والصلح خیر

زبیر حساس

0 39

فرښتو د وريځو تخت اوږو ته پورته کړ، سوله په سپين تخت کې غوسناکه ښکارېده، ستورو ژر ژر لار ورکړه. فرښتو تخت په اووم اسمان کې د خدای مخې ته کېښود.

شيطان په وارخطايۍ لاندې وکتل، د سولې سيوری پر لوی افغانستان خپور و. سترګې يې رډې راوختې،
لومړۍ يې د ښار په ګڼه ګوڼه کې دوه کسان وليدل چې له يو بل سره يې ټکر وکړ، شیطاني خندا يې په مخ راغله غلي يې له ځان سره وويل: اوس به لوی جنګ پيل شي. دواړه ژر په شا راتاو شول، يوه له يو او بل له بل نه بخښنه غوښته، دواړو يو بل ته غېږه ورکړه او په خندا په خپله لاره روان شول.
د شيطان خوله له حيرانۍ خلاصه پاتې شوه.

يو شتمن يې وليد چې د چوک پر سر يې خېرنه نرۍ کرۍ نجلۍ راپورته کړه، نجلۍ غټې سترګې حيرانی ورته نيولې وې، سړي يې د خت شلېدلې لمن څو ځله وڅنډله، له لاس يې ونيوله مخامخ د جامو پلورنځي ته ورننوتل. څو شيبې وروسته همهغه سړی له يوې لوکسې وړې نجلۍ سره راووت.

يو ځای له يوه سرک نه دوړه پورته کېده، څو د نارنجي درېشيو ولا د سرک پر پاکولو لګیا وو، ګڼو خلکو خپل څادرونه او پټکي له خولې او پوزې تاو کړل، څو نورو ريبزې/جارو راوړل.

شېبه وروسته له سرک څخه د موټر په تېرېدو ګرد نه پورته کېده.

يو ځای د کلي ترڅنګ خوړ د کلي د ښکتنيو پټيو پولې وړې وې، ټول کليوال راټول وو د پولو پر جوړولو اشر و. چا دا نه ويل چې ما ته يې څه؟ زما پټی خو يې نه دی وران کړی. سات وروسته ګڼو هلکانو د چای او پراټې پتنوسونه په يوه شنډه کې اېښودل.

په يوه سرحدي پوسته کې څو دريشي کړي او څو پټکي وهلي ځوانان ناست و، دوه کسان پيرې ته ولاړ و. پنځو نورو د پوستې په مينځ کې چای څښه خولې يې له خندا نه سره راټولېدې.

د هلکانو د مدرسې او ښوونځي ترڅنګ ګڼ بسونه د نجونو مدرسې او ښوونځي ته ولاړ وو.

د ښارد جامع جومات خطيب د خطبې تر لوستو وروسته لاسونه پورته کړل: خدايه ته زموږ له سر نه د سولې سيوری مه لرې کوه!

په جومات کې د امین امین غږونو انګازې کولې..

سولې غاړه تازه کړه. شيطان په بېړه ور وکتل.

سوله: که ورکوې ور له مې ورکه
سپينې پګړۍ راپسې ځي خونړۍ شومه

خدای وموسکل، په مهربانۍ يې سولې ته وکتل، ويې ويل: ته خو پوهېږې چي دا خلک ما ته څومره ګران دي، لږ يې ځوروم.

سولې په ناهيلۍ فرښتو ته وکتل، د تخت د وړو اشاره يې وکړه. فرښتو تخت اوچت کړ، پر افغانستان د سولې غوړېدلی سيوری ټول شو.

د شيطان سترګې وبرېښېدې ژر ژر يې وموښلې.

يوځای یو سړی د بل پر بوټ ورختلی و دا بل ورته له مور خور ورتېر شوی و، سړي پر زامه سوک ورکړی و، دې بل پسې لګته/لغته خښه کړې وه، وروسته سره غېږ په غېږ شوي وو، ګڼ خلک پرې راټول وو، موټروانانو هارنونه وهل لوی سرک بند شوی و.

يوه هوټل کې څو سړي چې قيمتي جامې يې اغوستې وې له خوړو ډک مېز ته ناست وو. د غلا، سود، رشوت او د طبيعي شتمنيو د پلورلو پيسې يې سره يادولې، يوه به څه وويل نور به لکه خره، له خندا به يې خولې اسمان ته نيولې وې او پر تشو به يې لاسونه ايښي وو.

د مېز ترڅنګ کمزورې وړې نجلۍ د وريجو پر غوري ايښې غوښې ته وږې سترګې نيولې وې.
يو ځای په سرک کې خړې اوبه ډنډ وې، موټر پرې ګړندي تېرېدل، اوبه به د سرک غاړو ته باد،باد شوې
د لارويو له خولې کنځلې ورېدې.

بل ځای د عسکرو پر پوسته برید شوی و، څو تنه زلمي په وينو کې لت پت پراته و. نوې واده شوې پيغلې خپل سر شوکوه، چيغې يې وهلې. په عمر پخه ښځه نړېدلي دېوال ته بې سيکه ناسته وه.

په يوه کلي کې دوو کسانو د اوبو پر سر شخړه کړې وه، دواړو يو بل پر بېلچو وهلي وو لښتي کې سرې اوبه بهېدې.
بل ځای يوې ځوانې نجلۍ د کوټې په کونج کې د رسم کتابچه په غېږ کې نيولې وه، د مخ چپ طرف يې سور و، په زوره زوره يې ژړل، پلار ته يې ورياده کړې وه چې ښوونځی يې خوښېږي، غواړي چې ويې لولي.

د ښار په جامع جومات کې بم چاودنه کړې وه، د جومات پر چت او دیوالونو سرې وينې خښې وې، مينځ کې يې ماتې شيشې او غوښې پرتې وې.

يوه سړي يو سوځېدلی لاس را اوچت کړ، لاندې ترې يوه سوې پاڼه چې ځای ځای پرې د وينو څاڅکي و پراته وه، په پاڼه کې ليکل شوي وو:
وَصُّلْحُ الْخَيْر°

Comments
Loading...