ولسمشر غني؛ د سولې اتل که مخالف؟/ عبدالله حسرت

0 90
له حزب اسلامي سره د پخلاینې او له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د پیل ابتکار له ولسمشر محمد اشرف غني سره دی. دا سپین ږیری هغه څوک دی، چې له وسله والو مخالفینو، حریفو دولتونو او حلیفو سیاستونو څخه واضح تعریف لري، چې د مخالفتونو د پاللو او مفاهمې د کانالونو خلاصولو لپاره مهم ترینه اړتیا ګڼل کيږي. خو د سولې لپاره له نه ستړې کېدونکو هڅو سره سره د ولسمشر غني ځينې مخالفین دعوه لري، چې ګواکې دی د خپل اقتدار د دوام لپاره د سولې مخالفت کوي. غواړم چې د دغې دعوې حقیقت او بنسټ راوسپړم:
۱: ولسمشر غني له فردي، تنظیمي او ګوندي ادرسونو څخه د کلکو مخالفو غږونو سره سره حکمتیار او ګوند یې د دې جوګه کړ، چې د بولېټ (مرمۍ) پر ځای د بېلَټ (رایې) له لارې د سیاسي اقتدار د ترلاسه کولو لپاره مبارزه وکړي. هغه څوک چې له وسله طالبانو څخه نسبتاً له یوې کمزورې وسله والې ډلې سره له سیاسي ننګونو سره سره سوله کوي؛ ولې به ونه غواړي چې له یوه اساسي مخالف جهت سره د جګړې پر پای هوکړه وکړي.
۲: له حزب اسلامي سره سوله په خپل ذات کې د افغانستان په سیاسي تاریخ کې د سولییزو سیاستونو لومړنی بریالی موډل ؤ، چې په همدې برخه کې يې د افغان دولت او دولت مشر محمد اشرف غني ژمنتیا، ظرفیت او خپلواکي په ډاګه کړه. هغه څوک چې د افغانانو د هوساینې لپاره د هیڅ یوې کړنې ابتکار په لاس نلري، په کوم اساس د ولسمشر غني د سولې هڅې، ژمنتیا، وړتیا او لاسته راوړنې تر سوال لاندې راوستلای شي؟
۳: د سولې دغې بریالۍ بین الافغاني پروسې افغان دولت ته له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو لپاره یوه سټراټيژیکه خاکه په لاس ورکړه، چې په تعقیب سره یې نن ورځ په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو امېدونه راټوکېدلي دي. له طالبانو سره په اوولس کلنه جګړه کې که څه هم له ولسمشر غني څخه وړاندې د سولې بهترین فرصتونه د قدرت طلبۍ، ضد او خودپرستۍ قرباني شوي وو، چې د متخاصمو خواوو تر منځ یې د بې باورۍ درزونه پراخ کړي وو او همدا لامل و، چې پنځه کاله وړاندې د سولې بحث په هیڅ کچه مطرح نه و. خو په څلورو کلونو کې د جګړې او سقوط له وېرې څخه د سولې تر امېد پورې د ملت شعوري مزل ته زمينه سازي همدې سړي وکړه او خوشبختانه نن ورځ سوله پر یوه ملي ګفتمان بدله شوې ده.
د ټولو په یاد دي، چې د ولسمشر کرزي په وخت کې، چې وسله والو طالبانو ته به یې د وروڼو خطاب کاوه، جعلي طالبانو له شاهانه مېلمستیاوو څخه تر محظوظ کېدو وروسته د ارګ د ډالرو کڅوړې هم له ځانه سره یوړې. خو له ښاغلي کرزي سره یې د طالب وروڼو لومړنۍ مخامخ ناسته د همدې غني له برکته ممکنه شوه. په ورته ډول له نورو افغان سیاسیونو سره هم د طالبانو لیده کاته د ولسمشر غني په وخت کې شول، خو د همدغو سیاسیونو له خولو چې د سولې سندرې ورته غني وروښودې، د سولې پر مخالفت د ولسمشر تورنول د دې بیت په ژبه ښه بیانېدلای شي:
ما څومره په خوارو ورته ورو ورو خبرې زده کړې
ښکنځل کوي اوس ما ته چې ښارو خبرې زده کړې
۴: له افغانۍ ټولنې څخه په ګفتار او کردار د یوې مطلقې متفاوتې ډلې (طالبانو) سره سوله کول، چې په سیمه کې د افغانستان له بدخواه هېوادونو سره ژورې استخباراتي اړيکې هم لري؛ د یوه داسې قدرتمند او مشروع حکومتي جوړښت تقاضا کوي چې د خپل ملت په استازولۍ په پوره قاطعیت مذاکرات پر مخ یوسي او په بشپړ ډاډ سره سختې پرېکړې وکولای شي.
د پخواني ولسمشر کرزي، ځينو نورو سیاسي ډلو او اشخاصو له دې وړاندیز او د یو شمېر بهرنیو هېوادونو له مشورې سره سره چې له ټاکنو پرته دې ښاغلی غني د سولې د پروسې تر پایه پر چوکۍ پاتې شي؛ ولسمشر غني بیا هم پر ټاکنو ټينګار کوي. د نوموړي لخوا د سولې تر اتل کېدو پورې خپل اقتدار ته د دوام ورکولو پر ځای پر ټاکنو ټينګار یوازې له دې امله دی، چې ټاکنې د پورته ذکر شوي مشروع او واکدار حکومت د رامنځته کولو او جمهوري تسلسل یوازینۍ لاره ده. دغه ټينګار د ولسمشر هغه باور هم ښئي چې په ټاکنیزو سیالیو کې یو وار بیا کولای شي چې پر خپلو رقیبانو برلاسی شي او د سولې په تکل خپل نېمګړی مزل تر منزله ورسوي.
۵: طالبانو له امریکا سره یوازې د دغه هېواد د ځواکونو د وتلو پر موضوع تقریباً یو کال مذاکرات وکړل چې لا هم نهايي شوي ندي. لا هم دا مالومه نده چې امریکایان به واقعاً ووځي او که به یې شتون ته د همدې مذاکراتو په پایله کې نوي دلایل وتراشل شي. په کوم دلیل ویلای شو، چې اصلي مذاکرات چې د وسله والو طالبانو له جګړې څخه د لاس په سر کېدو، په ټولنه کې د دوی د مدغم کولو، په قدرت کې د سهيم کولو، اساسي قانون او نورو مهمو ارزښتونو په اړه به پکې جدي بحثونه کيږي، کلونه ونه نیسي؟ د جګړې د ښکېلو خواوو د قناعت، انعطاف او رویو له واقعي بدلون پرته باید د دایمي سولې رامنځته شوي فرصتونه د سولې د تړون په نوم د کاغذ پر مخ د جبر او نارضایتۍ په قلم په لړزنده ګوتو د شویو لاسلیکونو قرباني نه کړو. ځکه نو باید د سولې په پروسه کې د واقعي او غیر واقعي بېړې تفکيک وشي.
۶: جالبه دا ده، چې ولسمشر د ډېرو هغو کسانو لخوا د سولې پر مخالفت تورنیږي، چې یا یې د نړۍ د زبرځواکونو لپاره د خپل ملت د کرایې د قاتل رول لوبولی او یا یې هم په کورنیو جګړو کې د هېواد شیرازه تيت و پرک کړې ده؛ ځکه نو د دوی دغه ډول مسخرې ډېرې بې بازاره دي.
د سولې په مخالفت د ولسمشر تورنونکي ټول هغه اشخاص دي چې د رایو له لارې ځان د هیځ سیالۍ جوګه نه ګڼي. دوی غواړي چې د مؤقت حکومت په ګډوله کې پر ولس د هغوی د خوښې په خلاف حاکم شي. ځکه نو دوی د سولې نه، بلکې په اصل کې د ولسمشر لخوا د مؤقتې ادارې له مخالفت څخه ویر کوي.
۷: هیڅ هېواد مشر به ونه غواړي چې د یوه داسې بې ثباته ساختار او کړېدونکي ملت رهبري وکړي، چې هره ورځ پکې د حکومت د راپرځېدو احتمال واوسي. له همدې امله ولسمشر غني په خپله پنځه کلنه دوره کې خپلې ډېرې هڅې په هېواد کې دایمي سولې ته ځانګړې کړې وې. د همدغو مخلصانه هڅو او ناتمام فصل د بشپړولو لپاره پکار ده، چې د تاریخ په دې حساس پړاو کې د هېواد سیاسیون، ځوانان او مشران د افغانستان د بېړۍ ژغورلو لپاره له سپین ږيري خو مخلص ولسمشر سره د خپلو مټو زور یو ځای کړي.
ټاکنیزې سیالۍ، د مخالفو ټیمونو پر برنامو او تګلارو نقد پر خپل ځای خو د افغانستان د دردېدلي ملت ګډ ارمان چې سوله ده، باید د دغو رقابتونو قرباني نشي.
پای
Comments
Loading...