هغه جګړه چې هر څه یې له موږ واخېستل

ضمیر ساپی

0 39

څو شپې وړاندې مې د دې خونړۍ جګړې یو قرباني چې نږدې یو درجن اولادونه یې ځوانې مېرمنې ته پاتې دي، په خوب لېده چې په ډېرې خوشالۍ د خپل انګړ پر دروازه قدم کېږدي دننه لاړ. لکه د کلونو بندي په ډېرې مینې سره خپله غېږه پرانېزي، هڅه کوي چې خپله کوچنۍ لور په غېږ کې ونیسي، خپلې لور ته پلرنۍ مینه ورکړي، ښکل یې کړي او سینې ته یې را نږدې کړي.

خو لورکۍ یې د خپل پلار مینه نه‌شې حس کولای او د انسان وژونکې جګړې دا قرباني په دې حالت سره خورا زیات ناهیلی شي، ځکه پوه شي چې دی نور فزیکي شتون نه‌لري او اولادونو ته یې روح د لېدو وړ نه‌دی.

کله چې له خوبه را پاڅېدم، دې حالت راباندې ډېر سخت تاثیر وکړ، ځکه د دې قرباني چې نږدې خپل مې دی، ماشومان یې هر وخت وینم، د خپل پلار له مینې محروم دي او اوس داسې څوک نه‌شته چې اولادونه یې د پلار تنده پرې ماته کړي او اولاد یې روح محسوسولای نه‌شي.

دا که یو خوب و، خو رښتیا هم همداسې دي او ښايي هره ورځ د دې خونړۍ جګړې د قربانیانو روحونه خپلو کورونو ته په دې تکل ورځي چې خپلو اولادونو ته مینه ورکړي، خو بېرته ناهیلي ستنېږي.

په دې وطن کې روان حالات مې ډېر سخت ځوروي، ارام یې رانه اخيستي، ورځ تر بلې مې سکون له منځه ځي او د هرې غمیزې تر پېښېدو وروسته مې روانې حالت لا ډېر ځپل کېږي او په زړه کې مې د ناهیلۍ گراف هم په لوړېدو دی او دا ډول خوب لېدل هم ښايي د همدې ناوړه پېښو له کبله وي.

پر افغان خاوره تر ټولو ناوړه روان حالت نه یوازې ما ځوروي، ښايي په هېواد کې او له هېواده بهر به سلګونه زره داسې نور کسان هم وي چې د روانې غمیزې له ناوړه پایلو به کړېږي. که څه هم د دوی ژوند به نسبتاً ارام وي، خو د نورو وطن‌والو ناوړه حالت یې ترې ارام اخيستی دی.

ځکه موږ دلته وینو چې په دې وطن کې روانې خونړۍ جگړې ټول دومره ځپلي یو چې خاوند له خپلې مېرمنې سره په نرمه لهجه خبرې نه‌کوي، د مینې پر ځای ترې په جزوي تېروتنه پزه پرې کوي، لاس یې ورماتوي، وخت ناوخت یې وهي ټکوي او له کوره یې شړي.

دې جګړې حالات داسې کړي چې زوی له پلار، مور، خور، ورور، گاونډي او… سره داسې ناوړه چلند کوي چې ساری یې نه لېدل کېږي، ځکه دې جگړې یې زغم او انساني چلند له صفر  هم کته کړی دی.

همدا راز، دې کرکجنې جگړې د ورورولي او محبت پر ځای د خلکو په ذهن کې د ناوړه تعصب تخم تر دې بریده شیندلی چې د یوې ژبې، سمت او قوم اړوند خلک له نورو شدیده کرکه لري او د پر مختگ، لوړوالي او د بریا مخه یې نیسي، په داسې حال کې چې ټول د یوې خاورې اوسېدونکي یو، خو روانې جګړې یې ورته په زړه کې د تعصب بزغلی شین کړی دی.

دې بې‌ارزښته او بې‌هدفه جگړې رانه ډېر ارزښتونه واخېستل او ډېر ملي اهداف چې مو لرل، ترې پاتې یې کړو. نن ملي سوداګر د هېواد پر ځای په نورو هېوادونو کې پانګونه کوي او دلته مو هېوادوال د لنډ‌ مهال لپاره د ژوند امکانات برابروي، خو په نورو هېوادونو کې د تلپاتې ژوند هلې ځلې کوي او د هغه چا چې امکانات لږ برابر و، دې وطن ته یې کلونه پخوا شا کړې ده.

دې ناوړه جگړې په هېواد کې انساني کراماتو ته درنښت را کم کړ. نن پر هر سړک یوه مېرمن، ماشوم او سپین ږیری د خیرات کچکول پر غاړه گرځوي، د هېواد په هر ډېران کې مو ماشومان د نورو پاتې شوني ډوډۍ خوري چې د څو ورځو وږې خېټه پرې مړه کړي او تر هر پل لاندې مو روږدي هېوادوال همدا اوس په داسې حالت کې پراته دي چې له انساني ژوند سره هېڅ نه ښایي.

دې خبیثي جگړې هغه نرم زړونه چې  یو وخت د انساني خواخوږۍ سرچینې بلل کېدې، د چرگ وینو په لېدو سره به اره – اره کېدل، خو اوس دومره سخت شوي چې د انسان له بدنه سر پرې کول ورته عادي خبره ښکاري.

دې انسانیت تبا کوونکې جگړې ملي، مذهبي او کلتوري ارزښتونو ته درنښت د خلکو له ذهنونو حذف کړی. نن گڼ شمېر هېوادوال مو له ملي، مذهبي او کلتوري ارزښتونو خبر نه‌‌دي، دوی هم پړ نه‌دي، ځکه دوی به هغه وخت دې ارزښتونو ته ارزښت ورکاوه چې خېټه یې مړه وای، د سرک پر سر، تر پل لاندې او د ډېران په خځلو کې یې ژوند نه کولای.

څو ورځې وړاندې د رواني ناروغانو ورځ وه او د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې، له هرو دوو یو افغان له رواني ناروغۍ کړېږي، یانې پنځوس سلنه افغانان په روانې ناروغۍ اخته دي او د نورو دلایلو تر څنګ یې عمده دلیل روانه خونړۍ جګړه بللې ده چې د پای اټکل یې خورا سخت دی.

په دې وطن کې له لسیزو راهسیي جګړو ته سپېڅلي نومونه ورکړل شوي، خو په اصل کې یې یوازې د دې خاورې د بچیانو سپېڅلې وینې توی کړي او اصلي قربانیان یې هم هغه نسل دی چې پخوا یې په دې ستر بشري ناورین کې پلرونو او نیکونو خپل ټټرونه سوري – سوري کړي، خو ګټې یې نورو وړي دي.

دې جګړې زموږ خوېندې او وروڼه په پنجاب کې د ظالم پنجابي ترحم ته کېنولي او په تهران کې د هغه ظالم اخوند مزدورې ته چې افغان ته له ډېرې کرکې «کثیف» وايي.

دا جګړه به ختمېږي یا نه، خو زموږ ډېر ارزښتونه یې ختم کړل او هغه ډېر څه یې رانه واخېستل چې د بیا تر لاسه کېدو تمه یې هم نه‌شته، ځکه یوه مور بیا خپل زوی د دې لپاره نه ځوانوي چې د روانې جګړې د ښامار په خوله کې یې وویني، یوه مېرمن بیا د دې تاب نه‌‌لري چې د ځوان خاوند جنازه یې د بوډا پلار پر اوږو هدیرې ته روانه وي او د یوه ماشوم له نازک بدنه د مینې هغه لاسونه بیا نه چارپېرېږي چې هر ماښام به یې له خپلو اوږو پورته اچوه چې یوه شېبه مُسکی شي.

Comments
Loading...