نازک حالات او بې‌پروا ولس

0 38

 عبدالوافي نایبزی-

دا وطن پر موږ هر یو حق لري، هومره حق لکه یو مور، موږ د هم‌دې وطن له خاورې رازرغون شوي غنم‌دانې خورو، له مڼو، انارو، الوچو، بادرنګ، شفتالو نېولی آن تر هوا تنفس کولو او اوبه څښل مو له‌هم‌دې خاوري دي. دا به نهایت ظلم وي، چې د دې وطن د سرنوشت په ټاکلو کې بې‌پروا واوسو، او ووایو چې ټاکنې به‌خپل کار کوي.

په‌وروسته پاتې ټولنو کې په داسې موقعو کې هر وگړی باید سیاسي چلند وکړي؛ هر وگړی باید پوه اوسي، چې کومه سیاسي څېره په کوم موقف او د پاکوالي او رښتينولی گراف يې څومره لوړ یا څومره د ځوړ په حالت کې دی.

هندویان اکثره وايي، چې پر موږ هر سلو کلونو کې زموږ معبود پر موږ مهربانه کېږي او د موسیقۍ په ډگر کې یو نوموتی او خواریکښ مشر راکوي، باید قدر يې وکړو.

دا سناریو دلته په سیاسي ډگر هم واخلئ، په جمهوري دوره کې له نجیب، داود، کرزي وروسته دا دی بیا ستاسې مخ‌ته سیاسي پخه سټه ودرېږي، تر دې دمه پرې لا د یو وېښته هومره لیکلي د فساد تور نه‌شته دی، د غني په وجود کې د ودان افغانستان خوب لیدل درواغ او اوازه نه‌ده. هم‌دا وړمه ورځ د کرنې وزارت په ننگرهار زون کې د ۷۵۰مېلیونو ډالرو پروژه او په خوست زون کې پر ۱۰زره کسانو د جلغوزیو راټولولو ماشینونه ووېشل شول. کندهار کې د اوبو د مهارولو له‌پاره لسگونه مېلیونه ډالر سرمایه‌گذاري روانه ده. د بدخشانه له اوبو ډېمونه به هم خبر یاست…نور سل او زر کارونه!
نور څه غواړئ؟

موږ نه غواړو بېرته د مجاهدینو هغه دورې ته وګرځو چې کومه ناهید د جنسي فقر ځپلي وحشي له وېرې ځان له بلاک راوغورځوي، هغه حالت مو پر ځان نه‌دی پیرزو چې کومه افغانه پېغله دې خپل د پوزې چارګل د پاکستان په صدر کې وپلوري، هغه حالت مو پر ځان نه‌دی، پيرزو چې زما هزاره ورور/خور دې په ایران کې د خومینانو فرمایشونه ومني، زموږ لا د کورنۍ جګړیو هغه استخباراتي سرتېري په یاد دي، چې د راکټونو باران يې د کابل سینه غلبېل-غلبېل کړه، زموږ لا د «رقص‌مرده» او د «قورت، قرُت» کلمات یاد دي.
فرق د قصاب او د شپانه پسونه کله کوي
چې شنه ګیاه يې لاس کې ووینې قاتل پسې ځي

دا وطن یو وار بیا تجربه‌شوي وحشيانو ته مه حواله کوئ، یو وار بیا تش په اسلامي شعارونو ځانونه مه غولوئ، مه پرېږدئ، چې ستاسې د چکچکو په شور یو لېوه واک ته ورسي، هغه لېوه، چې نه به بیا په‌دې وطن کې جمهوریت، جمهوریت پاتې شي، نه به د قومونو یووالی، یووالي. مه پرېږدئ، چې له پېړيو د واک او اقتدار تږی د ارګ پر پرستېژ خپلې خونخوارې داړې ولګوي. هر څه ستاسې لاس کې دی.

خدای هم نه‌بدلوي حال د هغه قوم

Comments
Loading...