مسوولیت که فرعونیت

بصیر عاصم

0 44
ټولنه هغه وخت د پرمختګ لوری خپلوي کله چې یې هر تابع د خپل مسولیت احساس درک کړ ، په تاسف زموږ په ټولنه کې د عدم احساس ستونزه د یو عام عادت بڼه خپله کړې ده او تر ډېره د نسبتاً لوړو موقفونو درلودونکو اشخاصو سرچینه اخلي، معتبرو یا په بل عبارت د نسبتاً لوړ موقف څښتنان یې د ټولنې د نورو افرادو په نسبت ځان د پخوانیو رسوماتو په تقلید لوړ د تکبر او د ټولنې د هغو افرادو چې ده ته یې د کار مسولیت ورسپارلی دی د تحقیر رویه خپل صلاحیت او د خپل موقف یوه وجیبه ګرزولې ده.
همدغه غیراخلاقي او د مدنیته لري رویه د دې سبب کیږي چې په دوامداره توګه بل نسل ته په میراث پاته شي او ټولنه د غیر اخلاقي او انساني اصولو په داسي محیط بدله کړي چې هر لوړ موقف په عامه ازهانو کې فرعونیت او د استبداد وسیله و ګڼي. په همدې توګه هغه مسولیتونه چې باید په ایماني او وجدانی روحیه د متمدنو ټولنو په څېر پر ځان ومنل شي یوازې تر شخصي مفاداتو او سوء استفادې منحصر پاته کیږي.
ددې ناوړه عادت او عمل عواقب په کراتو تر هغه ناوړه او بد دی چې نن په ټولنه کې ورته د یو عادي چاري په توګه کتل کیږي. په ټوله کې د عامه اداراتو او هغه نظام چې د عامه وګړو په باور او اعتماد پوري یې بقا تړلې ده د هیودوالو هیوادنی احساس، مینه او هغه عاطفه چې باید له هیواد ، هیودوالو او انسانانو سره یې ولري له منځه وړي.
حلار؛
په دولتي او شخصي اداراتو کې باید داسي پرنسپونه او نورمونه په عملي توګه تطبیق شي چې ټول ریسان مدیران او مامورین د موقف پر ځای مسولیت اخلاق او انسانی کرامت رعایت کړي او د سر غړوني په صورت کې له موقفه لیري او مجازات شي. په دې لار کې ورکشاپونه او سمینارونه د حل لار ځکه نه ده  چې نسبتاً تر لوړ موقفه ماشومان نه  لویان تر اکاډیمکو  تالارونو وتلي او فارغین رسیږي ، دوی یوازې هغه وخت څه زده کوي چې کله د ناوړه عمل او عادت په مقابل جزایي عکس العمل وویني  او د نورو د پاره د عبرت یو درس هم جوړ شي. په دې توګه به ټولنه د یو ناسوري رنځه ژغورل شوی وي.
Comments
Loading...