وو، نه‌شته؛ يو جنرال چې د وطن د هرې کورنۍ سرپرست و

زین‌ الله احمدي

0 40

د وخت واکمنان یې په رواجي کړنو یاد تازه کوي، لیکوال او شاعر یې په هنري لیکنو نیمګړي هیلې، لوړ قامت او وطني عشق انځوروي.
په ملا ماته ادې یې پر مزار اوبه پاشي، د ګلو ګېدۍ ورته ږدي، په مات زړګي خیالي شېبې ورسره جوړوي؛
په ژړا پوخ یتیم یې په بې وسه لاسونو له قبره بوټي او خاشاک ټولوي، معصومیت او ناهیلې یې په سترګو کې له ورایه ښکاري؛
زړه خوړلې مېرمن یې په خیال کې د خپل شهید خاوند د مینې لاسونه له ځانه چارپېروي، د وطن په ساتنه هغه ستړي لاسونه؛
په زړه مات ورور یې په په کونځ‌تندي او وچو شونډو نیمه‌خوا شهید ورور اوس هم په خپل څنګ کې بولي؛
ملګري یې په خیال کې خوږه ملګرتیا ورسره پالي، د مرګ تصور یې له توانه وتلې خبره ده.
له ده پاتې د نجات پرښتو پر خپلو زړونو د شهید مشر په نوم د وطنۍ مینې مهر لګولی، د وطن دفاع په میراث پاتې فرض بولي.
نیمه‌خوا شهید په ظاهره غلی او ساده ښکارېده؛ خو په د زړه په ائینه کي د تدبر، وقار، تقوا، زړورتیا، ارادې او حوصلې يو لوی غر و، داسې یو غر چې هدیرو ته په ورتګ یې په مړو کې غرور ژوندی شو.
د رازونو او خبرو يو لوی سمندر و؛ داسې سمندر چې چا په اسانه نه‌ شوای راسپړلی، د بې‌وسه او بې‌کسه خلکو د هیلو ترجمان و، په خلکو کې یې غرور او زړورتیا ژوندۍ ساتلې وه.
شهید جنرال پر هېواد تورې شپې او ناورین مبارزې ته اړ کړ، د اور او وینو پر اغزنه لار روان شو؛
په خپله اوږدمهاله مبارزه کې یې د بې‌وسو د ناوسۍ لپاره ډېرې شپې په ويښه تېرې کړې، ډېرې وحشيانه تيارې يې وڅېرلې.
د اور او وينو له ډېرو معرکو ژوندی راووت، څو ځله يې د مرګ توره خپلې مخې ته په نڅا وليده؛
ډېر ځله يې د مرګ په سترګو کې سترګې ښخې کړې، څو ځله ټپي شو، له څو ناځوان‌مردانه بریدونو ژوندی راووت، خو کله یې هم ماتې و نه منله، دښمن ته سرټیټی یې کفر باله.
له هر ځل غورځېدو وروسته راپاڅېد؛ خو بالاخره د نامرد دښمن له لاسه مرګ سره غېږ په غېږ او په ابدي خوب ویده شو.
دچينارونو په څېر دنګ زلمی هم خاورو وخوړ
اوس يې پر قبر تر قامت ټيټه جنډه ولاړه
د شهید لومړی تلین

Comments
Loading...