ولی مو تراوسه ژبه بډایه شوې نه ده؟ -دویمه برخه

شاه ولی آرین

0 57

 

ټولو ته جوته ده چې د څلویښت کلن جګړه اېز ناورېن له امله د ټولو ناخوالو تر څنګ د هیواد مورنۍ ژبې او ماشومانو هم خورا زښت زیان ولید. د جنګ انسان وژونکو غیر انسانی پدیدو ټولنه او ولس دې ته اړویستل، تر څو خپلې اصلي سېمې پرېږدي، د هېواد دننه او باندینیو هیوادو ته کډوال شې.

 

د ماشومانو او تنکیو ځوانانو تعلیمی او تربیوی سیستم د سخت ګواښ سره مخ شو او تر اوسه دوام لری.

د ماشومانو په تعلیمی نورمال نصاب کې د حکمتونو او تنظیمې ډلو له لوری د حریصو ګاونډیو د شومو موخو او کلتوری یرغلونو په نتیجه کې ماشومانو ته هغه څه په تعلیمی نصاب کې شامل شول چې بیخی د عملی کولو او زغملو وړ نه و. د مثال په توګه:

 

د قلم، کتابچی، کتاب پر ځای د ټوپک، توری، کلاشینکوف او مرمیو نښی او علامې په کتابونو کې ورځای شوی چې د تنکیو ماشومانو روح او روان د دښمنیو، جنګ او وژنو لور ته وهڅوی، او د سولی، محبت ورورولی روحیه ورڅخه واخلې.

 

په پاکستان، ایران کې دافغان مهاجرینو په کپونو کې د مورنیو ژبو نه سل په سلو کې ماشومان محروم او د اردو او فارسی ژبو د کارولو له لاری د مورنیو ژبو د زده کړو په ستونزو اخته شوول.

 

یو ژبپوه داسی هم وائی چې:

«مورنۍ ژبه د لومړنۍ زده کړې بنسټ ګڼل کېږي او ماشوم باید په داسې چاپېریال کې ورزل شي، چې د پدیدو د ښې پېژندنې لپاره لومړی خپله مورنۍ ژبه زده کړي

 

همدې اصل ته په کتو سره مورنۍ ژبه د نورو ژبو د زده کړې لپاره ښه زینه جوړوي او په پرله پسې توګه د نورو ژبو د تمرینولو لپاره خپله پوهه او تجربه تراشي.

 

له خپلې ژبې سره د بې غورۍ یوه اندېښنه دا ده، چې په کابل او تر ډېره په دري مېشتو سیمو کې پراته پښتانه د خپلو اولادونو او د مورنۍ ژبې په اړه ډېره بې باکي ښيي، همدا علت وي، چې په راتلونکې کې یې کوچنیان په خپله ژبه سم لیکل څه چې لا سم ویل هم نه شي کولی. دلته د یوې موضوع سپیناوی اړین دی، هغه دا چې زما دا خبره له نورو ژبو سره د تعصب جنبه نه لري، بلکې مطلب مې دا دی، چې که نورې ژبې زده کوي؛ نو خپله خو باید حتمي زده کړي.

 

د ژبپوهنی یو پروفیسر وائې:

«هغه کوچنیان چې خپله مورنۍ ژبه یې ښه زده وي؛ په ښوونځي کې د نورو ژبو د زده کولو ښه استعداد لرلي شي.»

 

د پورتنی اصل په نظر کې نیولو سره افغان حکومت  مکلفیت لری، چې هر هغه چا ته چې د ګران هیواد افغانستان په جغرافیا کې ژوند کوی باید په خپله مورنۍ ژبه ورته د زدکړو زمینه برابره شې.

 

استعماری قدرتونو او حریصو ګاونډی د هیواد د نورو ژبو تر څنګ پښتو ژبه چې په افغانستان کې د یو لوی اکثریت ژبه ده، د تاریخ په اوږدو کې د نړۍ د زبرځواکو او د سیمی د ځان غوښتونکو استعماری تاقتونو له لوري له یوې خوا او د خپله پښتنو چارواکو د بی تفاوتۍ له امله  او په خاص ډول په تیرو اتلسو کلونو کې یې په سیستماتیک او شعوری ډول سره د اقلیت کولو او له منځه وړلو هڅی شوې او لاهم روانې دي. که چيرې پښتانه مشران او قلموال ورته توجه ونکړي، نو دغه ژبه به په تعلیمي او دفتري برخه کې ډير حقوق له لاسه ورکړي.

 

لکه څنګه چې په بریښنایې تذکرو کې د ملت (افغان) کلمه زموږ د ملي هویت برخه ده او ذکرکول یې اړین دې په همدې ډول باید هرچاته خپله مورنۍ ژبه په درست ډول درج شي، ځکه ملې هویت د څو مختلفو وجوهاتو څخه برخمن دی چې عبارت دي له: ملت، ژبه ، دین ، د پیدا کیدو ځای او ځمکه، تاریخ، ایډیالوژی عنعنات، ارزښتونه او داسې نور… 

 

پښتو ژبه د لرغونی اریائی ژبو څخه یوه خپلواکه ژبه ده چې د  له دویمې هجري پېړۍ څخه را په دېخوا مستند او لیکلی تاریخ لري او په نړیواله توګه ویونکي، لیکونکي او زده کونکي لري. د دغی ژبی ویونکو او په خاص ډول تیرو په نوم پښتنو شاهانو همدی ژبی سره خورا ستره جفا کړې، دا چې دا ژبه د هیواد د اکثریت اوسیدونکو ژبه وه او ده، باید د لیک لوست او دربار لومړنۍ ژبه وای، مګر په ډیره خواشینۍ سره  چې له پامه غورزیدلی او په حاکمیت کې محکومه شوی وه او تر یوې اندازې پورې یې وجه دا هم ده چې خلک په ځينو خامو افکارو او تارونو تړلي دي، له تعلیم څخه لرې او په داسې چارو اخته دي چې له پوهې، تعلیم او تمدن نه څنډې ته پاتې شوې دي.

 

نوربیا

Comments
Loading...