ولی مو تراوسه ژبه بډایه شوې نه ده؟- (دریمه برخه) 

شاه ولی ارین

0 38

(دریمه او وروستې برخه) 

 

 

هر کال د فبرورۍ پر یوویشتمه نیټه د مورنۍ ژبې نړیواله  ورځ لمانځل کېـږي.

 

په دی هکله پوهندوی استاد بهاند د ۲۰۲۰ کال د فبروری د میاشتی په ۱۹ نیټه د افغان جرمن ویب سایټ کې په خپله خپره شوی مقاله کې داسی لیکې:

 

«هر کال د فبرورۍ پر یوویشتمه د مورنۍ ژبې ورځ لمانځل کېږي. د نړۍ په گوټ، گوټ کې هغه خلک چې له خپلې مورنۍ ژبې سره مینه لري او غواړي چې ژبه یې له نوې تکنالوژۍ او د وخت او زمان له غوښتنو سره سم گام اوچت کړي، لا پسې غني شي؛ دا ورځ په شاندارو مراسمو داسې لمانځي چې په تېر یوه کال کې یې د تخلیق، څېړنې او ژباړې په برخه کې د خپلې ژبې له پاره څه کړي دي او د دې یادونې کېږي چې د دوی ژبه څومره د نوې تکنالوژۍ دا یرې ته ننوتې ده او په عام ډول د خپلو هغو کارونو یادونه کوي چې د خپلې ژبې د غنا له له پاره یې کړي دي.

موږ هر یو باید دا پوښتنه له خپل ځان سره مطرح کړو چې:

موږ خپلې مورنۍ ژبې ته څه کړي دي؟»

 

رښتیا او سمه خبره خو همدا ده چې د یوې ژبې وده د ژبې د ویونکو له خوا تر سره کیدای شې؛ چې په خواشینۍ سره زموږ یو شمېر لیکوالان له اصلی مسیر نه وزي او ځانونه په هغو چارو بوختوي چې ضرورت یې نه لیدل کیږي.

 

بله ډیره اړینه او اساسی موضوع او ستونزه د هغو افغانانو د ماشومانو ده چې له هیواده بهر ژوندکوی چې ډیرو یې د میندو پلرونو د نه پاملرنی له امله خپله مورنۍ ژبه له لاسه ورکړی ده، دا ځکه چې مشران ماشومان او حتا مور او پلار هم د نوو کوچنیو ماشومانو سره په خپله  مورنۍ ژبه خبری نه کوی او د هغه هیواد په ژبه خبری کوی چې دوی په کې ژوند کوی، نو ځکه دا د میندو پلرونو دنده او مسؤلیت دی چې په دی هکله جدی پاملرنه وکړید پښتو ژبې د ودې او پرمختګ د مخنیوي یو بل اساسی لامل د نړی د استعماری تاقتونو پرله پسی یرغلونه او نیواک و او دی چې زموږ په هیواد کې ټولو مورنۍ ژبو سم او طبعی انکشاف نه بی برخی شوی او په خاص ډول د پښتو ژبې ډېر زیانمن کیدل د یادونی وړ ګڼم.

 

همدا علت دی چې استعماری قوتونو زموږ په هیواد کې د تل له پاره د اکثریت یانی پښتنو د سیاسی، کلتوری او فرهنګی

تکامل مخنیوی کړی او پښتنی میشته سیمی ددوی د جنګ او یرغل میدان ګرزیدلی دی.

 

په تېرو دوو لسيزو كې په نړۍ د شته ژبو له لست څخه۲۵۰ ژبي له منځه تللې دي. د دې خو هيڅ امكان نشته چې پښتو ژبه دي هم له دې لست څخه پاكه شي، خو د دې ژبې د ترقي او پر مختګ له پاره هلی ځلی حتمی او اړیني دی.

 

سره له دی چې نن سبا نړۍ د ګلوبلایزېشن له مخې د کلي حثیت غوره کړی او هڅه کېږي، چې د ډېرو پدیدو پولې راماتې شي او ولس سره نور هم نږدې شي، په یو بل ودردېږي او یو بل ته د خپلو دردونو او خوښيو اظهار وکړي. دا هم سمه ده، چې انګلیسي او نورې ژبې د تجارت او تعلیم په سکټورورنو کې د اسانتیا لپاره کارېږي، خو موږ باید خپله ژبه هېره نه کړو او له نورو هغو مخکې لومړیتوب خپلې ژبې ته ورکړو، لیکل پرې وکړو او د نورو ژبو له سیالۍ سره یې برابره کړو.تر ټولواړینه داده چې خپله ژبه ګوګل او کمپوټیرشموله کړو.

 

دا ښه ده، چې انسان د نورو ټولنو ژبې زده کړي او پر هغو روانې خبرې او لیک وکړای شي، ځکه چې دا د نورو سيمو له خلکو سره د اړیکو د پاللو او د یو بل له فرهنګونو نه په خبرېدلو کې خورا کومک کوي، خو اړینه ده، چې د خپلې پېژنګلوۍ مهم اړخ یانې مورنۍ ژبه هېره نه کړو او په هېڅ صورت دې ته زمینه برابر نه کړو.

 

د یادولو موضوع دا هم ده، چې موږ باید په ګوګل ټرانسلېټ کې د پښتو ژبې له داخلېدو سره بسنه ونه کړو، بلکې همدې فرصت نه ځان ته دا ننګ ودروو، چې خپلې ژبې ته کار وکړو، سوداګریزه یې کړو او په دې برخه کې مسلکي کسانو نه د مسلکي اثارو د لیکلو او ژباړلو غوښتنې وکړو.

                                                   پای

Comments
Loading...