واسطه د کادر جوړول نه بلکې د کادر له منځه وړل دي

طاهر صاحب زاده

0 47

په تعلیمي بنسټونو(ښوونځیو او پوهنتونونو) کې د واسطو کول اوج ته رسېدلې. دغه ناوړه فرهنګ باید له منځه لاړ شي. که دې ناوړه دود ته د پای ټکی ور نه کړو، لرې نه ده چې هیواد مو په غېر حقیقي کادرونو رنګ او یوه پېړۍ مو بیا وروسته بوځي. دا او ورته نور پیغامونه په لاندې لیکنه کې لوستلای شئ. هیله ده تر پایه يې ولولئ او د ټولنې د معنوي پرمختګ لپاره یې په خپرولو کې د یوه فعاله فرد په توګه ونډه واخلئ.

لیکوال: نوماند پوهنیار طاهر صاحب زاده

په هیواد کې د تحصیلي بنسټونو د ایجاد یواځینۍ موخه د ټولنې د اړتیاوو په نظر کې نیولو سره د علم په ګاڼه سمبال، پوهو او اکاډمیکو افرادو روزل دي چې د پوهنې وزارت او لوړو زده کړو وزارت تر رهبرۍ لاندې یې چارې اداره کیږي. د هیواد په دولتي جوړښت کې د نورو وزارتونو څخه په استثناء د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونه د ځانګړي ارزښت لروونکې دي. ځکه، ذکر شوي وزارتونه د نورو ټولو دولتي او غېر دولتي سکتورنو لپاره د بشري منابعو د تولید دنده پر غاړه لري. د بشري منابعو پیاوړي کول او په سمه توګه روزنه یې نېغ په نېغه د هیواد پر نورو ادارو اغېزه کوي. په پوهنتونونو کې روزل شوي افراد ټولنې ته د خدمت لپاره عرضه کېږي. که چېرې په اړونده څانګه کې روزل شوي افراد په ټوله معنا تخصصي، مسلکي ، په ملي روحیه سمبال او د ټولنې اړتیاوو ته ځواب ویوونکې وروزل شي نو پرته له شکه ټولنه به مو لا نور پرمختګ تجربه کړي.

ازموینه (امتحان) د ارزیابۍ یو ډول دی چې پواسطه یې د زده کړې بهیر ارزول کېږي. د ازموېنې په پاېله کې د ښه، ډېر ښه او ناسمو تفکیک کېږي. له بده مرغه، د نورو ادارتو سربېره د هېواد په تعلیمي بنسټونو کې هم د واسطې په نامه ناروغۍ سرایط کړی چې دوام به یې خطرناکې پاېلې ولري. په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د ازموېنې ماهیت ته پاملرنه نه کېږي او د بېلا بېلو وایرسونو ښکار کېږي. د هېواد دښمنان چې په فزیکي جګړو کې يې تل د افغان غیور ملت څخه ماتې خوړلې، څو لسیزې کېږي چې په فکري او فرهنګي یرغلونو يې پیل کړی چې له بده مرغه هره ورځ او هر ځای یې تجربه کوو. تر ټولو ستر فکري یرغل یې د افغان ولس په منځ کې د ژبپالنې، قومپالنې، سمت پالنې او ګوندپالنې په نوم د تفرقې اچول دي.همدغه مواردو په تعلیمي بنسټونو کې د ځينو ښوونکو ذهنونو ته هم رېښې کړي او د زده کړیالانو سره تبعیضي چلند کوي چې دا د کادرونو د وژلو سبب کېږي حال دا چې د یوه معنوي پلار په توګه ښوونکی باید خپلو ټولو زده کړیالانو ته په یوه سترګه وګوري. ښوونکی باید په درسي بهیر کې د مساوات له اصله کار واخلي خو د ارزیابۍ په بهیر کې د مساوات نه بلکه د عدالت له اصله کار واخلي.

د کادرونو د له منځه وړلو یو بل ستر عامل د واسطو کول دي. له بده مرغه، په ټولنه کې مو د کادر جوړولو په تړاو یو ناسم انځور پروت دی چې د کادر اطلاق یواځې په نمرو سره کېږي. دلته علمیت یواځې نمرو اخستلو ته پاتې دی. محصل د پوهنتون له لومړۍ ورځې په همدې فکر کوي چې د فلانکي استاد لپاره څوک واسطه کړم؟، استاد له چا سره اړېکې لري؟، استاد له کوم ځای دی؟ له استاد څخه په څه شکل نمرې واخلم؟ او داسې نور. نوي محصلین تر ډېره ملامت نه دي ځکه فضاء ورته له وړاندې همداسې برابره شوی چې هغه د علم د حاصلولو، په خپل مسلک کې د زده کړو او پېشرفت په فکر کې نه وي. یواخينۍ موخه یې د نمرو لاسته راوړل وي او بس.

تر ټولو جالبه خو يې دا ده چې د محصل او متعلم والدین، ورونه، ترونه او نور عقارب په خپله د محصل پښې وهي معنا دا چې دوی ورته واسطې کوي. د دې پر خای چې خپلو اولادونو باندې د زده کړو تاکید وکړي، استاد ته یې د نمرو لپاره واسطه کوي. او تر ټولو دردوونکې لا دا چې ډېری لوستي اشخاص هم د ورته ناوړه عمل مرتکب کېږي. هو هېره دې نه وي چې واسطې په ټوله نړۍ کې یو پېژندل شوې پدیده ده چې حتا رسمي اړخ لري خو هغه واسطې د نمرو لپاره نه بلکې د یوه شخص سالمه سپارښتنه ده چې اړونده مرجع ته یې د یوه اعتباري او پېژندل شوي شخص په توګه ورپېژني تر څو د شخص په تړاو د مخېنې او ځانګړونو معلومات ورکړي او نور قضاوت اړونده مرجع ته پرېږدي نه دا چې یوه تحمیلي بڼه ولري.

یو بل ناسم فکر چې د محصلینو او متعلمینو په منځ کې خپور دی هغه دا چې دوی د نمرو د ترلاسه کولو پر ځای د نمرو د ورکړې خبره ډېره کوي لکه: فلانکی استاد ښې نمرې ورکوي، هغه استاد نمرې نه ورکوي، هغه استاد ما ته دومره نمرې راکړې او داسې نور. حال دا چې نمرې استاد نه ورکوي بلکې محصل یې په خپله د خپل زیار په پایله کې تر لاسه کوي.

نږدې دوه کاله کېږي چې په رسمي ډول په تعلیمي مراکزو کې تدریس کوم چې د واسطې په تړاو راسره ګڼ شمېر تجربې شته.کله چې راته واسطه کوونکی د چا لپاره واسطه وکړي او یا پخپله محصل د نمرو د زیاتولو غوښته کوي، نو زه ترې پوښتم: ایا دا سم کار دی؟ نو بیا په ځواب کې راته ګڼ شمېر بهانې کوي لکه د بېلګې په ډول:

-نه استاد، یواځې له ما سره نه (زما له ورور سره نه) بلکه د ټولو زده کوونکو سره یو شان مرسته وکړه.

ښه، نو ولې او په کوم منطق باید استاد ټولو محصلینو ته یو شان او اضافه نمرې ورکړي؟ د ازموېنې موخه نو بیا څه شوه؟ د محصل ترلاسه شوي نمرې په اړونده مضمون کې د هغه په زده کړه او مهنت دلالت کوي. نو دا اضافه نمرې چې استاد يې د کومک په نامه ورکوي دا څه معنا لري؟ آیا قضاوت به سم شوی وي؟ آیا د ازموېنې مطلوبه پایله به ناسمه نه وي؟

دلته غواړم هغه استادان چې غواړي زده کړیالانو ته اضافه نمرې ورکړي په کلکه ووایم چې د فساد لپارهلومړنی شرط تاسو برابر کړ. د بېلګې په ډول: د لوړو زده کړو وزارت د لاېحې پر اساس په افغانستان کې (۷۵) کادري نمره ده. که چېرې احمد په خپل لیاقت (۷۵) نمرې وړي او محمود په خپل لیاقت (۶۵) نمرې وړي نو ارزونه دا شوه چې د احمد د کادر نمرې وړي او د کادر امتیاز خاوند دی خو محمود بیا د کادر وړتیا نه لري. اوس که چېرې استاد وغواړي چې د ټول صنف سره (۱۰) نمري کومک وکړي نو د ارزونې پایله به څه وي؟ معلومه ده چې د احمد نمرې به (۸۵) او د محمود نمرې به (۷۵) ته خېژي. خو د ارزونې پایله او قضاوت دلته ناسم او دواړه په یوه کټه ګورۍ کې شامل شوه. احمد چې په حقيقي معنا د کادر وړتیا لرله د استاد د مساوات له وجې د محمود سره په یوه کټه ګوۍ کې شامل شو چې دا هیڅکله سم قضاوت نه شي کېدلی. لکه څنګه چې پورته یادونه شوې، استاد باید د مساواتو اصل په درسي بهیر کې مراعت کړي نه په ازموینه کې. په ازموینه کې باید د عدل له اصل څخه کار واخستل شي. نو پایله دا شوه چې د نمرو په ورکړه کې مساوات په خپله بې عدالتي ده.

– ښه بله بهانه: استاد غریبي ده او شرایط نا برابر دي.

دا سمه ده چې غربت د انسان پر ژوند ناوړه اغېزه کوي. خو آیا غربت د انسان زده کړې په ټپه درولی شي؟ نه. د نړۍ د سترو شخصیتونو بیوګرافي که مطالعه شي تر ډېره د غربت په سپېړه وهل شوي شرایطو کې را لوی شوی خو ځانونه یې ورته نه دي تسلیم کړي بلکه د مهنت او استقامت څخه یې کار اخیستی نو ځکه یې په نړیواله کچه نن مطرح دي چې غوره بېلګې یې زمونږ په ټولنه کې هم زیات دي. د ژوند نا برابره شرایطو ته باید د ماتې د لامل په سترګه ونه ګورو بلکه د یوې انګېزې په ډول ورڅخه ګټه پورته کړو. آیا یو غریب محصل باید لاس په زنه کېنې او که د ستونزو د حل لپاره لاس په کار شي. ما په پوهنتون کې یوه ډېر بې وزله او ناچاره زده کړیال ته چې د خپل ټولګي اول نمره هم وه آفرین وویل. هغه راته په ځواب کې وویل ؛ استاد محترم، پر ما چې د ژوند څومره ناخوالې راځي، زه یې زور له کتابه اوباسم ځکه زه پوهېږم چې د ستونزو د حل دایمي لار یواځې او یواځې د تعلیم حاصلول دي. که چېرته زه د کورنۍ اقتصادي ستونزو لپاره ځان ټوله ورځ په مزدورۍ تېره کړم نو دا به یې دایمې د حل لاره نه وي خو زه غواړم د تعلیم په حاصلولو نه یواځې خپل ځان او کورنۍ ته خدمت وکړم بلکې زما راتلوونکی نسل، ټولنه او هېواد هم پر ما حق دی.؛

د روسانو یو مشهور متل دی وايې: څوک چې کار کوي، وسایل لټوي. څوک چې کار نه کوي، بهانې لټوي. نو ځېني محصلین همداسې بهیانې کوي.

په وروستیو کې دوه پېغامونه لرم چې یو یې د ګرانو محصلینو لپاره او بل یې درنو استادانو لپاره:

درنو محصلینو، د رسول الله ص قول دی چې هیڅوک بې مسولیته نه دی. هر شخص لکه د شپونکي د خپلې رمې مسول او ځواب ویوونکی دی. درنو زده کوونکو، که یو ځل په دې موخه بازار ته ولاړ شئ او د ځان پڅېر ښکلي او قوي ځوانان وګورئ چې د په بېلابېلو کارونو باندې بوخت دي او خپلې کورنۍ ته د یوه مړۍ روزي د پیدا کولو مسولیت پرغاړه لري، خپل ځل ورسره خپل ژوند پرتله کړه. نو ګرانه زده کوونکیه! پر تا خالق ستره پېرزوېنه ده چې د علم د حاصلولو موقع یې درکړې. خو داسې فکر مه کوه چې ګویا ته بې مسولیته یې. نه،ستا مسولیت یواځې او یواځې د درس ویل دي. ستا دولت په نشتو امکاناتو او د سوال په پیسو تاسو ته بدل عاشه درکوي او یا هم د لیليې سهولت درته برابروي، له کورنۍ لخوا درته خرچه درکول کېږي هغه پیسې چې ستاسو والدین یې په ډېرې خوارۍ پیدا کوي. کله خو د خپل پلار د لاس تڼاکي وګوره. همدارنګه ټولګی لرې، ښوونکی لرې، درسي مواد شته خو بیا هم درس نه وايې نو معنا دا شوه چې تاسو په درسپارل شوي مسولیت کې خیانت کوئ. د دې خیانت ځواب به هرو مرو یوه ورځ خپل وجدان، خپلې کورنۍ، خپلې ټولنې او تر ټولو مهمه خپل خالق ته ځواب ورکوې.

درنو استادانو!

خپلو زده کوونکو ته د اضافه نمرو پر ځای له ټاکلي درسی ساعت اضافي وخت او اضافي معلومات ورکړئ.

اضافه نمرې ورکول که په ظاهره د محصل سره مرسته ده خو په حقیقت کې د محصل سره یو ستره جفاء ده. د دې پرځای ورته فکر جوړوونکي خبرې ورزده کړئ.

هیله ده زما ليکنه درسره خپره کړئ تر څو ټولنه مو په معنوي لحاظ د پرمختګ ګامونه واخلي.


طاهر صاحب زاده د پکتيا پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د انګلېسي څانګې استاد دی.

Comments
Loading...