیا کوی چې امریکایان حتمي وځی.
ځکه اتمر د نورو نوماندانو په پرتله هغسي عادی سیاستوال نه ده چې یوازي د ارګ د نابرابرې سيالي له کبله په دومره اسانې میدان پریږدی، وډاریږی او هغه فعال کمپاین چې میاشتي ـ میاشتي يی په مرکزی، سهیل ختیځو او سهیل لویدیځو ولایتونو کې پر لاره اچولي وو د میلیونونو لګښتونو باوجوده داسي بي برخلیکه پریږدی.
هغه چاره چې پر لویه کچه د ګډ حکومت مړ ژوانده سیاسي او ولسي مشروعیت ننګوی د بیلګې په توګه د افغانستان د جغرافیي له ۱۰۰ سلنې څخه چې ۴۵ سلنه يی د حکومت په واک کې ده، پدی ۴۵ سلنه جغرافیه کې هم د ټیفاه د یو شمیرنې په ویناه ۵۸ سلنه خلګ په ټاکنو کې له سره د برخي اخیستلو لپاره لیواله نه دی.

اوس په داسي یو مات او بي باوره حالت کې ټاکنې حل لاره بلل، یا د ټاکنو له لارې د افغان ولس د سیاسي ـ ملي زعامت د ترلاسه کولو کاذب شعارونه ورکول او د سولې په شان د یوه ملي بهیر په وړاندی درېدل پرته له جګړې ته چمتوالي او د سولې خلاف مانور څخه څه کېدای شي، په وینو او مرګونو کې به یو ولس څنګه ښیرازه شي او ایا بمونو هم کوم ملت په پښو درولي که يی درولای شوای نو دلته خو د نړۍ تر ټولو غټ غیری اټومي بمونه ( مور بم ) وکارول شو، نوی وسلي تمرین شوی، نوموتي جنرالان وازمویل شو او وحشي ـ شیطاني پالیساني تجربه شوی مګر پایله يی شرمونکې ماتي او د امریکا او ناټو لخواه اوس یوازی پر سیاسي حل باور شو.
د بیلګي په توګه د ناټو سرمنشي يانس سټولټنبرګ چې هیڅکله یی له زور، وحشت او ځناورګرې څخه کمي خبرې نه کولي وایی: چې موږ اوس په افغانستان کي د سولي واقعي چانس وینو. موږ د سولي ماملې ته تر بل هر وخت نژدې سوي یو او د امریکا ـ افغان جګړې یوازنې حل په سوله او خبرو اترو ( ډیپلوماسۍ ) کې ده.
پر همدی بنسټ زموږ تاکید پر افغان لورو چې د ټاکنو پر بحث کې او پر ټاکنو باورمند افغان حکومت او واکمنو ډلو ته دا ده چې نور هيڅ داسي متحد په کور دننه، سیمه او نړېواله کچه درپاتي نه ده چې بیا پر هيڅ پانګونه وکړې، یوه ناپایه جګړه مخکې یوسي او د خپل ملت له غضب سره مخ شي.

تاسو باید ومنې چې طالبانو د جګړې د ډګر په توګه د سیاست میدان هم وړې، هلته هغه هيوادونه چې یو وخت يی له طالبانو سره شدیده دښمني او بي باورې لرلي اوس د عیني شرایطو په درک او د طالبانو د فعالی ډیپلوماسۍ له امله د هغوی سر پر اعتماد کې دی، د طالبانو اړیکي پراخی شوی او په کور دننه هم هغه سیاسي جهتونه چې دغه نظام ته يی لږ یا ډېر مشروعیت او قوت ورکاوو پر واکمن حکومت دومره بي باورې شوی چې ټولو یی له طالبانو سره بیا ـ بیا لیدنې کړې او له خبرو یی د یو ډول جوړجاړې څرکونه هم لیدل کیږی.

د دي ټولو سربېره کله چې امریکایان چې ستاسو قوی ملاتړې او دوستان دی خپله مامله او جوړجاړې کړې، له طالبه د وتلو تضمین غواړې، له طالبه د امن وتلو پرمهال د سر ـ مال تضمین غواړې او تر ټوله مهمه کله چې امریکایان د خپل غرور، ځبرځواکې او وحشت څخه ډک تاریخ کې يی یوازی دوه یا درې ځله مسایل د خبرو له لارې حل کړې وی چې یوځل یی امریکا ـ افغان جګړه ده نو ایا هغوی له مات نه ګڼې او ایا دا د یو ځبرځواک د غرور او ماتي ګونډې وهل د یوه ستر ملت آرادې ته چې طالب رهبرې کړې نه ده.
نو بیا د دی ټولو سربیره مغرضانه مانورونه او مصنوعي حرکتونه په څه مانا؟
بل لور ته په تيرو ۱۹ کلونو کې بیا ـ بیا ولسمشریزو، د ولسي جرګي او ولایتي شوراه ګانو ټاکنو یوه یی هم د دی ملت درد ته درمل پیدا نه کړل، نه يی اقتصادی ښیرازي راوړله، نه یی ملت يوموټی کړل، نه سترې اقتصادي پروژې چې زرګونه کارګران پکې بوخت وی او میلیونونه ډالر عواید ولری عملي شوی، د بی وزلۍ کرښي راکښته کول، د ملي بنسټونو ځان بساینه او سیاسي ټیکاو خو پریږده، حتا د میلیارډونو ډالرو پر وجود کې افغان امنیتي ځواکونه لا بیا هم په میاشتو ـ میاشتو بی تنخواه وی او موجود حکومت خو خپله د ولسمشر غني يه ویناه د بهرنیانو له شتونه بغیر ۶ میاشتي نشي ياییدلي.
نو دا هرڅه ترکله؟ په کوم ارځښت او د کوم قیمت په بیه ایا د ورځی د ۳۰۰ انسانانو وژل کېدل پوره نه ده.
کومي لاسته راوړنې د یو ملت د تاریخ د مسخي، د ژوند د تالان او پر خپلواکي د تاړاک پر بیه ارزې.
نو… یوازې سوله کې حل او خیر پروت ده ا یوازی سوله ده چې د ولس لومړیتوب او د هر څه ريښتوني بدیل کېدای شي.
درناوی

Comments
Loading...