ټاکنې، سوله او که دواړه/ حکمت حسن

0 182

نن سبا یو شمیر خلک په رسنیو او خواله رسنیو دا خبره مطرح کوي چې مونږ په هر قیمت سوله غواړو او سوله زمونږ لومړیتوب دی. دا خلک دوه ډوله دي: طالب پلوه او یا هم د ځینو ټاکنیزو ټیمونو هغه کمپاینران چې خپل کاندید ته یې احساساتي کمپاین کاوه او اوس یې کاندید یا د بل کاندید په نفع تېر شوی او یا له ټاکنو لاس اخلي. څرنګه چې دغه کمپاینرانو خلک ښکنځلي او یا یې هم سپکې سپورې ویلې نو اوس له یوې خوا خپل کاندید نلري او له بلې خوا په نورو ټیمونو کې خپل ځای نه ویني نو د سولې له نامه په استفاده خپلې عقدې سړوي.

د سولې قیمت:

سوله د ټولو افغانانو هغه غوښتنه ده چې له څلویښت کالو ورته دعاګانې کوي، د افغانستان خلک له جګړې ستړي دي. افغانانو اوس درک کړې چې تېره څلویښت کاله جګړه د دوی نه وه بلکه د سترو قدرتونو جنګ و چې دوی یې یواځې د سوڼ توکي و.
د سولې د قیمت خبره چې کیږي نو څو خبرې مهمې دي:
1- ایا له سولې وروسته جګړه پای مومي او کنه؟ که چېرته شواهد او قراین داسې وي چې سوله تش په نامه د یو څو کسانو قدرت ته راوستل او د جنګی ډلو برانډ ته تغییر ورکول وي نو بیا سوله په دغه قیمت نه ارزي.
2- ایا په سوله کې زمونږ د پوځ، ادارو او نظام په اوسني حالت د پاتې کیدو تضمین شته او کنه؟ که په مسکو کې د عباس ستانکزی خبرې د سولې د طرف (پاکستان) اراده او غوښتنه وي بیا هم دا سوله په دغه قیمت نه ارزي.
3- که سوله د افغانستان نظام له جمهوریت څخه امارت ته بدلول وي نو بیا هم سوله په دغه قیمت نه ارزي ځکه افغانان نه غواړي نوي یمو کلونو ته ستانه شي.

د سولې ضمانت:

د سرتاسري او دایمې سولې لپاره اړینه ده چې طالب د سولې ضمانت وړاندې کړي. طالب په افغانستان کې له ۳۰ تر ۶۰ زرو په وسلو سمبال جنګیالي لري. ایا طالب دا ضمانت ورکولی شي چې وروسته له سولې به یې ټول یا لږ تر لږه اکثریت جنګیالي وسله په ځمکه ږدي، په نورو ټروریسټي ډلو کې به نه شاملیږي او په نظام کې به په شکل د اشکالو ادغامیږي. که چیرته دا ضمانت نه وي نو بیا سوله نه یواځې چې ګټوره نده بلکه د یوې بلې خونړی جګړې پیل دی.

ټاکنې:

په ډیموکراتیکو هیوادونو کې د حکومت د مشروعیت لپاره د ټاکنو تر سره کول یو له مهمو او اساسي شرطونو څخه دي.
له زلمي خلیلزاد سره د طالبانو اته پړاوه مخامخ خبرو تقریبا لس میاشتې ونیوې چې له هم مالومه نده پایله به یې څه وي؟ طالبانو له امرېکې سره کوم توافقات کړي او امریکا د طالب کومې غوښتنې منلې.
په سوله کې د تدبیر خبره چې ولسمشر غني یې کوي ډیر معقوله او پر ځای ده. که د حکومت او طالبانو خبرې پیل شي نو تصور کیږي چې تر یوه کاله او یا له هغه څخه زیات وخت واخلي.
که چېرته د سولې په خاطر ټاکنې ونه شي او یا هم وځنډول شي نو په دغه حالت کې به یو مشروع حکومت وجود ونلري چې د افغانانو په نماینده ګی له طالبانو سره خبرو ته ادامه ورکړي. که چیرته موقت حکومت رامنځته کیږي نو لومړی خو به دا ستر چلینج وي چې موقت حکومت مشري به څوک اخلي او ایا د افغانستان خلک او سیاسیون به یې مني او کنه او له بلې خوا به قانون اساسي او نور قوانین معطل کیږي چې دا پخپله د یو په جګړه کې ګېر هیواد لپاره تر فاجعې کمه نده.

په سوله کې د پاکستان غوښتنې:

دا خبره خو تر لمر روښانه ده چې پاکستان په هیڅ صورت نه غواړي افغانستان دې د یوه قوي نظام، غښتلي پوځ او ښه اقتصاد لرونکي ګاونډی هیواد په توګه وویني. پاکستان تېر څلویښت کال کوشش کړی چې دا هیواد مات کړي او تر ډیره په خپل پلان کې کامیاب هم دي. له دې خو هیڅ د سالم عقل څښتن انکار نشي کولای چې طالب د پاکستان د سټراټیجیک عمق ستر سپاهی دی او په هر ډول چې وغواړي کار ترې اخیستلی شي. دا چې پاکستان طالب دې ته اړ باسي چې له امریکایانو سره سوله وکړي نو خپلې غوښتنې به هم لري چې مستقیمې او د طالب په واسطه یې له امریکې سره مطرح کړې. که په سوله کې د پاکستان غوښتنې منل کیږي دا پخپله پدې مانا ده چې پاکستان یو ځل بیا د یوې نمایشي سولې له لارې د افغانستان د بربادولو او نوي یمو لسیزو ته د ورګرځولو تابیا نیولې.

امریکا ولې اوس سولې ته زړه ښه کړی:

کله چې ولسمشر غني د ټرمپ او هغه پر شاوخوا د جنګي تجارانو هغه پلان چې د افغانستان جکړه شخصي کړي ناکام کړ نو امریکې په پلان بي باندې کار پیل کړ او هغه له طالب سره سوله ده. د ټرمپ اداره باید د راروانو ولسمشریزو ټاکنو لپاره امریکایانو ته لاسته راوړنه ولري ځکه دوی غواړي په ډیره تیزی سره په سطحي ډول په افغانستان کې یوه موقتي سوله راولي. افغانستان له امریکا سره د ۲۰۲۴ کال پورې سټراټیژیک تړون لري چې له مخې یې امریکا مکلفه ده ټاکلی مقدار پیسې او تجهیزات افغان حکومت ته ورکړي. له تیرو څلور کلونو د جکړې ډیری برخه د افغان پوځ په واسطه په مخ وړل کیږي او قاطع حمایت یوازی په ټریننګونو او تخنیکي برخو کې مرستې کوي. که چیرته د نړیوالو کومکونه دوام پیداکوي نو افغان پوځ ددې جوګه دی چې په راتلونکو څو کلونو کې طالبان په مکمل ډول مات کړي او دا یې په تېرو څو میاشتو کې ثابته کړې هم ده. که بهرنی عسکر له افغانستان څخه وزي نو بیا خو د طالب ته د جګړې مشروعیت هم له منځه ځي. له قراینو داسې معلومیږي چې امریکایان له افغانستان څخه نه وزی او له طالب سره له سولې وروسته به د طالب جنګیالي به نورو ټروریسټی ډلو کې مدغمیږي.

تجویز او حللاره:

د نظام له منځه وړل او بېرته له سره جوړول په هیڅ وجه د افغانستان په ګټه نه دي، مونږ له یوې سوړې څو ځل چیچل شوي یو او دا ځل باید ډير محتاطانه او په تدبیر سره پر مخ ولاړ شو. په تدبیر سره سوله دا مانا چې مونږ وتوانیږو له یوې خوا نظام، پوځ او ادارې وساتو او له بل اړخه له وسله والو جنګیالیو سره پایدارې سولې ته ورسیږو او د دې لپاره لاندې ټکي مهم دي:
1- ټاکنې باید په خپل وخت او زمان ترسره شي او مونږ وتوانیږو یو مشروع نظام رامنځته کړو تر څو د ټولو خلکو نماینده ګي وکولای شي او له طالب سره د سولې خبرې پیل کړي.
2- د افغانستان سیاسیون باید د سترو هیوادنیو ګټو په خاطر خپل واړه داخلي اختلافات شاته وغورځوي.
3- خلک اړ دي چې خپل مسولیتونه پوره کړي. او په اوس وخت کې دا ستر مسولیت دی چې د رایې صندوقونو ته ولاړ شي او په خپله رایه نظارت وکړي.
4- له ټاکنو وروسته منتخب حکومت له سیاسیونو او خلکو سره په مشوره د سولې خبرې پیل کړي.

Comments
Loading...