مسکو کې افغان سفیر ډيپلوماسي او داسټایوفسکي یوځای کوي

0 44

لیکواله: امي فریس- روتمن

سرچینه: واشنګټن پوسټ

ژباړه: محمدعاطف فقیرزاده

په لومړي ځل د روسي کلاسیکو ادبي آثارو په لوستلو سره لطیف بهاند ته د درد او ناهیلۍ دروند حس پیدا شو. خو دا حس د داستانونو له شخصیتونو سره چې د بشر د هستۍ  په اړه له سختو پوښتنو سره لاس او ګرېوان دي، د خواخوږۍ له امله نه و، بلکې د دې لپاره و چې دا اثار د بهاند په مورنۍ ژبه، پښتو، کې موجود نه‌وو.

 دا دوه شپیته کلن افغان ادیب چې د روان کال په سر کې په روسیې کې د افغانستان د سفیر په توګه ګمارل شوی دی، وايي: «دلته داسې شهکارونه موجود دي، د روسي ادبیاتو دا زرین دوران، خو زما خلکو نشوای کولای له دې شهکارونو هیڅ یو یې ولولي.»

بهاند چې کله له روسیې سره د خپل هېواد د بدلیدونکو او متغیرو اړیکو له پاللو او ادارې وزګار شي، په ژباړه بوختېږي.

نوموړی اوس مهال د فیودور داستایفسکي د خورا مهم او تل‌پاتې ناول «جرم او سزا؟» په ژباړلو بوخت دی، چې موضوع یې د لوی ټولنیز بدلون په دوران کې په اخلاقو او خواخوږۍ باندې راڅرخي.

د ژباړې له بشپړیدا وروسته، د پښتو ژبې نسخه يې د روسي کلاسیکو آثارو یوه پراخیدونکې ټولګه جوړوي چې په کې شامل ټول آثار په لومړي ځل د بهاند له لوري پښتو ته ژباړل شوي دي.

د یو لړ دييلوماتیکو اسنادو د افشا کیدو وروسته چې په کې د بریتانیا سفیر د ټرمپ اداره بېکاره بللې وه. په واشګنټن کې د دې سفیر، كيم داروك، د غیرمترقبه او حیراونکې استعفا سره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې سفیران د توجه په مرکز بدل شول. ولسمشر ټرمپ چې اجازه یې ورنه کړه موضوع بې‌ځوابه پاتې شي، داروك یې د یوه نوم‌داره احمق په توګه وغانده.

 ځینې نور سفیران بیا ځان پورې منحصر کارونه تعقیبوي.

بهاند د افغانستان د سفارت د ميلمه‌پالنې په یوه طلایي‌رنگه خونه کې، د نوي‌هنر یو عمارت چې د ۱۹۲۰ کلونو په لومړیو کې شخصاً د شوري بنسټ ایښودونکي ولادمير ايليچ لېنين له‌خوا افغان دولت ته چې تازه یې خپلواکي اخیستې وه ډالۍ شوی و، وايي «زه غواړم د افغانانو ژوند بډایه کړم.» د سفیر په توګه د بهاند ګمارنه د مسکو او کابل تر منځ  د اړیکو په یو حساس پړاو کې ترسره کېږي، ځکه د کرملین ماڼۍ په دې هېواد کې د خپل نفوذ د نوي دوران لپاره هڅه کوي.

په تاریخي لحاظ روسیې په افغانستان کې مهمه ونډه لوبولې ده، په نولسمه پېړۍ کې د روسیې او برېتانیا تر منځ  د لویې لوبې څخه نیولې بیا په ۱۹۷۸ کال کې تر یرغل پورې. تېرکال روسیې د افغانستان سیاسي مشرانو او طالبانو تر منځ د سولې خبرو اترو کوربتوب وکړ.

 له روسي ادبیاتو سره د بهاند تل‌پاتې مینه په کابل کې د یوه زده‌کونکي په توګه هغه مهال پیل شوه چې په لومړي ځل یې دا کلاسیک آثار مخکې له هغه چې په ۱۹۸۰کلونو کې په شوروي اتحاد کې د یوه ماموریت پر مهال اصلي روسي ژبې ته مخه کړي، په فارسي ژبه ولوستل.

د فارسي برخلاف چې په څه نا څه توپیر سره په اېران، افغانستان، ازبکستان او تاجیکستان کې ویل کېږي، پښتو ژبه اکثراً په افغانستان او پاکستان کې د پښتنو په منځ کې ویل کېږي.په دې ژبه د نړیوالو ادبیانو محدود آثار ژباړل شوي دي.

بهاند د تېرې لسیزې په اوږدو کې، چې په ځینو مواردو کې یې په یوه پراګراف باندې په زحمت او دقت سره څو ګړۍ وخت تېر کړی، د میخائیل شولوخوف د شلمې پېړۍ کلاسیک اثر«آرام دون» او د لیو تولستوى حماسي ناولونه «جګړه او سوله» او «اناکارنینا» یې پښتو ته ژباړلي دي.

بهاند وايي د ژباړې تر ټولو سخته برخه یې د ښځو په اړه د مسایلو ژباړل دي او زیاتوي، چې «افغان لیکوال نشي کولای د ښځو اندامونه په تفصیل سره بیان کړي او یا د هغوی د څرنګه ښکاریدو به باب بحث وکړي، ما ژبه پټه او بدله کړې نه ده خو په مناسبه توګه د افکارو رسولو او لیږد یو څه ډېر وخت اخیستی دی.»

بله موضوع د لغاتو او کلماتو کمښت دی چې وسره کار کېږي او کارېږي، اوسمهال روسي ژبه شاوخوا ۱۵۰۰۰۰ فعال کلمات لري او پښتو شاوخوا ۱۰۰۰۰۰ کلمات لري «او دا په دې مفهوم ده چې تاسو هڅه وکړئ یو سطل اوبه د چای په یوې پياله کې ځای کړئ.»

د دې تر څنګ زموږ شاوخوا د طبیعي نړۍ موضوع مطرح ده. د تولستوى کیسو شخصیتونه بیابیا له ښاره د باندې سیمو یا کلیو کې ډوبېږي، چېرته چې هغوی په ‌خورا ژور تفصیل سره د موسمونو بدلون مشاهده کوي او ګوري یې.

سفیر وايي: «پښتو ژبه د ټولو هغو بېلابېلو واښو لپاره ځان ته کلمات نه‌لري، چې موږ ورسره د تولستوى په لیکنو کې مخ کېږو.»

بهاند خپل ژباړل شوي کتابونه په وړیا توګه پوهنتونونو او کتابتونونوته ‌ډالۍ کوي. د هغه کتابونه په ځانګړي توګه په کندهار کې ډېر شهرت لري – هغه افغان سویلي ولایت چې په ۱۹۹۰ کلونو کې طالبانو پکې سر راپورته کړ. هغه وايي: «ولې طالبان دا کتابونه ونه‌لولي؟ هغوی هم افغانان دي او لوستي خلک هم دي.»

Comments
Loading...